د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شاه محمود او شاه شجاع لومړي ځل واکمني

ثناءالله صالحي 12.10.2015 17:33

کله چې په (۱۸۰۱م) کال کې د شاه زمان حکومت ړنګ شو، نو دده ورور شاه محمود په همدې کال پر تخت کېناست، چې دا وخت د دُرانيو ټول واکمنۍ لمن په افغانستان کې خوره وه، له غور نه نيولې د کشمير تر پورې غاړو، اټک، بلوچستان، سليمان غر او سپين غر سيمې د پېښور سمسور ورشو او د اټک نومانده کلا يې د واکمنۍ بريدونه وو، يواځې په پنجاب کې رنجيت سنګ ؤ، چې د انګریزانو په مرسته يې سرغړاوی کړی ؤ.
شاه محمود چې پر تخت کېښناست، له ده سره چې چا مرسته کړې وه، هغوي يې ډېر ونازول، سردار فتح خان ته يې د شاه دوست خطاب وکړو او شېر محمد خان د وزير شاولي خان زوی له يې د مختارالدوله خطاب وکړ، سردار عبدالله خان الکوزي چې د وزير محمد خان الکوزي پلار ؤ، د کشمير والي يې مقرر کړ او اکرم خان عليزي يې خپل وزير مقرر کړو، دا چې د هېواد سياسي او اداري چارې وزير فتح خان ته سپارلې وې، نو د شاه محمود زوی کامران ورسره په زړه کې کېنه واخيسته، شاه محمود خپله پاملرنه د هېواد داخلي چارو ته واړوله او د وزير فتح خان په مرسته تر يوې کچې د کابل چارې تنظيم کړې.
دا چې د شاه محمود په لاره کې شجاع الملک چې د شاه زمان سکه ورور پاتې ؤ، شجاع الملک په دې وخت کې (۲۳) کلن ؤ، او په پېښور کې د يوه معمولي فوځ سره مقيم ؤ، کله چې هغه د خپل سکه ورور له ماتې نه خبر شو، د هغه بدل اخيستلو او قدرت لاسته راوړلو په خاطر يې ځان په پېښور کې پاچا اعلان کړو او د شاه محمود په مقابل کې يې د جنګ تياری ونيولو، په لږ وخت کې يې ډېر ښه فوځ چمتو کړو، بالاخره دوه ځلې شاه شجاع په شاه محمود باندې لښکر کشي وکړه او دواړه ځلې يې ماتې وخوړه. وروسته له دې چې دُرانيان په خپلو کې سره ونښتل، نو غلجيانو هم پاچاهۍ ته بيا مخه کړه خو کله چې د شاه زمان په ځای شاه محمود پاچا شو، نو په دغه وخت کې دوی هم خپلې پاچاهۍ ته لېواله شول، د شاه محمود په تخت کېناستو وخت کې اتفاقاً ډېر علمي سرداران په کابل کې موجود وو او هغوي ته د شاه محمود د پاچاهۍ کمزورتيا معلومه شوې وه، نو د خپلې پاچاهۍ هوډ يې وکړو، ددې کار له پاره يې عبدالرحيم هوتک د قبيلې د مشرانو په وينا رضا شو، مقصد د غلجيو ټولې قبيلې سره يو ځای شوی، يو لوی لښکر يې تيار کړو او د غزني په لور روان شول، غزني والي ورسره مقابله وکړه، خو ماتې يې وخوړه او غزني د غلجيانو په واسطه محاصره شو.دلته يې لږ لښکر پرېښود او شیلګر او زومل له لارې لوګر ته داخل شول، چې دواړه لښکرې د سجاون په سیمه کې سره مخامخ وجنګیدل چې غلجيانو په جنګ کې ماتې وخوړه او د شاه محمود لښکرې بريالۍ شوې. د شپې غلجيانو ته نوره مرسته هم راورسېده او بيا په بله لار کابل ته روان شول تر ماښام پورې شاهي کلا ته ورسېدل، دا چې دوي د شپې په شا او خوا کليو کې په چور او چپاول لاس پورې کړ، ټوله شپه يې ځان ستړی کړی ؤ، جنګ شروع شو، غلجيانو په حملو کې څه ترتيب نه درلود، نو بيا درانيانو ورته سخته ماتې ورکړه (۳۰۰۰) سړي يې ور څخه ووژل، په (۱۸۰۲)م کال کې يې بيا بغاوت وکړ، دا ځل د غلجيانو د فوځ شمېره (۵۰۰۰۰) ته رسېده، چې په دې موقع د غلجيانو او درانيانو تر منځ درې جنګونه وشول او په هر جنګ کې غلجيانو تېښته وکړه، آخري جنګ يې په (۱۸۰۲م) کال کې د مۍ د مياشتې په يوولسمه نېټه د ملا شاهي په سیمه کې تر سره شوې دی، چې غلجيانو پکې ماتې وخوړه، له دې وروسته غلجيو بيا سر راپورته نه کړ، د پښتنو ددې کورنيو جنګونو او بې اتفاقيو په وجه د درانيانو په ټول سلطنت کې د ګډوډۍ دوره شروع شوه، ازبکو هم ددې نه فايده واخيسته او په جيحون راپورېوتل، فتح خان د دوي مقابلې ته فوځونه ولېږل او په بلخ کې جنګ رامنځته شو ازبکو تېښته وکړه، ايرانيانو هم له ګډوډۍ نه فايده پورته کړه او په ايراني خراسان يې حمله وکړه، مشهد او نېشاپور يې په خپل سلطنت کې شامل کړل.
په پای کې شاه شجاع په (۱۲)د جولايي (۱۸۰۳)م کال کې د شېر محمد خان په ملګرتيا چې د شاه محمود له سردارانو څخه ؤ او وروسته بيا شاه شجاع خواته اوښتي ؤ، د شېر محمد خان په مشوره د فتح خان د مقابلې په غرض د ښار نه بېرون دېره شول، درې ورځې وروسته فتح خان راورسېد او د دواړو فوځونو تر منځ نښته وشوه، د فتح خان نه لوي سرداران په پټه توګه په تود جنګ کې د شاه شجاع لوري ته واوښتل، فتح خان په ډاګ پاتې او ناکام شو شاه شجاع کابل ته ور دننه شو او د شاه شجاع په نوم په تخت کېناست، د شاه شجاع دا اراده وه چې د شاه زمان په بدل کې د شاه محمود نه سترګې راوباسي، خو د شېر محمد خان او د خپل ړوند ورور شاه زمان په وينا يې دا اراده پرېښودله او يواځې په بالاحصار کې يې بندي کړ.
د شاه شجاع لومړي ځل واکمني
د شاه محمود لومړي ځل پاچاهۍ څخه وروسته شاه شجاع پاچا شو، چې د تيمور شاه زوی د احمد شاه بابا لمسی او د شاه زمان سکه ورور ؤ چې له شاه محمود څخه يې وروسته د هېواد چارې په لاس کې ونيولې، دده په مخ کې هم ډېرې ستونزمنې کشالې پرتې وې، د پاچاهۍ ټولې تار په تار واګي چې د طاقتورو اميرانو په لاس کې وې يو ځای ته راغونډول د شجاع د طاقت نه وتلې خبره وه، خو شاه شجاع د درنو خويونو خاوند ؤ، نو ده ته د شېر محمد خان په مرسته پاچاهي حاصله شوه، چې دا ډېر زړه ور، فاضل، عالم او لوی سياست پوه ؤ، د هر چا سره به يې ښه سلوک کاوه، که چېرې شاه شجاع هغه له پرانستې واګي ورکړي وې، نو دا هيله کیدای شوه چې د حکومت دا ورانه مشوړه به شېر محمد خان په خپل عقل او تدبر ډېره ژر سمه کړې وه او د شاه شجاع په حکومت کې به امن او امان قايم شوی ؤ، خو شاه شجاع ډېر ژر د شېر محمد خان سره اختلافات شروع کړل او د پېښور په شا او خوا کې د شېر محمد خان باميزي د ورونو سره يې د شاه شجاع جګړه هغه سخته جګړه چې شاه شجاع پکې ماتې ته نږدې شوی ؤ، خو رښتيا چې سدوزي پاچا ښه توره وکړه او په خپله يې پر مخالفينو د تورې ګذارونه کول چې په پايله کې سوبمن د پېښور بالاحصار ته ننوت.
د شاه شجاع د غرور او بې کفايتۍ په وجه د هېواد سياسي او فوځي حالت د بدو څخه بد تر شو او بهرنيو دښمنانو ته د لاسوهنې زمينه برابره شوه، د شاه شجاع لومړی اقدام د بارکزيو ورونو سره د سولې او دوستۍ اعلانول وو چې د دوست محمد خان بارکزي خور يې په نکاح کړه او وزير فتح محمد خان ته يې په حکومتي چارو کې برخه ورکړه، چې دغې سولې د بارکزيو سره د ځينو علتونو له مخې دوام ونه کړ نو وزير فتح خان د شاه شجاع پر ضد په دسيسو لاس پورې کړ، چې لومړي اقدام يې د کندهار د نائب الحکومه شهزاده قيصر بغاوت ؤ، خو بريالي نه شو، ورپسې يې حاجي فيروز الدين خان د تاج او تخت نيولو ته ولمساوه، چې په دې تحريک کې يې هم برياليتوب په برخه نه شو، شاه شجاع په (۱۸۰۹م) کال کې د فرانسې او روسيې سره د هند بريتانوي تړون لاسليک کړ، په دې تړون کې دواړو هېوادونو پرېکړه وکړه، چې هرات د دواړو شريک دښمن دی، دوی ګډ پلانونه ترتيب کړل، تر څو د بریتانيې پلانونه هلته شنډ کړي، خو کله چې شاه شجاع د کشمير او پېښور په جګړو کې مصروف ؤ، شاه محمود د کابل د زندان څخه وتښتېده او هرات ته يې خپل ځان ورساوه، وزير فتح خان ورسره لاس يو کړ او بالاخره د ننګرهار ولايت په ګندومک او مملې سيمه کې يې د شاه شجاع فوځ ته ماتې ورکړه، شاه شجاع تېښته وکړه او د کابل د واکمنۍ په ګدۍ يو ځل بيا شاه محمود کېناسته.
د شاه محمود دويم ځل واکمني
داچې شاه محمود يوعياش شخص ؤ، د لومړي ځل پاچاهۍ څخه يې عبرت وانخيست او په دويمه دوره کې يې بيا هم د هېواد چارې وزير فتح محمد خان ته وسپارلې او د اشرف الوزراء لقب يې ورکړ، دغه وزير د سلطنت چارې د خپلو ورونو تر منځ ووېشلې، همدارنګه پېښور د شاه شجاع د فعاليت مرکز ؤ، کشمير د عطا محمد خان باميزي له خوا اداره کېده او د زيات قدرت په درلودلو سره يې د کابل د حکومت خيال نه ساته.
شاه محمود په خپله هم ځان ډېر خوش نصيب ګڼه، چې د هغه وزير دا شان سړي ؤ، چې د هغه ټولې ضمه وارۍ يې پوره کولې، خو بعضې کسانو د وزير فتح محمد خان سره کېنه درلوده او په دې هڅه کې ؤ، چې د کمزوري پاچا په زړه کې ورته څّه فرضي وېره پيدا کړي، چې په دې کسانو کې په خپله د پاچا زوي شهزاده کامران هم شامل ؤ.
داچې رنجيت سنګ د اټک د لاسته راوړلو له پاره هڅې کولې، نو د يو لړ اقداماتو په لړ کې شاه شجاع پېښور څخه لاهور ته پناه يوړه او کشمير يې د فتح خان ورور محمد اعظم خان ته وسپارلو، رنجيت سنګ د کشمير په معامله کې پاتې راغی، خو په (۱۸۱۳م) کال د جولايي په ديارلمسه سکانو د افغانستان ختیځه دروازه ونيوله. په (۱۸۱۶م) کال کې معاملاتو خطرناک شکل غوره کړ او هلته د فتح خان د ورتګ پاملرنه اړينه شوه، په هرات کې د شاه محمود خان ورور حاجي فيروز الدين خودمختاره حکمراني وه، خو کله چې د ايران پاچا د خپل وليعهد په ما تحتۍ کې د هرات د تسخير په غرض يو لوی فوځ مشهد ته راولېږه او غوښتل يې چې پر هرات حمله وکړي، نو په دې وخت کې فيروزالدين د شاه محمود نه مرسته وغوښته او هغه خپل وزير فتح محمد خان د (۳۰۰۰۰) عسکرو سره هرات ته واستوه او ايرانيان يې شاتګ ته مجبور کړل، چې په دې دوران کې بيا دوست محمد خان د فيروز الدين د کور د ښځو بې عزتي وکړه او د هغه د يوې انږور څخه د سر لوپټه هم لرې کړه، چې هغه د کامران خور کېدله او کامران له پخوا نه فتح محمد خان سره کېنه لرله، بالاخره د شاه محمود په حکم چې شاه زمان يې هم ړوند کړی ؤ، وزير فتح محمد خان يې هم په (۱۸۱۷م) کال کې د کامران په واسطه د هرات په پاچاهي باغ کې په سترګو ړوند کړ، چې له دې سره د ټولو پښتنو د بې عزتۍ بنسټ کېښودل شو او د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د کشمير څخه تر هرات پورې عمومي پاڅونونه شروع شول، په دې دوران کې د کامران، شاه محمود او فيروز الدين تر منځ هم جګړه وشوه، بالاخره شاه محمود مشهد ته ولاړ او د ايران له حکومت سره يې پناه واخيسته.