د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داحممد شاه بابا پیژندنه او واکمنۍ ته لنډه کتنه

ثناءالله صالحي 14.09.2015 12:02

احمد شاه بابا د زمان خان زوی د دولت خان لمسی اود سرمست خان کړوسی ‍په خټه ابدالي سدوزی د افغانستان نومیالی پاچا او د منځنۍ اسیا نامتو شهنشاه اوبریالی امپراطور ؤ، چې په (۱۷۲۳م) کال هرات کې زېږېدلي دی، مشر ورور يې ذوالفقار خان چې د پلار د مرګ څخه يې وروسته د هرات د حاکم په حيث دنده اجراء کوله، موريې چې زرغونه نومیدله په خټه الکوزۍ يوه پوهه اوبا تدبیره میرمن وه چې هم يې له کوچنيوالي څخه داحمدشاه بابا روزنې اوپالنې ته ځانګړې پاملرنه درلوده اوهم يې وروسته کله چې احمدشاه اړها دهیواد د مشر او واکمن په توګه وټاکل شو، په ډيرو سلطنتي چارو کې يي هغه ته غوره مشورې ورکولې اومرسته به يې ورسره کوله، څه موده وروسته دغه دواړه ورونه د شاه حسين له خوا ونيول شول، کله چې نادرافشار دهند ترفتحې وروسته خراسان ته راوګرځېد، دنورو مشرانوپه ډله کې احمد شاه بابا هم له مازنداران نه دنادرشاه ښه راغلاست ته راغی څنګه چې نادرشاه دهند او بخارا او خوارزم په جګړوکې د پښتنومیړانه لیدلې وه، دنادرافشار په واسطه را خلاص شول او په (۱۷۳۸)م کال کې يې دواړه ورونه مازنداران ته تبعيد کړل، چې ذوالفقار خان هلته مسموم شولو او احمد خان په مازنداران کې پاتې شو، په دغه وخت کې احمد خان (۲۰) کلن ځوان ؤ، چې د نادر افشار دربار ته ورسېد او نادر افشار هغه په خپل نظامي قشله کې شامل کړ، څرنګه چې دي يو فعاله او د ځانګړو خصوصياتو درلودونکې شخص ؤ نو په ډېر لږ وخت کې يې خپل فعاليت په ثبوت ورشولو، او نادر افشار هم ورته د ابدالي او ازبکې قطعاتو قوماندانۍ چارې ورسپارلې، کله چې نادر افشار د نامعلومو ايراني صاحب منصبانو لخوا ووژل شو، احمد خان د نادر افشار له دربار او هرم څخه په میړانه دفاع وکړه. په دې وخت کې د احمد خان عمر (۲۵) کلنۍ ته رسېدلي ؤ، او تر دې دمه يې د ژوند خوږې او ترخې ډېرې ليدلې وې. د نادر افشار په دربار کې يې د مختلفو طبقو خلکو سره ليدنې شوې وې، همدارنګه د دولتونو د عروج او سقوط دورې يې ليدلې وې چې دغو ټولو پېښو دده په شخصيت باندې اغیزه وکړ، په عين حال کې له تحصيل څخه يې هم درېغ نه کاوه، په پښتو او دري ژبه کې د سواد خاوند ؤ، حتی په پښتو ژبه يې شعر هم وايه.
لنډه دا چې د نادر افشار له مړینې وروسته، نورمحمد خان علیزي افغاني فرقه چې له (۴۰۰۰) غلجايي او (۱۲۰۰۰) ابدالي او ازبک قبايلو څخه تشکېل شوې وه، د کندهار په لور يې حرکت وکړو، ځکه چې کندهار په هغه وخت کې د افغانستان بين الاقوامي مرکز شمېرل کېده، مخکې لدې چې کندهار ته ورسیږي، د هغوې په وړاندې د بدلیدونکو شرایطو او خطرونو د اهمیت په اړه متوجه کړل علیزي د یووالي او یو داسې لارښود پرضرورت باندې ټینګار وکړ چې دټولو استازی به وي، مونږ باید په دغه اوږده سفر کې یوداسې څوک ولروچې لارښوونې به يې منو داستونزمنه څه چې ناممکنه هم ده، چې دیولوی مشر څخه پرته دې دخپل ستر فوځ ګڼو پيروانو او متعلقینو سره دقزلباشو د خطرونو څخه روغ رمټ کندهار ته ورسیږو ځکه نو مونږ باید هڅه وکړو چې ځانوته یومشر وټاکو ترڅو مخکې لدې چې خپل سرمنزل ته ورسیږود پيښیدونکو پيښو سره مقابله وکړای شو دابدالیو، غلجیو او لږ شمیر ازبکو څخه دغه متشکل فوځ ټولود ځانونوپه وړاندې خطرلیدو نو د نورمحمدخان علیزي وړاندیز يې ومانه اودده ترمشرۍ لاندې کندهارته وخوځيدل کله چې کندهار ته ورسېدل نور محمد خان چې دنادرافشار په فوځ کې داحمدشاه مرستیال قوماندان وؤ، د غلجايي، ازبک، ابدالي، هزاره، بلوچ او تاجک خانانو ته يې وړانديز وکړ، چې جرګه تشکېل کړي او پاچا وټاکل شي، دغه جرګه چې د اکتوبر په (۱۷۴۷م) کال د شېر سرخ په زيارت کې جوړه شوه، هر قبایلي برخه وال مشرغوښته چې پاچا شي هغوې به ودریدل اود خپل قوم داهمیت اوددې مقام لپاره د ځان د کفایت په هکله به په ساعتونو ساعتونو غږیدل خو د بل څخه به یې ملاتړنه کاوه احمدخان په دې غونډه کې یوازینې استازی وؤ چې نه به غږیده خو د هرې ورځې په جرګه کې يې برخه لرله دهمدې سیالیو او اختلافونو علت دا وؤ چې دغې جرګې نهه ورځې دوام وکړ،چې بالاخره په نهمه ورځ د زياتو بحثونو څخه وروسته پير صابر شاه کابلي را اوچت شو او داسې يې وويل ولې ټول دومره اوږدې خبرې کوئ! الله جل جلاله احمدخان په تاسو کې پيداکړی دی چې ترتاسې هریوه ډير باتجربه انسان دی، هغه دټولو افغاني کورنیوڅخه شریف ترین انسان دی، هیچا هم اعتراض ونه کړو او د غنمو وږی يې د احمد خان پر سر د تاج په عوض کېښود، په دې ترتيب احمد خان پاچاهۍ ته ورسېدو او داسې يې وویل : ای دپادشاهۍ چپن دې په رښتیا په تا باندې وي
ســــــتا شــاهــي تــاج دې دمـلغلرو نه ډک وي
همدارنګه د يادونې وړ ده، چې د بارکزيو له قوم څخه حاجي جمال خان د ټاکل کېدو ډېر چانس درلودو، خو هغه د پاچا لاس نيوی وکړ او د سدوزي دُراني دولت بنسټ يې پياوړي کړ، چې د افغانستان د تاريخ په يوه ډېر حساس وخت کې يې د ځان تېرېدنې يوه ستايلې او غښتلې بېلګه وړاندې کړه، په مقابل کې احمد شاه اړها تر وروستۍ سلګۍ پورې ددغه درانه او خوږمن سپين ږيري له شان سره سم درناوی کاوه او په هر کار کې يې له هغه څخه مشوره اخيستله، همدارنګه نورو ټولو مشرانو هم همدغسې د احمدخان ملاتړ وکړو.
بل مشهور علت يې دادي چې د سدوزيو قبيله له نورو قبيلو څخه کوچنۍ وه، نو که چېرې احمد خان صبا د ولسي ګټو پر خلاف وچلېږي، نو لرې کول به يې اسان وي، بالاخره سدوزي مشر د ځانګړو ښېګړو له مخې په پاچاهۍ وټاکل شو او د اعليحضرت احمد شاه (دُردُران) او د ولس د بابا په نومونو ياد شو.
د افغانستان د خلکو څخه يې لومړنۍ لويه غوښتنه دا وه چې قبيلوي اختلافات پرېږدي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا او سياسي وحدت تأمين له پاره سره يو موټي شي، په همدې ترتيب د قبيلو نماينده ګانو له خوا د احمد شاه بابا دغه غوښتنه ومنل شوه او همدغه ملي يووالی د احمد شاه بابا د بریالیتوب سبب وګرځېدو.
احمدشاه بابا په سیاسي لحاظ د افغانستان دخاورې ټولې مختلفې ټوټې دیوه خپلواک هیواد په څیر بیا دنړۍ دنورو ژوندیو هیوادونو په لړ کې دروي دې کار خورا ټينګ پولادي عزم، روښانه فکر اومعقول تدبیر ته اړتیا درلوده چې هغه د احمدشاه بابا په وجود کې يوځای شوي وؤ.
احمدشاه اړها سربیره پردې چې ښه تکړه اوازمیلې شوې مجرب عسکرؤ، دخپل اولس پرخوی اوبوی، دود اودستور هم ښه خبرؤ او دا ورته معلومه وه چې د اولس مشران د اولس په لارښونه کې ډيره اغیزه لري، نوځکه يې دیوه ولسي مشر په توګه يې دپاچاهۍ واګې په لاس کې واخیستې اودی دافغانستان لومړی پاچاؤ، چې تاج يې پرسر نه کیښودو پګړۍ يې تړله، چپنه يې اغوسته، موزې يې په پښو کولې اوپر فرش شوی ځمکه کیښناسته اوپه ټولو مهمو دولتي چارو کې د اولس له مشرانو سره مشوره کوله.
احمدشاه بابا یوغښتلی اومتحد حکومت جوړکړو، سیاسي اوجغرافیوي پولې يې ورته وټاکلې اودافغانستان نوم يې پرې کېښود احمدشاه بابا په آسیا کې دمسلمانانو لپاره یوازینی ستر زعیم بلل کیده، د ده پرته له بل چا څخه دهندوانو دخطرونو د تمبولو هیله نه کیده دا د تاریخ هغه غم لړلې شیبې وې چې دهند مسلمانان دهندوانو له لاسه په خپلو وینو کې رغړیدل اوټولو دامید سترګې احمدشاه بابا ته راکږې وې دهند له مسلمانانو په تیره له علماؤ څخه احمدشاه بابا ته دویراو افسوس دشکایتونو پیغامونه رارسیدل اواحمدشاه اړها يې هند ته راباله په دې لړ کې یوهم داسلامي نړۍ ستردیني عالم او روحاني شخصیت شاه ولي الله دهلوي ؤ چې داحمدشاه اړها هم عصر وه ، اوپه ډهلي کې اوسیده دی دمرهټيانو لخوا پرمسلمانانو باندې د تیریو شاهد وؤ، شاه ولي الله دمسلمانانو په نماینده ګی یو اوږد بلنلیک احمدشاه بابا په نامه راولیږه چې دلیک دمتن اومحتوا نه دهندوستان حالات ښه معلوميږي، داسلام دملاتړ اوپايښت په خاطر يې احمدشاه بابا هندوستان ته وروغوښت احمدشاه بابا یو متشرع حنیفي مذهبه عالم اوپردیني احکامو ټينګ باسواده سړی وؤ دعلماؤ اوپوهانو مجلسونه يې ډير خوښ وؤ.
لنډه داچې احمدشاه بابا زمونږ د هیواد یو دین پالونکی، هیواد پالونکی، علم دوست عادل، مهربان او د ټولو غوره اسلامي اخلاقو اوافغاني سپيڅلو خویونو خاوند ملي مشروؤ، هغه عالم او ادیب (شاعراولیکوال) هم ؤ، یوننګیالی اوتوریالی فاتح هم ؤ او په داسې یو مملکت کې واکمن شو چې د ملوک الطوایفي یعنې وړو وړو حکومتونو او استعمار پواسطه تجزیه شوی وو، که چیرې مونږ مشاهده کړو چې احمدشاه بابا د وطن په هغې وضعیت کې څه وکړل؟
احمدشاه بابا لومړی افغانان یو ملي یووالي باندې راټول کړل او ټول ملوک الطوایفي قوتونه يې په یوه ملي سانچه کې راوستل او یو لوی خپلواک افغانستان يې منځته راوړو احمدشاه بابا پخپله هیڅ ډول تعصب نه لرلو، د سُني مذهب کلک پابند وو، په هیواد کې يې هر مذهب پیروان موجود وو او خلکو ورسره په زړونو کې ډیره مینه درلوده هیچا له هغه څخه شکایت نه کولو.
دخپلې واکمنې په ټوله دوره کې يې داسې ویاړلې کارنامې ترسره کړي چې زمونږ په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکلی شوی ده، او هره یوه کارنامه زمونږ اوسني او راتلونکو نسلونو ته دغیرت اوهمت په زړه پورې درسونه دي هغه زمونږ هیواد ته ډير نه هیریدونکې خدمتونه کړي ځکه يې نو تل پاتې ویاړ اونوم په برخه شو، اود ټولو افغانانو په زړه کې يې داسې ژور ځای موندلی چې زمونږ دملت لوی او واړه يې له ډیرګرانښت او درنښت نه بابا بولي .
د احمد شاه بابا نظامي سفرونه
دا چې احمد شاه بابا پاچا شو، نو د اردو او دولتي چارو د تنظيموالي له پاره د مالي مشکل سره مخامخ ؤ، د شرقي افغانستان، پنجاب او ملتان څو کلن مالياتي کاروان چې يو مليون او درې سوه شپېته زره طلا، نقد او جنس سره معادل ؤ؛ د نادر افشار دربار ته له دره بولان له لارې د کندهار ولايت ته داخل شو، چې د لارې له سرنه د احمد شاه بابا حضور ته دغه مالياتي کاروان راوړل شو، لومړی يي خپل پایتخت تنظیم کړو، دا چې احمد شاه بابا د پايتخت له تنظيم څخه خلاص شو نو ډېر ژر يې فوځي پلان ترتيب او په يرغلونو يې شروع وکړه، چې په لنډ ډول يې هر سفر وروسته ذکر شوی دی.
لومړي سفر د ختیځ په لور
کله چې احمد شاه بابا په (۱۷۴۷ م) کال کې واک تر لاسه کړ، نو تر لومړنيو کارونو وروسته يې په ( ۱۷۴۸ م) کال کې له کندهار څخه حرکت وکړ او د خپلو فوځونو سره د غزني په لور روان شو او هغه سيمه يې ونيوله او بيا يې کابل، پېښور او اټک پورې سيمې ونيولې، کله چې يې دا سيمې ونيولې، بيا چې په هر ځاي کې پښتانه قبايل اوسېدل، هغه ټولې سیمې يې په خپل حکومت کې شاملې کړې.
په دې شان په پښتنو کې هم احمد شاه بابا لومړني سړي ؤ چې ټول قام يې د عزيز ولۍ په رنګ کې متحد او متفق کړ.
د پېښور او اټک د نيولو نه وروسته يې د پېښور د سيمو ډېر پښتانه يې له ځان سره يو ځای کړل او پر هند يې د حملې کولو تياری ونيوه، د لاهور په لورې روان شو، احمد شاه بابا په لسم د جنورۍ د راوي سيند نه واوښته او شالا مار باغ کې دېره شو، يوولسم د جنورۍ (۱۷۴۸م) کال د پښتنو او مغلو تر منځ جنګ وشو چې مغلو ماتې وخوړه او په دې جنګ کې احمد شاه اړها ته ډېر مال او دولت، توپونه، اسونه، فيلان او اوښان په لاس ورغلل دغه شان د هغه فوځي طاقت نور هم زيات شو، له دې وروسته مغلو په سرهند کې خپل جنګي مرکز جوړ کړ او ټوله اسلحه يې سرهند ته راجمع کړه ا (۱۰۰۰) تنه سواره او پياده د کلا ساتنې له پاره يې پرېښودل پخپله مغل د ستلج نه لوديانې د ګودر پر ځای د ماچېواړې په لار پورې وتل او ګودر يې خوشې پرېښود، احمد شاه بابا خپل فوځونه له يو ځای نه بل ځای ته بدلول رابدلول، چې دښمن ته د هغه مقصد معلومولو موقع په لاس ور نه شي.
پایله دا شوه چې احمد شاه بابا په (۱۷۴۸م) کال د مارچ په لومړۍ نیټه د ستلج نه بې مقابلې د لوديانې په ګودر ورپورېواته او د سرهند په کلا باندې يې حمله وکړه، دې خبر د مغلو په لښکر باندې يو هيبت پيدا کړ او مانوپوره په طرف چې د سرهند نه لس ميله قطب د قبلې په طرف پروت دی روان شول او د پښتنو د لښکر په مخکې پرېوتل، په يوولسم د مارچ قمر الدين خان د پښتنو په لښکر باندې د عامې حملې کولو فيصله وکړه، هغه لا تياري کوله چې د توپې په مرمۍ ولګېده او خپل زوي معين الملک المعروف مېرمنو ته يې آواز وکړ او ورته يې وويل: زه ختم شوم او په اس سپور شه! حمله وکړه! مېرمنو د پلار په وينا سره سم حمله وکړه، چې په ښي غاړه يې صفدر جنګ او په چپه غاړه يې ايشوري سنګ ؤ په مقابل کې احمد شاه بابا په خپله د خپل فوځ کمان اخيستی ؤ، او د مغلو مقابله يې کوله، بالاخره احمد شاه بابا په جګړه کې بريالي شو مغل بیا ډهلي ته روان شول، د ډهلي شهنشاه مېرمنو د پنجاب والي مقرر کړ او احمد شاه بابا خپل هیواد ته راستون شو، په راستنېدو کې احمد شاه بابا د ډېره غازي خان، ډېره اسمعيل خان، شکارپور او ملتان په سيمو کې خپل حاکمان مقرر کړل او په ژمي کې کندهار ته را ورسېدو.
دويم سفر د لویدیځ پــه لـــور
احمد شاه بابا د (۱۷۴۹ م) کال په لومړيو کې د لویدیځ په لور حرکت وکړو او ځان يې هرات ته ورساوه ، په دغه وخت کې غټ خان د دروېش علي خان هزاره په نوم د احمد شاه بابا په طرفدارۍ پاڅون وکړ، هماغه ؤ چې د احمد شاه بابا عسکري يرغلونه پېل شول، احمد شاه اړها د هرات ښار ونيوه او امير خان يې اعدام او د هغه حکومت يې دروېش عليخان هزاره ته ورکړو.
احمد شاه بابا له ښار څخه يو لښکر د اشرف الوزرا شاه ولي خان په قوماندانۍ د شمالي ولايتونو ته واستاوه، چې بې له جنګه د شمال ټول حکمرانان احمد شاهي مرکز تابع شول او په خپله احمد شاه د يوه بل لښکر په مشرۍ تر مشهده ولاړ او هلته يې ټول باغي قوتونه وټکول او شاهرخ مېرزا يې پاچا او نور محمد خان مير افغان يې ورته سپه سالار مقرر کړ.
دريم سفر د شـمال لویديځ په لور
په (۱۷۵۰ م) کال پسرلي کې احمد شاه بابا خپل فوځونه په نېشاپور باندې ور وړاندې کړل او د ښار محاصره يې شروع کړه، د نېشاپور په مقام باندې د دېوالونو د ويشتو د پاره يې يو لوی توپ جوړ کړو، چې هغې به د کابل په وزن دولس نيم منه ګولۍ غورځوله، عباس قلي خان چې د نېشاپور په کلا کې پروت ؤ، بې خبره په احمد شاه بابا حمله وکړه، خو د احمد شاه بابا لښکرو د هغه فوځ تس نس کړ او عباس قلي خان ونيول شو، هغه معافي وغوښته، احمد شاه بابا هغه معاف کړ او د خپل طرف يې د نېشاپور والي وټاکه، د نېشاپور د فتح نه پس هغه هرات ته راستون شو، په دغه وخت کې مير عالم خان په مشهد کې پاڅون وکړ او د مشهد بعضې برخې يې د خپل تصرف لاندې راوستلې، احمد شاه اړها فوراً د مشهد په طرف ولاړ، مير عالم خان ته يې ماتې ورکړه، او دويم ځل په خپله په (۱۷۵۱م) کال کې هرات له لارې کندهار ته راغی، په داسې حال کې چې د څلورو کلونو په موده کې د افغانستان سياسي وحدت له آمو نه تر عمان او سند له سيند نه تر ايران دښتو پورې ورشولې.
سرجان مالکم وايي احمدشاه بابا دا وخت په داسې یوه حالت کې وه چې غوښتل يې د ټول پارس لاندې کولو ته اقدام وکړي خو دغه هیله دومره زړه راښکونکی نه وه افغانان تراوسه پورې د هغو بد مرغیو اصلي عاملین ګڼل کیږي.
څلورم سفر د ختيځ پــه لــور (۱۷۵۱م – ۱۷۵۲م)
دا چې د پنجاب والي مېرمنو ماليه نه رالېږله، نو احمد شاه بابا ورپسې روان شو او په شاه دره کې يې د پنجاب سپه سالار ګورامل ته يې ماتې ورکړه، کله چې ګورامل ووژل شو، په (۱۷۵۲)م کال کې مېرمنو هم تسليم شو، احمد شاه بابا کشمير هم ونيوه او په لاهور يې دوه مليونه روپۍ ماليه تحميل کړه، پنجاب او ملتان يې هم د افغانستان جز وګرځول، په دې ترتيب کشمير، پنجاب، ملتان او سندهـ د احمد شاهي امپراطورۍ په چوکاټ کې شامل شول.
پنځم ســفرد ختيځ پـه لــور (۱۷۵۷م)
په (۱۷۵۳ م) کال کې مېرمنو د پنجاب والي مړ شو، پر ځای يې د هغه زوی محمد امين والي وټاکه، خو مور يې مغلاني بېګم د هغه په نيابت کار کاوه، احمد شاه بابا هم دا مقرري تائيد کړې وه، خو په دغه وخت کې يو لړ بد تحولات رامنځ ته شول، د ډهلي امپراطور احمد شاه د محمد شاه رنګيلاد زوی صدر اعظم غازي الدين خلع او پر ځای يې دويم عالمګير پاچا کړ چې وروسته يې هغه هم مړ کړو په کشمير کې سکجون د کشمير والي مړ او هغه يې ډهلي ته تسليم کړو، په همدې توګه ادينه بېګ پنجاب ونيوه او د هند پورې يې وتړه.
دغې اوضاع احمد شاه بابا سخت ودرداوه او يو قوي لښکر سره پنجاب ته راغی، لومړي يې سکجون هندو ونيوه کشمير يې بېرته راوګرځاوه، په دې پسې دويم عالمګير د افغان نجيب الدوله په قوماندې يو لښکر د احمد شاه جنګ ته راواستوه، دي بې له جنګه احمد شاه بابا ته تسليم شو، احمد شاه اړها فاتح ډهلي ته ورغی، هلته يې افغاني مشران پر عهدو مقرر کړل، ماليې يې راټولې کړې او بيا کندهار ته راستون شو.
شپږم سفر د سویل په لور (۱۷۵۸م)
دا چې په پنجاب کې د افغاني حکمرانانو فشار سکان راټول او غازي الدين جيټان، راجپوټان پر ډهلي راوستل، سردار جهان خان او د احمد شاه اړها زوي تيمور شاه په پنجاب کې تر خطر لاندې شول، په داخل کې احمد شاه بابا ته يو شمېر ستونزې پېښې شوې، چې يو د هغو څخه د نصير خان پلوڅ بغاوت ؤ، احمد شاه بابا وزير شاه ولي خان بلوڅو ته ولېږه څه موده وروسته بيا په خپله ورپسې ورغی، تر څو يې نصير خان په نظامي او سياسي سطح کې قانع او تابع کړ او د هند جنجالونه يې راتلونکې ته پرېښودل، وروسته احمد شاه بابا شخصاً د لښکرو سره د سویل په لور حرکت وکړ، د لاس څخه وتلې سيمې يې بېرته ونيولې او احمد شاه بابا کندهار ته وګرځېد.
اووم سفر په هند کې او جنګ د مرهټيانو سره (۱۷۶۰م- ۱۷۶۱م)
په (۱۷۵۸م) کال کې مهمې پېښې په هند کې واقع شوې، سکهانو په پنجاب کې قيام وکړ او مرهټيانو په پنجاب کې په افغاني حکومت حمله وکړه او د هند دولت په ډهلي کې سقوط وکړ، په داسې حال کې چې احمد شاه بابا د نصير خان په ځپلو کې بوخت ؤ، د مرهټيانو دغه فتوحات او سوقيات ډېر پراخه وو او احمد شاه بابا ددې جنګ له پاره د هند پر لور ور روان شو او تر ډهلي پورې يې په لاره یاغي قوتونه وټکول، بالاخره د پاني پت پر ميدان د دريو لکو مرهټي لښکرو سره مخامخ شو او د احمد شاه بابا د پياده او سپرو شمېر (۶۰۰۰۰) تنو ته رسېده، خو (۲۲۰۰۰) بنديان (۵۰۰) فيلان، (۵۰۰۰۰) آسونه، دوه لکه غواوې او څو زره اوښان ولجه په لاس ورغلله او فاتح کندهار ته راوګرځېد، د هند پاچاهي يې علي ګوهر د دويم عالمګير زوي ته وسپارله او نواب شجاع الدوله يې په وزارت وګماره.
اتـــم ســـفر(۱۷۶۲م – ۱۷۶۳م )
په پنجاب کې سکان یاغي شول، د هغوي د ټکولو له پاره امرتسر ته ورغی او په جنډوله کې يې محاصره ولګوله، د سکانو يو لک نفري لښکر سره مخامخ شو چې په پایله کې يې (۲۰۰۰۰) د هغوي څخه ووژل او ماتې يې وخوړه، احمد شاه بابا پتيالي او سرهند حکومت امير سنګ ته ورکړل په خپله هند ته ورغلو.


نهم سفر دننه په هیواد کې (۱۷۶۹م)
کله چې احمد شاه بابا خبر شو، چې د خراسان اوضاع خرابه شوې ده، سره له دې چې ناروغه ؤ، بيا هم هلته ورغي او باغيان يې وټکول او پخوانی ړوند شاهرخ يې پاچا کړ، احمد شاه بابا دې پرله پسې سفرونو او جګړو سره قوي امپراطوري جوړه کړې وه، چې د خراسان څخه تر پنجاب او له آمو څخه تر عربو تر سمندرګي پورې د امپراطورۍ پولې رسېدلې، چې احمد شاه بابا د خپلو خاصو ځانګړتياؤ په اساس اداره کولې.
د احمد شاه بابا فرهنګي او ټولنيزې کړنې
ددغې عاليقدر پښتون امپراطور په وخت کې ادب او فرهنګ ته هم کار شوی ؤ، په خپله احمد شاه بابا په معنوي لحاظ هم يوه وتلې څېره وه او دده د اشعارو ديوان دده پر معنوي څېره ستر شاهد دی، د تصوف او عرفان سره علاقمند ؤ، خو په شعر کې يې حماسې هم ځای لره، د تاريخي افتخاراتو د ساتنې له پاره يې په (۱۷۵۴م) کال يې په کندهار کې د بيت الاشراف په نوم لومړنی موزيم جوړ کړو، همدارنګه د تاريخ له ثبت سره يې هم علاقه لرله، نو ځکه يې په درباري تشکېلاتو کې د دولتي مؤرخ له پاره يو مقام منځ ته راوړو او په (۱۷۵۷م) کال کې يې د دربار منشي محمود الحسيني په دغه دنده وټاکه او حسيني هم هغه مشهور تاريخ چې تاريخ احمد شاهي په نوم سره يادېږي، په دوه ټوکه کې وليکه او نور ډېر تاليفات دده په دوره کې رامنځ ته شو.
د احمد شاه بابا مړينه
دا چې احمد شاه بابا د هند له سفر څخه راوګرځېد، ډېرو جنګونو او سفرونو ستړی کړی ؤ نو په لاره کې ناروغ شو، کله چې کندهار ته ورسېد، د ناروغۍ له امله ضعيف شوی ؤ او په (۱۷۷۳م) کال کې يې د درملنې په خاطر مشهد ته سفر وکړو، خو کله چې افغانستان ته راستون شو، نو ډېر ضعيف شوی ؤ، په دې وخت کې يې يوه جرګه د رئيسانو او د دولت له مامورينو څخه جوړه کړه چې په نوموړې جرګه کې يې شهزاده تيمور خپل وليعهد وټاکه د جرګې غړو هم د احمد شاه بابا د نظر سره موافقت وښوده، بالاخره د احمد شاه بابا ناروغي سخته شوه او د طوبې د غره په لور ولاړ چې بالاخره هملته احمد شاه بابا د جمعې په شپه د رجب د مياشتې په شلمه د (۵۱) کلنۍ په عمر سترګې له نړۍ پټې کړې او ډېر ژر دهغه د مرګ خبر په ټول افغانستان کې خپور شو، د هغه جسد مبارک يې د طوبې له غره څخه راوړو، د خرقې مبارکې تر څنګ يې خاورو ته وسپارلو، چې دده د مزار د ګنبدې ډبرلیک دادی.
شـــــاه والا جـــــاه احـــمدشــــاه درانــي که بـــود
درقــــــوانـــــین امورســـــلــطنت کسـرای مـنــش
ازنــــهـیــب قـــهرمـان ســـطـوتــش درعـــهــد او
شـــیر آهو رابـــه شــیرخـــویـش دادی پـــرورش
میــرســـــد از هر طــرف در ګــوش بد خوهان او
از زبــان خــنجرش هــــردم هزاران سرزنـــــــش
چــون روان شــد جــانــب دارالـبــقا‌‌ء تــاریخ بود
سـال هـجري یــک هــزار ویـکصدوهشــتادوشش
روح يې ښاد او جنت الفردوس يې ځای شه