د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د نوو او معاصرو پیړیو تاریخ پنځوس پوښتنې او ځوابونه

ثناءالله صالحي 14.10.2015 12:35

۱پوښتنه: شاه زمان د تیمورشاه زوی کولی شو چې د احمد شاه بابا امپراطوري وساتي په هغه صورت کې چې ورونو يې ورته دسیسې نه جوړولې او د هغه پر وړاندې يې په لښکرکشۍ کې خیانت نه کولو خو له نورو عواملو څخه هم یادونه وکړی چې هغه ته يې د نوموړو موخو په رسیدو کې مخنیوی کولو؟
۱ پوښتنې ځواب : د تيمورشاه د زامنو ترمنځ د قدرت په سرمناقشې اوجنگونه د ۱۷۹۳م کال نه تر ۱۸۱۸م کال پورې د سلطنت په اړه د دوه کورنيو سدوزيو او محمد زیو تر مينځ، د ۱۸۱۸ نه تر ۱۸۲۳م کال پورې جنګونه او اختلافات په هند او هغه سيمو کې چې احمد شاه دراني د امپراطورې اړونده وې د انګریزانو قوت ورځ په ورځ زياتېدونکي اود ګرګاني مرکزي دولت کمزورتیا
د افغانستان په ضد د انګریز او ایران تړونونه:
د انګریز سفيرسرجان ملکم، د ايران دربار ته د دسمبر په مياشت په۱۸۰۰م کال کې تهران ته ورسېده او د ۱۸۰۱م کال جنورۍ په مياشت کې یې تړون لاسليک کړو، دا تړون د فرانسې او افغانستان په ضد دانګریز او ایران د یووالي په موخه لاسلیک شو، چې ددغه تړون .دويمه ،دريمه او څلورمه ماده په لاندې ډول دي:
• کله چې د افغانستان بادشاه په هندوستان حمله وکړي نو د هندوستان استوګن د انګلستان بادشاه رعايت دي نو د ايران شهنشاهي نه به لښکرسره د مهماماتو دهغوی مرستې ته ورځي چې هغه هیواد وران او خراب کړي
• که د افغانستان بادشاه دوستۍ ته مایل او د دوستۍ او سولې له لارې داخل شي نو هند به د حملې خيال د خپل سر نه لرې کړي.
• کله که داسې پېښه رامنځته شې چې افغانستان د فرانسې په ملتيا د ايران په ضد جنګ ته داخل شي نو انګریز به د ايران مرسته کوي او نظامي مرستې به ورسره کوي.
۲ پوښتنه: تیمورشاه په فرهنګي چارو اودرباري تشریفاتو کې، لباس اغوستل، د باغونو او د تفریح ځایونو اعمارول يې له کومو مخکینیو پاچاهانو څخه تقلید کولو او چا هغه ته په خپل قصر کې الهام ورکولو؟

۲ پوښتنې ځواب: تیمورشاه د دربار شان او شوکت د ښودلو لپاره د مغولي شاهانو دربار نه تقليد کاوه،خانم مسن ترش دهندي مغولو څخه وه چې د دهلي په لال قلعه کې چې په ښکلو او سیورو لرونکو ونو او فوارو باندې ښکلي وه ژوند کړی و، دې ملکې د دربار په فرهنګي چارو کې په خاوند باندې ډېر نفوذ درلود.
۳پوښتنه : رنجیت سنګ او فتح علي شاه قاجار ترمنځ څه مشترکې ځانګړتیاوې وجود درلودی او ترکومه کچه د انګلیس له نقشو څخه د شاه زمان د کمزوري کولو لپاره يې پیروي کوله؟
۳ پوښتنې ځواب: دواړو د افغانانو نه د غچ اخیستنې حس لره، د افغانانو په وړاندې د انګریزانو سره یې د هرډول معاملې څخه ډډه نه کوله او دواړو په خپل ګاونډ کې د افغانستان په نوم پياوړی دولت نه غوښته.
۴ پوښتنه: ایا احمدشاه دراني او سلطان محمود غزنوي د امپراطوری په جوړولو پسې وو یا دا چې هر وخت د هغوی خزانې خالي کیدلې او د هغې ډکولو لپاره يې پر هند لښکرکشي کوله؟
۴ پوښتنې ځواب: د مسلمانو حاکمانو په توګه يې دا اسلامي دنده وه چې د اسلام سپڅلي دین د خپرولو لپاره د دعوت او مبارزې نه کار واخلي چې پدې لړ کې وسله والې لشکر کشۍ ته هم اړتيا ليدل کېده نو پدې اساس د يوې اسلامي امپراطورۍ جوړول، دمسلمانانو مرسته او افغاني قلمرو د نورو د حملو څخه خوندي ساتلو په موخه يې د هند په لور چې تل د نورو قومونو د حملې لاندې و لشکرکشۍ کړي دي.
۵ پوښتنه: د شاه زمان د لښکرکشی په اړه د انګریزانو سیاست په لویدیځ هند او پنجاب کې څه وو؟
۵ پوښتنې ځواب: د انګریز سیاست دا ؤ چې هر کله به شاه زمان دهند په لور لښکرکشي وکړه نو ايرانيانو به د انګریز په لمسون هرات تهديدولو. دا ددې لپاره چې شاه زمان په داخل کې بوخت وساتي تر دې چې نور وسایل اماده کړي چې د شاه د خفه وروڼو څخه د شاه زمان خلاف کار واخلي چې بالاخره په نتيجه کې همدې هدف ته ورسېدل.
۶ پوښتنه: دافغان پاچاهانو ازدواج په لسګونو حتی په سلګونو ښځې له مختلفو قبایلو څخه د واده کولو موخه څه وه. آیا د زیاتو ښځو په نکاح کولو سره دهیواد په یووالي کې یې ورسره مرسته کوله یا برعکس؟
۶ پوښتنې ځواب: د احمد شاه بابا او تيمور شاه په وخت کې د ډیرو ښځو واده کول د قومونو د مشرانو سره د ښو اړيکو د ټينګولو او ساتلو په موخه ؤ خو په وروسته نسلونو کې امپراطورۍ ته د سردردۍ سبب وګرځېدل چې هر قوم د خپلو ګټو په موخه دبل قوم سره په ټکر کې واقع شول او د امپراطورۍ د تجزيې او د قومونو د قدرت د له منځه تللو سبب وګرځېدل.
۷ پوښتنه: د انګریزانو تړونونه له افغاني پاچاهانو سره د کومو موخو لرونکی وه او دغه موخې د احمدشاه دراني دامپراطوری پر تجزیې باندې څه تاثیر درلود؟
۷ پوښتنې ځواب: په عمومي ډول د افغانانو سره د انګریزانو ټولې معاهدې د افغانستان په ګټه نه وې يوازې د بریتانوي هند منافع پکې تامينېدلې همدا تړونونه و چې د افغانستان يوه برخه خاوره يې په هند پورې وتړله لکه د لاهور مثلث تړون،د ګندمک او د ډیورنډ تړونونه.
۸ پوښتنه: د احمدشاه بابا ، تیمورشاه ، شاه زمان او شاه شجاع د حکومت په وخت کې انګریزانو د قواوو په تجهیز کې د سرکشو سکانو، مرهټیانو او د هند مسلمانانو ترمنځ يې څه رول ولوبولو ؟
۸ پوښتنې ځواب: داحمد شاه بابا په وخت کې انګریزان د هند مرهټه قوم څخه د ورځ په ورځ زياتېدونکي قدرت نه په وېره کې و البته هغه وخت يې د يو سوداګریز شرکت په توګه فعاليت کولو. کله چې د احمد شاه له لورې ماتې ورکړل شوه انګریزان د يو طرف څخه خوشحاله او دبل لورې څخه د احمد شاه بابا د قدرت نه په وېره کې شول چې د خپل ځان لپاره يې سر درد ګڼلو نو د دوی په وړاندې یې د سيانو سره مرسته کوله او د شاه زمان تروخته يې دفاعي سياست درلود دهغې څخه وروسته يې تعرضي سياست غوره کړه. تردې چې کله به يې دامتيازتو په اساس د شاه شجاع ملاتړ کاوه او کله به يې هغه تهديد کاوه.
۹ پوښتنه : د مغولو حکومت زوال په هند کې له کومې پیړۍ څخه پیل شو او افغاني پاچاهانو چې د هند له ثروت څخه بغییر يې نشو کولای چې د نظامي قواوو مصارفو څخه په یرغل کولو کې استفاده وکړي او له نوموړو حکومتونو سره يې څه اړیکې ټینګولې؟
۹ پوښتنې ځواب: دمغولي حکومت زوال د۱۷۰۷م کال نه پيل کيږي. کومې سیمې به چې د افغانستان حکومت ترېنه ونيولې بیا به یې بیرته ورته پریښودلې او د افغانستان د حکومت تابع به و او ماليه به يې ورکوله پدې ترڅ کې به يې د خپلوۍ اړيکې هم ورسره ټينګولې.
۱۰ پوښتنه: د فرانسې ستر انقلاب د افغانستان د کوم پاچا په وخت کې رامنځته شو؟
۱۰ پوښتنې ځواب: د تيمورشاه په وخت کې په ۱۷۸۹م کال کې د فرانسې لوې انقلاب رامينځته شو.
۱۱ پوښتنه : ولې انګریزانو په اتلسمه او نوولسمه پیړۍ کې نه غوښتل چې افغانستان دې یو قوي، قاطع او خپلواکه رهبري ولري؟
۱۱پوښتنې ځواب: ځکه چې هندوستان د انګریزانو د خرڅلاو بازار و او د هند نيمې وچې نه يې ‌ډېر عوايد لاسته راوړل نو انګریزانو په خپل ګاونډ کې د يوقوي دولت شتون د هندوستان لپاره خطرګڼه د تل لپاره يې د امپراطورۍ د تجزیې او نسبي حکومتونو د له منځه وړلو لپاره د هر ډول هڅوڅخه ډډه نه کوله، د بل لورې د افغانستان څخه يې د يو دېوال په توګه دهندوستان سرحداتو څخه د روسانو داحتمالي حملي څخه د ژغورنې په توګه استفاده کوله.
۱۲ پوښتنه: د انګریز او ایران ترمنځ دویم تړون د افغانستان په اړه شرحه او تحلیل کړئ؟
۱۲ پوښتنې ځواب: دا تړون چې ۸ کاله وروسته د لومړۍ معاهدې نه (۱۳ مارچ ۱۸۰۹م) د انګریز او ایران ترمينځ لاسلیک شو، دبریتانيا دولت ژمن شو ترڅو چې د روسيې او انګلستان تر مينځ جنګ روان وي د انګریز دولت به د کال ۱۲۰ زره استرلينګ پونډه به ایران ته ورکوي، خو د افغانستان په اړه یې داسې پریکړه وکړه:
په څلورمه ماده کې راځي سربېره پردې چې دواړو طرفینو قبوله کړه چې هر کله په هندوستان کې د انګریز دولت د افغانانو له لورې د یرغلونو لاندې راغی د ايران پاچا به يواندازه لښکرد هندوستان د ساتنې لپاره ور استوي.
په اتمه ماده کې راځي کله چې د ايران او افغانستان د دولتونو ترمنځ جنګ راشي نو د انګلستان پاچا به د دوۍ ترمنځ مداخله نه کوي خو هغه وخت چې د دواړو لورو تر منځ سوله وشي.
د انګریزانو وروستي اقدامات د افغانستان سره د ایران نژدیوالي د فرانسې، روسيې او ناپليون ترمنځ د تلیست تړون لاسلیک کول، انګریزانو د ايران سره په خپله تړون اکتفا ونه کړه، هڅه يې وکړه چې د افغانستان او پنجاب سره ورته تړونونه لاسليک کړي. په ۱۸۰۸م کال کې د هند گورنرجنرال هيئت رنجیت سنگ يې د شاه شجاع خواته ولېږلو ترڅو دبریتانوي هند نوی تړون د ګاونډيانو سره لاسليک کړي.
په افغانستان کې لومړنی انګریزي سفارت برقرارول.
انګریز هیئت د مونت استوارت الفنستون په مشرۍ په ۲۵د فبروری ۱۸۰۹م کال په پيښور کې د شاه شجاع سره ملاقات وکړه. (تفصیل يې د افغانستان در پنج قرن اخیر 245 او 246 مخونو کې مطالعه کړئ.
۱۳ پوښتنه : د انګریز او ایران ترمنځ لومړنی تړون د افغانستان په اړه شرحه او تحلیل کړی؟
۱۳ پوښتنې ځواب: انګریز سفیر سرجان ملکم د ايران دربار ته د دسمبر په مياشت ۱۸۰۰م کال کې تهران ته ورسېده او د جنورۍ مياشت کې۱۸۰۱م کال کې د انګریز او ايران تړون د فرانسې په خلاف له يو لورې او دافغانستان په ضد د بل لورې څخه لاسليک شو. دنوموړې تړون دويمه، دريمه او څلورمه ماده د افغانستان په اړه داسې دي:
 کله چې د افغانستان پاچا تصمیم ونيسي چې په هندوستان حمله وکړي، د هندوستان استوګن د انګلستان د پاچا رعيت دي يو لښکر به د ټولو لوازمو او مهماتو سره د ايران د پاچا له لورې ورلیږل کيږي چې په ټول جديت او کوښښ سره د افغانستان وضع خرابه کړي او ملت يې پرېشان کړي.
 که د افغانستان پاچا دوستي او سولې ته مایل شي بايد په هند د حملې خيال له ذهن څخه وباسي.
 کله که داسې پيښ شي چې د افغانستان پاچا د فرانسې د ملت سره يو شي او د ايران شاهنشاهي دولت په ضد جنګ ته داخل شي نو انګریز به د ايران نظامي مرسته کوي .
۱۴ پوښتنه: د لويې لوبې اصطلاح څه ډول دسیسو ته اطلاق کیږي، او دغه اصطلاح په لومړي ځل چا وکاروله او په څه سرنوشت باندې اخته شو؟
۱۴ پوښتنې ځواب: د لويې لوبې اصطلاح په ۱۹ پیړۍ کې د تزاري روسيې او انګلیس امپراطوری ترمنځ د سیاسي دسیسو، نظامي او دیپلوماتیکو سیالیو لپاره کارول کیده. چې دغه اصطلاح د لومړي ځل لپاره یو انګلیسي افسر د ارتورکانولي په نوم شخص وکاروله. چې په ۱۸۴۲م کال د جون په میاشت کې د بخارا په مرکز کې د کرنیل چارلزاستودارت سره یوځای اعدام شو.
۱۵ پوښتنه : په افغانستان باندې د انګریزانو د لښکرکشۍ لامل څه وو؟
۱۵ پوښتنې ځواب: په افغانستان باندې د انګریزانو د لښکرکشۍ لامل داوه چې په هند او لندن کې د انګریز مشرانو منحرف او خام سیاست او د افغانانو د فرهنګ سره نابلدتیا وه. بل دا چې دروس سلطنت وغوښتل چې په منځنۍ اسيا کې خپل سلطنت خورولوته پراخي ورکړي اوهره شیبه امکان لري چې دروس قوه د افغانستان خاورې ته ننوځي، او هند به تر خپل یرغل لاندې راولي. نو داچې انګريزانو ته دخپلو ګټو ويرې ښکاريدلي ځکه انګريز رهبرانو د خپل ډار او تشویش څخه پر افغانستان یرغل وکړو او داپریکړه يې وکړه چې دافغانستان په تخت دي يوداسې شخص کيښنولي شي چې دهغه اړیکې دانګريزانو او سکانو دواړه سره ښې وي. بل لامل يې د افغانانو خپل منځي نفاق او کورنې جګړې وې.
۱۶ پوښتنه: ولې شاه زمان د سردار پاینده محمدخان په عوض د بارکزیومقتدر سردار رحمت الله وفادارخان خپل صدراعظم وټاکه؟
۱۶ پوښتنې ځواب: سردارپاینده محمدخان د حاجي جمال خان بارکزي زوی د قبیلوي نفوس او ملاتړ لرونکی شخص وو، شاه زمان ترینه د خطر احساس کولو او نه يې غوښتل چې داشان یو نفوس لرونکی شخص دې خپل صدراعظم وټاکي او هغه ته په دربار کې ځای ورکړي، نو ځکه يې رحمت الله وفادارخان د ملتان د پوپلزیو قوم څخه وټاکه چې په کندهار او کابل کې يې چندان سیاسي نفوس نه لرلو.
۱۷ پوښتنه: د تیمورشاه په زامنو کې شاه زمان یو با نفوسه او د جاه طلبی هوډ خاوند وو، خو ولې هغه ونشو کولای چې خپلو ورونو ترمنځ کورنۍ جکړه او د بارکزیو او سدوزیو دوو قبیلو مشرانو ترمنځ اختلاف له منځه یووسي؟
۱۷ پوښتنې ځواب: دانګریز سیاست د افغانستان په اړه د مرکزي حکومت او قدرت له منځه وړل وه، البته د شاه زمان سیاست د هند په لور پرمختګ کول په نظر کې وو. نو ځکه انګریز هڅه کوله چې د افغانستان وضعیت ګډوډ کړي او شاه زمان ته په هند باندې د حملې کولو موقعه په لاس ورنکړي. په دې اساس سرداران، د قبیلو مشران او بارکزي ورونه د داخلي نوکرانو او جاسوسانو په واسطه خپلو منځو کې سره په جنګ اچول، علاوه پردې يې ایران او سکان هم د شاه زمان په حکومت باندې تحریکول تر څو هغه په داخلي کشمکشونو کې نښتی وي، او ونشي کولی د افغانستان لښکر او قوه د هند په لور یرغل لپاره ترتیب او تنظیم کړي.
۱۸ پوښتنه: د شاه زمان په پرتله د شاه محمود د ضعف ټکي ولیکی؟
۱۸ پوښتنې ځواب: شاه زمان د عمرله نظره پنځم او د لیاقت له نظره د تیمور مشر زوی وو، چې یو هوډ لرونکی باکفایته، هوښیار، زړور او فعال شخص وو چې همیشه د آس پر زین وو، له یو جنګ څخه به بل جنګ ته تللو او د افغانستان وضعیت يې درک کړی وو. برعکس شاه محمود یو عیاش، خودخواه، نفس پالونکی، بې کفایت او بې پروا شخص وو، چې په دوه دورو کې یې د هیواد چارې وزیر فتح خان ته سپارلې وې او په خپله د نفس په پاللو مشغوله وو.
۱۹ پوښتنه : شاه زمان څوک ړوند کړو، او چا شاه زمان ړوندکړو، او چا وزیرفتح محمد خان ړوند کړو؟ دغه د ړندولو وحشیایه رسم له کوم ځایه راغلو او دهغې تاریخي شالید څه ډول دی؟
۱۹ پوښتنې ځواب: دا چې شاه زمان سره يې ورونو بيعت ونه کړو، نو خپل ټول ورونه يې په بالاحصار کې نظر بند کړل، بغير د همايون د کندهار والي او محمود دهرات والي څخه له دې دواړو نور ورونه يې تسليم شول. همایون یوځل پاڅون وکړو او وتيښتیدو، ددوهم ځل لپاره په ۱۸۹۳م کال کې بندي شو او دشاه زمان پواسطه ړوند کړای شو. او شاه زمان د ملاعاشق الله شینواري په قلعه کې د شاه محمود په امر د وزیر فتح خان پواسطه په سترګو ړوند کړای شو او وزیرفتح خان د شاه محمود د زوی کامران په امر هرات کې د عطامحمد خان په واسطه له هغه څخه په خنجر باندې په ۱۸۱۷م کال کې سترګې راوایستلې او ړوند يې کړو، داسې بریښې چې شاه محمود د خپل وزیر پرخلاف د داسې ناوړه عمل په ترسره کولو خوښ ؤ او وروسته يې ټوټې ټوټې کړو، چې دغه وحشیانه رسم په معاصر تاریخ کې له تیمورشاه څخه په میراث پاتې وه، هغه دا چې کله تیمور شاه پر تخت کیښناست د تیمورشاه تربورعبدالخالق خان د پادشاهې اعلان وکړو، او د ۲۵۰۰۰ عسکرو سره د کابل په لور روان شو، تیمورشاه ددې خبر په خبریدو سره شخصاً د ۱۰۰۰۰ عسکرو سره د غزني په شش ګاؤ سیمه کې د عبدالخالق خان مخنیوی وکړو او جنګ پیل شو په پایله کې د عبدالخالق خان عسکرو تیښته وکړه، عبدالخالق خان بندي شو او وروسته يې بیا په سترګو ړوند کړو.
۲۰ پوښتنه: کومو اروپايي هیوادونو مخکې له انګریزانو څخه د هند په سواحلو کې په سوداګریزو او استعماري فعالیتونو پیل کړی وو؟
۲۰ پوښتنې ځواب: په لومړي سرکې پرتګالیانو په ۱۴۹۸م کال کې د هند په سواحلو کې پیاده شول، بیا هالنډیان او وروسته فرانسویان او بالاخره انګریزان اخر راغلل، البته د هالنډیانو اړیکې له هندیانو سره کاملاً یوه سوداګریزه اړیکه وه چې د درملو سوداګري يې کوله.
۲۱پوښتنه: د شرقي هند شرکت په بنګال کې د بومي خلکو سره څه معامله وکړه؟
۲۱ پوښتنې ځواب: په (۱۷۱۷م) کې دغې شرکت د مغلو له امپراطور څخه د شرکت دماليې د معاف کولو فرمان ترلاسه کړ. دغه فرمان د شرکت له مفادو سره مرسته وکړه او په لنډ وخت کې د سوداګریز شرکت څخه په استعماري، سياسي او نظامي قوت بدل شو. کله چې د دغه شرکت يو نظامي (رابرت کلايف) په(۱۷۵۷م) کې د بنګال سراج الدوله(دبنګال نواب) ته په جنګ کې ماتې ورکړه، نو څوکاله وروسته دغه شرکت د مغلو د امپراطور په نمايندګۍ د مالياتو د راټولولو حق د بنګال له خلکو څخه په لاس راوړو، چې د بنګال د خلکو د بيچارګۍ او فقر باعث شو. د شرکت افسران او مامورين ظالم، بې پروا اوحريص وو. د شرکت په واسطه د بنګال چور او چپاول په (۱۷۶۹ او ۱۷۷۰م) کې په بنګال کې د قحطۍ سبب شو چې له اثره يې بنګال دريمه برخه نفوس له لاسه ورکړو.
۲۲ پوښتنه: د شرقي هند کمپنې رفتار له ټیپوسلطان، مرهټیانو او هندي سکانو سره څرنګه وو؟
۲۲ پوښتنې ځواب: د پنځوسو راتلونکو کلونو لپاره انګریزانو د اروپايي او هندي سیالانو د له منځه وړلو لپاره د هرې وسیلې څخه ګټه پورته کړه او د انګریزانو ګورنر جنرال ویلزلي د حکومت په وخت کې انګریزانو په هند کې په استبدادي وسایلو سره دهند هیواد تر خپل واک لاندې راوست چې ددې وخت په جریان کې ټیپوسلطان میسور او مرهټیان يې د خپل تسلط لاندې راوستل او دهغوې ځمکې د بریتانوي هند پورې وتړلې، همدارنګه د سلاطینو او رهبرانو د وفات په وخت کې د هغو سیمو چې مذکر وارث يې نه لرلو نو دهغوې ځمکې به يې د بریتانوي هند حاکمیت لاندې راتلې.
۲۳ پوښتنه: د افغان او انګریز لومړۍ جګړې څخه د انګریزانو اصلي موخې څه وې؟ په څه تعداد د انګزیزانو له قواوو سره اجیران او ملکي افراد له عساکرو په دې جنګ کې هلاک شول؟
۲۳ پوښتنې ځواب: د لومړۍ جګړې څخه د انګریزان اصلي موخې د سلطنت پراخوالی او په افغانستان کې د استعماري قدرت کنټرولول وو، او د روسانو د نفوس څخه مخنیوی کول وو چې ډیر زیات احتمال يې لرلو د افغانستان له لارې هند ته ځان ورسوي. انګریزانو په شپږم دجنورۍ ۱۸۴۲م کال دتخلیه کولو کار پېل کړو، دجنرال الفنستن په لارښونه له ښار څخه خارج شو لومړۍ شپه يې په بګراميو او دویمه شپه يې په بتخاک کې کله چې دانګریز فوځ دجلال آباد په لور حرکت وکړو دقبایلو دحملو لاندې راغلل چې ۱۶۵۰۰ تنو فوځ،اجیرانو او ملکي افرادو څخه يې یواځې ډاکتربرايډن نیم ژوندی جلال آباد ته ورسېد اود انګریز د لښکر تباهۍ خبريې جنرال سیل چې په جلال آباد کې وؤ ورسولو.
۲۴ پوښتنه: د دوست محمد خان عکس العمل د انګریز د یرغل په برابر کې د شاه شجاع له عکس العمل سره څه توپیرونه لرل؟
۲۴ پوښتنې ځواب: دوست محمدخان نه غوښتل چې افغانستان دې د روسیې او انګلیس د سیالیو قرباني شي، خو انګریزانو په امیردوست محمد خان باندې باور نه لرلو، او فکر يې کولو چې امیر د روسيې له احتمالي یرغلونو مخنیوې نه شي کولی، په دې اساس يې په پراخو نظامي یرغلونو يې لاس پورې کړو. دبارکزيو ډير اميران ددوست محمدخان نه په شاشوي وه او دوست محمدخان هم دخپلو ملګرو په حالاتو ښه پوه وو نو مخکې له دې چې انګریزان اوشاه شجاع دکابل خاورې ته داخل شي امیردوست محمدخان دکابل نه وتلی وؤ دانګریز فوځ مقابله ونشوه اوشاه شجاع یوځل بیا په ۱۸۳۹م کال کې دافغانستان پاچا شو. امیردوست محمدخان دکابل نه دبامیان په لور لاړو اودبامیان نه بیا دبخارا په لور لاړو چې خپل دوه زامن محمداکبرخان اومحمدافضل خان هم ورسره وؤ. امیر د مناسب وخت په لیدو سره له بخارا نه راغی اوازبکان ورسره یوځای شول په سمنګان کې دانګریزانو سره وجنګېد انګریزانو ماتې وخوړه دوست محمد خان کوهستان ته لاړو، چې په دغې وخت کې دکوهستان اوکوهدامن خلکو هم دانګریز پر ضد پاڅون پېل کړی ؤ چې مشري يې میرمسجدي خان کوله دوست محمد خان او دکوهستان خلکو په ۱۸۴۱م کال دنوامبر په دوهمه نېټه لوی جنګ وکړو چې انګریزماتې وخوړه خو امیردوست محمدخان له دومره بریاوؤ سره بیا هم په جنګ کې په ناڅاپي ډول په نامعلومه لار خپل ځان کابل ته ورسولو اوادانګریزسفیر مکناټن ته تسلیم شو چې له یوې مودې وروسته دخپلې کورنۍ سره دهند کلکتې ښار ته ولیږلو او دویم ځل د انګریزانو په موافقې سره د کابل د تخت پر ګدۍ کیښناست او دهیواد چارې يې په لاس کې ونیولې. چې ددوست محمد خان دغه کړنه نسبت د شاه شجاع مثلث تړون ته زشت ترینه وه، په دې دلیل چې پاڅون کوونکو پاکو احساساتو سره يې لوبې وکړې او هغوې يې د جهاد په میدان کې یوازې پريښودل. خو شاه شجاع چې د درې اړخیزتړون په اساس د تخت خاوند شوی وو وروسته يې د انګریز استعماري قواوو ته يې نسبتاً بد احساس لرلو. او په اخر وختونو کې د پاڅون کوونکو سره د جنګ په صف کې ولاړ وو.
۲۵ پوښتنه: د شاه زمان د واکمنۍ پر مهال نړۍ کې څه بدلونونه رامنځته شوي وو؟
۲۵ پوښتنې ځواب: د شاه زمان د واکمنۍ دوره د هیواد په ګاونډ او نړۍ کې د سیاسي او ټولنیزو پیښو شاهده وه. که څه هم څلور کاله مخکې په ۱۷۸۹م کې د فرانسې ستر انقلاب اروپا ته ټکان ورکړل، او د هغه له واک ته رسیدو شپږ کاله وروسته د فرانسې نوي دولت د ناپلیون په مشرۍ اروپا ولړزوله، په ۱۸۹۵م کال کې د مرهټیانو دولت د دکن نظام له منځه یوړو او نیمايي هند يې ونیوو. په دغې وخت کې دهند بریتانوي نوي ګورنر ماري ولسي د ټول هند نیولو لپاره نوی قواوې تشکیل کړې او د هند دولتونه (مرهټیان او د میسور نظام) ته يې ماتې ورکړه ، او په وطن مین، مبارز او قهرمان ټیپوسلطان ووژل شو. او په ۱۸۹۵م کال د افغانستان په غرب کې د آقامحمد قاجار په مشرۍ د قاجاریه دولت تشکیل شو.
۲۶ پوښتنه: ولې انګریزانو په امیردوست محمدخان باور نه لرلو، او زیاتره يې د شاه شجاع د سلطنت غوښتنې هڅې کولې؟
۲۶ پوښتنې ځواب: په افغانستان کې د روس او انګلیس د نفوذ سیالیو لپاره دوست محمدخان هڅې کولې چې دهیواد د ثبات او ټینګښت لپاره ددغو دوو قدرتونو مخنیوې وکړي، خو انګریزانو نه په امیردوست محمدخان باورلرلو اونه يې فکر کولو چې دروسانو د احتمالي یرغل مخنیوی وکړي، همدارنګه انګریزانو دا درک کړی وه چې دوست محمدخان د شاهي کورنۍ څخه نه دی نو ځکه د خلکو د پاملرنې وړ نه ګرځي. برعکس شاه شجاع له شاهي کورنۍ څخه وو او تخت ته درسیدو په خاطر حاضر وه چې هر نوعه معامله د انګریزانو سره وکړي. پدې خاطر دانګریزانو د پاملرنې وړ وه او مثلث تړون د شاه شجاع ، رنجیت سنګ او انګلیس ترمنځ لاسلیک شو او انګریزانو په خپل عمل لاس پورې کړو.
۲۷ پوښتنه: د افغان او انګلیس په دویمه جکړه کې کوم تړون د انګریزانوسره د افغانستان کوم پاچا لاسلیک کړو او د ټړون شرایط څه وه؟
۲۷ پوښتنې ځواب: د افغان او انګلیس په دویمه جګړه کې د ګندمک تړون د امیرمحمد یعقوب خان او انګلیس ترمنځ په ۱۸۷۹م کال د می په ۲۶ نیټه لاسلیک شو، چې لاندې شرایط یې لرل:
1. ددغې تړون د لاسلیک وروسته به د دواړو هیوادونو ترمنځ همیشنۍ ملګرتیا وي.
2. عمومي بخښنه دټولو هغو کسانو لپاره کوم چې ددې جنګ په دوران کې دانګریزي فوځونو او د ختیځ هند کمپنۍ طرفدارن وه، په هره درجه چې وي هغوي به ټول دهرډول سزا او زیان نه لرې ساتي.
3. دافغانستان امير اقرار کوي چې هغوې به خپلې اړیکې پردو حکومتونو سره دحکومت بریتانیا په صلاح مشوره ساتي، دافغانستان امير به هیڅ پردي حکومت سره تړون نه کوي اونه به ديوپردي حکومت پرخلاف وسله را اخلي ترڅو پورې چې د بریتانیا حکومت په دې متفق نه وي په دې شرطونو به د بریتانیا حکومت د روپیو، وسلو یا دفوځونو په ذریعه دټولو بیروني یرغلونو پرخلاف مرسته کوي.
4. دواړه ډلې دا اقرار کوي چې په کابل کې به یوانګریز نماینده اوسیږې چې دهغه دشان او وقار سره مناسب وي دا خبره هم دواړه ډلې منظوروي چې هرکله یوه غټه باندنۍ معامله پيښه شي نو حکومت بریتانیا ته به داحق حاصل وي چې هغوې دافغانستان سرحدونو ته انګريزي نماینده ګان سره دمناسب ساتونکو ډلو ولیږي، دافغانستان حضرت والا امیر که وغواړي خپل یو نماینده دهندوستان دګورنر جنرال په دربار کې اوسیدو دپاره ولیږي کولی شي.
5. دافغانستان حضرت والا امیر په خپل ملک کې دانګریزي نماینده ګانو دذات دسلامتۍ اود ښه سلوک ضمه واري اخلي او د بریتانیا حکومت له خپلې لورې نه دا اقرارکوي چې دهغوي نماینده ګان به په هيڅ وجه د امیر والا دملک په داخلي انتظام کې لاسوهنه نه کوي.
6. دافغانستان امیر به دانګریزي سوداګرو د تګ راتګ امنیت ساتي او هغوی ته به دسوداګرۍ اجازه ورکوي.
7. انګریزان به کندهار او جلال آباد پریږدي خو د کُرمې، پشین او سیبي سیمې به د انګلیس ترتسلط لاندې وي .
8. ددې دواړو حکومتونو په منځ کې دتجارتي اړیکو اوتګ راتګ دپرمختګ اومرستې دپاره دواړه لورې دااقرار کوي چې دکرُمې نه تر کابل پورې به دبرقي تار یو تار بریتانوي حکومت په خپل خرچ جوړوي اوافغانستان امیر به ددې تار دساتنې انتظام په خپله ضمه اخلي.
9. انګلیس به دکال ۱۶ لکه روپې د کُرمې مالیاتو سره وروسته د کُرمې داخلي مصارفو څخه به يې امیر ته ورکوي، چې ددغې شوم تړون په اساس د کُرمې ، پشین او د خیبردره سیمې د زړورو اوسیدونکو سره چې د هیواد په ختیځ کې د استعمارچیانو په مقابل کې د افغانستان ډال وو له لاسه ورکړ.
۲۸ پوښتنه : د افغانستان پولې د هند او مرکزي آسیا د پولو سره د کومو قدرتونو ترمنځ وټاکل شوې؟
۲۸ پوښتنې ځواب: دافغانستان د پولو په ټاکلو کې نسبت روس ته انګریزانو کلیدي رول لرلو چې په لاندې توګه دي، د شمال له لورې د پخواني شوروي سره تقریباً ۲۲۵۰کیلومتره شریکه پوله ده چې په لاندې دریو قراردادنو کې لاسلیک شوې ده.
د شیرعلي خان خط: په ۱۸۶۹م کال کې د انګلیس نماینده د روسیې په سنت پیترزبورګ ښار کې د شیرعلي خان له نماینده سره او د روسیې دولت مذاکرې ته داخل شو تر ۱۸۷۳م کال پورې یې مذاکراتو دوام وموند چې بالاخره د افغانستان شمالي پوله له پخواني شوروي سره د ویکتوریا له جهیل څخه تر خم آب جوزجان پورې د ۱۸۰۰کیلومترو په اوږدوالي لاسلیک شوه.
ریجوي خط: د عبدالرحمن خان په وخت کې په ۱۸۹۵م کال کې د انګلیس نماینده ریجوي په دلالت سره د ۱۵۰ کیلومترو په اوږدوالي له خم آب جوزجان څخه تر ذوالفقارخان درې پورې لاسلیک شوه.
د پامیرخط: دغه خط هم د عبدالرحمن په وخت کې په ۱۸۹۵م کال کې د ویکتوریا له جهیل څخه تر یولي درې پورې چې تقریباً ۱۰۰کیلومتره اوږدوالی لري لاسلیک شو.
شمال ختیځ خط: د ظاهرشاه په وخت کې په ۱۹۶۴م کال کې په ارامه فضا کې لاسلیک شو چې له کلیک درې څخه تر یولي درې پورې تقریباً ۱۰۰ کیلو متره اوږدوالی لري.
د مکمهان خط: د انګلیس نماینده مکمهان په واسطه د حبیب الله خان په وخت کې په ۱۹۰۲- ۱۹۰۵ کلونو کې له سیاه کوه څخه تر ملک سیاه پورې ۱۵۰ کیلو مترو په اوږدوالي لاسلیک شوه.
فخري خط: د ظاهرشاه په وخت کې په ۱۹۳۴م کال په دوستانه فضا کې د ترکیي باصلاحیته نماینده فخرالدین التايي په دخالت سره د ملک سیاه څخه تر ذوالفقارخان درې پورې د ۴۵۰ کیلو مترو په اوږدوالي لاسلیک شوه.
د ډیورنډ خط: د هیواد په ختیځ او شمال ختیځ کې تقریباً ۲۱۰۰ کیلو مترو په اوږدوالي شریکه پوله د نني پاکستان او پخواني بریتانوي هند سره لري چې د امیرعبدالرحمن په واسطه په ۱۸۹۳م کال کې لاسلیک شوه،چې د هغې ساحه له سیاکوه څخه ترکلیک درې پورې ده نو ددې تړون په اساس له افغانستان څخه یوه لویه برخه جدا شوه او یا تراوسه پورې یوه جنجال پورته کوونکی مسئله ده.
۲۹ پوښتنه: د افغانستان د خپلواکۍ په جنګ کې د انګریزانو د وروستوالي یا ماتې خوړلو لاملونه تشریح کړی؟
۲۹ پوښتنې ځواب: انګریزانو د افغانستان وګړي په دقیقه توګه نه وو پیژندلي چې ددې خاورې وګړي د استعمار بار په خپلو اوږو واخلي، دانګریزانو همدغې امر پر بنسټ د هیواد سرتاسري پاڅون سره مخامخ شول، چې دمرګ او یا وتلو نه يې بله هیڅ چاره نه وه ، دوهم دا چې په دغې وخت کې انګریزان تازه له لومړۍ نړیوالې جګړې څخه بیرون شوي وو له نظامي او سیاسي پلوه په خراب سیاست کې ځای درلود نو نه يې غوښتل چې د افغانستان سره په جګړه کې ونښلي او نور په ټولو مستعمرو کې د خپلواکۍ غوښتونکی حرکتونه رامنځته کیدل او په ځانګړي ډول د انګریزانو ډار د هند د خلکو له حرکت څخه وو.
۳۰ پوښتنه : د امیرعبدالرحمن خان څخه خپل زوی ته قدرت په سوله ایزه توګه ولې انتقال شو ؟
۳۰ پوښتنې ځواب: په سوله ایزه توګه د قدرت انتقال د امیرعبدالرحمن څخه خپل زوی ته د مرګ نه مخکې ددولت لوړ رتبه مامورینو او اراکینو ته د ځای ناستې معرفي کول وه ، همدارنګه عبدالرحمن یو مستبد او ظالم شخص وو چې د هغه د ویرې څخه هیڅ شخص د ژوند سیاسي او اقتصادي ناخوښي نشوه څرګندولی، هغه په ۲۱ کلنه حکمرانۍ کې علاوه پر خپلو تصرفاتو د هیواد په نورو برخو کې خپل سیاسي مخالفین له منځه یوړل او یا يې بندیانول، په همدې علت د هغه له مړینې وروسته یو آرامه او بغیر دسیاسي مخالفینو د سرو صدا څخه يې قدرت خپل زوی حبیب الله خان ته په میراث پریښود.
۳۱ پوښتنه: حبیب الله خان په تخت کیښناستلو وینا کې له کومو اقداماتو څخه خبرې وکړې؟
۳۱ پوښتنې ځواب: د امیر په لومړۍ وینا کې د عاجلو اقداماتو اعلان :
1. په زرګونو زندانیانو خوشې کول په کومو چې جرم نه وو ثبوت شوی او په زندان کې وه.
2. وطن ته د تبعید شوو اشخاصو راګرځیدل او دهغوې د جایدات او ملکیتونو غوښتنه کول.
3. د یو جدا فرمان صادرول د هزاره وو د ځمکو او املاکو استرداد په اړه.
4. د هند مقیم اعیان کورنیو بیرته راګرځیدو اجازت .
5. د ړندولو او غوږ او لاس غوڅولو منع کول. (بغیر له شرعي مواردو)
6. د خلکو په نسبت د دولت د ډار او ظلم کمول چې د خپل پلار په وخت کې اوج ته رسیدلی وو.

۳۲ پوښتنه: د دغو اقداماتو مطابق امیر غوښتل چې متفاوت سیاست تعقیب کړي. ددې نوي سیاست مهم ټکي تشریح کړی؟
۳۲ پوښتنې ځواب: د حبیب الله سختګیرانه اقدامات:
1) بغیر له معقول عذر څخه د ښځو وتل له خپل کور څخه منع شول.
2) په محفلونو کې د ښځو نڅاوې او سندرو ویلو باندې بندیز ولګول شو.
3) په قصرکې د اوو ښځو څخه د دریو ښځو طلاق اعلانول وه.

۳۳ پوښتنه: لارډ کرزن اصرار کولو چې شپږ فقرې دې د انګریزانو له غوښتنو څخه ترلاسه شي. دغه شپږ فقرې توضیح کړئ؟
۳۳ پوښتنې ځواب: لارډ کرزن یو متکبر او خودخواه شخص وو، د انګریزانو په شپږو فقرو غوښتنو باندې یې اعتراض وکړو.
د نظامي اهمیت له پلوه د بریتانیا لپاره په ډیورنډ خط باندې تجدید نظر کول.
افغانستان ته د وسلې داخلیدلو او د هغې استعمال څخه پاملرنه کول.
د ډیورنډ خط په انګلیس سمت قبایلو سره مرستې کولو څخه خوداري کول.
په افغانستان کې د انګریزانو صاحب منصبانو ټاکل د روسانو د پرمختګ په مقابل کې د دفاعي ترتیباتو نیولو لپاره .
۳۴ پوښتنه: د حبیب الله جواب د لارډ کرزن د غوښتنو لپاره څه وو؟
۳۴ پوښتنې ځواب: په داسې حال کې که انګریزان د هغه د پلار تړونونو په مقابل کې وفاداره وي. نو هغه به هم د انګریزانو د دولت غوښتنو په اجرا کولو اقدام وکړي. څرنګه چې د ملکه ویکتوریا مړینې د قرارداد په اعتبار باندې اغیزه نه لرله، نو دامیرعبدالرحمن مړینه هم باید پر هغې باندې اغیز وکړي.
۳۵ پوښتنه: ولې افغانستان حکومت د سیستان حکمیت او هلمند د اوبو ویش د منلو وړ ونه ګرځوو؟
۳۵ پوښتنه: په دې لحاظ چې افغانستان د هلمند اوسنۍ مسیر په سرحد قبلولو او ایران پر پخواني هلمند مجرا باندې تأکید کولو چې اوس وچ شوی وو د دواړو هیوادونو ترمنځ يې سرحد بللو بناً انګریزي هئیت د پخواني او نوي مجرا ترمنځ د دوو هیوادونو پوله وټاکله. بل دا چې د اوبو ویش دارنګه فیصله وشوه چې د نهر یو ثلث اوبه د ایران لپاره او دوه ثلثه د افغانستان لپاره وویشل شوی نو په دغې اساس د افغانستان حکومت ونه منلو.
۳۶ پوښتنه: د جاپان په واسطه په لرې ختیځ کې د روسي قواوؤ ماتې څه عکس العملونه په افغانستان ، ترکیه او ایران باندې له ځانه سره لرل؟
۳۶ پوښتنې ځواب: د جاپان په واسطه د روسيې ماتې افغانانو په خوشبینې سره استقبال کړه او په افغانانو کې د سمرقند او بخارا دوهم ځل نیولو فکر تقویه کړو. په ایران کې هم عجیبه شور او هیجان ایجاد کړو.
۳۷ پوښتنه: ولې افغانان د جاپان او المان د قواوؤ زیاتوالي ته نسبت د انګلیس د قواوؤ زیاتوالي په مقابل خوشبین وه؟
۳۷ پوښتنې ځواب: د انګلیس مستعمرې له دې وضعې نه ډیر خوشبین وؤ ، په دې خاطر چې د خپلواکۍ د لاسته راوړلو لپاره تحریک کیدل. او د خپلواکۍ غوښتنې او پاڅون لپاره د استعمارګرو قواوؤ په برابر کې یوه ښه انګیزه وه.په افغانستان کې هم خلک د ترکیې او ایران هیوادونو ځوانانو او روشنفکرانو پواسطه د استعماري ایدئولوژۍ څخه متأثره شوي وه د استعمار پر ضد راپورته شول او د هیواد د خپلواکۍ اخیستلو لپاره جنګیدل.

۳۸ پوښتنه: آیا د امیر وړاندیز د انګلیس دولت ته د سمرقند او بخارا او دهغه اړوند سیمې د بیا نیولو لپاره افغانستان ته عملي جنبه لرله ؟
۳۸ پوښتنې ځواب: د افغانستان لپاره يې عملي جنبه نه لرله امیر د انګلیس نماینده لویس دین ته په ۱۹۰۴م کال کې وړاندیز وکړو ، که چیرته د ترکستان د نیولو لپاره ورسره موافقت وکړي نو امیر اجازه ورکوي چې انګلیس د اوسپنې خط (ریل خط) له سیستان څخه تر هرات پورې امتداد ورکړي ، لویس دین ددې وړاندیز په ردولو سربیره وویل چې روسیه اوس هم کولی شي چې افغاني قواوؤ ته ماتې ورکړي، د وړاندیز په ردولو سره امیر هم د تړون له لاسلیک څخه لاس واخیست.
۳۹ پوښتنه : د انګریزانو دوه عمده اصلونه په افغانستان کې شرحه کړی؟
۳۹ پوښتنې ځواب: انګریزانو په افغانستان کې د دې خاورې حکمرانانو د وضعیت او شرایطو په کتو سره ځینې سیاستونه وضع کړل چې مشهور يې له هغې جملې څخه دفاعي او تعرضي سیاستونه وه. د شاه زمان د واکمنۍ په دوره کې انګریزانو دفاعي سیاست غوره کړی وو. او په هر ډول چې وي باید شاه زمان په هند د یرغل څخه وګرځوي. په دې اساس له داخل او خارج نه د هغه له قلمرو څخه يې دښمنان تحریکول چې پاڅون وکړي او اوضاع ګډوډه کړي چې شاه زمان همیشه په داخل د هیواد کې له نیشاپور څخه تر پنجاب پورې د جنګ په سفر کې وه چې بلاخره د همدغو کشمکشونو په وسیله له پښو وغورځوه او نوبت شاه محمود ته ورسیدو. چې په دې وخت کې انګریزانو د افغانستان په چارو کې علني مداخله پیل کړه او شاه شجاع يې اصلي شخص په لاس راوړو چې ددغې پاچا پواسطه دانګریزانو دفاعي سیاست د افغانستان له لارې هند ته د روسيې احتمالي یرغل په مقابل کې په تعرضي سیاست باندې بدل کړو.چې د ۱۸۳۸ م کال مثلث تړون پواسطه يې په افغانستان کې نظامي حضور وموند تردې چې د یو ملي پاڅون سره مخامخ شول. او په جنګ کې یې ماتې وخوړه خو سیاست يې پرخپل ځای پاتې شو او دوست محمدخان يې څنګ لاندې ونیو ترڅو سیاسي مورال او ګټې يې محفوظ شي.
۴۰ پوښتنه : مذهبي محافظه کارانو د امیردوست محمدخان مسافرت په اړه هند ته څه فکر کولو؟
۴۰ پوښتنې ځواب: مذهبي محافظه کارانو چې د انګریزانو له ښځو سره مصاحبه کړی وه په دې دلیل يې هغه له اسلامي شریعت څخه په ګمراهۍ باندې تورن کړو.
۴۱ پوښتنه: امیر هند ته له خپل سفر نه د خپل هیواد ماډرن کولو لپاره څه الهام اخستی وو؟
۴۱ پوښتنې ځواب: حبيب الله ته په ښه راغلاست کې د والاحضرت په ځای اعلی حضرت کلمه وويله چې هغه ترې د خپلواکۍ الهام واخست ،کله چې بېرته راتلو د اسلاميه کالج بنسټ يې کېښوده او د هند مسلمانان يې اسلامي اوعصري علومو يادولوته راوبلل.
۴۲ پوښتنه : دروس او انګلیس د ۱۹۰۷م کال مقاولې مهم ټکي ذکر کړی؟
۴۲ پوښتنې ځواب: ایران يې په دریو برخو وویشلو. شمالي برخه يې روسیې ته ، جنوبي برخه يې انګلیس ته او مرکزي برخه يې بې طرف بل دا چې افغانستان د روسیې له نفوذ څخه باید بیرون وي، او په لازم صورت کې روسیه باید په لیکلي ډول د انګلیس له لورې ترسره شي. خو په سیمه ایز او غیرې سیاسي مسایلو کې روسیه کولی شي چې د افغاني مامورینو سره په اړیکه کې شي. همدارنګه تبت هم د دواړو ترمنځ په مساویانه ډول اداره شي؟
۴۳ پوښتنه: ولې افغاني او ایراني مشرانو دغه مقاوله لاسلیک نه کړه ؟
۴۳ پوښتنې ځواب: دواړو هیوادونو د ځانګړو ملاحظاتو په لرلو سره د دغې مقاولې له لاسلیک څخه ډډه وکړه ، له بلې خوا نه د مقاولې د متن افشاوالی د دواړو هیوادونو د پراخو اعتراضونو لامل وګرځید، په ځانګړي توګه ایران چې نسبت افغانستان ته یوه علمي ټولنه او خلک يې د اوچت درک لرونکی وه په زیاتو اعتراضونو يې لاس پورې کړو.
۴۴ پوښتنه: د سراج الاخبار جریدې مطالبو مهم ټکي بیان کړی؟
۴۴ پوښتنې ځواب: د سیاستونو او حزب ترکان جوان افکارو رواجول، ترکي ناسیونالیزم او پان اسلامیزم رواجول، د پوهنې رواجول، د خرافاتو سره مجادله او د پښتو ژبې تعلیم ، مشروطه غوښتونکي او د هغوې فعالیتونه چې د مشروطه غوښتونکو ډلې اصلي کانون د حبیبې ښوونځی وو چې په ۱۹۰۳ م کال کې تأسیس شو.
۴۵ پوښتنه: د مشروطه غوښتونکو مهمې موخې شرحه کړئ؟
۴۵ پوښتنې ځواب: مشروطه غوښتونکو د نړۍ نوي بدلونونه په سراج الاخبار کې انعکاس کول او د هغوې عمده مبارزه د داخلي استعمار او ظلم پر وړاندې وه همدارنګه د هغوې عمده مطلب د مطلقه څخه مشروطه ته د حکومت انتقالول وه.
۴۶ پوښتنه: ددغې ډلې فعالیتونو په مقابل کې د امیرحبیب الله خان عکس العمل څه وه؟
۴۶ پوښتنې ځواب: کله چې حبیب الله خان د مشروطه غوښتونکو له فعالیت څخه خبرشو د هغوي په ختمولو يې اقدام وکړو، چې دهغې له ۴۷ تنو غړو له جملې څخه زیاتر په زندان کې واچول او امیر د هغوې څخه ۷ تنه بغیر له تحقیق او د کوم جرم له کشف څخه يې اعدام کړل.
۴۷ پوښتنه: ددغې ډلې مهم غړي د ټولنې کومې طبقې څخه وه ؟
۴۷ پوښتنې ځواب: د مشروطه غوښتونکو مهم غړي عبارت وه له ، اعیان، دولتي اراکین ، د حبیبې ښوونځي ښوونکي، د حبیبې ښوونځي زده کوونکي او د ټولنې روشنفکران وه.
۴۸ پوښتنه: د کندهار په پاڅون کې چا لاس لرلو، او څرنګه يې د خلکو په تحریکولو لاس پورې کړو؟
۴۸ پوښتنې ځواب: د کندهار په پاڅون کې سردارد عثمان خان د کندهار والي لاس لرلو، لدې قراره وه چې د یو شهزاده د واده په محفل کې ‌‌‌ډمانې او سیال وهونکي د ټولو ولایتونو څخه کابل ته رواستل شي، عثمان خان د شخصي ګټې په خاطر يې تحریف وکړلو او د کندهار سرمایه دارانو ته ېې وویل چې یا مو خپلې ښځې او لورګانې کابل ته ولیږۍ او یا يې په عوض کې روپۍ تحویل کړی په دغې اساس د کندهار خلک تحریک شول او پاڅون يې پیل کړو.
۴۹ پوښتنه: د امیر حبیب الله خان د شخصیت او ادارې ضعف ټکي تشریح کړی؟
۴۹ پوښتنې ځواب: حبیب الله په خپل ۱۸ کلن سلطنت کې ثابت شخصیت نه لرلو که څه هم په لومړیو کې یو دیندار او افراطي شخص وو وروسته د هند له سفر څخه یو دموکرات او په هره برخه کې د نسبي خپلواکۍ طرفدار وو، د سلطنت په وروستیو کې یو عیاش او بې کفایته شخص وؤ چې غیر له نفسي غوښتنو يې بل کار نه لرلو.
۵۰ پوښتنه : د امان الله خان سلطنت ته د رسیدو بریالیتوب لامل شرحه کړی؟
۵۰ پوښتنه: د هیواد روشنفکرانو او ځوانانو ملاتړ، د روحانیونو او شوربازار حضرت ملاتړ، اردو، د دارالسلطنة غنډ د غلام رسول هراتي په مشرۍ د امان الله خان په طرفدارۍ پاڅون وکړو او امام جمعه يې د امان الله خان په نوم خطبه ویلو باندې مجبور کړو، وسلې او روپیو ته د امان الله خان لاسرسی، د اردو د معاش زیاتوالي په اړه امان الله خان ژمنه ، د هیواد خپلواکۍ ته ژمنه ، د نایب السلطنه او لارویان يې د پلار په وژنې تورن کیدو د خلکو دهمدردۍ جلبول، چې دغه ټول موارد ددې شاهد دي چې د امان الله خان قدرت او وړتیا په هره برخه کې له نصرالله خان څخه زیاته وه نو ځکه نصرالله خان ورته تسلیمیږي او د امان الله پاچاهي قبلوي.