د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ثناءالله صالحي

15.12.2015 11:15    |   ثناءالله صالحي د افغانستان تاریخ له شاه محمود څخه تر امیر عبدالرحمن خان

شاه محمود په خپله هم ځان ډېر خوش نصيب ګڼه، چې د هغه وزير دا شان سړي ؤ، چې د هغه ټولې ضمه وارۍ يې پوره کولې، خو بعضې کسانو د وزير فتح محمد خان سره کېنه درلوده او په دې هڅه کې ؤ، چې د کمزوري پاچا په زړه کې ورته څّه فرضي وېره پيدا کړي، چې په دې کسانو کې په خپله د پاچا زوي شهزاده کامران هم شامل ؤ.

12.12.2015 13:53    |   ثناءالله صالحي د افغانستان د نوو او معاصرو پیړیو تاریخ پاتې پوښتنې او ځوابونه

۵۲ پوښتنه: امان الله خان د سلطنت له اعلان څخه وروسته په کومو اقداماتو لاس پورې کړو؟ ۵۲ پوښتنې ځواب: په لومړي سر کې د مخالفینو په تصفیه کولو يې اقدام وکړو. کرنیل شاه علي رضا د قاتل په عنوان اعدام کړو او نصرالله خان يې په عمري بند باندې محکوم کړو، محمد نادر د ۲۱ تنو نورو سره خوشی کړای شو.

14.10.2015 10:35    |   ثناءالله صالحي د افغانستان د نوو او معاصرو پیړیو تاریخ پنځوس پوښتنې او ځوابونه

۱پوښتنه: شاه زمان د تیمورشاه زوی کولی شو چې د احمد شاه بابا امپراطوري وساتي په هغه صورت کې چې ورونو يې ورته دسیسې نه جوړولې او د هغه پر وړاندې يې په لښکرکشۍ کې خیانت نه کولو خو له نورو عواملو څخه هم یادونه وکړی چې هغه ته يې د نوموړو موخو په رسیدو کې مخنیوی کولو؟

12.10.2015 15:33    |   ثناءالله صالحي د شاه محمود او شاه شجاع لومړي ځل واکمني

کله چې په (۱۸۰۱م) کال کې د شاه زمان حکومت ړنګ شو، نو دده ورور شاه محمود په همدې کال پر تخت کېناست، چې دا وخت د دُرانيو ټول واکمنۍ لمن په افغانستان کې خوره وه،

19.09.2015 12:53    |   ثناءالله صالحي دتیمورشاه او شاه زمان واکمني

د احمد شاه بابا د مړينې نه وروسته د هغه دويم زوی تيمور شاه د پلار ځای ناستی ونیو، تیمورشاه په (۱۷۴۶م) کال د دسمبر په مياشت مشهد کې زېږېدلي دی، نوموړي د خپل پلار سره په دربار کې روزنه موندلې وه، او په زياترو جنګونو کې هم ورسره ملګری ؤ، په داسې شرايطو کې دی لوی شوی ؤ،

14.09.2015 10:02    |   ثناءالله صالحي داحممد شاه بابا پیژندنه او واکمنۍ ته لنډه کتنه

احمد شاه بابا د زمان خان زوی د دولت خان لمسی اود سرمست خان کړوسی ‍په خټه ابدالي سدوزی د افغانستان نومیالی پاچا او د منځنۍ اسیا نامتو شهنشاه اوبریالی امپراطور ؤ، چې په (۱۷۲۳م) کال هرات کې زېږېدلي دی، مشر ورور يې ذوالفقار خان چې د پلار د مرګ څخه يې وروسته د هرات د حاکم په حيث دنده اجراء کوله

01.06.2015 10:30    |   ثناءالله صالحي دامان الله خان په وخت کې د ښوونې او روزنې نظام ته لنډه کتنه

د امان الله خان په وخت کې ښوونې او روزنې نظام ته لنډه کتنه داسې یوه علمي موضوع ده چې د شلمې پیړۍ په دریمه لسیزه کې د هیواد د خپلواکۍ اعلان سره سم د نورو اصلاحي پروګرامونو په شان د پاملرنې وړ او جدي موضوع ګڼل کیده په دې علت چې ښوونه او روزنه یو ډول اخلاق دي او هم د پرمختګ لپاره یوه وسیله وه، نو ځکه امان الله خان د خپلې واکمنۍ په لس کلنه دوره کې ښوونې او روزنې نظام ته ځانګړې پاملرنه کوله.

14.03.2015 13:24    |   ثناءالله صالحي د لوړو زده کړو وزارت دستراتيژيک پلان انتقادي تحليل

د لوړو زده کړو وزارت په درې پړاوونو کې د خپلو پروګرامونو د ښه والي تضمين کړی و، چې په درې پړاونو کې به سرته ورسیږي، مګر په هر پړاو کې ياد وزارت ندی توانيدلی چې دغه تضمين شوي برخې په ښه ډول سره سرته ورسوي، د لته په ميلياردونو ډالره لګيدلی مګر بيا هم پدې برخه کې ستونزې او مشکلات په دالو دالو پراته دي

23.02.2015 10:50    |   ثناءالله صالحي دیموکراسي او د هغې تطبیق په افغانستان کې

د افغانستان لرغونې خاوره د سیاسي جغرافیايي سترتوب او لومړيتوب له پلوه اوږد تاریخ لري. دا سیمه د آسیا د سوداګریو او فرهنګونو څلور لارې بلل شوې ده. ډېر یرغلګر د دې څلور لارې څخه تېر شوي او د خپل زور ازموینه يې کړې ده.لکه فارسیان، یونانیان، عربان، ترکان،

14.01.2015 10:54    |   ثناءالله صالحي د ماقبل التاریخ او تاریخي دورو پیژندنه

تاریخ هغه علم دی چې د بشریت د تیرو کړو وړو څخه بحث کوي. نو ماهم د موضوع مطابق د تاریخ نه مخکې او تاریخي دورو باندې یوه کتابتوني څیړنیزه لیکنه وکړه. د موادو په راټولولو کې مې له معتبرو علمي مأخذونو او منابعو څخه په پوره امانتدارۍ سره ګټه پورته کړی ده.

10.01.2015 11:49    |   ثناءالله صالحي په ۲۰۱۴م کال کې د افغانستان امنیتي، اقتصادي او سیاسي وضعیت

۲۰۱۴م کال د افغانستان لپاره د يوویشتمې پیړۍ تر ټولو مهم او سرنوشت ټاکونکی کال و. خو په افغانستان کې اداري فساد اوج ته رسیدلی و، نو ځکه لوړ پوړو چارواکو نه غوښتل چې خپلې اقتصادي ګټې له لاسه ورکړي او د دې لپاره يې د ۲۰۱۴م کال په نوم يې د راتلونکو بدو عواقبو تبلیغات يي د عامه خلکو ذهنونو ته ورسول نو په فساد کې ښکیلو اشخاصو ته زمینه مساعده شوه

09.07.2014 18:52    |   ثناءالله صالحي د استادانو پواسطه د رهبریت اهمیت او د مسلک ارزښتونه

رهبري د یوشخص نظریاتو لوړولو ته وايي او یا رهبري هغه وخت صورت نیسي چې یو شخص وغواړي بل شخص د اټکل شوؤ موخو لپاره په کار واچوي.

26.06.2014 15:18    |   ثناءالله صالحي د رهبریت اهمیت او ځانګړتیاوې

رهبري دافرادو په ډلیزو فعالیتونو د اثر اچولو له پروسې عبارت ده، چې په یو ټاکلي حالت کې د موخو رسیدلو لپاره مرسته ترسره کوي. په رهبرۍ کې چې ډیر مهم دي هغه په نورو باندې نفوذ لرل دي په داسې توګه چې هغوې د اهدافو ترلاسه کولولپاره سره یو کړي.

14.05.2014 09:38    |   ثناءالله صالحي دسید ابوالاعلی مودودي ژوند او دعوت

الله تعالی په دنیا کی ډیر انسانان پیدا کړی دی خو بعضی انسانانو ته الله رب العزت په دنیا کی دداسی کارونو توفیق ورکړی چه دالله درضا سبب هم شی او هم دټولنی دقیادت او رهبری ورته ورکړی او دشهرت داسی مرحلی ته ورسیږی

13.05.2014 12:26    |   ثناءالله صالحي امان الله خان اودهغه داصلاحاتو ناکامۍ لاملونه

غازي امان الله خان په ۱۸۹۲ م کال د جون په دویمه نیټه د کابل په پغمان کې وزیږید، دامیرحبیب الله خان زوی د عبدالرحمن خان لمسی، دامیرمحمدافضل خان کړوسی اود امیردوست محمد خان کودی دی. دامان الله خان مور سرور سلطان (علیا بیګم) نومیده،

13.05.2014 12:26    |   ثناءالله صالحي دجان ديوي تربیتي لیدلوری دافغانستان دښوونې او روزنې شرایطو په اړه

مخکې لدې چې دافغانستانو دشرایطو په اړه معلومات وړاندې کړم لومړی باید جان دیوي او دهغه روزنیز لیدلوري په اړوند معلومات ولیکم . جان دیوي په ۱۸۵۹ م کال امریکا کې زیږیدلی او په ۱۹۵۲م کال کې وفات شوی دی ، نوموړي زیات کتابونه اومقالې خپاره کړي دي چې د اثارو لړلیک یې ۱۵۰صفحو ته رسیږې، جان دیوي دښوونې او