د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سرګردانه انسان او رزق

قاضی طارق 19.10.2015 12:13

سرګردانه انسان او رزق

د رزق وېرې انسان سرګردانه کړېدې او تر دې حده پورې یې سرګردانه كړېدې چې کله بنی ادم په ناپوهۍ کې د رزق د حصول لپاره دغېرالله بندګي هم شروع كړې هغه چې نه چاته رزق ورکولای شی او نه چاته نفع او ضرر رسولای شی ، په دې حقیقت هم باید پوه شو چې د الله پاک د اقدس ذات نه پرته نورهرڅه غیرالله دی ، څښتن تعالي فرمايې چې دغیرالله عبادت مه كوئ رزق نه شې دركولاي :

{ ..... إِنَّ الَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَا يَمْلِكُونَ لَكُمْ رِزْقًا فَابْتَغُوا عِنْدَ اللَّهِ الرِّزْقَ وَاعْبُدُوهُ وَاشْكُرُوا لَهُ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ}العنکبوت : (۱۷) .

يقينا هغه كسان چي عبادت كوي تاسو د هغوي په غير د الله نه ، نه دي مالكان دوی ستاسو لپاره د رزق ، نو ولټوي د الله سره رزق (چې قادر دې په رسولو د رزق ) او بندګي و كړئ د هغه ، او شكر وباسۍ د هغه ، نو همدغه خداي ته به ور ګرځول كېږئ تاسو.
دلته مهربان خداي په خورا صريحه ، بليغه او فصيحه طريقه سره فرمايې چې رزق د خداي سره ولټوئ او د رزق د لاسته را وړلو لپاره د غيرالله غلامي او بندګي مه كوئ ، ځكه چې هغوي تاسو ته د رزق رسولو توان نه لري {لا يملكون لكم الرزق } دا څومر ه صفا جمله ده ، د بلې معني احتمال نه لري ، همدغه يوه معني لري چې بل چاته د دې لپاره چې تاسو ته به رزق دركړي د بندګي سر مه ټيټوي ، ځكه چې تاسو ته رزق نه شي رسولاي ، رزق فقط د الله سره ولټوئ ، د هغه عبادت وكړئ ، د هغه په نعمتونو اعتراف وكړئ په دې چې بالاخره همدغه خداي ته ور تګ دې ، شکر ( يعني د څښتن تعالي په نعمتونو اقرار او اعتراف ) .
قران عظيم په خپله هره برخه كې بني ادم ته د ازادئ او استقلال درس وركوي، دعزت او شرف سبق ور ته وايي ، چې د رزق ضامن او مالك خداي دې نو بيا د بل چا په قيد و بند كې اوسېدل د څه لپاره ؟ په داسې قيد و بند كې چې د عبادت ، سر ټيټونې او بندګئ معني ولري ! ...... .
قران کریم فرمایې :

{ قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ قُلِ اللَّهُ وَإِنَّا أَوْ إِيَّاكُمْ لَعَلَى هُدًى أَوْ فِي ضَلالٍ مُّبِينٍ }.سبا:۲۴

ژباړه : ووايه (اي نبي !هغه چاته چې شرک کوی د الله سره ) چې څوک رزق درکوی تاسو ته د اسمانونو او ځمکې څخه ( ضرور ده چې دوئ به اقرار وکړی چې د اکار الله کوی او که چېرته اقرار ونه کړی نو) ورته و وایه چې د اکارالله کوی ، او یقینا مونږ او تاسو حتما پر سمه لارکې او یا په ګمراهۍ ښکاره کې یو؟ .
یعنی ته به داسې څوک پیدا نه شې کړای چې د دې خبرې نه انکار وکړی ، نو چې کله دا ښکاره شوه چې یوازې الله له اسمان نه تاسو ته رزق در کوی ، باران راښکته کوی ، په هغه سره له ځمکې نه نباتات زرغونوی ، نهرونه او ویالې ور باندې روانوی ، د ونو او بوټو نه ډول ډول میوی را باسی ، ستاسې د نفع او رزق لپاره یې ټول حیوانات پېدا کړېدی نو بیا ولې د هغه سره یو ځای د هغه چا بندګې کوی چې نه تاسو ته رزق در کولای شی او نه تاسو ته نفع او ضرر رسولای شی ؟
یعنی هغه واضح او ښکاره دلایل مونږ بیان کړه او په دې کې هیڅ د شک ځای پاتې نه شو چې څوک په حقه لار روان دې او څوک په باطله ، څوک په هدایت دې او څوک په کامله او پوره ګمراهۍ کې ډوب دې .
بل ځای کې قران کریم فرمایې :

{ يَا أَيُّهَا النَّاسُ اذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَيْرُ اللَّهِ يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ فَأَنَّى تُؤْفَكُونَ } .فاطر:۳

ژباړه : ای خلکو! یاد کړۍ نعمت د الله چې پر تاسو یې کړېدې ، ایا شته بل کوم خالق سوا د الله نه چې رزق در کړی تاسو ته د اسمان او ځمکې څخه ، نه شته لایق دعبادت مګر همدغه الله دې ، نو ولې اړول کېږۍ تاسو دعبادت دهغه خالق نه چې رازق دې عبادت د مخلوق ته چې مرزوق دې او بل څوک رزق ورکوی .
قرانکریم په بل ځای کې بیانوی چې که دغه الله در باندې خپل رزق بند کړی نو بیا یې بل څوک در ته را لېږلې شی ؟
{ أَمَّنْ هَذَا الَّذِي يَرْزُقُكُمْ إِنْ أَمْسَكَ رِزْقَهُ بَل لَّجُّوا فِي عُتُوٍّ وَنُفُورٍ } . ملك :۲۱

ژباړه : ايا هغه ذات چې رزق در کوی تاسو ته ، که چېرته بند کړی له تاسو نه رزق خپل (نوڅوک دې هغه چې بېرته رزق را ولیږی تاسو ته ، ځکه چې مخلوق خو خپل ځان ته د رزق رسولو قدرت نه لری نو بل چاته به یې څرنګ ور کړی ، نو همدغه حقیقی رازق او منعم د دې حق لری چې عبادت یې وشی ) خو کافران په دائمی ډول ننوتلی دی په سرکشۍ او نفرت کې له حق نه (چې اصلاح ته یې هېڅ لاره نه شته) .
سر بېره پر دې چې الله پاک انسان ته رزق ورکوی د انسان د سترګو اوغوږونو مالک هم دې ، ژوندی د مړو نه را وباسی او مړی د ژوندو څخه او د کائیناتو د ټولو چارو د قیام تدبیر هم کوی قرانکریم فرمایې :

{ قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ أَمَّن يَمْلِكُ السَّمْعَ وَالأَبْصَارَ وَمَن يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَمَن يُدَبِّرُ الأَمْرَ فَسَيَقُولُونَ اللَّهُ فَقُلْ أَفَلاَ تَتَّقُونَ } . يونس :۳۱

ژباړه : و وايه مشرکینو ته ! څوک رزق در کوی تاسو ته د اسمان او ځمکې نه ؟ څوک دې هغه ذات چې پېدا کړی یې دی غوږونه او سترګې اوهغه د دواړو مالک دې ؟ او څوک را باسی هغه ژوندې د هغه مړی نه ، او را وباسی هغه مړې له هغه ژوندې نه ؟ او څوک تدبیر کوی د چارو (په عالم علیا او سفلیا کې ) ، ـ نو چې کله ته له دوی نه دغه پوښتنې وکړې ـ نو ژر دې چې و به وایې دوئ چې دغه کارونه ټول الله کوی ( ځکه دوئ په دغو ټولو کارونو اعتراف کوی او الله سره په دغو ټولو چارو کې شریک نه شته ) ،
نو و وایه دوې ته ! نو بیا نه ویرېږۍ له خدای نه چې یوازې د هغه عبادت وکړۍ او د شریکانو او بوتانو له عبادت نه ډډه وکړۍ ؟
قرانکریم بیا بل ځای کې د منکرینو د اعجاز لپاره فرمایې چې څښتن تعالی دا مخلوق د لومړی ځل لپاره پېدا کړې او بیا یې بېرته هم راګرځوی او د اسمان څخه دې مخلوق ته رزق هم ورکوی ، او په دې کار کې څښتن تعالی د بل هیچا مرستې او کمک ته اړ نه دی ، او که تاسو دا عقیده لرۍ چې بل څوک ور سره دی او مرسته ور سره کوی او په دې خبره کې رښتینی یاست نو بیا خو کوم دلیل را وړۍ ؟
څښتن تعالی په دې ډول اعلان کوی :

{ أَمَّن يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَمَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ } . النمل :۶۴.

ژباړه : څوک دې هغه ذات چې پېدا کوی مخلوق او بیا بېرته راګرځوی دغه مخلوق په ورځ د قیامت ، او څو ك رزق در كوي تاسو ته له اسمان او ځمكې څخه ؟ ايا شته بل كوم اله د خداي سره چي دغسې کارونه وکړی ؟ ور ته و وايه اي پيغمبره ! را وړئ دليل ستاسو كه چېرته ياستئ چې رښتيا وايي .
يعني ايا بل كوم رزق رسولو والا شته ؟ ځواب : نه خير هيڅكله نشته !
دغسي سواليه جمله چې كله په قران كريم كي راځي نو دې ته استفهام انكاري وايي ، استفهام انكاري هغه استفهام ته وايي چې ځواب يي منفي وي ، په دې معني چې بل كوم رزق رسولو والا نشته ، لوي قران دغسي پوښتني له مشركينو څخه كوي خوډېر زیات مسلمان هم په ورته تکلیف اخته دی نو څښتن تعالی انسان ته وايي چې د رزق مصدر، منبع او سرچینه یواځې الله جل جلاله دې نو هسې بل چاته چغې مه وهۍ او بې ځایه سرګردانی مه كوي .......!