د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دیموکراسي او د هغې تطبیق په افغانستان کې

ثناءالله صالحي 23.02.2015 11:50

مخکې له دې چې اصلي موضوع ته راشم لومړی د افغانستان په جغرافیايي اهمیت باندې لنډه رڼا اچوم. د افغانستان لرغونې خاوره د سیاسي جغرافیايي سترتوب او لومړيتوب له پلوه اوږد تاریخ لري. دا سیمه د آسیا د سوداګریو او فرهنګونو څلور لارې بلل شوې ده. ډېر یرغلګر د دې څلور لارې څخه تېر شوي او د خپل زور ازموینه يې کړې ده.لکه فارسیان، یونانیان، عربان، ترکان، مغول، انګریزان، او روسان دلته د بېلابېلو مقاصدو د تر سره کولو لپاره راغلي دي او بالاخره په وروستي ځل بیا امریکا د خپلو متحدینو سره په یو بل چوکاټ کې د یهودو د پلانونو سره سم خپل ناوړه مخ او د تعصبونو ډک ناولی سر راښکاره کړ.
ډېر ځله افغانستان د یوې واکمنۍ د واکمنو لخوا د داسې ګوښه مورچل او سنګر حیثیت غوره کړی چې له هغو څخه د بلې واکمنۍ پر حدودو یرغل شوی یا به کیږي. ډېر ځله د دوو امپراطوریو یا قوتونو تر منځ یوه بې څښتنه خاوره ګڼل شوې چې پراختیا غوښتونکو ګاونډیانو له سیاسي خلا څخه استفاده کړي چې د چا څومره او څه لاسته ورغلي پر هغه يې خېټه ایښي ده.
کله چې حامد کرزی د افغانستان د خلکو لخوا د دیموکراتیکو لارو په واسطه منتخب ولسمشر وټاکل شو او تر څنګ يې د نړيوالو قوتونو په ملاتړ ورته یو شمېر مخالفین هم راپیدا کړل تر څو په مختلفو ختونو او مختلفو ځایونو کې له هغوی څخه ګټه پورته کړي. له بلې خوا کرزي حکومتي دوره یوه داسې دوره وه چې فساد په کې اوج ته رسېدلی وو تر دې چې د ولسمشر د کورنۍ غړي هم په فساد کې راښکېل وو. همدرانګه د ټاکنو په وړاندې دوی نه په دیموکراسي او نه په ټاکنو باور لري خو دوی د دیموکراسي پېښې او اکټونه له لوېدیځ څخه د ډالرو د شکولو او د افغانانو د زندۍ کولو لپاره تر سره کوي.
هغه روشنفکران چې په افغانستان کې د مافیا لپاره لیکنې کوي ته به وايې چې دوی ټاکنو او دیموکراسي ته ژمن دي.
تقریبآ دیارلس کال وړاندې افغانستان د نړیوالو قوتونو له راتګ سره سم د مختلفو افکارو،کلتورونو، فرهنګونو، سیاستونو او ایډیالوژیو کوربه تر دې دمه پاته شوی دی. ټول نیږدې او لري ګاوندي هېوادونه کوشش کوي تر څو د خپل داخلي (افغاني) ملګري د ملګرتیا په مټ تر بل هر یوه نه مخکې او وړاندې خپل افکار، عقاید، کلتور، فرهنګ او سیاست په یوه نه په یوه لار لکه ( راډیو، تلویزون،اخبار، ورکشاف، سمینار...) او نورو لارو له لارې په دې بې څښتنه او بې مالکه خاوره کې پیاده او عملي کړي.
د مختلفو افکارو له جملې څخه یوه مفکوره او نظریه د دیموکراسي ده چې له تېرو دیارلسو کلنو راهسي تقریبآ تر بلې هرې کلمې زیاته له راډیوګانو او تلویزونونو همدارنګو نورو خپرونکو وسائلو لارې څخه په داسې حال کې اورېدل کیږي چې کیدای شي ډيری اورېدونکي او ویونکې يې لا په بشپړه توګه په مانا هم ونه پوهیږي.
دیموکراسي هغه فکر او مفکوره ده چې په اصل کې د مختلفو سیاسي نظامونو له جملې څخه یو سیاسي نظام تشکیلوي چې تر سیوري لاندې يې ګڼ شمېر وګړي ژوند کوي. اما افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې نهه نوي فیصده ۹۹٪ وګړي يې مسلمانان او د اسلام د سپېڅلي دین تر سیوري لاندې ژوند کوي. د اسلام دین هغه نظام او هغه مستقیمه لاره ده چې د عباداتو تر څنګ يې ګڼ شمېر لارښوونې د ژوند ټولو اړخونو ته لکه ټولنیز اړخ، سیاسي اړخ، اقتصادي اړخ او داسې نورو ټولو اړخونو ته شاملي دي. که چیري مونږ له یوې ډيرې کوچنۍ او وړوکې ټولنې څخه نیولي بیا تر یوه هېواده پورې نظر واچوو ښکاره خبر ده چې هلته به تنها یو نظام او یوه لار تعقبیږي نه دوه یا له دوو څخه زیاتې لارې.
دلته مونږ لومړی دیموکراسي تعریفوو او بیا د دیموکراسي مختلف ډولونه په نښه کوو له هغه څخه وروسته هغه اصلونه چې په ريښتني توګه په دیموکراسي کې شتون لري او د دیموکراسي پلویان يې په هره ټولنه کې عام کول غواړي په تفصیل سره یادونه کوو، ګورو چې هغه اصلونه په افغانستان کې چې یو اسلامي هر اړخیز نظام په کې حاکم دی د تطبیق وړ دي او که نه؟ او که تطبیق شوي تر کومه حده تطبیق شوي دي؟
دیموکراسی څه شي ته وایې؟
په پښتو کې د دیموکراسي معادل لغت (ولسواکي) ده چې په لغوي لحاظ باندی دیموکراسي یوه یونانی کلمه ده او له دوو کلمو څخه ترکیب شوي ده. ‌ډیمو(Demo) یعنې خلک او کراسي (Cracy) په معنی دحاکمیت، چوکۍ اوحکومت په معنی وو راغلي ده. وروسته د وخت په تیریدلو سره د دغو دوو کلمو د ترکیب نه دیموکراسی جوړه شوی ده. ډیمو په یوناني ژبه کی ولس، قوم، عوامو او ملت ته ویل کیږی او کراسي حکومت او حاکمیت ته وایي. یعنې د ملت حاکمیت په دې مانا دی چې خلک به حاکم وي دین به حاکم نه وي الله «ج» به (نعوذباالله من ذالک) حاکم نه وي. د هغه رسول (ص) به حاکم نه وي بلکې ملت به حاکم وي.
په اصطلاح کې د ټولو لپاره منل شوی او متفق علیه تعریف د یونان مشهور فیلسوف افلاطون په دې ډول کړی دی چې دیموکراسي عبارد دی له د خلکو حکومت د خلکو لخوا د خلکو لپاره په خلکو باندې دی.
د دیموکراسي بنسټیز عناصر
الف) د حکومت ټاکنه د آزادو او عادلانه ټاکنو له لاری.
ب ) په سیاسي او ملکي برخو کې د خلکو فعاله ګډون.
ج) د وګړو د بشری حقوقوساتنه.
د) دقانون په وړاندی د وګړو مساوات.
د ډیموکراسي ډولونه
الف : مستقیمه ډیموکراسي. ب : غیري مستقیمه ډیموکراسي. ج : نیمه مستقیمه ډیموکراسي.
د سړې جګړی څخه وروسته د ډیموکراسي نور ډولونه هم منځ ته راغلل چې په لاندی ډول دي.
(۱) مشروطه ډیموکراسي. (۲) سوسیال ډیموکراسي. (۳) لیبرال ډیموکراسي (۴) مختلطه ډیموکراسي. (۵) ملي ډیموکراسي. (۶) انقلابي ډیموکراسي.
د دیموکراسي اصول
(۱)اعلی سيادت (تقنين يا تشريع) (۲) حريت یا آزادي او بشري حقوق (۳) مساوات. (۴) ولسواکي.
۱ – اعلی سیادت (تقنین یا تشریع) : ديموکراسي لومړی ستر سيادت او واکمني د بشر حق بولي او مقننه قوه د بنده په واک کې ورکوي. يعنې د تقنين او تشريع په برخه کې بايد انسان خپلواکه او بې بندوباره وي په دې کې بايد هغه د وحي او الهي دين پيروی ونکړي. د ديموکراسي د دغه اصل د تقنين مصدر او منبع بشر او د هغه عقل بولي او په دې ټینګار کوي چې سياست له دين څخه جدا دی. د ديموکراسي دغه اصل يوه مشرکانه مفکوره ده او په دې اساس قائمه ده چې خالق (الله تعالی) اګر که د دوی په اند وجود لري خو د هغه (الله جل جلاله ) دنده يواځې تخليق ده او بس له دې وروسته بيا بندګان خپلواکه دي بايد د پارلمان له لارې خپل قانون او نظام جوړ او پلی کړي همدارنګه په خپله خوښه یوه شي ته ناروا او بل شي ته روا ووايي.
دا چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی نو اسلام بنده ته د روا کولو او ناروا کولو اجازه نه ورکوي ځکه دا د خالق کار دی نه د مخلوق. همدغه شان د اسلام پيروان پدې مکلف دي چې خپلې ټولې ستونزې د رب العلمين په رانازل کړي قانون حل کړي لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمايې: (( وان احکم بينهم بما انزل الله...))
له بلې خو که چیري مونږ فکر وکړو د ديموکراسي دا اصل له سليم عقل څخه هم مخالف دی ځکه د ټولو ملتونو او دينونو وګړي په دې سره متفق دي چې د ښو او بدو لپاره معيار عقل ندی ځکه له الهي لارښوونو پرته يواځې عقل د ښه او بد، سم او ناسم، روا او ناروا تمييز نشي کولای او همداشان د انسانانو عقلونه او سوچونه داشخاصو، حالاتو، شرايطو او زمانو په بدلون سره بدليږي. د مثال په ډول د ځينو خلکو عقل يو کار ښه ګڼي اما د ځينو نورو عقل بيا همدغه کار بد ګڼي. همدغه شان عقل په يوه زمانه کې د يوه کار صفت کړی وي او په بله زمانه کې همدغه کار بد ګڼي.
نو په پایله کې وایو چې د دیموکراسي پورتنی لومړنی اصل چې پورته توګه مو په تفصیل سره بحث پرې وکړ په افغانستان کې د تطبیق وړ نه دی ځکه چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او دلته یو داسې قانون شتون لري چې بل هر قانون يې پر وړاندې ذلیل او خوار دی.

۲ – حریت یا آزادي او بشري حقوق : د ديموکراسي د ترکيب دوهم اصل آزادي ده چې د آزادي د زړه وړونکي نوم تر سرلیک لاندې په ټولنه کې د ارتداد، فسق، فجور او فحشاء زهر شيندي. د مثال په ډول ديموکراسي خلکو ته شخصی آزادي، د واک آزادي، د عقيدې آزادي، او د رايې آزادي ورکوي نو د شخصي آزادي له مخې هر انسان دا حق لري چې څه يې خوښه وي هغه تر سره کړي. هغه (انسان) هر ډول اخلاق اختيارولی شي، ديموکراسي د دې آزادي له لارې زنا، لواطت او نورو بد اخلاقيو او ناوړه عملونو ته قانونا جواز ورکوي. له همدې امله په ديموکراسي کې زنا هيڅ عقوبت نه لري، بلکه حکومت هم دا حق نه لري چې زاني يا زانية په کومه جزا محکوم کړي ځکه د ديموکراسي په قاموس کې ديته په شخصي آزادي کې د لاسوهنې حکم ورکول کيږي. همدا شان هر انسان د مال په ګټلو او مصرفولو کې خپلواک دی پدې مانا چې هر يو دا اجازه لري تر څو په هره وسيله سره چې وي يو شی تر خپل ملکیت لاندې راولي. هر انسان دا حق لري چې کومه عقيده يې خوښه وي ورته معتقد و اوسي، هره رايه يې چې خوښه وي په ډاګه يې کړي.
پداسې حال کې چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی نو په اسلام کې انسان بې مهاره نه دی پريښودل شوی بلکه مسلمان بايد خپل ټول اعمال او کړنې د اسلامي شريعت په رڼا کې تر سره کړي. د آزادي کومې نارې سورې چې د دیموکراسي پلویان وهي هغه په اسلام کې وجود نلري، بلکه اسلام خپلو معتقدانو لپاره تر چوکاټ لاندې آزادي ورکوي. په اسلام کې شخصي آزادي پدې مانا وجود نه لري چې يو سړی يا ښځه دې زنا ته مخه کړي، نو ځکه زاني او زانيه يا سنګسار او يا هم په دورو وهل کيږي، همدا شان مِلکی حريت او آزادي هم په هغه مانا په اسلام کې نشته، چې دوی يې کوي نو ځکه اسلام سود، احتکار، قمار، غصب، غلا وغيره ناروا بولي او له دغو لارو ګټل شوي مال ته د حرامو نوم ورکوي. همدا شان په اسلام کې عقيدوی آزادي وجود نلري، که چيرې يو مسلمان مرتد شي او توبه ونه باسي نو باید ووژل شي. اسلام هر وخت او هر ځای خپل پيروان پدې مکلف بولي چې د حق خبرې او رايې اظهار وکړي، اما د باطلې او ناروا رايې اجازه په هيڅ حالت کې خپلو منونکو ته نه ورکوي.په پایله کې وایو چې که څه هم په افغاني مسلمانو وګړو کې ځینې نیمګړتیاوې لیدل کیږي اما هیڅ کله د اسلامي قانون یو اصل د بنده په لاس جوړ شوي قانون په اصل نه بدلوي او د اسلامي اصولو د ساتنې په منظور يې همیشه خپل سر په لاس کې اخیستی نو په داسې ضد او نقیص حالاتو کې د دیموکراسي پورتنی اصل هم په افغانستان کې د تطبیق وړ نه ده.
۳ – مســــــــــــــــاوات : ديموکراسي ښځې او نارینه په هر څه کې سره مساوي او برابر بولي او همدا شان د ملکي وګړو ترمنځ د مساوات چيغې وهي. ديموکراسي ښځه له سړي سره مساوي او برابره بولي او د قدرت د ورکړل شوي طاقت څخه زيات تکليف پرې اچوي او د هغې عزت، عفت، کرامت، حياء او ابرو تر پښو لاندې کوي چې دا له ښځو سره ډير سخت ظلم دی.
د ديموکراسی دا دوه اصول يعنی مساوات او ازادي په خپل منځ کی ضد او نقیص دي. په دې معنا چې که خلک خپلواکه شي نو مساوات سلب کيږی او که چيرته په ټولو مساوات لازم وګرځول شي نو حريت یا ازادي او خپلواکي له منځه ځي.
دا چې زمونږ ټولې خبرې په افغانستان کې د دیموکراسي په تطبیق راڅرخیږي او افغانستان یو اسلامي هېواد دی چې له دیموکراسي څخه ډېر مخکې پرې اسلامي نظام حاکم دی نو اړ یو چې خپلو خبرو ته مقایسوي اړخ ورکړو. اسلام د انسانانو دواړه طبقو (ښځو او نارینوو) ته داسې حقوق ورکړي چې د قیامت تر ورځې پورې به بل هیڅ نظام په هغه ډول مساویانه حقوق دواړه طبقو انسانانو ته ورنه کړي. لکه څنګه چې د مساوات په هکله د اسلامي نظام او دیموکراسي نظام چې د بشر په لاس جوړ شوی نظام دی نظریات یو د بل په مخالف لورې کې واقع دي نو په دې اساس هیڅکله د افغانستان غوندې په یوه اسلامي هېواد کې د مساوات اړوند د دیموکراسي لارښوونې نشې عملي کېدلی.
۴ – ولســـــــــــــواکــــي : څرنګه چې د ديموکراسي کلمه د ولسواکي په مانا راغلي له همدې امله ديموکراتان د ولس رايه معصومه او مقدسه ګڼي. خو لکه څنګه چې په يوه رايه د ټول ولس اجتماع او توافق امکان نه لري نو ځکه دوی داکثريت رايه د حق معيار ګڼي، پدې مانا چې اکثريت څه پريکړه وکړه هغه هرو مرو د منلو وړ ده او په هيڅ صورت کې رد کيدای نشي، په دې اکثریت کې د کافر او مسلمان، عاقل او ليوني د رايې ارزښت يو دی. که چیري يوه طرف ته لس ناپوه او ليوني انسانان وي او بل طرف ته يو عاقل، عالم او پوهه انسان وي، ديموکراسي د هغو لسو ناپوهو کسانو چې د خپل ځان په خېر او شر هم لا نه پوهیږي رایه معتبره ګڼي. دا په دې مانا ده چې په دیموکراسي کې د اکثریت رایه پر اقلیت مهمه ده، که چیري اکثریت د وړتیا لرونکی وي خو ښه تر ښه اما که چیري په اکثریت کې د وړتیا او څرک نه تر سترګو کیږي او بیا په یوه ځای واک او تسلط رامنځ ته کوي نو دا خبره په بشپړه توګه ناسمه ده.
که څه هم د دیموکراسي دا پيژندنه چې وايې : (د خلکو حکومت په خلکو باندې د خلکو لپاره) د افلاطون له خوا وړاندې شوی اما په مقابل کې د افلاطون استاد ارسطو وايې چې : ( دیموکراسي د غلو يو نظام دی، چې يو چالاکه سړی د يوې حماسي خطبې پر مټ د خلکو رايې بدلوي). چې دا یو واقعت هم دی ځکه چې پر افغانستان غوندې هېواد کې چې د پوهې کچه په کې خورا ټيټه وي، یو داسې شخص چې تنها په خبرو کولو کې ښه مهارت ولري یا د خولې چالاکي ولري خدای دي وکړي چې نور به هغه شخص په هیڅ هم خبر نه وي خو چې تنها همدا صفت ولري نور يې ګټلي ده.
په پایله کې له بده مرغه ویلای شو چې د افغانستان کورني او بهرني سیاستونه ډېری وخت متضاد سیاستونه وي.په ډېرو مواردو کې د تفریط او افراط سیاستونه روښانه کوي نو یو متعدل سیاست چې د افغانستان د ټولو حقوقو رعایت په نظر کې ونیسي ډېر کم تر سترګو کیدلی شي. که څه هم په لومړي او دویم نړیوال جنګ کې د افغانستان بهرنی سیاست پر عدل او اتفاق ولاړ او مستقله پالیسي يې درلودله، مګر تر ډېره دغه دریځ په اعتدال پاتي نشو چې د دې کار یو عمده لامل د افغانانو بې حده او بې اندازې خوش باوري ګڼلی شو چې هر وخت د افراط خوا تعقیبوي. نو خلاصه دا چې افغانستان په غربي دیموکراسي نظام سره نشې جوړېدلای او نه هم دیموکراسي په کې آرامي راوستلی شي. ځکه چې د دیموکراسي پر وړاندې داسې مخالفتونه شتون لري چې په داخل د هېواد کې قوي او پخې جرړې لري. اسلام په خپلو ټولو حدودو کې چې په عملي توګه د هر وخت واکمنو ته د یوې سالمې ټولنې جوړولو امر کوي، نر او ښځې ته د پاک لمنې تحفه ورکوي، له فحش او بې حیايي څخه نجات ورکوي، انسانان په یوه با ادبه، با عمله، پاک او سالمه روحیه باندې روزي.