د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دامان الله خان په وخت کې د ښوونې او روزنې نظام ته لنډه کتنه

ثناءالله صالحي 01.06.2015 12:30

سریزه
د امان الله خان په وخت کې ښوونې او روزنې نظام ته لنډه کتنه داسې یوه علمي موضوع ده چې د شلمې پیړۍ په دریمه لسیزه کې د هیواد د خپلواکۍ اعلان سره سم د نورو اصلاحي پروګرامونو په شان د پاملرنې وړ او جدي موضوع ګڼل کیده په دې علت چې ښوونه او روزنه یو ډول اخلاق دي او هم د پرمختګ لپاره یوه وسیله وه، نو ځکه امان الله خان د خپلې واکمنۍ په لس کلنه دوره کې ښوونې او روزنې نظام ته ځانګړې پاملرنه کوله. ما دغه څیړنه په ساده او روانه ژبه لیکلې ده تر څو لوستونکي د لوستنې په وخت کې د کومې ستونزې سره مخامخ نشي.
ښوونه او روزنه دهر هیواد د پرمختګ د بهیر تمثیلوونکي په توګه داسې یوه منظمه او سیستماتیکه پروسه ده، چې د هغې په ترڅ کې د پوهې او معلوماتو لیږدونه ترسره کیږي. نو ښوونه او روزنه د هیوادونو په بنسټیز او هر اړخیز پرمختګ کې مهمه ونډه لري. هغو هیوادونو چې پرمختګ يې کړی، هغوی لومړی ښوونیز او روزنیز پړاوونه وهلي وروسته يې بریاوې او ویاړنې خپلې کړې دي، چې دا د ښوونې او روزنې کمال دی، چې د انساني ژوند خواوې يې رانیولي دي او په ټولو يې د تسلط او واکمنۍ منګولی خښې کړي دي.
کله چې امان الله خان واک ته ورسیدو نو لومړی يې خپله خپلواکي اعلان کړه او د انګریزانو سره يې دریمه جګړه پیل کړه چې په نتیجه کې يې هیواد ته په ۱۹۱۹م کال کې خپلواکي وروبخښله چې دا د امان الله خان مبارز شخصیت څرګندونه کوي نوموړي واکمن په خپله لومړنۍ وینا کې خلکو ته وویل چې د افغانستان خلک به د قانون تابع وي او په دې هیواد کې به هر اړخیز اصلاحات راځي نو زه دلته یوازې د امان الله خان د وخت فرهنګي اصلاحاتو باندې رڼا اچوم.
هره علمي لیکنه د ځانګړي اهمیت او اړتیا لرونکي وي نو دغه موضوع نه یوازې د افغانستان د ښوونې او روزنې په نظام کې د ځانګړي اهمیت لرونکی ده، بلکه د یو مترقي غوښتونکي پاچا د اصلاحاتو سره هم تړاو لري، ځکه چې امان الله خان یوازینی هغه شخصیت وو چې ښوونې او روزنې ته يې ځانګړی پاملرنه کوله او دده په دوره کې د ښوونې او روزنې په نظام کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شول چې د پوهنې انګازې يې د هیواد لریو پرتو سیمو ته هم ورسیدې، همدارنګه ددې څیړنې اړتیا په دې کې ده چې امان الله خان په خپله واکمنۍ کې په کومه اندازه هلې ځلې کولې او په څه طریقه يې ښوونې او روزنې ته پرمختګ ورکړو دهغه دور ټولې ستونزې په کې بیان شوي دي. ددې ترڅنګ ښوونه او روزنه په خپله د ځانګړي اهمیت او اړتیا لرونکی ده ځکه چې هغو ملتونو چې تعلیمي پړاوونه وهلي دي د هغو ملتونو څخه يې ستونزې کمې دي چې لاتر اوسه د دغو پړاوونو ترڅنګ هم ندي تیرشوي، یعنې څومره چې د تعلیم کچه لوړیږي په هماغه اندازه يې د نن او سبا ستونزې هواریږي، او څومره يې چې د تعلیم خوا بې خونده کیږي په هماغه کچه يې د ژوند هوساینه زیانمیږي.
ددې موضوع څخه مې لومړی هدف په افغانستان کې د امان الله خان د وخت ښوونې او روزنې نظام پیژندل او د هغه د مثبتو ټکو څخه ګټه اخستل دي. دوهم هدف مې د ښوونې او روزنې پر وړاندې د خنډونو د مخنیوي لارې چارې لټول دي او په نوموړې څیړنه کې لاندینیو پوښتنو ته ځواب ورکړل شوی دی.
1. ولې امان الله خان ښوونې او روزنې ته ډیره پاملرنه کوله؟
2. آیا امان الله خان د ښوونې او روزنې په واسطه پرمختګ راوستلو؟
3. ترکومې اندازې امان الله خان په ټولنه کې د جهل مخالف وو؟
4. ترکومه حده د امان الله خان د وخت ښوونې او روزنې اصلاحات بریالي وه؟
داچې زما موضوع د امان الله خان د وخت ښوونې او روزنې نظام ته لنډه کتنه ده او زمونږه څیړنه هم کتابتوني څیړنه ده په همدې اساس ما هم د ننګرهار عالي دارالمعلمین کتابتون، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور کتابتون او نورو کتابتونونو کې د خپلې څیړنیزې موضوع بشپړولو لپاره د موضوع اړوند مختلف معتبر علمي آثار، مجلو او انټرنټ څخه اطلاعات راټول کړل په دغې څیړنه کې مې د کیفي روش څخه کار اخستی دی، سربیره پردې د آثارو او اسنادو د برسی روش څخه مې هم ګټه پورته کړې ده. په دغې څیړنه کې که څه هم زیاتو محدودیتونو شتون درلود چې یو له هغې څخه د وخت محدودیت هم وو سره له دې ما په خپله څیړنه کې د څیړنې اړوند ټولو اخلاقي مسایلو ته ځانګړی پاملرنه کړی ده، په دغې علمي رساله کې مې له منابعو او موادو څخه د خلص نویسی او عبارت سازۍ طریقو څخه ډیره ګټه پورته کړې ده، او له هغې څخه مې اطلاعات د څیړنې اصولو مطابق په پوره امانتدارۍ سره راټول کړي دي، اطلاعات مې د موضوع د ښې روښانیدلو او وضاحت لپاره تحلیل او تجزیه کړي دي.


دامان الله خان په وخت کې د ښوونې او روزنې نظام ته لنډه کتنه
د اعلیحضرت امان الله خان په اړه ډیرو څیړونکو خپلې څیړنې ترسره کړي دي، خو د هغه د ښوونې او روزنې نظام په اړه چا ځانګړې څیړنه نده ترسره کړې نو ددغې موضوع په اړه په ډیرو کتابونو کې لیکنې شوې وي نو د نوموړی موضوع د بشپړولو لپاره مې یو څو جلده معتبر کتابونه پیداکړل او په خپله موضوع کې مې ترینه د څیړنیزو اصولو مطابق ګټه پورته کړې ده.
ښوونې او روزنې تعریف : ښوونه او روزنه د هر هیواد د پرمختګ د بهیر تمثیلوونکي په توګه داسې یوه منظمه او سیستماتیکه پروسه ده، چې د هغې په ترڅ کې د پوهې او معلوماتو لیږدونه ترسره کیږي او په دې ترتیب د انسان یا ژوندي موجود په سلوک کې دلیدلو وړ بدلونونه رامنځته کوي د ښوونې او روزنې په وسیله یو موجود له خپل چاپیریال سره پیژندګلوي پیداکوي له چاپیریال څخه د خپلو اړتیاوو د تأمین لپاره ګټه اخلي کله چاپیریال له خپل ځواک او فرمان لاندې راولي او کله هم په معقول درک له هغه سره توافق کوي په دې توګه ویلې شو چې له ښوونې او روزنې پرته دژوندانه وړاندې تګ ستونزمن ښکاري.
که چيرې د ښوونې او روزنې د تدریس او زده کړې د جریان په نتیجه کې د انسان یا ژوندي موجود په سلوک او کړو وړو کې کوم بدلون رامنځته نه شي په زغرده ویلی شو چې ښوونې او روزنې خپلې اغیزې نه دي څرګندې کړي او د هغه په عملي کیدو او پلي کولو کې یو لړ ستونزې موجودې دي دا ستونزې به نیغ په نیغه د زده کوونکو د فزیکي یا رواني کمښتونو له پلوه وي او یا به د تدریس په جریان او تعلیمي نصاب کې یو لړ ستونزې موجودې وي.
مناسبه ښوونه او روزنه هغه ده چې پلان او پلي کول يې پخپله د ټولنې میشته خلکو پورې تړلي وي او د خلکو د ورځني ژوند سره نږدې اړیکې ولري. په دې توګه به خلک د يوې ګټورې او هدفمندې زده کړې د پاره هڅیږي اوتعلیم به په جبري ډول یوازې د شهادتنامو د کار د جواز لاسته راوړلولپاره نه بلکه د یوې ځانګړې مینې له مخې صورت نیسي، د ښوونې او روزنې یوه اساسي دنده هم داده چې زده کوونکي باید د زده کړې په واقعي مفهوم او هدف وپوهیږي .
مخکې له دې چې د امان الله خان د ښوونې او روزنې نظام ته راشو نو لومړی دهغه دپلار امیر حبیب الله خان په وخت کې د ښوونې او روزنې په نظام باندې یو ځغلنده نظر اچوو.
د امیرحبیب الله خان د واکمنۍ پرمهال ښوونه او روزنه
د امیر حبیب الله خان په وخت کې معارف ته ډیره پاملرنه وشوه او د هیواد ښوونې او روزنې د پرمختګ په لورې ګامونه پورته کړل. دده په وخت کې رسمي او غیرې رسمي زده کړې موجودې وې غیرې رسمي زده کړې د پخوا غوندې په مسجدونو کې ترسره کیدلی که څه هم په مسجدونو کې د ماشومانو درس د رسمي ښوونځیو غوندې تیار شوی و او درسمي استادانو تر څارنې او مراقبت لاندې و. د رسمي زده کړو په باب ډیر بدلون وموند یوازې د افغانستان په یوولسو ښارونو کې د تحفیظ القران یوولس مدرسې تأسیس شوې چې په هغو کې ۱۴۰ تنه زده کوونکي او ۱۴تنه ښوونکي په تدریس بوخت وو ددې مدرسو ټول مصارف ددولت په غاړه وو، چې په لومړی دوره کې يې ۳۰ تنه زده کوونکي فارغ کړل او په هغوې کې بینا او نابینا دواړه ډوله شامل وو. دنوموړي امیر په وخت کې ځینې ښوونځي پرانیستل شول چې عبارت دي له : حبیبیه ښوونځی دا لومړنی ښوونځی دی چې د امیر حبیب الله خان په دوره کې په ۱۹۰۳ م کال کې تأسیس شو دغې ښوونځي درې درجې یعنې ابتدائیه ، رشیدیه او اعدادیه در لودې.
‌أ. په ابتدائیه دوره کې چې څلور کاله وه دینیات، دری، حساب، جغرافیه ، مشق او لیک مضمونونه تدریس کیدل.
‌ب. په رشیدیه دوره کې چې درې کاله وه دینیات، تاریخ، جغرافیه، لسان (دری، پښتو، انګلیسي، اردو یا ترکي) رسم او حفظ الصحه مضمونونه لوستل کیدل.
‌ج. په اعدادیه دوره کې چې دا هم درې کاله وه دینیات، دری، تاریخ ، جغرافیه، جبراو مقابله ، مثلثات، تحلیلي هندسه ، جرالثقال،طبیعي حکمت، کیمیا او انګلیسي مضمونونه لوستل کیدل. همدارنګه د حبیبې ښوونځي نورې څانګې د ښار په مختلفو برخو کې په لاندې نومونو وې. ۱- باغ نواب ۲- تنورسازی ۳- پرانچه ها ۴- خدام حضورعالی ۵- د هندوانو ښوونځی.
د کابل نه علاوه یوازې په نورستان ولایت کې شپږ ابتدايي ښوونځي پرانیستل شول چې ۲۵۰ تنه شاګردان يې لرل، چې ۱۲ تنو استادانو او ملا امامانو يې درس په غاړه درلوده په دې ولایت کې رسمي ښوونځي ځکه پرانیستل شوي وو چې ددې ځای اوسیدونکي نوي په اسلام باندې مشرف شوي وه او په ښوونځیو کې زیاتره ددینیاتو تدریس کیده. همدارنګه د امیر حبیب الله خان په ¬¬¬دوره کې یو دارالمعلمین هم پرانیستل شو چې د ابتدايې دارالمعلمین په نامه یادیده په دې دارالمعلمین کې ۸۰ تنه شاګردان وو چې هرو دریو کلونو وروسته به يې ۳۰ تنه فارغان ورکول سربیره پر دې د نوموړي امیر په وخت کې حربي ښوونځی هم په ۱۹۰۹م کال کابل کې پرانیستل شو چې درې اعدادي او درې حربي ټولګي يې لرل.
د امان الله خان لنډه پیژندنه
امان الله خان د امیرحبیب الله خان ځوی او دامیر عبدالرحمن خان لمسی په ۱۸۹۲ م کال د جون د میاشتې په لومړی نیټه د پغمان په دره زرګر سیمه کې تولد شوی وو. امان الله خان په ۱۲ کلنې کې په عین الدولة ونومول شو او په ۱۹۱۲م کال کې يې د محمود طرزي له لور ملکه ثریا سره د شهرا را په ماڼۍ کې واده وکړو.
د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال شهزاده امان الله خان د کابل والي په توګه د کابل د زندان څخه لیدنه کوله او د هر یو بندي د حال څخه يې د هغه د بند بشپړ معلومات تر لاسه کاوه اوهم يې د کابل د ښاریانو د فاتحې په مراسمو کې ګډون کولو.
کله چې حبیب الله خان په ۱۹۱۹م کال کې د لغمان په کله ګوش ښکار ځای کې د شپې لخوا په خپلې خیمې کې په قتل ورسیدو نو د شاه له قتل نه وروسته سردار نصرالله خان په لغمان او امان الله خان په کابل کې د پاچاهۍ دعوا وکړه .
دامان الله خان مبارز شخصیت په حقیقت کې دافغانانو فطري او عنعنه يې ولسواکۍ دهغه تاریخي پټ او ښکاره نهضت مولود ؤ چې دمیرویس نیکه او احمدشاه بابا دظهور شرایط يې برابر کړي وو.
"امیرامان الله خان د ۱۹۱۹م کال په ۲۳فبرورۍ کې د پلار دمړینې څخه وروسته دکابل پرتخت کیښناست" .
غازي امان الله خان په ۲۸ فبرورۍ د مفصلو اعلامیو په واسطه دافغانستان خلکو ته مخاطب شو، او خپل مرام يې شرحه کړو، چې لنډیزیې په دې ډول دی (ای دافغانستان معظم ملته ! ما د پلار د شهادت نه وړاندې په کابل کې د سلطنت وکالت پرغاړه درلوده او اوس په هماغه اصالت دامانت دروند پيټې متوکلاً او متعصماً پرغاړه اخلم. کله چې سترملت زما پرسردپاچاهۍ جوغه کیښودله ،ما ژمنه وکړه چې دافغانستان دولت به لکه دنړۍ دنورو خپلواکو قدرتونو د هیواد دننه او بیرون آزاد اوخپلواک وي.
" دافغانستان خلک به دقانون تابع وي، دلته به ډير اصلاحات راځي، چې هیواد په نړۍ کې خپل مناسب ځای ومومي، زه به د "شاورهم فی الامر" پراساس دهیواد چارې اجرأ کوم زه تاسو ټولو ته خیراوسعادت غواړم" .
"دامان الله خان نقش د هیواد په خارجي او داخلي سیاستونو کې دکتنې وړدی، امان الله خان پاچاهۍ ته درسیدو څخه دوه میاشتې وروسته د ۱۸۷۹م کال استعماري موافقت لیک چې افغانستان يې په خارجي چارو کې دبریتانيې سترګو کتلو ته مجبور کړی ؤ لغوه شوی اعلان کړو چې دغه موضوع دافغان اوانګلیس ددریم جنګ سبب وګرځیده" .
"دنوموړي اصلاحي پروګرامونه او نوښتونه په اقتصادي، ټولنیزه، علمي، فرهنګي، اداري، سیاسي او نظامي برخو کې ډير لوی بریالیتوبونه اوپرمختګونه په برخه شول" .
د اماني دورې ښوونه او روزنه
دامان الله خان د اساسي قانون د ۶۸ مې مادې له مخې د ښوونې او روزنې زده کړه تر ابتدايي درجې پورې اجباري وه. دده د پاچاهۍ په وخت کې په لاندې ډول لیسې او رشدیې جوړې شوې.
۱- حبیبیه لیسه ۲- امان افغان لیسه ۳- اماني لیسه ۴- غازي رشیدیه ښوونځی ۵- استقلال رشیدیه ښوونځی ۶- تلګراف ۷- رسامي ۸- نجاري ۹- معماري ۱۰- السنة ۱۱- کرنه ۱۲- د مستوراتو رشیدیه ۱۳- د جلال آباد رشیدیه ۱۴- د کندهار د کرنې رشیدیه ۱۵- د هرات رشیدیه ۱۶- د هرات دارالمعلمین ۱۷- د مزارشریف رشیدیه ۱۸- د قطغن رشیدیه ۱۹- دارالقضاة الامانیه ۲۰- د پولیسو ښوونځی ۲۱- موزیک ۲۲- غالۍ اوبدل ۲۳- ارکتک ۲۴ دنجونو تدبیر منزل ۲۵- د مستوراتو طبي ښوونځی له دې پرته په ټولو ولایاتو کې له ۳۲۲ څخه زیات ابتدائيه ښوونځي تأسیس شول په دې ځای کې د تحول ټکی دادی چې امان الله خان په ۱۹۲۲م کال کې په خپل ښوونیز نظام کې ښځو ته هم د لومړي ځل لپاره ونډه ورکړه تر ۱۹۲۷ پورې د ټولو زده کوونکو شمیر یوپنځوس زرو تنو ته ورسید. له نظامي ښوونځي پرته په لیسو رشديې او مسلکي ښوونځیو کې د شاګردانو شمیر درې زرو تنو ته ورسید.
په همدې مهال (۶۵۰) تنه ښوونکي په لومړنیو ښوونځیو کې او (۱۰۰) تنه په ثانوي او منځنیو ښوونځیو کې د ځوان نسل په پوهنه بوخت وه. همدارنګه د افغانستنان دولت له ۱۹۲۲م کاله څخه تر۱۹۲۷م کال پورې ۱۳۳ ډوله کتابونه چې شمیر يې ۶۹۳۵۷۵ جلدونو ته رسیده د پوهنې وزارت لخوا چاپ شول او په همدې وخت کې د معارف مطبعې په نامه هم یو چاپځای تآسیس شو. د پوهنې وزارت مسؤلینو دپوهنې د پرمختګ او د ځوان نسل د سالمې روزنې او پالنې لپاره هڅې کولې چې ښوونه او روزنه د نظري زد ه کړې پرته په عملي توګه هم زده کوونکو ته د زد ه کړې زمینه برابره کړي.
امان الله خان په فرهنګي برخه کې هم یو لړ اصلاحات راوستل چې د سراج الاخبار پر ځای يې د امان افغان اخبار لومړۍ ګڼه د ۱۹۱۹م کال د اپریل په ۱۲ نیټه د عبدالهادي داوي په مدیریت خپره شوه دا د فرهنګ او عصري مطبوعه یوه هنداره وه، چې د ځوان افغان پاچا ددولت غوښتنې او کړنې يې منعکس کولې ددغې اخبار خپرونو په خلکو کې د معارف غوښتنې یوه داسې ولوله راپاڅوله چې خلکو داوطلبانه اعانه دولت ته ورکوله اود ښوونځي تأسیس او معارف يې په خپله پر غاړه واخیسته ، بالاخره د فرهنګ په برخه کې معارف دومره پراختیا وموندله، چې د پکتیا او خوست خلکو چې ډیر غریب وه بیا يې هم ۷۰۰۰۰۰ افغانۍ اعانه دولت ته ورکړه چې ښوونځي ورته تأسیس کړي او په همدغه وخت کې ګردیز، خوست ، زرمت او څمکنیو کې څلور ښوونځي جوړ او زده کوونکو په زده کړه پیل وکړ. په نورو ولایتونو کې هم له معارف سره مینه په څپو کې وه او په کندهار، او کابل کې هندوانو هم ښوونځي جوړ کړل او په وروستیو کې دمستوراتو ښوونځي هم تأسیس شول او خارج ته د لوړو زده کړو تحصیل لپاره هلکان او انجونې ولیږل شوې .
د کندهار، غزني ، کابل او جلال آباد ، د پوهنې په ټولنه کې د افغانستان د هندوانو یو ټاکل شوي استازي ته ځای ورکړل شو، چې په اداري چارو کې د برخې څښتنان شول او دهندوانو په ملکي او پوځي ښوونځیو کې ومنل شول او نور د توکم، ژبې، مذهب، نژاد پالنې او توپیر پالنې ته ځای نه وو.
په ۱۹۱۹ م کال کې د خپلواکۍ وروسته د امان الله خان په وخت کې یوه جرګه په جلال آباد ښار کې دائره شوه چې په نوموړی جرګه کې په مختلفو موضوعاتو باندې بحث او مذاکرات وشولو چې یو له هغې موضوعاتو څخه چې د بحث لاندې نیول شوی وو هغه د معارف په تشکیلاتو کې پراختیا راوستل وه .
د افغانستان خپلواک دولت د ښوونې او روزنې د پیاوړتیا لپاره هڅې کولې، ترڅو د هیواد په لرې پرتو سیمو کې د پوهنې انګازې دافغان ولس غوږونو ته ورسوي. او هم يې دولس د پرګنو څخه دهر راز مادي او معنوي مرستو او همکاریو هیله کوله نو ځکه افغان ولس د توپیر پرته د سړي سر تقریباً یوه نیمه روپۍ د بسپنې په توګه په خپلو ځانونو ومنله، ترڅو دهیواد فرهنګي بهیر د افغان ولس په مادي اومعنوي مرستو نور هم پیاوړی کړي .
د افغانستان د خپلواکۍ اعلان وروسته دهیواد د ځوان منور او معارف پالونکي واکمن د حکم له مخې د لویانو لپاره هم تعلیمي کورس پرانستل شو او اعلیحضرت امان الله خان د لویانو د زده کړې په څو کورسونو کې د ښوونکي په توګه دنده اجرا کوله ، او د ځینو نورو کورسونو د څارنې او پلټنې دنده يې په خپله خوښه اخستې وه، په همدې مهال پخوانی دارالمعلمین چې د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال تأسیس شوی و. د تحصیل درجه يې نهم ټولګي ته لوړه شوه، ترڅو د ښوونکو د عالي اکاډمیکې زده کړې د پیاوړتیا لپاره دهیواد د ځوان نسل له سالمه روزنه کې فعاله ونډه واخلي.
د امان الله خان د ځانګړي فرمان له مخې د کابل والي ته لارښوونه وشوه، چې د پوهنې دقانون له مخې دې دهیواد د ښوونکو د سوې د لوړولو لپاره دې علمي اکاډمیک کورس دهیواد په پلازمینه کابل کې پرانیزي او د ښوونکو د روزنې مرکز ته چې د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی وو ورته دنده وسپارل شوه، چې یوه پراخه علمي اکاډمیک تعلیمي نصاب دې د ځوانو ښوونکو د روزنې لپاره ترتیب کړي. او هم دې د ښوونکو د روزنې په مرکز کې د پخواني پرنسیپ له مخې دې انګریزي ژبې ته په تعلیمي نصاب کې ځای ورکړل شي.
همدارنګه دهیواد د خپلواکۍ د اعلان سره سم ، د نورو اصلاحي پروګرامونو په لړ کې د ښوونې او روزنې سیستم ته دنړۍ د پرمختللو هیوادو غوندې جدي پاملرنه وشوه او دهیواد په مرکز او ولایتونو کې د ځوان نسل او تنکیو ماشومانو سالمې روزنې ته هر اړخیزه پاملرنه وشوه ، ترڅو دهمدې هڅو په لړ کې افغان ولس د نړۍ د پرمختللو هیوادونو په قطار کې ودریږي چې زمونږ د ګران هیواد راتلونکي نسلونه د نړۍ د پرمختللو هیوادونو غوندې په عصري ښوونه او روزنه سمبال شي او د افغان ولس پرته د نړۍ مظلومو ولسونو ته هم دخد مت مصدر وګرځي.
دهیواد د خپلواکۍ څخه وروسته زمونږ ګڼ شمیر هیوادوالو د افغان دولت د هیلو په نظر کې نیولو سره د ځوان نسل ښوونې او روزنې ته پاملرنه کوله ، او د هیواد تنکیو ماشومانو ته د افغان ولس پراخو پرګنو د زده کړې زمینه برابروله ، چې په دې لړ کې يې د هیڅ ډول مادي او معنوي مرستو څخه ډډه ونکړه او د هیواد په لریو پرتو سیمو کې يې په خپله خوښه لومړنی ښوونځي تأسیس او خپلو تنکیو ماشومانو ته يې د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړه.
د امان الله خان په وخت کې د ښوونې او رزونې په برخه کې استازیو سپارښتنه وکړه چې داسلامي پوهنو د لوستنې لپاره دې عربي پوهنځی تأسیس کړای شي، په هر حال ځینو وکیلانو ددې زمانې ښوونې او روزنې ته په تیره بیا دنجونو په باره کې د انتقاد ګوته ونیوله، دې استازیو اکثریت رایه ورکړه چې د جرمني او فرانسوي ژبو ښوونځي د ې نه تړل کیږي ځکه چې په قرآن کې د پردیو ژبو زده کړه نه ده منع شوې خو ښځینه مکتبونه دې وتړل شي .
د امان الله خان د حکم له مخې په هیواد کې د پوهنې د پرمختګ لپاره د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۸م کال کې په رسمي توګه یو کالج پرانستل شو چې د څلورو ثانوي ښوونځیو د غوره زده کوونکو لپاره يې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې وه خو نوموړي لومړنۍ تحصیلي مؤسسې زیات وخت دوام ونه کړ.
په همدې مهال د هیواد د پوهانو څخه یوه علمي او فرهنګي ټولنه د انجمن معارف په نوم جوړه شوه ترڅو د هیواد علمي او فرهنګي شخصیتونه د پوهنې وزارت ته د پوهنې او روزنې په اړه ګټورې مشورې ورکړې، او هم د پوهنې پروګرامونو د وړاندې کولو لپاره د تالیف او ترجمې ریاست د پوهنې وزارت په تشکیل کې شامل شو، ترڅو د هیواد پوهنې او د ځوان نسل د پالنې او روزنې لپاره ګټور مطالب او علمي کتابونه تالیف او ترجمه کړي او هم يې د تدریس د پرمختګ لپاره د تدریسي موضوع سره سم درسي موادو د برابرولو پر لور ګړندۍ هڅې پیل کړې وې.
د اعلیحضرت امان الله خان د نورو فرهنګي هڅو په لړ کې د لومړي ځل لپاره د پښتو ژبې ادبي انجمن پرانستل شو او د کوچنیو ماشومانو د سالمې روزنې په اړه يې کوټلي ګامونه واخستل د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې د کوچنیانو د ښوونځیو ښوونکي مکلف وګڼل شول، چې د کوچي کورنیو د موسمي تګ راتګ پرمهال د هغوی سره په دوامداره توګه وګړځي او د هغوی د ماشومانو په پالنه کې فعاله ونډه واخلي ترڅو دا ځوریدلی ولس هم د نورو هیوادوالو غوندې په راتلونکې کې د ښوونې او روزنې د ښیګڼوڅخه ګټه واخلي.
په ۱۹۲۱م کال د افغانستان او فرانسې هیواد د ګډې پریکړې له مخې د هیواد ګڼ شمیر ځوانان يې د لوړو زده کړو د بشپړولو لپاره هغه هیواد ته ولیږل تر څو په راتلونکې کې دهیواد سیاسي، فرهنګي او اداري ستونزې د همدې مهال تحصیل یافته ځوانانو د علمي او فرهنګي هڅو او تجروبو له مخې هوارې کړي او افغان ولس د پرمختللو هیوادو پر لور وهڅوي.
د افغانستان تنکیو ځوانانو ته په پاریس کې د زده کړې زمینه برابره شوه چې په دې ډله کې د امان الله خان زوی هدایت الله په ګډون ۴۴ تنه د افغان دولت د لوړ رتبه مامورینو زامن د لوړو زده کړو لپاره پاریس ته ولیږل شو دې زده کوونکو ته د فرانسې د پوهنې وزارت له خوا د ژوند د نورو اسانتیاو پرته د فرانسوي ژبې ژباړونکي هم ټاکل شوي و. همدارنګه ددې فرهنګي پړاو په لړ کې په ۱۹۲۲م کال کې ۳۴ تنه نور افغان زده کوونکي د لوړو زده کړو د بشپړولو لپاره د جرمني هیواد ته ولیږل شو او نور پاتې زده کوونکي يې فارس، ترکیه ، سویزرلینډ او انګلستان هیوادونو ته د لوړو زده کړو لپاره ولیږل شول.
دامان الله خان په وخت کې له بهر نړۍ سره فرهنګي روابط پیل شول چې د هغه په اساس څوسوه افغاني شاګردان د زده کړو لپاره شوروي اتحاد، جرمني، فرانسې، ایټالیې او ترکیې ته ولیږل شول له دې څخه یو کال وروسته افغاني انجونې شاګردانې دلوړو زده کړو د پاره ترکیې ته ولیږل شوې اوهم په نظر کې وو چې یوه ډله افغاني عسکري شاګردان د نظامي زده کړو په غرض انګلستان ته ولیږل شي، او په هغه وخت کې زده کوونکي په ارامه فضا کې په خپلو زده کړو لګیا وو. د ښوونې او روزنې بودجه له حربي او دربار وزارتونو وروسته په دریمه درجه کې وګڼل شوه.
کاکا سید احمد خان چې د امیر عبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان په وخت کې د روشنفکرۍ په تور بندي شوی وو د امان الله خان په وخت کې له قیده ازاد شو او د ښځو د ښوونځي (مستوراتو) ښوونکی مقرر شو نو ده د خپلو آثارو په ترڅ کې د ښوونې او روزنې د اسانتیا په غرض د لویانو لپاره یو کتاب ( متن ابتدائیه امانیه ) په نامه خپور کړو چې لویان يې په ۴۰ ورځو کې باسواده کول بیا په ۱۹۲۷م کال کې امان الله خان ځینې علماء دې ته وګمارل چې داسې کتابونه تألیف کړي چې بې سوادان له ۴۰ ورځو څخه په کم وخت کې باسواده کړي چې دې پوهانو یوه طریقه ایجاد کړه چې د(صوت غازي یا اصول غازي) په نوم یادیده ددفتري او اداري اصولو زده کولو په غرض په اماني دور کې د اصول دفتري مکتب پرانیستل شو. همدارنګه په کندهار کې تجارتي مکتب او هم انجمن د پلټنې په غرض جوړ شو.
همدارنګه د افغانستان دولت د خپلو علمي او فرهنګي هڅو په بهیر کې اعلان وکړ، چې د کابل ښار د روشنفکرانو د علمي او ذهني په منظور د کابل په اړونده سیمو کې دې کتابتونونه پرانیزي، چې په همدې لړ کې د کابل ګڼ شمیر ښاریانو د دولت د پریکړی هرکلی وکړ او د کابل ګڼ ښاریانو شل کسیزه ډله جوړه کړه، چې دې ډلې د خپلو شخصي کتابتونو څخه د کابل ملي کتابتون جوړ کړو. په همدې مهال د نائب السلطنة غني کتابتون چې قیمتي قلمي نسخې په کې خوندي ساتل شوي وې د امان الله خان د ځانګړي حکم له مخې د کابل نوي تاسیس شوي ملي کتابتون ته وسپارل شو. او د هغه مهال لومړنۍ ملي کتابخانه دنائب السلطنه نصرالله خان شخصي ماڼۍ کې په رسمي توګه پرانستل شوه.
د اماني دورې دیني ښوونې او روزنې رسمي مرکزونه
دغه رسمي مرکزونه په واقعیت کې هماغه دیني مدرسې او دارالحفاظونه دي، چې په بیلابیلو ولایتونو کې د خلکو په مالي مرستو جوړ شوي وو او بیا وروسته يې د وخت حکومتونو مالي لګښتونه په غاړه اخیستي او په داسې نصابونو کې يې توپیر هم راغلي دي. د دیني زده کړو سربیره يې ځینې عصري علوم او ژبې (پښتو، فارسي،انګلیسي) هم پکې شاملې کړي دي او په تدریسي سیستم کې يې هم دپام وړ بدلون راغلی دی دا مرکزونه د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د ثانوي تدریساتو په ریاست پورې مربوط وو.
د اماني دورې دیني ښوونې او روزنې غیررسمي مرکزونه
د دیني زده کړو غیر رسمي مرکزونه زمونږ په هیواد کې لرغونی تاریخ او ژورې ریښې لري. دا مرکزونه اکثراً مسجدونه، درسي حلقې او مدرسې دي، چې له پخوا زمانو راهیسې په عنعنوي بڼه واړه ماشومان په کې دینې زده کړه ترسره کوي او کله چې لویان شي، درسي حلقې يې توپیر مومي. مدرسو ته مخه کړي او هلته له لویو عالمانو څخه غټ غټ کتابونه لولي او بالاخره یا خو لویو ښارونو ته د لوړو زده کړو لپاره مخه کړي او یا خو له ملک نه د باندې کلونه کلونه دعلم د حاصلولو په خاطر سفرونه کوي ددغو وړو مدرسو لګښتونه اکثراً د خلکو له خوا ترسره کیږي او کله چې نژدې سیمو کې لویو مدرسو ته مخه وکړي او هلته د څه مودې تر تیریدو وروسته ټاکلی نصاب په ټاکلي موده کې ترسره کړي. د مولوي توب لنګۍ ورته وتړي، چې هغو مراسمو ته دستاربندي وايې چې د مولوي علمي مقام ترلاسه کړي داسې مدرسې چې مالي لګښتونه يې دسیمې دخلکو په غاړه وي زمونږ په هیواد کې ډیر زیات دي او په هره سیمه کې چې لویه قریه ولري او یاد څوکلیو او بانډو په شریکه توګه یو ټاکلی ځای حتماً لري چې هلته یا خو ابتدايي درسونه لولي او یا د قرآن عظیم الشان حفظ ترسره کوي.
د امان الله خان په وخت کې د ښځو فرهنګي ونډه
د هیواد د خپلواکۍ د اعلان څخه وروسته اعلیحضرت امان الله خان د نارینو پرته د ښځو سالمې روزنې او پالنې ته هم هر اړخیزه پاملرنه وکړه. د لومړي ځل لپاره يې د نارینو او ښځو حقوق د بشري کرامت د خوندي ساتلو د جنسي توپیر پرته يې د افغان میرمنو ته ټولنیز حقوق برابر اعلان کړل. او هم يې ښځو ته د خپلو حقوقو د اعادې لپاره وخت په وخت معلوماتي غونډې جوړولې، ترڅو د دولت د اهدافو د بشپړولو پر لور کوټلي ګامونه واخستل شي. او افغاني ټولنه د جنسي توپیر پرته د اروپايي هیوادو د فرهنګي هڅو د سیالۍ وړ وګرځي.
په ۱۹۱۹م کال کې دهیواد د ترقۍ غوښتونکي واکمن په لارښوونه د خلکو لپاره د پوهنې او پالنې زمینه برابره شوه. چې د همدې پریکړې په رڼا کې ملکه ثریا په ۱۹۲۰م کال د کابل د میرمنو په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل: ایا تاسې د اروپا له ښځو څخه هم ډیرې نازکې یاست! هغوی په فابریکو، ورکشاپونو او داشونو کې کار کوي او هیڅکله يې د ګرمۍ ، یخنۍ او یا د دروند کار کولو څخه شکایت نه دې کړی .
د ملکه ثریا د خبرو په پای کې پنځوس تنه میرمنې د پوهې په ډګر کې خدمت کولو ته چمتو شوې، چې د ښځو او جنکو په پوهنه او روزنه کې فعاله ونډه واخلي او دجنکو د ښوونځي د پرانستلو په لور يې کوټلي ګامونه واخستل چې د همدې روشنفکرو میرمنو هڅو په ملاتړ يې په همدې کال ۱۹۲۰م کې يې د ښځو او جنکو د لومړني ښوونځي لپاره ځانګړی ځای وټاکل شو. د جنکو لومړني ښوونځي د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه په ۹ د جنورۍ ۱۹۲۱م کال د مستوراتو په نوم پرانستل شو او کوچنیو جنکو لپاره يې د زده کړې زمینه برابره کړه .
د مستوراتو دغه ښوونځی په کابل کې د ملکې ثریا، اسما رسمیه، او اعلیحضرت امان الله خان د خویندو( سایره سلطان، صفیه سلطان، راضیه سلطان او رضایي خور صفورا) په مرسته پرانستل شوی دی په همدې مهال کې به امان الله خان تل ویل «چې زه پاچا یم خو د پوهنې وزیره زمان میرمن او ستاسې ټولو واکمنه ده ». د کابل د ښځو په یوه غونډه کې ملکه ثریا وویل:«چې تاسې ښځې د افغان ولس نیمايي تشکیلوی، خو خپل حقوق د نارینو له خوا نه درکول کیږي او تل ستاسې حقوق هغوی د پښو لاندې کوي کله چې مونږ د ناروغۍ ، بیوزلۍ او زده کړې په هکله غږیږو هغه مهال د ښځو ګڼه ګوڼه ډیره زیاته وي. لازمه ده چې تاسې هم د زده کړه وکړی او خپلو ځامنو او لوڼو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړی تر څو ټول هیوادوال په پرمختګ او آبادۍ کې فعاله ونډه واخلي .
همدارنګه د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې په کابل کې د جنکو لپاره یو بل ښوونځی پرانستل کیږي او کورنۍ کولای شي چې په خپله خوښه د خپلو لوڼو نومونه ولیکي، له دې اعلان څخه څرګندیږي چې دمستوراتو ښوونځی د انجونو یوازینې ښوونځی نه وو بلکې دولت په نظر کې لرل چې د پیغلواو جنکو پوهنې او روزنې ته پراختیا او پیاوړتیا ورکړي. او په همدې مهال د چنداول په سیمه کې د یو بل ښوونځی د سه دکان په نوم پرانستل شو د نوموړي سرښوونکې رابعه جان او د ښوونځي منشي د نذیر خان لور وټاکل شوه .
په ۱۹۲۴م کال کې کله چې په خوست کې پاڅون سرپورته کړو د امان الله خان کورني اصلاحات چې دهغه په تخت دناستې نه وروسته پیل شوي وو، ښه په تیزۍ سره روان وو. داسې فکر کیدو چې داپاڅون دامان الله خان دټولنیزو اصلاحاتو ، په خصوصي ډول دانجونو د تعلیم او دښځو دآزادۍ خلاف دمحافظه کارو له خوا عکس العمل ؤ، عام وګړو په دې مفکورو غوږنه ګرولو. په دې معامله کې په بریتانیې باندې تهمت لګیدو چې د امان الله خان دغورځولولپاره يې قبایلو نه کاراخیستو.
د امان الله خان عسکرو هغه پاڅون چې کله به په زور کې ؤ په مشکله ځپلو. دخوست دپاڅون دماتې لمانځنې په لړ کې امان الله خان دکابل سیند په غاړه یو یادګار ودرولو او په هغې يې ولیکل منار علم وجهل دهغې منار انتساب د ناپوهې خلاف دپوهې په ګټې پورې شو . د امان الله خان اصلي هلې ځلې دبرتانیې یا روسيې خلاف نه وې بلکې دهغې ناپوهۍ خلاف وې چې دهغه په فکر دافغانستان دوروستو پاتې کیدلو اساسي علت وه، دراتلونکې وخت په فکر کې دناپوهۍ ختمول پکاروو،هغې یقین چې دسرو او سپینو مرمرو دهغې یادګار په شکل تمثیل شوی وه ، دیو مشال په څیر هغه ته په هغې لارې لارښوونه کوله چې هغه دې لپاره غوره کړې وه، چې خپل هیواد دنړۍ خپلواکو او خوشحالو ملتونو په څنګ کې ودروي.
د خوست پاڅون په جریان کې د افغان دولت د جنکو د ښوونځي د ځنډولو حکم وکړ، خو بیا هم د امان الله خان لوڼې او ناسکه خویندې يې ارګ ته د زده کړې لپاره تللې او کله چې خوست پاڅون وځپل شو د جنکو ښوونځی د دریم ځل لپاره پرانستل شو.
ددې ترڅنګ د عثمان خیلو د مومندو قوم د خوښۍ لپاره د هغه سیمې ګڼ شمیر ځوانان او ماشومان يې د زده کړې لپاره کابل ته بوتلل او هلته يې په ښوونځیو داخل کړل. کله چې نوموړي زده کوونکي د رخصتۍ پرمهال خپلو کورونو ته تلل د اعلیحضرت امان الله خان د خویندو له خوا زده کوونکو د میندو لپاره د سرو زرو غاړه کۍ او ځینې نور سوغاتونه ورکړل شول. تر څو هغه میندې او پلرونه د افغان ځوان واکمن د بشر پالنې د روحيې څخه په ګټه اخستو د راتلونکي لپاره نور ماشومان هم د زده کړې لپاره کابل ته راولیږي.
د اعلیحضرت امان الله خان مور سرور سلطان سراج الخواتین چې ډیره هوښیاره او پوه میرمن وه تل يې د خپل زوی امان الله خان سره د اصلاحي پروګرام په عملي کولو کې فعاله ونډه اخستله ، دا میرمن د امیرحبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال د سراج الخواتین په نوم یاده شوې وه او د ژوند تر پایه په همدې نوم یادیدله. نوموړې د افغاني میرمنو په پوهنه او روزنه کې فعاله ونډه واخسته او تل يې حکومتي مسئولینو ته د ښځو د روزنې په اړه ګټورې مشورې ورکولې. تر څو افغاني میرمنې خپل او د نورو حقوق وپیژنې، د انجونو دې ښوونځي د همدې میرمن د پاملرنې له امله پرمختګ وکړ او ډیر ژر د انجونو شمیر په ښوونځي کې ۱۵۰ تنو ته ورسید چې د هرې ورځې په تیریدو به میندې او پلرونه د پوهنې او روزنې په اهمیت پوهیدل او د مستوراتو د ښوونځي د زده کوونکو شمیر زیاتیده. او هم په مرکز او ولایاتو کې د انجونو د ښوونځیو د پرانستلو په لړ کې د زده کوونکو شمیر هم څو چنده زیات شو.
کله چې امان الله خان د المان څخه د لیدنې پر مهال يې دهغه هیواد صنعتي او روغتیايي مؤسسې لیدلې، ملکه ثریا پریکړه وکړه، چې څو تنه الماني طبي متخصصې میرمنې د قابله ګۍ ، خیاطۍ، رسامۍ او نورو زده کړو لپاره د افغاني انجونو د روزنې لپاره کابل ته راوغواړي، د ملکه ثریا پریکړه د افغان دولت د مشرانو لخوا ومنل شوه ، کله چې د امان الله خان له خوا د المان جمهور رئیس ته د افغاني هئیت پریکړه يې څرګنده کړه، هغه دا وړاندیز دالماني طبي زده کړو د میرمنو د موافقې په صورت کې ومانه.
ملکه ثریا د مستوراتو په ښوونځیو کې د زده کوونکو د تشویق او هڅونې لپاره پرله پسې زده کوونکو ته جایزې وویشلې، هغه تل د انجونو ښوونځیو ته تګ راتګ پرمهال په کابل کې د کور ډیپلوماتیک میرمنو ته هم د ګډون بلنه ورکوله، خو بهرنیو میلمنو د زده کوونکو پر ځای د ملکه ثریا او شهزادګیو سره خپله مینه څرګندوله .
بالاخره د افغانستان د پوهنې وزارت د پریکړې له مخې د مستوراتو لومړنی ښوونی په ۱۹۲۶م کال کې رشیدیه ښوونځي ته لوړ شو د امهال د مستوراتو ښوونځي کې ۳۱۰ تنه زده کوونکو زده کړه کوله چې په دوی کې ۲۰۹ تنه د لومړني ښوونځي په زده کړو بوخت وي او ۱۰۱ تنه زده کوونکو منځنۍ زده کړو ته ادامه ورکوله .
هغه انجونې د په ۱۹۲۸ م کال کې ترکې ته د زده کړو د بشپړولو لپاره لیږل شوې وې ۱۳میاشتې وروسته د ترکې هیواد څخه بیرته راوغوښتل شوې کله چې کابل ته راورسیدې په یوه لویه غونډه کې ترې پوښتنه وشوه، چې د کوم علم او مسلک د زده کړې لپاره ترکې هیواد ته تللې وې، هغوی ورته په یو اواز وویل: چې د قابله ګۍ ، نسایي او ولادي زده کړو لپاره د ترکې هیواد ته تللي وو، چې د افغانستان دولت د محمد نادر خان د حکم له مخې پریکړه وکړه، ترڅو د ترکې هیواد ته يې د افغان ترکې د پخوانۍ دوستۍ له مخې وړاندیز وکړ او د هغه هیواد څخه دوه تنه طبي ډاکترانې راوغوښتل شوې، ترڅو دا ځوانې زده کوونکې خپلې طبي زده کړې بشپړې کړي دغه ۱۶ تنو انجونو څخه یوه هم میرمن ګوهر نومیده چې په ۱۹۳۹ م کال کې د انجونو د ښوونځي د ښوونکي او بیا وروسته د ښځو د مسلکي ښوونځي سرښوونکي شوه چې بالاخره د میرمنو ټولنو کې په دنده وګمارل شوه او په ۱۹۶۹م کال کې د زړه ناروغۍ له امله مړه شوه .
کله چې امان الله خان هیواد پريښودو ته اړ شو او د کندهار څخه په ۲۳ مئ ۱۹۲۹م کال د ایټالیې په نیت وخوځیده، ځکه چې د هغه هیواد پادشاه د نوموړي د ډیر تود هرکلي ترڅنګ نوموړي ته د ایټالیې د شاهي کورنۍ د غړیتوب لقب هم ورکړی و، د خپلو شپږو تنو ماشومانو په ګډون يې ۳۰ تنو ته د استوګنې زمینه برابره کړه. بالاخره شاه امان الله خان د عمر په ۶۷ کلنۍ ۱۹۵۹م کال کې ډیر سخت ناروغه شو او علاج لپاره سویزرلینډ ته ولاړ چې هملته په ۲۶ اپریل ۱۹۶۰م کال کې د سویس په یو روغتون کې مړ شو او د نوموړي واکمن جسد مبارک د جلال آباد ښار سراج العمارت بڼ ته څیرمه دامیر شهید د قبرترڅنګ خاورو ته وسپارل شو.
کله چې د ځوان او ترقي غوښتونکي پاچا څخه وروسته په هیواد کې د نهو میاشتو لپاره یوه توره دوره، چې سقاوي يې بولي رامنځته شوه په دې دوره کې هر څه تباه او چور شول علمي، تعلیمي، فرهنګي او د ټولنیز ژوند د ودې او پرمختګ نور مادي او معنوي بنسټونه ونړیدل کله چې دغه توره دوره پای ته ورسیده او محمد نادرخان واک ترلاسه کړ، یو شمیر فرهنګي اشخاص يې راټول او ادبي انجمن يې ورته جوړ کړو. علمي او عرفاني شخصیتونه يې وپالل د هیواد په پلازمینه کابل او نورو ولایتونو کې یې علمي، ادبي انجمنونه او مرکزونه جوړ او تعلیمي اداري يې پرانیستلې اوله دې پرته نور ډیر د ټولنیز پرمختګ کارونه پیل شول دا لړۍ د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په ټوله دوره کې کله په تیزۍ او کله هم قراره پرمخ لاړه .
بحث او نتیجه ګیري
دا چې زما ددې علمي څیړنې څخه هدف په افغانستان کې د امان الله خان د وخت ښوونې او روزنې نظام پیژندل او د هغه د مثبتو ټکو څخه په حاضر وخت کې ګټه اخستل دي، همدارنګه د ښوونې او روزنې د خنډونو او مخنیوي لارې چارې لټول دي نو د همدغې هدف لاسته راوړولو په خاطر مې مختلف معتبر کتابونه تر بحث او مطالعې لاندې ونیول چې له مطالعې وروسته زه په خپل هدف کې هم کامیاب شوم.
څرنګه چې د امان الله خان پر وړاندې زیاتې څیړنې شوي دي خو د هغه د ښوونې او روزنې نظام په اړه کومې ځانګړې څیړنې نه دي شوي خو زیاترو څیړونکو د امان الله خان په فرهنګي اصلاحاتو کې د هغه د وخت ښوونې او روزنې نظام ته اشاره کړې ده. ددغې علمي او فرهنګي څیړنې په شروع کې زه نه پوهیدم چې د امان الله خان د وخت ښوونې او روزنې نظام په اړه څه ولیکم، خو کله مې چې د څیړلو په اړه خپل چمتوالی ښکاره کړ، نو د ډیرې ژورې مطالعې په بهیر کې په دې وپوهیدم چې دا د امان الله خان دوخت ښوونې او روزنې نظام تر سرلیک لاندې موضوع په افغانستان کې هر محصل ته او په ځانګړي ډول د تاریخ او تعلیم تربيې محصلینو لپاره ډیره ګټوره ده، ځکه چې یو خو به د امان الله خان د وخت ښوونې او روزنې په اړه هر لوستونکی معلومات حاصل کړي او بل داچې د هغه د وخت ښوونې او روزنې نظام پر وړاندې چې کومې ستونزې موجودې وې په هغې باندې هم پوه شي او د هغې په ناکامۍ په علتونو به هم پوه شي همدارنګه د هغه د ګټورو او مثبتو ټکو څخه به د خپلې ښوونې او روزنې په نظام کې ګټه پورته کوي.
که چيرې لوستونکي دغه څیړنیزه علمي رساله په غور او دقیقه توګه مطالعه کړي، نو د امان الله خان د ښوونې او روزنې په راتلونکي پړاوونو کې به ورسره د اړتیا پر مهال مرسته وکړي. هغه څه چې ما په دې څیړنه کې لاسته راوړل او نورو څیړونکو هم لاسته راوړي دي هغه د امان الله خان د وخت مې د انجونو د ښوونې او روزنې پر وړاندې د ولس غبرګون او مخنیوی وو.
په دې کې هیڅ شک نشته چې افغاني ټولنه د تاریخ په اوږدو کې د جنګونو او بې اتفاقیو پواسطه د ښوونې او روزنې له لوی نعمت څخه بې برخې کړي دي، چې دغه د افغاني ټولنې د وروسته پاتې علتونه نن ورځ هم ټول د جنګونو او بې اتفاقیو پورې تړلي دي، چې له یوې خوا نه مو په هیواد کې جنګونه راون دي او له بلې خوا نه مو ښوونځي د دښمنانو لخوا د اور په لمبو کې سوزیږي او ورځ تر بلې زمونږ ټولنه د بیسوادۍ پر لور راونه ده.
په نتیجه کې ویلی شم چې د افغانستان د اوسنۍ ښوونې او روزنې نظام د مؤثریت لپاره دې د هیواد مخکینيو ښوونې او روزنې نظامونو پر وړاندې ستونزې او د هغې د مخنیوي لارې چارې په ډاګه کړي او د هغوي د ګټورو ټکو څخه دې په خپلې ښوونې او روزنې نظام کې ګټه پورته کړي، د مثال په توګه امان الله خان په خپل وخت کې د ښوونې او روزنې په نظام کې خارجي مسلکي استادانو په ابتدائیه ټولګیو کې د تدریس چارې پرمخ وړلې، خو د افغانستان د اوسنۍ ښوونې او روزنې نظام په حاضر وخت کې تر لیسې دورې پورې هم مسلکي استادان شتون نه لري.
وړاندیزونه
 د بهرنیانو په هڅولو سره د استادانو لپاره د ماسټري او دوکتورا فرصتونه برابر شي ترڅو د دوی علمي کچه لوړه شي او په راتلونکي کې د هېواد ځوان نسل په ښه شکل وروزي.
 پوهنتونونه باید د نړۍ د نورو پوهنتونونو سره وصل شي ترڅو استاذان د هغوی د تجربو څخه ګټه پورته کړي او په خپل تدریس کې یې عملي کړي.
 په ټولو علمي بنسټونو کې باید مجهز کتابتونونه او لابراتوارونه جوړ کړل شي ترڅو استادان د خپلو معلوماتو ساحه پراخه کړي.
 هغه محصلین او استادان چې خارجي هېوادونو ته د زده کړې لپاره استول کیږي باید په هغه هېواد کې ورته د پاتې کېدو موقع ورنه کړل شي او د دوی د فرار او تيښتې مخه ونيول شي.
 د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه باید د اداري او تدریسي چارو څخه جدي څارنه او نظارت وکړي.
 دولت باید د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ته زیاته بودجه ځانګړي کړي.او دهغې څخه ملاتړ وکړي.
 د باکیفیته تدریس او علمي مفاهېمو د ښه انتقال لپاره باید استادانوته په زیات شمېر لنډمهاله کورسونه، سمینارونه او ورکشاپونه دایرکړل شي ترڅو دهېواد ټول استادان په عادلانه او متوازن شکل پکې برخه واخلي ، او د تدریس چارې ښې پر مخ یوسي.
 د اوسني وخت د غوښتنو سره سم درسي نصاب تدوین او پلی کړي.
 د انجونو تعلیم ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.
 د کمیت پر ځای دې کیفیت ته ډیره ترجیح ورکړي.
 د ښوونې او روزنې لپاره دې بنسټیز کارونه ترسره کړي.