د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان تاریخ له شاه محمود څخه تر امیر عبدالرحمن خان

ثناءالله صالحي 15.12.2015 11:15

داچې شاه محمود يوعياش شخص ؤ، د لومړي ځل پاچاهۍ څخه يې عبرت وانخيست او په دويمه دوره کې يې بيا هم د هېواد چارې وزير فتح محمد خان ته وسپارلې او د اشرف الوزراء لقب يې ورکړ، دغه وزير د سلطنت چارې د خپلو ورونو تر منځ ووېشلې، همدارنګه پېښور د شاه شجاع د فعاليت مرکز ؤ، کشمير د عطا محمد خان باميزي له خوا اداره کېده او د زيات قدرت په درلودلو سره يې د کابل د حکومت خيال نه ساته.
شاه محمود په خپله هم ځان ډېر خوش نصيب ګڼه، چې د هغه وزير دا شان سړي ؤ، چې د هغه ټولې ضمه وارۍ يې پوره کولې، خو بعضې کسانو د وزير فتح محمد خان سره کېنه درلوده او په دې هڅه کې ؤ، چې د کمزوري پاچا په زړه کې ورته څّه فرضي وېره پيدا کړي، چې په دې کسانو کې په خپله د پاچا زوي شهزاده کامران هم شامل ؤ.
داچې رنجيت سنګ د اټک د لاسته راوړلو له پاره هڅې کولې، نو د يو لړ اقداماتو په لړ کې شاه شجاع پېښور څخه لاهور ته پناه يوړه او کشمير يې د فتح خان ورور محمد اعظم خان ته وسپارلو، رنجيت سنګ د کشمير په معامله کې پاتې راغی، خو په (۱۸۱۳م) کال د جولايي په ديارلمسه سکانو د افغانستان ختیځه دروازه ونيوله. په (۱۸۱۶م) کال کې معاملاتو خطرناک شکل غوره کړ او هلته د فتح خان د ورتګ پاملرنه اړينه شوه، په هرات کې د شاه محمود خان ورور حاجي فيروز الدين خودمختاره حکمراني وه، خو کله چې د ايران پاچا د خپل وليعهد په ما تحتۍ کې د هرات د تسخير په غرض يو لوی فوځ مشهد ته راولېږه او غوښتل يې چې پر هرات حمله وکړي، نو په دې وخت کې فيروزالدين د شاه محمود نه مرسته وغوښته او هغه خپل وزير فتح محمد خان د (۳۰۰۰۰) عسکرو سره هرات ته واستوه او ايرانيان يې شاتګ ته مجبور کړل، چې په دې دوران کې بيا دوست محمد خان د فيروز الدين د کور د ښځو بې عزتي وکړه او د هغه د يوې انږور څخه د سر لوپټه هم لرې کړه، چې هغه د کامران خور کېدله او کامران له پخوا نه فتح محمد خان سره کېنه لرله، بالاخره د شاه محمود په حکم چې شاه زمان يې هم ړوند کړی ؤ، وزير فتح محمد خان يې هم په (۱۸۱۷م) کال کې د کامران په واسطه د هرات په پاچاهي باغ کې په سترګو ړوند کړ، چې له دې سره د ټولو پښتنو د بې عزتۍ بنسټ کېښودل شو او د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د کشمير څخه تر هرات پورې عمومي پاڅونونه شروع شول، په دې دوران کې د کامران، شاه محمود او فيروز الدين تر منځ هم جګړه وشوه، بالاخره شاه محمود مشهد ته ولاړ او د ايران له حکومت سره يې پناه واخيسته.
د ګډوډۍ يا انارشيزم دوره
د تيمور شاه د مرګ (۱۷۹۳م) کال نه وروسته تر (۱۸۱۷م) کال پورې چې په دغې کال کې د وزير فتح خان د مړینې افسوسناکه پېښه شوې وه، دغه ټول کلونه د پښتنو په تاريخ کې د شاهي کورنۍ د سازشونو او د تخت کېناستلو د جنګونو تاريخ دی او دغه زمانه د افغانستان له پاره د پاچا ګردۍ زمانه وه چې ددې نه سکانو او انګرېزانو ګټه واخيسته او د همدې کورنيو جګړو په وجه ايران هم په پښتنو زړور شو، کله چې وزير فتح خان په ډېرې بې رحمۍ سره ووژل شو، نو دغې کورنيو جګړو نور هم خوفناک شکل غوره کړ، چې په هغې وخت کې دې جنګونو د سدوزيو او محمد زيو تر منځ د تخت کېناستلو حيثيت پيدا کړ، څرنګه چې په پوپلزيو کې سدوزي يوه څانګه ده، همدارنګه په بارکزيو کې محمد زي يوه څانګه ده، چې د فتح خان د وژلو نه وروسته د هغه شل ورونه ژوندي وو او هر يو د خپل ورور د بدل اخيستلو ته تيار شول او پاڅونونه يې پیل کړل، بالاخره شاه محمود او کامران هرات ته په تېښته مجبور شول، سردار محمد عظيم خان چې د کشمير حکمران ؤ، خپلو ورونو ته يې لازمې لارښوونې وکړی، دوست محمد خان يې د پېښور څخه کابل په لور مؤظف کړ، همدارنګه محمد زيو مشرانو او د هغو طرفدارانو ته يې ليکونه واستول، په پېل کې محمد عظيم خان غوښتل چې له سدوزيو څخه شاه شجاع په پاچاهۍ ومني، خو په همدې وخت کې سردار دوست محمد خان شهزاده ايوب ځاځی د خپلې لورې نه په پېښور کې په پاچاهۍ کېناوه، کله چې شاه شجاع د پېښور نه راورسېده، نو ايوب ځاځی يې ونيوه، دوست محمد خان شاه محمود خان او د هغه زوی کامران غزني ته په تېښته مجبور کړل او سمدستي دوست محمد خان له خوا سدوزي زمانشاه زوی سلطان عليشاه په کابل کې په پاچاهۍ وټاکه او خپل ځان يې د هغه وزير وټاکه، په همدې وخت کې محمد عظيم خان د تيمور شاه د زوي شهزاده ايوب سره کابل ته داخل شو او دغه شهزاده يې د کابل په پاچاهۍ وټاکه او خپل ځان يې د هغه د وزير په حيث اعلان کړ، چې دا دواړه پاچاهان په يو وخت کې په کابل کې اوسېدل، چې دا کار د هغه متل پر ضد دي چې وايي: په يوه سيمه کې دوه پاچاهان نه ځايېږي، نو د (۱۸۱۸م) نه تر (۱۸۲۴م) کلونو کې زمونږ دوو پاچاهانو په يوه هېواد کې څه چې د يوه ښار په څنګ تر څنګ ماڼيو کې يې ژوند کاوه، په دې کې شک نشته چې د سدوزيو پاچاهانو چې د بالاحصار ماڼۍ په دوو کنجونو کې څنګ تر څنګ پر تخت ناست وو، څه واک يې نه لرلو، خو يواځې په نوم پاچاهي يې کوله او رېښتينی واک د هغوي د وزيرانو په لاس کې ؤ، چې د يو بل د له منځه وړلو په هڅه کې وو تردې سلطان عليشاه د ايوب شاه د زوی شهزاده اسمعيل په لاس په بالاحصار کې زندۍ شو او سردار محمد عظيم خان له خپل ټاکلي پاچا سره څه موده واکمني وکړه، د هېواد په ختيځ او لويديځ کې يې تر سند او پېښوره تر مرګه فوځي سفرونه وکړل او زوی يې حبيب الله خان دده پر ځای وټاکل شو، چې دا يو بې کفايته سړی ؤ، د شهزاده ايوب وزير شو، بارکزيو ورونو په منځ کې سردار دوست محمد خان د نورو ورونو څخه ميدان وګټه او د هېواد سياسي صحنې ته داخل شو، وروسته د کندهار بارکزيو سردرانو څخه پردل خان کابل ونيوه، د بالاحصار په جنګ کې شهزاده اسمعيل ووژل شو او پلار يې ايوب شاه بندي شو. په پاي کې يو لک روپۍ رشوت زمان خان بارکزي دا وروستی د زقوم ګل پنجاب ته ورساوه او په دې توګه د سدوزيو کمبله ورټوله شوه.
په دغې ملوک الطوايفي سلطنتونو کې د سدوزيو څخه بارکزيو ته قدرت انتقال شو، دغه د سدوزيو د دورې زوال او د بارکزيو رامنځته کېدل، کولي شو چې د يوې انتقالي دورې په نوم يې ياد کړو، چې په تاريخ کې دغه د انتقال دوره د افغانستان د بدبختۍ دوره ده، ځکه چې په دغه دوره کې هېچا رېښتينی قدرت نه درلوده، بارکزيو ورونو ددې پر ځای چې ضعيف سدوزي شهزاده ګان له منځه يوسي او له ځپل منځ څخه مناسب شخص په پاچاهۍ وټاکې، خو دا کار يې ونه کړ او هر يو يې د پاچاهۍ هيله لرله، هماغه ؤ چې د ګډوډيو، کورنيو جنګونو او بارکزيو ورونو نفاق شروع شو او بهرنيانو ته يې وخت برابر کړ، تر څو د هېواد ولايتونه يو پر بل پسې د افغانستان څخه بېل کړي خو کله چې سردار دوست محمد خان د کابل حکمراني لاسته راوړه، د هغه د اقتدار ساحه کابل، غزني او کوهدامن پورې محدوده وه، د دوست محمد خان په دولس کلنه حکمرانۍ کې د بارکزيو قواوې په کابل کې په دريو افغاني مرکزونو کې يعنې پېښور، کابل او کندهار کې تقسيم شوې وې.
سکانو په (۱۸۳۲م ) کال کې پېښور اشغال کړ او په عين وخت کې شاه شجاع د انګرېزانو په مرسته په کندهار د حملې کولو تياري نيوه، بالاخره په (۱۸۳۳م) کال کې شاه شجاع په کندهار حمله وکړه او ماتې يې وخوړه، په هر حال د دوست محمد خان په دولس کلنې حکمرانۍ کې د ګډوډۍ دوره پاي ته ورسېده او د امير دوست محمد خان د امارت د پېل سره د هېواد په تاريخ کې نوې دوره رامنځته شوه.
د امير دوست محمد خان لومړی ځل امارت (۱۸۳۴م-۱۸۳۹م)
دوست محمد خان د پاينده محمد خان په زامنو کې يو داسې سړی ؤ، چې د سدوزيو د سلطنت ډېرې ټوټې هغه بيا راغونډې کړې وې او د نورو د راغونډولو په تکل کې لګيا ؤ، د سکانو نه د پېښور د ستنولو د پاره ډېر طاقت او په خپل منځ کې د مکمل اتحاد او اتفاق ضرورت ؤ خو د دوست محمد خان ورونه دې ته تيار نه وو.
دوست محمد خان د خپلو ورونو د کېنو او حسد نه خبر ؤ هغه پوه ؤ، که زه پاچا نوم پر ځان کېږدم، نو ورونه به مې په څرګنده مخالفت وکړي، سره ددې چې د غزني، کوهستان، کابل او جلال آباد سيمې د هغه په واک کې وې، خو تر دې وخته يې خپل ځان ته پاچا نه وو ويلي او نه يې ويلو ته تيار ؤ، خو د وخت غوښتنه وه، د ډېر غور او فکر نه پس د عالمانو په مشوره هغه په کال (۱۸۳۴م) کې د امير المؤمنين لقب اختيار کړ او د خپل رياست د انتظام په لورې يې پاملرنه وکړه، د هغه لومړي کار دا ؤ چې د کومو حاکمانو په ديانتدارۍ کې يې شک ؤ، هغوي يې د خپلو عهدو نه لرې کړل او د هغوي پر ځای يې خپل زامن مقرر کړل.
اميردوست محمد خان په لومړي سر کې د پېښور په بېرته نيولو په معامله کې له انګرېزانو څخه هيله درلوده، خو وروسته يې هيله وشلېدله او د خپلو مټو په زور يې د پېښور د فتح کولو اراده وکړه، په (۱۸۳۵)م کال کې يې د سلطان محمد خان په مشرۍ کې (۱۰۰۰۰) فوځ په دې غرض ولېږه او په خپله هم ورپسې روان شو، رنجيت سنګ د سکانو والي چې د امير دوست محمد خان د لښکر کشۍ نه خبر شو، هغوي سره وېره پيدا شوه او هوډ يې وکړ چې د شولې له لارې کار واخلي او د امير دوست محمد خان او سلطان محمد خان تر منځ بې اتفاقي پيدا کړي، نو يو هيئت چې مرکب له فقير عزيز الدين او جنرال هارلان څخه ؤ، د سلطان محمد خان کېمپ ته ولېږل او د هغوي مقصد د دواړو ورونو تر منځ نفاق پيدا کول وو، چې بالاخره سلطان محمد خان د (۱۰۰۰۰) فوځ سره د دوست محمد خان نه بیل شو او د سکانو په طرف شو، چې په مقابل کې يې د رهتاس کلا حاکم کړ، دده دې خیانت کولو امیر دوست محمد خان بې له جنګه کابل ته راستون شو.
اميردوست محمد خان د (۱۸۳۶م) کال په پسرلي کې جنرال لارد اکلينډ چې د هندوستان ګورنر ؤ، ورته يو ليک واستاوه او په ليک کې يې هغه ته د وظيفې مبارکې وويله او په څنګ کې يې د پېښور د نيولو مشوره ور څخه وغوښتله، لارد اکلينډ ځواب ورکړ، چې د انګریز مقصد په هند کې د تجارت پرمختګ دی او نورو هېوادونو په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي، خو زه به يو افسر په تجارتي معاملاتو کې د خبرو اترو کولو له پاره درولېږم، دلته اصلي خبره دا وه، چې په پېښور باندې د دوست محمد خان تسلط انګریز د خپلې فايدې له پاره په نسبت د رنجيت سنګ ډېر خطرناک ګڼه، له دې کبله هغوي د پېښور په معامله کې د غيری اړخیزه بهانه وکړه.
دا چې پېښور سکانو نيولي ؤ، امير دوست محمد خان دا نشو زغملاي، بل طرف ته هري سنګ په جمرود کې د يوې کلا نیولو هوډ وکړو او دا يې نيت ؤ چې به کابل حمله وکړي، امير دوست محمد خان چې د هغه د هوډ نه خبر شو، نو د خپل زوی محمد اکبر خان په مشرۍ يې په پېښور باندې د حملې په غرض خپل فوځونه راولېږل، دې فوځونو په لومړي د مۍ (۱۸۳۷م) کال کې د جمرود په سیمه کې په سکانو یرغل وکړو، په دې جنګ کې هري سنګ د نن ورځې اسلاميه کالج سره نږدې چې دا برج هري سنګ په نوم سره مشهور دی، سخت ټپي شو او له همدې ټپونو څخه مړ هم شو.
محمد اکبر خان د سکانو پسې مخې ته ولاړو، خو سکانو هم په ډېر شدت سره د هغه مقابله وکړه، همدغه وجه وه چې هغه نه د پېښور او نه د جمرود په تسخير کې کامياب شو او بېرته جلال آباد ته ولاړ.د جمرود د جنګ نه وروسته داسې اسباب پيدا شول، چې د هغې نتيجه د افغانستان په لومړي جنګ کې راووتله، د سدوزيو سرمايې دارالخلافې (پېښور) د سکانو په واک کې د ورتلو په وجه د دوست محمد خان په زړه کې داسې زخم جوړ شوي ؤ، چې هغه به هر وخت تازه ؤ، په دغو ورځو کې ايرانيانو هم په هرات باندې د حملې کولو تياري نيوه، بالاخره (۱۸۳۷م) کال کې يې په هرات حمله وکړه او ښار يې محاصره کړ.
دهرات محاصره کول
په هرات باندې دايراني فوځ محاصره په ۲۳ دنوامبر ۱۸۳۷م کال کې پېل شوي وه او تقريبا نهه مياشتې يې دوام وکړو. ايرانيانو له ډيرې مودې نه ددې انتظار ايستلو چې دغه ولايت په خپل سلطنت کې شامل کړې وې خو بري يې نه وؤ موندلي ايران دهرات دې حملې ته دروس په اشاره پاريدلي وه.
ايراني فوځ د۴۰۰۰۰ تنوپه شمېر دهرات دحملې په نيت راروان شو دهرات په حکومت کې ددې حملې توان نه وؤ نوهغوې په ښار کې محصور شول په دغه وخت کې دهرات حکمراني دشاه محمود زوي کامران په لاس کې وه اويارمحمدخان دهغه وزيروؤ چې پدې جنګ کې يي د ډير استقامت اوشجاعت نه کاراخيستي وه دفيرير دوينا مطابق دهرات دتسخير دپاره درې هفتې کافي وې ولې ايراني فوځ نهه مياشتې دهرات نه چاپيره پروت وو اوهرات يې فتح نه کړو چې غټ لامل يې دپښتنو خپل شجاعت او خپلواکې ښودل شويده دهرات دمحاصرې په وخت کې يو انګريز افسر هم په هرات کې موجود وؤ ددې انګریز نوم کپتان پاټنجر وه په دې محاصره کې به دې افسرهم دپښتنو قابل قدر مرسته کوله دغې شخص چې په محاصره کې يې د يوسياح حيثيت لرلو ولې په حقيقت کې دې دهندي حکومت ديوهندو طبيب په جامه کې د محاصرې نه مخکې هرات ته ليږلي وؤ چې محصورينو سره يې اوږه په اوږه کار کولو د هرات په دې محاصره کې يو لور ته جنګ په ميدان کې ايرانيانو او پښتنو خپلې وينې تويولي او په بل لور د انګريزانو او روسانو ترمنځ سياسي جنګ پېل شوی وؤ انګريزانو ته دا معلومه وه چې دايران په پارولو او د هرات حملې ته په لمشولو کې دروس لاس دی خو انګريزانو په څرګنده د روس مخالفت ته چمتو نه وؤ او په دې هڅه کې وؤ چې په سفارتي ذريعو سره په ايران دومره زور واچوي چې ايران دا محاصره اوچته کړي خو د انګريزانو دا هڅې به د روسي سفارت لخوا بې نتيجې ثابتې شوې اخر انګريزانو په ايران دحملې کولو اراده وکړه کله چې دايران حکومت د دوی په نيت باندې پوه شو نو په هرات باندې يې ديوه فيصله کوونکی حملې اراده وکړه او په ۲۴ د جولايي ۱۸۳۸م کال کې يې يوه ويرونکې حمله وکړه چې په مقابل کې افغانانو د ژوند تراخري سلګۍ پورې د جنګيدلو اقرار وکړو چې په زړورتيا اوپراخه سينه يې داحمله وزغمله داحمله دايران اخري غشی وؤ چې خطا لاړو ددې نه وروسته ايران دمحاصرې په او چتولو مجبور شو چې دا محاصره په ۸ سپتمبر ۱۸۳۸م کال کې ختمه شوه.
دافغان اوانګریز لومړۍ جګړه
کله چې دروس سلطنت وغوښتل چې په منځنۍ اسيا کې خپل سلطنت خورولوته پراخي ورکړي داچې انګريزانو ته دخپلو ګټو ويرې ښکاريدلي نوانګريزانو دافيصله وکړه چې دافغانستان په تخت دي يوداسې سړي کېښنولي شي چې دهغه اړیکې دانګريزانو او سکانو دواړو سره ښې وي اميردوست محمد خان دپيښور دوهم ځل لاسته راوړلونه بغير دانګريزانو سره دوستي ته تيار نه وؤ نو جنرال لارډاکلينډ دا غوره وګڼله چې د بارکزي سردار دوست محمدخان په ځای دی سدوزي شاه شجاع د دوهم ځل لپاره د افغانستان پاچا شي ځکه چې شاه شجاع په ۱۸۳۳م کال په خپله خوښه درنجيت سنګ سره د اباسين سيند نه په قبله دجمرود پورې سيمي نه دلاس اخيستلو اقرار کړي وؤ چې بلاخره دهمدې تړون په اساس شاه شجاع دانګريزانو فوځ سره دبلوچستان په لار کندهار ته لاړو اوپه ۵ داپريل ۱۸۳۹م کال د کندهار په ښار ورننوت د کندهار سردارانو دهغه مقابله ونه کړله اوايران ته په تېښته لاړل دښار خلکو دبې وسئ نه دشاه شجاع حکومت ته غاړه کېښوده اودشاه شجاع دپاچا کېدو اعلان وشو خوخلکو ته دامعلومه وه چې شجاع ديو پردي حکومت په توره ځان پاچا کړي دي په همدې اساس دخلکو په زړونو کې دهغه قدرو قيمت ډير کم وؤ دانګريزانو فوځ د ۱۷ جون ۱۸۳۹م کال پورې په کندهار کې تم وو.
په دغه وخت کې دفوځ بله برخه هم د دوې سره يوځای شوه اورنجيت سنګ هم په دغه ورځ مړ شوی وؤ له دې وروسته انګريزانو او شاه شجاع دغزني د نيولو په لور روان شول په غزني کې د اميردوست محمدخان زوی غلام حيدرخان حاکم وؤ د غزني مضبوطه کلا درشوت په زور سره فتح کړه د بارکزيو ډير اميران د دوست محمدخان نه په شا شوي وو او دوست محمدخان هم د خپلو ملګرو په حالاتو ښه پوه وو نو مخکې له دې چې انګریزان اوشاه شجاع دکابل خاورې ته داخل شي امیردوست محمدخان دکابل نه وتلی وؤ د انګریز فوځ شوه او شاه شجاع یو ځل بیا د افغانستان پاچا شو او په بالاحصار کې يې استوګنه اختیار کړه امیردوست محمدخان د کابل نه د بامیان په لور لاړو او د بامیان نه د بخارا په لور لاړو چې خپل دوه زامن محمداکبرخان او محمدافضل خان هم ورسره وؤ.
داچې د افغانستان میړنی او مسلمان اولس په دې پوه شو چې افغانستان انګریزانو نیولی دی نو ملي پاڅون يې پېل کړو او دغه پاڅون د خلکو نفرت دبې وسې پاچا سره، دنرخونو لوړیدل او پرعوامو باندې اضافي مالیات تحمیلول اودخلکو نا خوښي داټول علتونه ددې باعث شوچې یوملي پاڅون یې رامنځته کړو، کله چې ملي پاڅون پېل شوخلکو دکابل کندهار اوکابل جلال آباد لارې يې دانګریز پرمخ وتړلې اوپه کابل کې هم دانګریز پرضد فعالیتونه ښکاره شول ملي مشرانو او زړورو افغانانو دانګریزانو په ضد جبهو کې منظمې ادارې اوسوق کولو په خاطر ۱۲ نفري شورا جوړه کړه چې پدې شورا کې نواب زمان خان درئيس په توګه اوامین الله خان لوګری دنایب په توګه وټاکل شول دغه پلان دعبدالله خان اچکزايي په کور کې جوړ شو د همدې شورا په قومانده کابل کې د۱۸۴۱م کال د نوامبر په دوهمه نېټه عمومي پاڅون وشو چې خلکو په تش لاس سره پرانګریزانو باندې ورتوی شول برنس يې ووژلو او د هغه کورته يې اور واچولو چې د لمبو اوغرغنډو ننداره يې شاه شجاع ، مکناټن او الفنستن له بالاحصار، شیرپور او سیاسنګ نه کوله هیچا اور مړ نه کړای شو د برنس سترګې دبالاحصار ځواکونو ته وې چې کپتان کمپل دیوه غونډ په مرسته رامنځته شو خو هغه هم ختم شول اوتوپونه يې دغازیانو لاسته ورغلل ملي پاڅونکونکو دکابل ښار په زړه کې ویاړلې بریاوې ترلاسه کړي له بله پلوه امیردوست محمد خان چې بخارا ته تیښتېدلی وؤ ددې مناسب وخت په لیدو سره له بخارا نه راغی اوازبکان ورسره یوځای شول په سمنګان کې دانګریزانو سره وجنګېد انګریزانو ماتې وخوړه دوست محمد خان کوهستان ته لاړو، چې په دغې وخت کې دکوهستان اوکوهدامن خلکو هم دانګریز پر ضد پاڅون پېل کړی ؤ چې مشري يې میرمسجدي خان کوله دوست محمد خان او دکوهستان خلکو په ۱۸۴۱م کال د نوامبر په دوهمه نېټه لوی جنګ وکړو، چې انګریز په کې ماتې وخوړه خو امیردوست محمدخان له دومره بریاوؤ سره بیا هم په جنګ کې په ناڅاپي ډول په نامعلومه لار خپل ځان د کابل بالاحصار ته ورشولو او د انګریز سفیر مکناټن ته تسلیم شو چې له یوې مودې وروسته دخپلې کورنۍ سره دهند کلکتې ښار ته ولیږل شو، په دې حال کې د امیر دوست محمد خان زوی له بخارا نه کابل ته راغی د جهاد مشري د نواب زمان خان پر ځای محمد اکبر خان ته وسپارل شوه نو له دې سره د افغانانو روحیه نوره هم غښتلې شوه د انګریز پر مخ ټولې لارې تړلې شوې وې غیر له افغانستان نه د وتلو بله هیڅ چاره نه وه دا چې مکناټن د چل او فریب نه کار اخیستلو د محمد اکبرخان لخوا ووژل شو، چې له دې وروسته انګریزان ماتې ته مجبور شول او په ۶ د جنورۍ ۱۸۴۲م کال يې د تخلیه کولو کار پیل کړو د جنرال الفنستن په لارښوونه د کابل ښار څخه خارج شول لومړۍ شپه يې په بګرامیو سیمه کې دوهمه شپه يې په بتخاک کې کله چې د انګریز فوځ د جلال آباد په طرف حرکت وکړو د قبایلو د حملو لاندې راغلل چې د ۱۶۰۰۰ تنو فوځ څخه يې یواځې ډاکتر برایډن هغه هم نیم ژوندی جلال آباد ته ورسید او انګریز د لښکر تباهۍ خبر يې جنرال سیل ته چې په جلال آباد کې وو ورشولو له دې وروسته بعضو افغاني ځوانانو د شاه شجاع د قتل تصمیم ونیولو چې بالاخره د شجاع الدوله د نواب زمان خان زوی لخوا ووژل شو او خپل پلار سره يې په تیمور شاهي کې ښخ کړو.
د شاه شجاع له مړینې څخه ورسته د هغه دوه زامن په کابل وه چې شهزاده شاهپور يې په بالاحصار کې او شهزاده فتح جنګ يې په ده خدایداد کې وو چې د نایب امین الله خان لوګري لخوا فتح جنګ په پاچاهۍ وټاکل شو چې پرته د نواب زمان او پلویانو چې په دې کې د روحانیون مشر میر درویش هم وو نورو ټولو ورسره لاسنیوی وکړو.
نواب زمان خان ورسره ځکه مخالفت وکړو چې فتح جنګ هم د پلار په شان د پردي پالنې له امله د پاچاهۍ وړندی چې پدې جریان کې فتح جنګ خپل ورور شهزاده شاهپور د نواب زمان خان ارامولو لپاره ورولیږلو نواب زمان د هغه سره وجنګیدو نوموړی يې د کابل بالاحصار پورې په شا وتمباوه.
په دغه وخت کې محمد اکبر خان له جلال آباد څخه کابل ته راغی او له امین الله خان لوګري سره يې د یوې مفاهمې په ترڅ کې شوله وکړه او هغه يې د فتح جنګ سره له همکارۍ نه لرې کړو او پر فتح جنګ يې ډیر فشار راوستلو ترڅو چې فتح جنګ محمد اکبرخان ته د وزارت وړاندیز وکړو محمد اکبرخان چې د جنرال پالک حرکت له پیښور څخه او د جنرال ناټ حرکت له کندهار څخه کابل په لورې خبر شوی وو نو مصلحت يې په دې کې ولیدو چې د کابل لخوا خپل ځان ارام کړي نو د فتح جنګ وړاندیز يې ومنلو او له هغې وروسته په وزیر محمد اکبر خان مشهور شو.
فتح جنګ په پټه د جنرال پالک سره اړیکې ټینګې کړی وزیرمحمد اکبرخان چې له دې اړیکو څخه خبر ترلاسه کړو، نو فتح جنګ يې بندي کړو او ځان يې جنرال پالک ته ورساوه خو جنرال پالک کابل ته را روان شو او د کابل په لورې يې لښکر کشي وکړه وزیر محمداکبر خان د بامیانو په لور په شا لاړو او فتح جنګ په ۱۸۴۲م کال د سپتمبر په ۱۶ بیا د انګریزانو بیرغ په سیوري کې په بالاحصار کې په تخت کېښناست په دغو وروستیو ورځو کې یوازینی سړی چې له انګریزانو سره اړم وو هغه نایب امین الله خان لوګری وو چې د ستالف په غونډیو کې يې مورچې جوړې کړې وې په هر ترتیب د فتح جنګ دویم ځل ناسته دومره ونه غځیده ځکه میاشت وروسته انګریزي ځواکونو له کندهاره د راغلیو ځواکونو په ګډون کابل پريښود او فتح جنګ هم ورسره ووت او د افغانستان خاوره له پردیو او پردي پالو څخه پاکه شوه.
دا خو نړۍ څو څو ځله وازمایله چې په جنګ، زور او شور دا میړنی او بریالی اولس د وهلو نه دی، ځکه يې تل په جګړو کې بوخت ساتي چې پوهې، ښوونې او روزنې ته يې پام نشي، ځکه چې اوس د دنیا پاچاهي په توره نه په قلم ده او کله چې قلم نه وي نو توره به خامخا له تیکې نه رابهرکولی شي.
موهن لال چې دامیردوست محمد خان د ژوند په حالاتو يې یو کتاب لیکلی او د انګریزانو لخوا هم تأیید او تقدیر شوی دی، پر افغانستان باندې د انګریزانو د یرغل او د لارډ اکلینډ او مکناټن اشتباهات په دې ډول بیان کړي دي.
• د ملي مشرانو سره د هغوی مخالفت او بې احترامي کول.
• اداري فسادونه زیاتیدل او د امرینو بې تفاوته پاتې کیدل.
• د افغانستان په لږو او محدودو عایداتو باندې د یوې لويې اردو لګښتونو تحمیلول.
• د بارکزیو مشرانو بیا میشته کول او هم د هغوي احترام نه ساتل.
• د یوملت د روحیاتو او عنعناتو سره تصادم او بې اعتنايي کول.
• د پاڅون په وخت کې له هند څخه سمدستي مرسته نه غوښتل.
• د لارډکین په ځای د یو بل نالایق جنرال الفنستن ټاکل.
لویه لوبه په افغانستان کې
د لويې لوبې اصطلاح انګریزانو په ۱۸۴۰م کال کې د برتانوي هند د بې ثباته شمال لویدیځ سرحد په شا او خوا کې د روس او بریتانیې ترمینځ د جاسوسي او نظامي فعالیتونو د څرګندونې لپاره رامنځته کړې وه د ۱۹م پیړۍ په وروستیو کې ددې اصطلاح لمنه لاخپره شوه یوازې د بریتانوي هند په شمال لویدیځ سرحد کې د سیاسي او استخباراتي فعالیتونو لپاره نه بلکې د هندوستان او روسیې ترمنځ د ټولې ساحې لپاره چې افغانستان هم په کې شامل و په کار شوه. ددې لوبې ساحه د لندن څخه تر سنت پترسبورګ پورې او له هغه ځایه بیا تر استانبول او کلکتې پورې سمندرونه، غرونه، بیدیاوې او ښارونه په ځان کې رانغاړل.
دوهمه اصطلاح د دیبي ګامونه (د یواسا قدمونه) ده چې دا د روسانو هغې ملنډې ته ویل کیدله چې په سنت پترسبورګ کې يې د نیوا له غاړو څخه پر مرکزي آسیا راځغستل او د قفقاز تر اشغال وروسته يې د مرکزي آسیا پراخې سیمې تر خپلې سینې لاندې هوارې کړې.
روسانو د پتر کبیر (۱۶۸۲م – ۱۷۲۵م) له وخته تودو اوبو ته د رسیدو تمه او تلوسه درلوده په ۱۸۰۷م کال کې د فرانسې د امپراطور ناپلیون او د روس امپراطور لومړي الکسانډر ترمنځ په تلست کې یو تړون وشو ددغه تړون له مخې دواړو خواوو موافقه وکړه چې پر هندوستان باندې د حملې لپاره به یو له بل سره همکاري کوي له افغانستان سره د مسکو دلچسپي په ۱۸۳۷م کال کې هغه وخت له پردې څخه راووتله چې په فارس کې د روس پلوه پوځي طاقت دهرات د نیولو کوښښ وکړ هغه وخت د ایران حکومت د روسانو تر نفوذ لاندې راغلې وو د ایران په هغه پوځ کې چې هرات ته يې مخه کړې وه روسي مشاورین حتی مذهبي مبلغین شامل وو بریتانيې ویره داوه چې هسې نه د فارس او روسیې مشترکې هڅې د هرات ښار تر کنټرول لاندې راولې او ورسره د کندهار ښار هم تر تهدید لاندې ونیسي، دغه حالت په فارس کې د بریتانیې سیاسي نماینده په لنډ ډول داسې بیان کړي دي.
د روسیې قونسل په هرات کې ځان ته استوګنځی ټاکلی دی د افغانستان په اړه پټ او ښکاره معلومات راټولوي او خپلې اړیکې قایموي، په هر صورت په هرات کې د دوو زبر ځواکونو دا ډول لاسوهنې د هغو سیالیو پیلامه وګرځیدې چې په ۱۹م پیړۍ کې د بریتانیې او روسيې ترمنځ روانې وې داچې ددې ګامونو په مخ کې په اقتصادي لحاظ یو بې وسه او کله کله ټوټې افغانستان پروت وو، خو بیا هم همدغې بې وسې افغانستان هندوستان ته رسیدو لپاره روسانو ته یوخنډ او بندیز هم وو.
روس او انګریزله ۱۸۳۷م کال څخه تر ۱۹۰۷م کال پورې پوره اویا کلونه افغانستان د خپلو سیالیو ډګر ګرځولی و، روسانو غوښتل چې په دې لورې خپلې پښې را اوږدې کړي په مقابل کې يې انګریزانو هڅه کوله چې د دوی د مداخلو مخه ونیسي او پرې نږدي چې روسي طاقت د هند تر نیمې قارې راورسیږي په هرات کې د روس د مداخلې نه تقریباً یوه لسیزه وروسته د دواړو زبرځواکونو ترمنځ په افغانستان کې کومه شخړه نه وه خو تردې مودې وروسته دواړو خواو بیا خپله لوبه پیل کړه چې په دغه وخت کې د افغان او انګریزلومړنۍ جګړه په افغانانو تحمیل کړه او له دې جګړې څخه د انګریزانو مطلب دا وو چې په افغانستان کې خپل یو داسې وفادار سړی په تخت کښینوي چې هغه د روسانو له نفوذ سره مخالفت ولري که څه هم انګریزانو په دې جګړه کې شرمیدلی او له کړاو نه ډکه ماتې وخوړله سره له دې هم دوی په دې جګړه کې خپل یو هدف ته ورسیدل ځکه چې اقتدار امیر دوست محمد خان ته په لاس ورغی او ده وکولی شو چې د روسانو دهیلو خلاف د افغانستان په شمالي، سویلي او غربي ولایاتو کې وحدت تأمین کړي.
د امیر دوست محمدخان دوهم ځل امارت
امیردوست محمد خان د وزیر فتح خان په ټولو ورونو کې زړور، عادل او د پوهې خاوند وو، په ډیرو جنګونو کې د یو تکړه جرنیل او سیاست پوه په ډول خپل ځان څرګند کړی وو په خوی بوی کې خوش اخلاقه په خبرو اترو کې مهذب د مشرانو عزت کوونکی او په کشرانو مینه ناک وو ددې صفاتو په درلودلو سره هغه د ټول قام خوښ وو. کله چې په کال ۱۸۴۲م کال کې د بریتانيې مقامي جنرال ولیم ایچ مکناټن ووژل شو او د کابل خلکو د انګریزانو ګوډاګی شاه شجاع هم ووژلو چې انګریزانو د ځان سره راوستی وو او د کابل په تخت يې کښینولی وو له دې وروسته چې انګزیزانو خپله ماتې ومنله نو د هندوستان بریتانوي واکمنانو کابل ته د امیردوست محمدخان واپس لیږل ومنل دوست محمدخان یو ځل بیا په ۱۸۴۳م کال کې په تخت کښیناست.
امیر دوست محمد خان د دویمې دورې په دوران کې د پخواني دښمنانو یعنې سکانو په ملګرتیا د هغه او د بریتانوي لښکر ترمنځ صرف یوه نښته پیښه شوې وه دې نه پرته بله کومه غټه پیښه نه وه شوې هغه وخت امیر ته د سیاسي حساسیت نه ډیر خبر شوی وه، هغه بې له څه شکه دا ګومارلې وه چې دهغه حاکمیت ګټه په دې کې ده چې نور د روسیې نه لاس واخلي او تر څه وخت پورې د آباسین لویديځ ته دلاسه وتلو سیمو د بیرته اخستلو اراده هم وځنډوي په هغه وخت کې دغه سیمې د سکانو نه د بریتانیې ستر طاقت نیولې وې او خپلې امپراطوری کې يې شاملې کړې وې خو د افغانستان وروستنیو واکمنانو په هغو سیمو کې چې د افغانانو وینه ګډ خپلوان په کې ژوند کوي، خپله ادعا پرې نښوده دا دعوه افغانانو لپاره دومره مسئله جوړه شوه چې په راتلونکو کلونو کې يې د افغانستان د باندنیو اړیکو مخه ټاکله.
دا چې امیردوست محمدخان په دوهم ځل امارت کې په ملي مبارزینو يې تکیه او باور ونه کړ اوهیواد يې پر خپلو زامنو وویشه د خپلو ګڼو ورونو د مقابلې او جګړو سره مخامخ شو لکه د تیمور شاه ګڼو زامنو غوندې د پاینده خان زامنو رقابتونه هم پیاوړي شول. چې په دغو ورڼو کې کهندل خان د امیر دوست محمدخان سره رقابت کاوه لکه چې یو ځل يې په کلات کې جنګ هم ورسره وکړ چې د بل ورور نواب جبارخان په ګواښ سره خلاص شول خو څرنګه چې دا ورونه زاړه شوي وو نو د مرګ ورته مخه شوه، نواب جبارخان په ۱۸۵۳م کال کهندل خان په ۱۸۵۴م کال او مهردل خان هم په ۱۸۵۴م کلونو مړه شول. ددې مړینو څخه وروسته ددغو سردارانو زامنو ترمنځ خپله د سیاست صحنه توده کړه د کهندل خان زوی محمد صدیق خان د خپل تره رحمدل خان سره د کندهار پر حکمرانۍ باندې په جنګ شول خو د پردل خان زوی میرافضل خان، امیردوست محمدخان ته خبر ورکړ چې دغې ګډوډۍ ته د پای ټکی کیږدي اوهغه هم ټول له هیواد څخه وشړل او خپل زوی شیرعلي خان يې هلته حکمران کړو، نور ورونه يې د امیردوست خان له ویرې سردار رحمدل خان ایران ته ولیږل چې د قاجاري دولت ملاتړ حاصل کړي د کندهار دغې حرکت هم امیر اوهم انګریزد ایران مداخله په افغانستان کې ولیدله له دې وروسته انګریزانو امیر ته بلنه ورکړه چې په جمرود کې د انګریز نماینده ګانو سره لیدنه او دوستانه تړون لاسلیک کړي.
د پیښور تړونونه
الف : د جمرود تړون (۳۰مارچ ۱۸۵۵م) او د کندهار نیول
په هند کې د انګریز ګورنر جنرال لارد دالهوزي ته مشاورینو وویل چې د بریتانوي هند نوي سرحدونه باید په امیر تصدیق شي هغه هم امیر ته خبر ورکړ امیر په خپله نماینده ګۍ خپل زوی سردار غلام حیدرخان او ګورنر جنرال په خپله نماینده ګی کې دپنجاب ګورنر جنرال سرجان لارنس وټاکل او دغو نماینده ګانو د ۱۸۵۵م د مارچ په ۳۰ نیټه یو تړون لاسلیک کړو چې درې مادې يې درلودې.
۱- دختیځ هند کمپنۍ ژمنه کوي چې د افغانستان دهغو سیمو خپلواکې چې د امیر په لاس کې دي محترم وشمیري اوهیڅکله به دهغو په چارو کې مداخله نه کوي.
۲- ختیځ هند کمپنۍ او امیردوست محمدخان او دده د ورونو او پاتې کسانو په منځ کې به له دې نیټې وروسته دایمي شوله او ملګرتیا ثابته او برقراره وي.
۳- امیردوست محمدخان له خپلې خوا د کومو کسانو لخوا چې دده ځای نیسي ژمنه کوي چې د ختیځ هند کمپنۍ په متصرفاتو کې به هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي. چې دا تړون د محمدزیو لومړنی تړون بلل کیږي.
امیردوست محمدخان د پورتني تړون په بدل کې یوازې د کندهار نیول چې یوه کورنۍ او د امیردوست محمدخان د فامیل موضوع وه د انګریزانو په موافقې سره لاسته راوړو. انګریز چې له دې خوا بې غمه شو نو یو بل جنجال غاړې ته ورولوید چې په هرات کې روسانو د ایرانیانو په لاس مداخلې پیل کړی او په هند کې يې د انګریزانو ګټو ته خطرونه متوجه کول.
هرات د ایرانیانو تر سخت فشار لاندې وو حتی د ایران پادشاه ناصرالدین شاه پخپله د جنګ موزې پښو کړی وې ددې خطرونو د مخنیوي په خاطر انګریز امیردوست محمدخان ته خبر ورکړ چې هندوستان ته ورشي خو امیر معذرت وړاندې کړو چې لرې نشي تللی په همدې جمرود کې چې پيښور ته نږدې دی کیدای شي خبرې او مفاهمې وشي.
ب: د جمرود دوهم تړون ۱۸۵۷م کال او دهرات نیول
د امیردوست محمدخان او لارنس ترمنځ ملاقات د جنورۍ په ۱۸۵۷م کال جمرود کې وشو چې په دغې وخت کې انګریز د قاجاري دولت سره د جنګ په حالت کې وو او هرات تر اوسه د قاجاري دولت په لاس کې وو نو افغان او انګریزترمنځ تړون د سردارمحمد اعظم خان د امیر زوی او جنرال لارنس لخوا په ۱۸۵۷م کال د جنورۍ په شپږمه لاسلیک شو چې ۱۳مادې يې درلودې. په لومړی ماده کې وايي چې ایران د امیر دوست محمد خان پر متصرفاتو تیری کړی دی او یو جنګي حالت دی نو ځکه د ختیځ هند کمپنۍ د امير سره مرسته کوي چې د خپل هیواد دفاع وکړي او د هیواد په نورو برخو کابل، بلخ او کندهار کې د ایران د تیري مخه ونیسي ددغې وضعې تر ختمیدو پورې انګریز امیر ته د میاشتې یو لک روپی ورکوي. په څلورمه ماده کې ویل شوي دي چې د انګریز منصبداران د انګریز د دولت په خوښه په افغانستان کې هغو ځایونو ته ورځي چې هلته افغانان د ایران سره په جنګي کار بوخت وي دوی به د انګریز د مرستې مصرف هم څاري او بریتانوي مقاماتو ته به راپور ورکوي امیر به د دوی امنیت هم ساتي. په پنځمه ماده کې امیر ته اجازه ورکوي چې په پیښور کې یو نفر نماینده وټاکې. په شپږمه ماده کې دې ته اشاره کیږي چې خطر رفع شي مرسته به هم ځنډیږي په وروستی ماده کې یادونه کوي چې امیر ته پخوا څلور زره ټوپکونه ورکول شوي دي او اوس یو ځل بیا امیر هیله کړې ده چې څلور زره ټوپک دې نور هم ورکړي انګریز دا مني او ژر تر ژره به دا ټوپکونه ورته استوي.
دا دوه تړونونه چې یو يې په ۱۸۵۵م کال او بل يې په ۱۸۵۷م کال کې د افغان او انګریزترمنځ لاسلیک شوي دي د افغانستان د ډیپلوماسی په تاریخ کې د ځانګړي ارزښت درلودونکې دي.
د امیر دوست محمد خان مړینه
امیردوست محمد خان چې سردارانو به ورته لوی امیر ویلو داځکه چې د دخپلې کورنۍ ګټې ډیرې ښه ساتلی او هم يې پر ورونو او زامنو پیرزوینې درلودې د سدوزي شهزادګانو سره چې دده مشر ورور وزیر فتح خان يې وژلی وو ډیرې کلکې انتقامي جګړې وکړې او په پای کې يې پاچاهي هم خپلې کورنۍ ته رانقل کړه.
د سدوزیو او بارکزیو د ګڼو جګړو او سیالیو یوه پایله هم دا شوه چې هرات تر څه وخته د یوې جلا سیمې په توګه د سدوزیو او الکوزیو د کمزوریو او بې خونده شهزاده ګانو او مشرانو په لاس کې پاتې شي او د ځان ساتنې او ګټو لپاره وخت ناوخت د قاجاریانو په پښو کې هم پریوځي.
داچې امیردوست محمدخان په ۱۸۶۱م کال کې د خپل وراره سردار سلطان احمدخان د حکومت جوړونې له نقشې نه خبر شو نو سمدستي يې خپل فوځ ته د هرات په لور د روانیدو امر ورکړ، کله چې د امیر لښکر هرات ته ورسیدو سلطان احمدخان ښار کلابند کړ او د امیر لښکر د ښار نه د باندې پریوت دا محاصره د ۱۸۶۲م کال د اګست څخه تر ۱۸۶۳م کال تر مئ میاشتې پورې وغځیده چې هم د امیر لښکر او هم د هرات ښاریان د مصیبتونو سره مخامخ شول، دواړو خواوو ته سخته جګړه ونښته چې د کلابندی په وروستیو میاشتو ۱۸۶۳م کال جنوری کې د امیر لور نواب بیګم چې دسلطان احمد خان میرمن کیدله مړه شوه او درې میاشتې وروسته په ۱۸۶۳م کال د اپریل په میاشت کې سلطان احمدخان هم مړ شو له دې ورسته د سلطان احمد خان زوی شهنوازخان بیا ښار بند کړو خو وروسته د ښار خلکو غوغا جوړه کړه او د ښار حکمران دروازې خلاصې کړې او د امیر لښکرې ښار ته ننوتې او هرات يې فتح کړو خو امیر چې عمر يې خوړلی وو او د بوډا توب له لاسه ناروغ شو او د ساه لنډۍ له امله چې ډاکتران يې له درملنې کولو پاتې راغلل، نو د هرات د فتحې په نهمه ورځ شپږم د جون ۱۸۶۳م کال کې امیر دوست محمدخان له دې نړۍ سترګې پټې کړی. او په ګذرګاه کې د خواجه عبدالله انصاري له مزار سره په خوا کې خاورو ته وسپارل شو.
د امیرشیرعلي خان سلطنت
امیر شیرعلي خان د امیر دوست محمد خان زوی وو چې لومړي ځل لپاره دده نوم په تاریخ کې هغه وخت یادشو چې امیر دوست محمد خان په کلکته کې نظر بند وو نوموړی هم هلته ورسره وو چې د ځوانۍ په لومړنې مرحله کې وو.
د پلار له مړینې څخه وروسته د ۴۱ کلنۍ په عمر د افغانستان پر تخت کېښناست ټولو ورونو يې ورسره بیعت وکړو خو محمد افضل خان او محمد اعظم خان دده واکمني ونه منله نو افغانستان یو ځل بیا د کورنیو جګړو ته ورولوید چې په پایله کې يې انګریزانو دوهم ځل پر افغانستان یرغل وکړلو.
داچې امیر پر تخت کیښناست د خپلې واکمنۍ په هکله يې بریتانوي حکومت ته خبر ورکړو او د هند حکومت سره يې د پلار د وخت د معاهدې د نوي کولو هوډ وکړو د هغه وخت ګورنر جنرال لارډ ایلجن د امیرشیرعلي خان ددې دوستانه پیغام اړوند په دې خاطر چوپتیا اختیار کړه چې د شیرعلي خان سره محمدافضل خان او محمداعظم خان مخالفت څرګند کړی وو چې دغې چوپتیا د امیر شیرعلي خان په زړه کې د انګریزانو سره مخالفت پیداکړو، انګریزان په دې خبر وو چې شیرعلي خان له انګریز څخه کرکه لري نو د زړو او نوو پاڼو مطالعه يې بیا پیل کړه او د یوه سیاسي پلان پر جوړښت يې کار روان کړ. د تجرید پالیسي چې هغه د نولسمې پیړۍ له سر څخه پیل شوې وه د ۱۸۵۷م کال د جمرود په دوهم تړون کې د امیر دوست محمدخان او لارنس په لاسلیکونو تائید شوی وه او افغانستان غیر له انګریز څخه بل هیچا سره اړیکې نه درلودې خو د بفر د پالیسۍ لومړني کارونه د انګریز او روس د سیاستونو ترمنځ جاري وو.
امیرشیرعلي خان په خارجي سیاست کې دومره پوهیدو چې افغانستان په استعماري چوکاټ کې له هغه آزادۍ څخه محروم شوی دی چې غیر له انګریز څخه بل هیچا سره اړیکې ونه لري دې د تجرید د پالیسۍ په مفهوم پوهیدو خو ددغې پالیسۍ په ابعادو يې لاس نه ؤ رسیدلی او د بفر پالیسۍ په اړه خبرې اترې د تړلو دروازو شاته کیدلی. شیرعلي خان یو ازاد خیاله سړی وو او فکر يې کاوه چې د سلطنت چارې یو څه زړورتوب غواړي او انګریز چې په دې پوه شي چې مقابل لوری ورسره سر شخي کوي نو شاته تګ کوي شیرعلي خان ته د انګریز سره د روس اړیکو په اړوند هم معلومات وو.
او له دی هم خبر وو چې ایران د انګریز رقیب دی نو امیرشیرعلي خان داسې فکر کولو چې روس او ایران باید د انګریز په مقابل کې استعمال شي ترڅو افغانستان ته د خارجي سیاست په برخه کې خپلواکې پیداشي خو دښمن له ده څخه ډیر ماهر وو او انګریز امیرشیرعلي خان ته خپل ورونه را اوچت کړل او په خپلو کې يې سره مصروف کړل.
امیرشیرعلي خان د ورونو په دام کې
امیر شیرعلي خان چې په ۱۸۶۳م کال کې د جون په دولسمه نیټه د افغانستان واکمن شو نو ورونو يې ورسره مخالفت وښوده چې د اپریل په ۱۸۶۴م کال کې محمد افضل خان او محمد اعظم خان دواړو بغاوتونه وکړل محمد اعظم د خوست او کُرمې حاکم وو او محمدافضل خان د بلخ والي وو د محمدافضل خان مقابلې ته په خپله روان شو او د محمداعظم خان مقابلې ته يې جرنیل محمدرفیق ولیږلو محمد رفیق بې له کومې ستونزې په محمد اعظم خان باندې بریالی شو او محمداعظم خان انګریزانو ته پناه یوړه همدارنګه محمدافضل خان هم په جنګ کې ماتې وخوړه له ماتې وروسته يې خپل ورور څخه بخښنه وغوښته هغه هم وبخښلو او پر خپل پخواني ځای بلخ او افغاني ترکستان کې يې حکمران پريښود خو د لږې مودې وروسته دواړو ورونو ترمنځ بیا اختلاف رامنځته شو او محمد افضل خان يې په غزني کې محبوس کړو د محمد افضل خان په بندي کیدو باندې د هغه زوی عبدالرحمن خان بخارا ته وتښتید.
له دې وروسته سردارمحمداسلم خان هزاره جاتو لور ته د تیښتې پریکړه وکړه چې په هغه ځای کې د خپل ورور محمد حسین خان په مرسته به راپاڅیږي او د امیر کابل ته رسیدو نه مخکې پخپله زرملې ته لاړشي او د خپلو ماماخیلو پرګنو په مرسته پر کابل برید وکړي امیر شیرعلي خان چې ددغو نقشو تل ته ځیر وو او د وروڼو پر چلولو ښه پوهیدو د وضعې د ښه کولو په خاطر يې یو لړ ګامونه واخیستل په کندهار کې يې محمد امین د پخوا په څیر په خپله دنده پريښوده په هزاراه جاتو کې يې د محمد اسلم خان ورور محمدحسین خان د بخښنې فرمان ولیږه او د سیمې خلکو ته د خپلې پتپالنې لپاره بلنه ورکړه خو د خلکو د ملاتړ له امله محمد اسلم خان او ورونه يې د سردار محمد افضل خان د لیکونو له امله د امیر مخالفینو ته مرستې ولیږلې او دځان ملګري يې کړل امیر شیرعلي خان کابل ته د رسیدو سره سم محمد اسلم او ورونه يې وبخښل خو سمه يې لا ساه نه وه اخیستې چې په کندهار کې د امیر سکه ورور محمد امین چې له سر نه يې بیعت نه وو کړی د مخالفت بیرغ اوچت کړو امیر خپل مشر زوی سردار محمد علي خان ورواستولو د کلات د جنوب لویدیځ په کجباز نومي سیمه کې د ۱۸۶۵م د جون پر پنځم او شپږم لاس په لاس جګړه ونښته په جګړه کې تره او وراره یو د بل له لاسه ووژلی شول چې ددغو دواړو سردارانو وژل کیدل پر امیر رواني اغیز وکړو او یو څه موده يې خپل حکومت ته شا کړه او په کندهار کې یې د خرقې مبارکې ترڅنګ کیښناست د محمدافضل خان زوی عبدالرحمن خان چې بخارا ته يې پناه وړې وه د امیرشیرعلي خان د بې پروايې نه خبر شو نو د مناسب وخت په لیدو يې ګټه پورته کړه د بخارا له امیر نه هم یو څه مرسته حاصله کړه په جیحون راپوریوتو او امیرشیرعلي خان حاکمان يې په رشوت خپله ډله کې شامل کړل او ډیر ژر يې په ټوله سیمه حمله وکړه په دغو ورځو کې د امیر شیرعلي خان وزیر محمد رفیق خان هم له امیر سره مخالف شوی وو او د انګریزانو سیمې ته تښتیدلی وو او د سردار محمداعظم خان سره يې ملګرتیا غوره کړی وه کله چې دوی د عبدالرحمن خان د بریالي کیدو نه خبر شول نو د هندوستان نه را روان شول عبدالرحمن خان هم د کابل په لور را روان شوی وو محمد اعظم خان او عبدالرحمن خان دواړو په شریکه یو فوځ تیار کړو او په کابل يې یرغل وکړو د کابل والي ابراهیم خان د امیرشیرعلي خان زوی کندهار ته وتښتیدو، عبدالرحمن خان او محمد اعظم خان په ۱۸۶۵م کال کابل ته ورننوتل او څو ورځې وروسته يې په جلال آباد هم حمله وکړه، امیرشیرعلي خان چې ددې پيښو نه خبر شو نو سمدستي يې فوځ تیار کړو او د عبدالرحمن خان مقابلې ته روان شو د وردګو په شیخ آباد کې دواړو لښکرو ترمنځ نښته وشوه امیرشیرعلي خان په ډیر زړورتیا وجنګیدو خو په وروستیو کې فوځ مخالفې ډلې ته واوښتو او له دې مجبوری نه هغه کندهار ته وتښتیده، چې له دې وروسته يې په غزني یرغل وکړو د غزني ښار يې هم ونیو او محمدافضل خان يې له محبس نه راخلاص کړو او د ټولو په خوښه يې محمد افضل خان خپل امیر مقرر کړو او د کابل په تخت محمدافضل خان کیښناست.
د امیرمحمد افضل خان واکمني (۱۸۶۶م – ۱۸۶۷م)
داچې امیر محمدافضل خان په ۱۸۶۶م کال د کابل په تخت کیښناست د انګریزانو نه يې حکومت تسلیمولو غوښتنه وکړه د هند ګورنر ورته ولیکل چې د هند حکومت ټولې اړیکې د افغانستان د امیر سره وي که چیرې ته خپله پادشاهي ټینګه کړي او د زړه له خلاصه د انګریزانو دوستۍ ته اماده شي نو زه به دې په ډیره خوشحالۍ سره ددې لویې مرتبې وړ وګڼم خو په حاضر وخت کې د شیرعلي خان سره خپله ژمنه نشم ماتولی او تر اوسه پورې هغه د افغانستان د هغې سیمې پادشاه منم چې په کوم ځای کې هغه حاکمیت لري او دا خبره درته صفا وایم.
یو څه موده وروسته امیرشیرعلي خان له کندهار نه خپل عسکر وویستل او په کلات کې يې د سردارمحمداعظم خان او عبدالرحمن خان له لاسه ماتې وخوړه او هرات ته لاړو کندهار هم د نوموړو سردارانو لاسته ورغی امیر شیرعلي خان له هرات نه بلخ ته لاړو او په ۱۸۶۷م کال کې يې د سردار فیض محمدخان سره په کابل لښکرکشي وکړه عبدالرحمن خان په پنجشیر کې ددې لښکر مخه ونیوله او د بازارک په جنګ کې سردار فیض محمدخان ووژلی شو د امیرشیرعلي خان د فوځ څخه ۱۷۰۰زخمي اومړه په میدان کې پاتې شول او امیرشیرعلي خان هرات ته لاړو. ددې جنګ نه دوه اونۍ وروسته سردارمحمدافضل خان په کابل کې دناروغی له امله په ۱۸۶۷م کال د اکتوبر په میاشت کې وفات شو او سردارمحمداعظم خان د هغه ځای ناستی شو.
امیرمحمداعظم خان واکمني (۱۸۶۷م – ۱۸۶۸م )
دامیرمحمدافضل خان د مړینې نه وروسته سردارمحمداعظم خان د نیم افغانستان په پاچاهۍ وټاکل شو خو کومې خوبئ چې په محمدافضل خان کې موجودې وې په محمداعظم خان کې نه ښکاریدلی دا چې انګریزان د امیرشیرعلي خان د دویم ځل واک ترلاسه کولو څخه مأیوس شو نو محمداعظم خان يې د کابل امیر په حیث ومنلو، دده د واکمنۍ په وخت کې عبدالرحمن خان د بلخ په لورې خپل فوځ وویستلو او په مقابل کې امیرشیرعلي خان له هرات نه کندهار په لور راغی او کندهار يې ونیوه له دې وروسته په ۱۸۶۸م کال د سپتمبر په میاشت کې د غزني په شش ګاؤ سیمه کې نښته وشوه په جنګ کې امیرشیرعلي خان بریالی شو.
له دې وروسته امیر شیرعلي خان په کابل یرغل وکړو نو کابل یې هم ونیو محمداعظم خان بیا هندوستان ته وتښتیده او د هند نه ایران ته لاړو او هلته په نیشاپور کې وفات شو او عبدالرحمن خان سمرقند ته وتښتیدو، او په ۱۸۶۸م کال کې امیر شیرعلي خان د کابل د نیولو وروسته د دوهم ځل لپاره د افغانستان واکمن شو خو امیر شیرعلي خان د ورونو له دامونو څخه خلاص نه شو چې په دې ټولو دامونو کې د انګریزانو لاس موجود وو.
داميرشيرعلي خان دوهم ځل واکمني (۱۸۶۸م ـــ ۱۸۷۸م)
دپنځو کالو کورنیو جګړو وروسته امیرشیرعلی خان دلسو کالو لپاره دافغانستان واکمن پاتې شو او په هیواد کې یې داصلاحاتو راوستلو وخت وموندلو او ديو متمدن دولت دجوړولوهڅې پېل شوې په دې کې شک نشته چې په هغه کې دپاچاهۍ پوهه او پراخ نظري اغیزه درلوده ده دځوانې نه د انګریزانو عصري او پرمختللې اداره ولیدله د غوښتل چې اداري نظام باید پرټولنه اصولي حاکمیت ولري، فرهنګ باید دخلکو ذهنونه روښانه کړي اردو باید دعصر له اصولو سره وروزل شي .
سيدجمال الدین افغان چې په ۱۸۳۸م کال دکنړ ولایت په اسعدآباد کې زیږیدلی ؤ په ۱۸۵۷م کال کې دامیردوست محمدخان دربارته لار وموندله او امیرله مړیني نه وروسته دامیرشیرعلي خان په دربارکې پاتې شو دامیردوست محمدخان په دربارکې دده له استعداد څخه کومه ګټه وانخستل شوه خو شیرعلي خان دګټې اخیستلو توانایي درلوده ، سیدجمال الدین په ۱۸۵۵م کال نه تر ۱۸۵۷م کال پورې تقریباً درې کاله هند،عراق ، شام اوحجاز ته سفرکړی وؤ او داروپايي علومو اوفلسفې څخه برخمن شوکله چې وطن ته راوګرځېد امیرشیرعلي خان دوهم ځل لپاره دافغانستان واکمن شوی وؤ داميرشیرعلي خان ددربارتؤطیه جوړونکو امیرته دا خبره ورشوله چې سیدجمال الدین دمحمد اعظم خان استاد دی اوتا سره همکار کیدای نشي په دې کې محمدرفیق خان لودي دسیدجمال الدین دنفوذ نه ډاریدو نودپاچا نظریې خراب کړو اوهغه په اشاره سیدجمال الدین په دې پوه کړو چې دهیواد نه دباندې لاړشي خونه دایران له لارې، کله چې دوطن نه روانېدو امیرشیرعلي خان لپاره یې داصلاحاتو یو مفصل لیکلی طومار وړاندې کړو، په دې طومار کې په مفصل توګه هغه اصلاحات یادشوي وؤ چې دامیرپه ذهن کې دهندوستان په ټولنه کې داوسېدنې څخه په پاشلي توګه ځای شوي وه.
سیدجمال الدین دعصري کابینې مواصلاتو، مطبوعاتو، پوهنې، اردو او حتی اقتصاد په اړوند يې امیرشیرعلي خان ته یادونې کړې وې ده امیرشیرعلي خان ته لیکلي وؤچې انګریزدټول ختیځ دښمن دی خو په دښمنۍ کې په دې بریالی دی چې دختيځ ټول نظامونه د ظلم پربنسټ ولاړدي اوخلک دناپوهۍ څخه دخرافاتو په کنده کې پراته دي اودغو ملتونو ته دنجات ورکولو دنده دپاچاهانو عهده ده، په دې توګه امیرشیرعلي دسیدجمال الدین لارښود لیک عملي کړو، سیدجمال الدین دوطن څخه لاړو بیا پرژوند کې رانغی دامیرپه اصلاحاتو کې دده دنظریاتو نقش بې اغیزې نه وؤ.


دامیرشیرعلي خان دواکمنۍ ستونزې
کله چې دامیرشیرعلي خان حکومت پرپښوودریدو له یوې لورې خپلو زامنودبغاوت سره دهیواد په دننه اوله بلې خوا دهیواد څخه دباندې سیاست څخه دسیاسي فشارسره چې دروس اوانګریزد سیالۍ څخه ورته پیداشوی وؤ مخامخ شو څنګه چې امیر دخپل وړوکې زوی عبدالله جان سره زیاته مینه درلوده نو ځکه یې مشرانو زامنو دده مخالفت کاوه زیاته هڅه یې په دې که وه چې خپل کشرزوی ولیعهد کړي تردې چې دده ولیعهدي دامیر باندینی سیاست یوماده وه .
دامیرشیرعلي خان ددوهم ځل حکومت په وخت کې انګریزان دامیردوستۍ ته ډیر اړ وؤ ځکه له یوې خوا روس دآسیا د سهیل په لور مخ په وړاندې راتلو ددې پرمختګ څخه انګریزانوته ددې ډار پیداشوچې روسان ځانونه هند ته ونه رسوي اوله بلې لورې نه یې غوښتل چې دبل هیواد سره نژدې اړیکې پیدا نه کړي نو د امیرشیرعلي خان ته یې دسوغات په توګه څو میله ټوپکونه او نقدې روپې ولیږلې او هم یې هند ته د ورتلو بلنه ورکړه چې امیر هم دغه بلنه ومنله او په ۱۸۶۹م کال کې دسید نورمحمدشاه فوشنجي، شهزاده عبدالله جان او نوروخپلو ملګروسره هند ته لاړو او دانګریزله لورې په ډیرو شاندارو مراسمو سره یې هرکلی وشو، دهند په امبالې ښار کې دهند وایسرای لاردمیو سره یې وکتل ددواړو ترمنځ خبرې اترې پېل شوې امیرشیرعلي خان داخبره په ډاکه کړه چې دپلارد تړون تائيد لپاره نه دی راغلی ، بلکه غواړي چې نوی تړون لاسلیک کړي نویو لړ وړاندیزونه یې انګريز دولت ته وړاندې کړل چې عبارت دي له :
 ملګرتیا به له دواړو لورې وي دهرملګرۍ اودښمن به دبل ملګرۍ اودښمن وي .
 کله چې بیروني هیوادونه په هند یرغل کوي ددواړو هیوادونو مشوره داعتبار وړده .
 انګریزبه په لازمي وختونو کې افغانستان سره دسلاح اوروپیو مرسته کوي ترڅو په خپله ددښمن څخه دفاع وکړي .
 د ۱۸۵۵م کال تړون یو اړخیزدی باید دافغانستان اوهندبریتانوي دولتونو ترمنځ دوه اړخیزه وي .
 فوځي مرستې اخیستل به له انګریزڅخه دافغانستان د پاچا هوډ پورې اړه لري.
 دانګریزانو مرسته به له افغانستان سره همیشنۍ وي چې دخطرپه وخت کې به زیاتیږي .
 دانګریزدولت به دافغانستان پاچاهي دامیرشیرعلي خان په کورنۍ کې دسردارعبدالله جان ولیعهدۍ په پیژندلو سره چې دامیر زوی دی تصدیقوي.
انګریزانو دتړون ددغو موادو له منلو ډډه وکړه خو یو لیک یې دامیرشیرعلي خان په نوم ولیکه اودایې په کې لیکلي وؤ چې انګریزان دافغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي امیرشیرعلي خان دایران لنډ مهاله نماینده ابوالحسن ته په خوښۍ سره ښه راغلاست وویل اوهم دانګریزانو نماینده عطامحمدخان هم کابل ته راورسیدو په همدې کال دروس اوانګریزترمنځ دافغانستان د بې طرفۍ په هکله خبرې اترې پېل شوې د ۱۸۷۳م کال پورې روس دافغانستان بې طرفي مني چې له خپل نفوذ اوقوت څخه یې بهر وپیژني اوافغانستان سره خپله پوله دزرقول څخه دخواجه صالح ترکلي پورې ومني اود آمو سیند کیڼې غاړې دافغانستان دخاورې یو جز وګڼي له بلې لورې څنګه چې په سیستان سیمه کې دهلمند دسیند اوبو دوېش په هکله دافغانستان اوایران ترمنځ جګړه پېښدلې امیرشیرعلي خان دتیرو تړونونو په بنسټ انګریزانوته مخ واړوه انګریزانو د ایران سره په دې اړوندوغږیدل په ۱۸۷۱م کال افغاني پلاوی راوغوښتل شو چې دسیستان په پولو کې دایراني اوانګریزي دولتونو سره وګوري چې داوبو وېش معلوم او ترمنځ پوله وټاکل شي سید نورمحمد شاه ورته وټاکل شو د انګریز حکم خپله پريکړه داسې اعلان کړه چې ایران یې پرته له تاریخي حقوقو څخه دهلمند په اوبو کې د پنځوس میلو په اوږدوالي شریک کړچې دجګړې جرړې د دواړو ګاونډیو هیوادو ترمنځ باقي پاتې شوې او همیشنی شکل یې غوره کړچې وزیر اوامیر په دې پریکړې اعتراضونه وکړ په ۱۸۷۳م کال کې دهند بریتانوي حکومت امیرشیرعلي خان شملې ته په دې لحاظ وباله چې دهلمند داوبو وېش په اړوند ددوی له حکمیت څخه خفه شوی وؤ. ترڅو له ده سره دسیستان داوبو اوشمالي پولو دټاکلو او نورو سیاسي مسٔلو په اړوند خبرې اترې وکړی امیرشیرعلي خان سیدنورمحمدشاه شملې ته ولیږه چې دانګریزانو له لورې يې تود هرکلی وشو سیدنورمحمدشاه د خبرو اترو په ترڅ کې د روسانو د مخکې راتګ ډار ښکاره کړو او هغه يې د دواړو هیوادونو پورې مربوطه وګڼله او وړانديز يې وکړ چې دانګریزدولت افغانستان سره مالي اوسلاح مرسته کوي او خپل څه عسکر به د امیر اختیارته ورسپاري کله چې امیروغواړي له هغوې څخه به کار اخلي ددې عسکرو لګښت به دانګریزپه غاړه وي او همدا ډول انګریز به د امیر د کورنۍ ضمانت په غاړه اخلي انګریزانو د وزیر وړاندیزونو ته ښکاره ځواب ونه ویلو اوغوښتل يې چې د افغانستان دولت باید په کابل ، کندهار، هرات اومزارشریف کې د انګریز نماینده ګانو سره موافقه وکړي دسیستان دتوان تلافی لپاره يې ۱۲۰۰۰ ټوپکه او۳۰۰۰۰۰ روپۍ په سوغات کې ورکړې. په هغه مکتوب کې چې امیر ته يې لیکلی وه لاندې مطالبو ته يې په کې ځای ورکړی وه دهندبریتانوې هیواد به دروس دیرغل په صورت کې له ټولو ممکنو لارو څخه مرسته کوي دهیواد دودې اودعسکرودپیاوړتیا په خاطر به انګلستان له افغانستان سره خپلې مالي مرستې هم وکړي خووخت اواندازه به دبریتانې دهیواد په لاس کې وي اوانګریزان به دامیر او دهغه کورنۍ په نیت خیرخواهي لري او هغه به غښتلی کوي ترڅو دباندیني اوکورني خطرڅخه وژغورل شي امیر باید په خپل باندیني سیاست کې دانګریزي دولت سره مشوره وکړي په دې ترڅ کې شمال پولو دکتلو لپاره انګریزانو یوفوځي پلاوی به موقتاً مني امیردشملې دکنفرانس څخه خوښ نه شو، ځکه چې دده کومه غوښتنه چې عبدالله جان ولیعهدي وه دانګریزانو له خوا ښکاره تائيد شوی نه وه د شملې دکنفرانس په وخت کې روسانو خیوا ونیوله اودهغې موافقې له مخې چې دانګریزانو سره يې کړی وه بدخشان او واخان یې افغانستان ته ورکړو.
وړاندې تګ سیاست (forward policy)
کله چې روسانو خیوا ونیوله نوانګریزانو په پېښورکې دوړاندې تګ سیاست غوره کړوچې په انګلیسې کې ورته forward policy وايي، مطلب يې داوه چې انګریزان باید دروسانو سره په لویدیځ سرحد کې مقابله وکولې شي او د هغوې د پرمختګ مخه ونیسي نوپدې ترتیب هرډول لازم ترتیبات يې ونیول دلته د انګریزپه سیاست کې دافغانستان په نسبت یونوی څپرکی خلاصیږي چې له مخې ددواړو هیوادونو سیاسي اړیکې خړپړ او انګریزانو په افغانستان باندې یرغل کولو ته تیار شول په ۱۸۷۶م کال په پېل کې دهند نایب السطنه نارت بروک دانګریزانو دسیاست مخالف استعفا‌‌‌ء وکړه دده پرځای لاردلیتن وټاکل شو دهند بریتانوي حکومت وغوښتل چې خپل نماینده ګان افغانستان ته وليږي اوددوی نماینده ګان باید ازادانه سرحداتو ته تګ راتګ وکړي په خپلو غوښتنو کې زیات ټينګار وکړ امیرشیرعلي خان ددوی دغه خوځښت په خپل کورنی چارو کې لاسوهنه وګڼله سربیره پردې دامیرشیرعلي خان داخلي دښمنان هم زیات وه په مرکزي اسیا باندې دروسانو دپرمختګ څخه په اسلامي هیوادونو کې هم په ډارکې وه ، عبدالرحمن خان دروسي جنرال ګورنر کوفمان لخوا دې ته راوبلل شوچې په افغانستان یرغل وکړي اودوی به ورسره مرسته کوي سره ددې چې عبدالرحمن خان داخبر نه وؤ منلی خوبیا هم په افغانستان باندې د روس دیرغل اوازه هرې خوا خپره شوه امیرشیرعلي خان خپل وزیر نورمحمد شاه په ۱۸۷۸م کال دجنورۍ په ۳۰ پېښورته ولیږه وزیر په خپل تېرشوي تړونونو ټینګار کاوه خو انګریزي استازي دا تړون دافغانستان دامیر په خوښه نه غوښت په ۱۸۷۸م کال هند ته دروسانو دتیري اوازه ورسیده سره له دې چې دبرلین تړون دروس اوانګریزترمنځ دجګړې خطر لمنځه وړی ؤ خو بیا هم لاردلیتن د وړاندې تګ سياست دعملي کولو غوښتونکی وه په امیر باندې يې فشار واچوه اوله بلې لورې نه دامیرشیرعلي خان غوښتنې هم دانګریزانو له لورې ونه منل شوې نوامیردروس سره دملګرتيا تړون دلاندې شرایطو له مخې لاسلیک کړو.
داميرشيرعلي خان اوروسانو ترمنځ د تړون لاسليک
• دروس د دولت لښکرې به د افغانستان له لارې هند ته تیريږي نو د افغانستان دولت به د تیریدو له اجازې سره دهغوې ساتنه هم کوي .
• د اوسپنې درې کرښې به دافغانستان څخه دهند ترسرحداتو په لور کښل کېږي دافغانستان دولت به له دې څخه منع نه راوړي .
• دروس سره به يوځای دافغانستان خلک دانګریزانو پرضد جنګيږي دافغاني فوځ مصرف به دجګړې له پېل څخه دروس پرغاړه وي اووسله به ورکوي ، دروسانو دلښکرو او څارويو خوراکې توکې به دهغوې سره په بارونو کې موجود وي.
• دهند نیولو وروسته به کومې سیمې چې په ختيځو او سویلي برخه کې په احمدشاهي امپراطوری شهنشاهي دولت پورې تړلی شوی وې افغانستان ته پریږدي په قطبي برخه کې به داموسیند سرحدي پولي جوړوي کله چې انګریزان له پورته تړون څخه خبریږي چې دامیرشیرعلي خان اودروسي جنرال کوفمان ترمنځ لاسلیک شوی دجګړې اعلان مکتوب يې سرنونیل چمبرلین په واسطه چې سیاسي پلاوی وه ولیږه ، نېټه يې ورته معلومه کړه او اولتیماتوم یعنې ضرب العجل يې ورته ورکړ چې ترمعلومې نېټې پورې ځواب راونه رسيږې او امیر له خپلې نوی ملګرتیا څخه مونږ ته ډاډ رانه کړي نو د کندهار، کرُمې او خیبردرې له لارې به افغانستان په لور روان او افغانستان به د روس د مخنیوي لپاره ونیسې خو په دې وخت کې سردارعبدالله جان د امیرشیرعلي خان زوی مړ شو امیرپه غم کې ډوب تللې وه د زوی مړینې په مراسمو کې بوخت وؤ د انګريزانو سیاسي نماینده سره يې لیدنه ونه شوه نو ترمعلومې نېټې پورې انګریزانو ته دلیک یا مکتوب ځواب ونه رسیدو نو ځکه يې له دریو لارو څخه پر افغانستان یرغل وکړو.
دافغان او انګریز دویمې جګړې پیلیدل
انګریزانو په افغانستان کې خپله لومړنۍ ماتې ناڅاپي ګڼله نودوهم ځل يې بیا پرافغانستان یولوی لښکر راوستلو او د۱۸۷۸م کال په نوامبر کې دخیبر، کرُمې او بولان درې له لارې ددرنې توپخانې او۳۵۰۰۰عسکروسره پرافغانستان ورننوتل امیرشیرعلي خان دروسانو دکړې ژمنې مرستې په هیله مزارشریف ته لاړو. په ترکستان کې روسي ګورنر جنرال کافمن ورته بهانې اوپلمې په مخ کې واچولې يوه پلمه يې داوه چې مونږ دافغانستان دپښو ولویدلو قواوؤ د تقویه کولو لپاره دهندوکش له لارې دموادو د لیږدولو لپاره ترانسپورتي ستونزې لرو. انګريزانو چې پرافغانستان یرغل وکړو نو یرغل کول پرافغانستان آسان دي خوافغانستان په خپل واک کې ساتل ډير ستونزمن دي انګريزانو ته داحقیقت دافغانستان په لومړي جنګ کې ثابت شوی او دوهمې جګړې هم دا حقیقت ثابت کړو افغانانو دوهم ځل بیا دوی ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو. کله چې امیرشیرعلي خان په ۲۱ فبرورۍ ۱۸۷۹م کال مزارشریف کې زړه وچاودیدو اومړشو. دهغه له مړینې وروسته دهغه مشر زوی محمد یعقوب خان د۸ کالو بند څخه راویست او د کابل پرتخت کیښناست .
امیرمحمد یعقوب خان چې یوبې تجربې سړی وؤ، انګریزانو ونیوه او ګندُمک ته چې د ننګرهار دشیرزادو په ولسوالۍ کې موقیعت لري هلته یې بوتللو دافغانستان په تاریخ کې پرې شوم تړون لاسلیک کړو چې وروسته په تفصیل سره د نوموړي تړون د موادو ذکرراغلی دی.
د امیر مححمد یعقوب خان واکمني
اميرمحمدیعقوب خان دشیرعلي خان زوی داميردوست محمد خان لمسی وه د ډیرقوت په درلودلو سره نوموړی د خلکو په منځ کې د زمري زوی(شیربچه)په نوم شهرت درلودو، امیرشیرعلي خان په لومړي ځل سلطنت کې دهرات والي په حیث ټاکل شوی وؤ کله چې شيرعلي خان د عبدالرحمن خان اومحمداعظم خان دلاسه ماتې وخوړه نوشیرعلي خان یعقوب خان ته چې په هرات کې وؤ پناه یوړه، نوموړي خپل عسکرله شیرعلي خان سره یوځای کړل کندهاریې له محمد سرور دمحمداعظم خان زوی څخه ونیولوامیرشیرعلي خان دیعقوب خان په مرسته کابل ونیولو اوددوهم ځل لپاره دافغانستان د پاچا په توګه وټاکل شو.
کله چې شيرعلي خان پاچا شو نو د خپلې میرمنې عايشې په هڅو سره چې له دې سره يې ډيره مینه درلوده زوی يې عبدالله جان خپل ولیعهد وټاکه یعقوب خان چې پدې وخت کې ۲۵ کاله عمردرلود د خپل پلار ددې اقدام څخه خفه شو او له کابل نه وتښتېده هرات ته لاړو، فتح خان يې ووژلو وروسته پښېمان شو شيرعلي خان په تدبير سره کابل ته راوبللو اوبندي يې کړو د امیرشیرعلي خان د مړیني نه وروسته دهغه مشر زوی محمد یعقوب خان د محبس نه ترخلاصيدو وروسته په روحي اوعصبي ناروغۍ اخته شوی وه.
لنډه داچې انګریزانو د افغانستان د نیولو لپاره عملاً لاس په کارشوي وؤ او د افغانستان خلکو يو پاچا یا مشر ته اړتیا درلوده ترڅو پرهغه راټول او د انګریز د یرغلونو مخه ونیسي ځکه نو امیرمحمدیعقوب خان په ۱۸۷۹م کال دمارچ په میاشت کې واک ته ورسیدو. یعقوب خان روحاً دومره وهل شوی وؤ، چې دهیڅ شي څخه خبر نه وؤ حیران ؤ چې څه وکړي دغوښتل چې دانګریزانو غوښتنې ومني څو هغوې خپلې قواوې له افغانستان څخه وباسي داکار دده هیله وه خوپه عمل کې ممکنه نه وه، یعقوب خان په لومړي سرکې بعضې کسان مقرر کړل خوهغه شکمن خلک وه دمثال په توګه دده خُسر یحيی خان چې دامیرشیرعلي خان په وخت کې په بریتانوي هند کې وؤ د کابل والي مقررشو همدارنګه سردارشیرعلي خان دسردارمهردل خان زوی چې د انګریزانو یو نماینده ؤ د کندهار والي يې مقررکړو او داسې نورهم مقرر کړل، یعقوب خان پر۱۸۷۹م کال دمارچ په لومړیو کې دهند وایسرای ته د پلار د مرګ او د خپلې پاچاهۍ خبر يې ورکړو.
دشيرعلي خان د مړينې نه يوه اونۍ مخکې د۱۸۷۹م کال دفبرورۍ په دیارلسمه ډيزرائيلي دانګلستان په پارلمان کې په ښکاره وويل چې زمونږ د جنګ موخه په افغانستان کې که څه هم لاسوهنه بلل کېږي داوه چې دادی نن د دريو ښارونو خاوندان يو اوهندوستان مو يوه پخه کلا کړه دې مغروره لارد چې کوم خوب لیدوتعبير يې یوازې شپږمياشتې وروسته دسفیرکیوناري په وژنه کې راڅرګند شو او دی د یو بدنامه ديپلومات په توګه دسیاست له صحنې څخه ووتلو او لیبرالانو پرې ملنډې وهلې.
څرنګه چې په لندن کې پرمحافظه کار حکومت د لیبرالانو لخوا په پارلمان او مطبوعاتو کې سختې نيوکې روانې وې، نو د لندن محافظه کار زعماوؤ ویسرای ته لارښونه وکړه چې ډير ژر دجنګ بار له اوږو وغورځوي نو کله چې دیعقوب خان لیک هغه ته ورسید نوموړي داد شولې یولیک وباله او ډير ژر يې دامیر خسر سردار یحیی خان چې په هند کې وؤ کابل ته راوليږلو اویو هئیت يې دمنشي بختیار ترمشرۍ لاندې مؤظف کړوچې په کابل کې داميریعقوب خان اودهغه مشاورینو سره خبرې وکړې دشولې شرایط هم هغه وؤ چې امیرشیرعلي خان ته يې وړاندې کړي وه خوشيرعلي خان سرغړونه کوله اونوي امير يې منلو ته اوږې ټيټې کړې وې .
انګریزانو له دوو مطلبونوسره علاقه درلوده یو ددرې ګونو لارو کنټرول یعنې کُرم ، بولان دره اوخیبردره بله داچې دافغانستان پر بهرني سیاست نفوذ او اغیز ولري نودانګریزهئيت اميرمحمدیعقوب خان دې ته اړ کړو چې ګندُمک سيمې ته ورشي، انګریز چې سخت غچ اخیستونکی قوم دی ګندُمک يې ځکه دغه کارته وتاکلو چې تقریباً ۴۰ کاله وړاندې ددوی ۱۶۵۰۰تنه فوځ دلته له منځه تللی وؤ او ویاړونه يې له خاورو سره برابر شوي وه.
د ننګرهار د ګندمک تړون
دغه تړون چې د افغانستان په تاریخ کې یو شوم تړون بلل کیږي په لاندنیو شرطونو باندې دهند بریتانوي حکومت اودافغانستان امير محمدیعقوب خان او اړوندو ملحقاتو ترمنځ دشولې اودوستۍ داړیکو جوړولو د پاره په اتفاق سره وشوو چې شرطونه يې عبارت دي :
1) له کومې ورځې نه چې دواړه ډلې په دې تړون باندې مهر تصدیق ولګوي نو دهغې ورځې نه به يولور ته دهند برتانوي حکومت اوبل لور ته دافغانستان امير اوملحقات اودهغه ځای ناستو ترمنځ به همیشنۍ شوله اوملګرتیا وي.
2) دافغانستان حضرت والا امیر او ملحقات دا اقرار کوي چې هرکله دواړه ډلې په دې تړون باندې مهر تصدیق ولګوي نو هغه به پوره او مکمل د سر سلامتۍ یو اعلان د خپل رعیت دهغه ټولو کسانو په هکله خپروي اودهغوي به باالکل ضمه واري کوي چې چا ددې جنګ په دوران کې انګریزي فوځونو سره راشه درشه ساتلې ده او په هره درجه چې وي هغوي به ټول دهرډول سزا او زیان نه لرې ساتي.
3) دافغانستان امير او ملحقات دا اقرار کوي چې هغوې به خپلې اړیکې پردو حکومتونو سره دحکومت بریتانیا په صلاح مشوره ساتي ، دافغانستان امير به هیڅ پردي حکومت سره تړون نه کوي اونه به د يو پردي حکومت پرخلاف وسله را اخلي ترڅو پورې چې حکومت بریتانیا په دې متفق نه وي په دې شرطونو به حکومت بریتانیا د روپیو، وسلو یا دفوځونوپه ذریعه دټولو بیروني یرغلونو برخلاف مرسته کوي دامرستندویه فوځونه به په داسې طریقه استعماليږي چې څرنګه حکومت بریتانیا ته ددې مرام حاصلولو دپاره مناسب ښکاره کېږي ، هرچېرته چې انګريزي فوځونه په افغانستان کې دباندني به یرغلونو ددفع کولو دپاره دننه شي نوڅه وخت چې هغه مدعا چې دکوم دپاره هغوي داخل شوي وي سرته ورسوي نو هغوي به سمدستي انګريزي سیمو ته خپل خپل ځایونو ته واپس کېږي.
4) ددې مرام دپاره چې حکومت بریتانیا اوامیرمحمد یعقوب خان په منځ کې هغه نژدې او بلاواسطه اړیکې چې کوم اوس قایم شوي دي په عمل جاري پاتې شي اوددې دپاره چې دامیر دمقبوضاتو دسرحدونو په ښه طریقه حفاظت وشي دواړه ډلې دا اقرار کوي چې په کابل کې به یوانګریزي نماینده اوسیږې چې دهغه ددرجې اووقار سره مناسب وي داخبره هم دواړه ډلې منظوروي چې هرکله یوه غټه باندنۍ معامله پيښه شي نو حکومت بریتانیا ته به داحق حاصل وي چې هغوې دافغانستان سرحدونو ته انګريزي نماینده ګان سره دمناسب ساتونکو ډلو ولیږي خو چې هرکله دا امرحکومت بریتانیا ته ددواړو حکومتونو دګټولپاره اړين ښکاره شي، دافغانستان حضرت والا امیر به هم خپل یو نماینده دهندوستان دګورنر جنرال په دربار کې اوسیدو دپاره مقررولی شي اودهندوستان په هغې نورو مقاماتو کې هم چې په کوم باندې دواړه ډلې خوښمن شي .
5) دافغانستان حضرت والا امیر اوملحقات په خپل ملک کې دانګریزي نماینده ګانو دذات دسلامتۍ اود دروند سلوک ضمه واري اخلي اوحکومت بریتانیا له خپل طرف نه دا اقرارکوي چې دهغوي نماینده ګان به په هيڅ وجه دامیر والا د ملک په داخلي انتظام کې لاسوهنه نه کوي.
6) دافغانستان امیر او ملحقات دخپل ځان او دخپلو ځای ناستو دطرف نه دا اقرار کوي چې هغوې به په خپل ملک کې دننه دانګریزي رعایاؤ په لاره کې هیڅ ستونزې نه پیداکوي چې هغوې دهغوې په سیمو کې په امن سره تجارت وکړي ترڅو پورې چې هغوي ته د حکومت بریتانیا د طرف نه په دې اړه اجازت حاصل وي.
7) ددې موخې لپاره چې د بریتانیا حکومت او د افغانستان حضرت والا امیر د سرهیمو ترمنځ د تجارت تګ راتګ مسلسل او جاري وي نو امیر دا اقرار کوي چې زه به دسوداګرو خلکو د حفاظت دپاره خپل غوره وس نه کاراخلم او د افغانستان په عامو او مشهورو لارو باندې به د تجارت مال د تیریدو او راتیریدو دپاره اسانتیا پیداکوم او د حضرت والا امیر په ملحقاتو کې چې کوم تجارت کیږي دهغه دپرمختګ او دحفاظت دپاره عام انتظام وغیره به په یوجداتجارتي تړون کې ذکر کیږي چې هغه به دملک دنورو حالاتو مدنظر په یوکال کې دننه دننه ددواړو ترمنځ کیږي.
8) ددې دواړو حکومتونو په منځ کې دتجارتي اړیکو اوتګ راتګ دپرمختګ اومرستې دپاره دواړه لورې دا اقرار کوي چې دکرُمې نه تر کابل پورې به دبرقي تار یو تار بریتانوي حکومت په خپل خرچ جوړوي او افغانستان امیر به ددې تار د حفاظت انتظام په خپله ضمه اخلي.
9) په دې خاطر چې د دواړو حکومتونو ترمنځ د دوستۍ اړیکې اوس بیا د سره قایمې شوې چې ددې تړون تیرشوي شرطونه یې تصدیق کوي او مضبوطوي یې له دې کبله بریتانوي حکومت اود جلال آباد ښارونه سره دهغې ټولو سیمو چې دا وخت دانګریزي فوځونو په واک کې دي واپس ورکوي غیرد کرُمې، پشین او د سیبي د سیمو نه د افغانستان حضرت والاامیر اوملحقات د خپل لورې نه داقول کوي چې دکرُمې ، پشین اوسیبي سیمه به په مطابق دهغې حدودو چې کوم په مشموله نقشه اوجدول کې درج دحکومت بریتانیا دحفاظت اود انتظامي تسلط لاندې وې خودغه تسلط دایمي نه دی اوددې سیمو مالیې هرکال دافغانستان حضرت والا امیر ته ورکوي دبریتانیا حکومت به دمیچنۍ او دخیبر ددرو انتظام چې دپیښور او جلال آباد ترمنځ پرتې دي په خپل لاس کې ساتي اوکوم آزاد قبایل چې دې درو سره بلاواسطه اړیکې لري هغوی سره به هم دتګ راتګ انتظام پخپله کوي.
10) ددې غرض لپاره چې بریتانیا حکومت دامیرسره دخپلو حقه اختیاراتوپه حاصلولو کې نوره مرسته وکړي او هم ددې تړون دقبول شوو شرطونو په مقابل کې اقرار کوي چې دکال به شپږلکه روپۍ دافغانستان حضرت والا امیر ته ورکوي .
دغه تړون دګندُمک په سیمه کې نن په ۲۶ دمئ ۱۸۷۹م کال کې ترسره شو.
دامیرمحمدیعقوب خان لاسلیک
این کیو ګنري میجر سیاسي افسر کار خاص لاسلیک
لارډ لیټن لاسلیک
همدارنګه دا تړون دهندوستان دهزایکسي لنسي وایسرای او ګورنرجنرال دجمعې په ورځ په ۳۰ تاریخ دمئ په ۱۸۷۹م کال کې دشملې په سیمه کې تصدیق کړو.
دای سي لائل لاسلیک
دهندحکومت د محکمې خارجه سکرتر
ددې تړون له مخې افغانستان پشین، کرُم او خیبر دره له لاسه ورکړه اوهم ددې قراداد له مخې دانګریزنماینده په کابل کې ځای پرځای شوچې داکار دافغان ولس ته دمنلو وړنه وؤ.





د کیوناري وژنه
دڅلورم شرط په اساس انګریزخپل نماینده په ۲۴ د جولايې ۱۸۷۹م کال میجرسرلوئيس کیوناري کابل ته راغی ددې تړون له مخه افغانستان بیخي د انګریزانو په پنجه کې ونښتو او په ظاهره کې يې دخلاصي کومه لاره نه ښکاریدله.
کیوناري هم مکناټن ته ورته له لومړیو نه چې کابل ته دننه شو پداسې حال کې چې دمقام، وقار،شهرت اوخوشحالۍ په نشه مست وؤ بې پروا يې دافغانستان په چارو کې لاسوهنه پیل کړه اوله هغوسردارانو سره چې دانګریزانو پلوي ول نږدې اړیکې يې ټينګې کړې، چې دغې کاردامیر بدګماني اونورو سردارانو اوددولت کار کوونکې راولاړ کړل . اوپه هیواد کې یو ټول پاڅون خور شو اودجنګ مړ اور بیا تازه شو ددې پاڅون اصلي ریښتوني علتونه نه معلومیږي خویو علت يې دادی چې انګريزي سفیرخپل ځان حاکم اعلی ګڼلو او په انتظامي چارو کې یې لاسوهنه پیل کړله چې داخبرې په پښتنو سردارانو ناسمې لګیدلې اوداهم يوعلت کیدلی شي چې دسردار عبدالرحمن خان مور دپښتون فوځ سپه سالار داؤدشاه ته د رشوت په ډول درې زره اشرفۍ په دې موخه ورکړې وې چې هغه سفیر ووژني ځکه چې د سفیر د وژلو په وجه به امیرمحمد یعقوب خان بدنام او دملک نه به ورک شي او د هغې زوی عبدالرحمن خان ته به د کابل د تخت حاصلولو موقع په لاس ورشي، بل داچې کله یعقوب خان کابل ته راورسیدو نو ایوب خان يې د هرات والي وټاکلو او له هغه يې غوښتنه وکړه ترڅو یوه ډله عسکر کابل ته راولیږي نوموړي هم یو تعداد عسکر هغه ته ورواستول او په هرات کې هغوې ته ویل شوي وه چې تنخوا به په کابل درکړل شي دغه عسکر چې کله کابل ته ورسیدل له خپل سر لښکر داؤد شاه خان څخه يې د تنخوا غوښتنه وکړه چې تنخوا ورکړي هغه ورته وویل ستاسوغوښتنه پرحق ده خو اوس ټول صلاحیتونه دکیوناري په لاس کې دي هغه ته ورشی اوخپله تنخوا ورڅخه وغواړی ، عسکر چې کله دکیوناري منزل ته چې په بالاحصار کې يې موقعیت لرلو ورسیدل، کیوناري ګمان وکړلو چې ملت په پاڅون لاس پورې کړی دی اودغه عسکرغواړي چې پرمونږ یرغل وکړي نوخپلو ساتونکو ته يې امر وکړو چې پرهغوې باندې د مرمیو ګذارونه وکړي، دغه عسکر چې د خپلې تنخوا غوښتنې په خاطر د کیوناري منزل په لورې په حرکت وه دوی هم دمرمیو باران پرمقابل لورې باندې پېل کړلو چې پدې وخت کې یعقوب خان ډيرې هڅې وکړې چې خپل عسکر منع کړي خو چا يې غوښتنې ته پاملرنه ونه کړه ددغې سرګرمۍ په پایله کې دسرکیوناري په شمول ۱۲۳ تنه دانګریزسفارت کارکوونکې او۶۰۰ سرتیرې يې ووژل شول دغه خبر سمدستي دهند وایسرای لارد لیتن او جنرال رابرټس ته ورسیدو انګریزانودجنرال رابرټس به لارښوونې یولښکردلوګرله لارې افغانستان ته اولیږلو یعقوب خان چې لدې خبرشونوپخپله يې ځان رابرټس ته ورشولو اودهغه لخوا نه دسفیر دوژلو په تور ونیول شو که څه هم هغه دخپلې دبې ګناهۍ په اړوند ډیرعذرونه وړاندې کړل خوکامیاب نشو او د دسمبرپه لومړۍ نېټه ۱۸۷۹م کال دشاهي قیدې په حیث هندوستان ته ولیږل شو او د خپل ژوند پاتې برخه يې په هندوستان کې د نظربندۍ په حالت کې تیره کړه اوهملته په ۱۹۲۳م کال کې وفات شو. دا پاڅون څو ورځې جاري وه خو انګریزي فوځونو په ټولو مهمو مقاماتو قبضه وکړه اوحالات يې ټينګ کړل د انګریز حکومت دا هوډ وه چې د کندهار او کابل دوه صوبې جوړې کړي او د هندوستان سره يې وتړي چې ددې تجویز په هکله انګلستان کې لیبرال ګوند ډیره غوغا پورته کړه او په ډیرشدت سره يې ددې تجویز مخالفت وکړو.
په دې ورځو کې یوطرف ته سردار عبدالرحمن خان په افغانستان کې دخپل حکومت دقیامولو کوشش کولو بل لور ته دامیریعقوب خان کشر ورور سردار ایوب خان هم دخپلې پادشاهۍ دپاره سرتندی وهلو.
د میوند جګړه ۲۱ د جولايي ۱۸۸۰م کال
داچې پښتون قوم په منظمه طریقه او په اتفاق سره د انګريزي فوځ په کابل باندې دمخکې تګ مقابله نه وه کړې هغوې دا احساس کولو چې انګریزان به دخپلو کسانو بدله دکابل دځينې ګناه ګار کسانو نه واخلي اوبیا به هندوستان ته ولاړ شي خو کله چې يې ولیدل چې انګريزي فوځونو دشیرپور په چاوڼې کې خپلواکې دیرې ونیولې دخرڅ خوراک راجمع کولو دپاره يې په څلورو خواؤ سیمو کې د فوځ لويې لوبې ډلې واستولې چې چا به هغوې ته دغلې او د نورو سامانونو په ورکولو کې يې لټي او بهانې کولې نوهغوې ته به يې سختې سزاګانې ورکولې کله چې عوامو خلکو د انګریز قبضه په سرکاري انبارخونو، اسلحه خونو، خزانو، ماليې اومحصولونو جمع کولو باندې يې ولیدل اود بالاحصار او د هغې ټوله آبادي اوشاهي محلونه يې ویجاړ کړل او بې ګڼه خلک يې ووژل چې د ټولو پښتنو سره د سخت سپکاوي دبې عزتۍ اود ذلت سلوک راواخیستو چې په دې کې يې دګناه ګار او بې ګناه توپیر ونه ساتلو نوسره ددې چې په هره قبیله کې دیوسردار بل سره دیوخان بل خان سره اودی وملک بل ملک سره بې اتفاقي او ورانه وه ولې هرکله چې هغوې دټول قوم آزادي، آبرو اوننګ په خطره کې ولیدو نو هرڅه يې شاته وغورځول اودانګریز پرخلاف دجهاد کولو په نیت راپاڅیدل ځای په ځای قومي مشرانو خپل ملک ددې بهرني دښمن نه دخالي کولو دپاره یولوی تحریک پیل کړو.اوپه حجرو جماعتونو کې يې داولس خلکو ته دقوم، مذهب اوملک په نوم دجهاد اعلان وکړو چې ددې تحریک لوی مشران ملاصاحب مشک عالم، غازي محمدجان خان وردګ، میربچه کوهستاني، سمندرخان د لوګراو غلام حیدر خان د چهاردهي وه . داهم ددې کسانو او د هغوې د ملګرو دهڅوپایله وه چې افغانستان د څه مودې لپاره پرانګریزانو باندې سور اور وګرځاوه. دهرات خلک دلومړي دسمبر ۱۸۷۹م کال دانګریزله یرغل او د امیرمحمدیعقوب خان هند ته لیږلو نه خبر شول نوخلک دهرات له لښکرو سره د دښمن پرضد په جوش سره دهرات نه کندهار پرلور راروان شول، چې مشري يې سردار محمدایوب خان کوله انګریز چې په کندهار کې وؤ دایوب خان له تصمیم نه خبرشو نوسمدستي يې له هند څخه مرسته وغوښتله نودجنرال بروز په قوماندې ۱۲۰۰۰ نفري فوځ دکویټی او بولان درې له لارې کندهار ته ورسیدو، په دغه وخت کې چې سردار محمدایوب خان دهرات نه کندهار په لور په لاره وؤ نوپه ټوله لاره کې دخلکو له لورې نه په خپله خوښه دخوراکې توکو، سواره ، پلي اونورو مرستندویه توکو سره ونازول شو.چې دغه لښکر په ۲۰ دجولايې ۱۸۸۰م کال دمیوند میدان ته نژدې شول او په یوبې اوبو دښته کې يې واړول بالاخره په ۲۱ دجولايې انګریزانو سره دمیوند په سیمه کې جنګ رامنځته شو چې په جنګ کې سردار محمد ایوب خان بریالی شو اوانګریزي لښکرو ته ډیر زیان ورسیدو په دې مشهوره جګړه کې دافغان میرمنوهم برخه اخستې وه چې یوه له هغې ډلې څخه ملالۍ نومیدله چې په جنګ کې يې دخپل ملي لښکر بیرغ په لاسو کې نیولی وه او دا ټپه يې ویله :
کــه په مــیوند کې شــهید نه شـوې
خدابږولالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
بالاخره ملي اتله ملاله دبیرغ سره په همدې جګړه کې شهیده شوه او د افغانستان په تاریخ کې د ځانګړي شهرت درلودنکې میرمن ده چې دانګریز پر وړاندې په ډیره میړانه وجنګیدله چې انګریز د دوهم ځل لپاره په افغانستان کې شرمیدونکې ماتې وخوړله او له ۱۲۰۰۰ فوځ څخه یې یوازې ۲۵ نفر ژوندي پاتې شوي دي نو دا فتح ترډیرو ورځو دایوب خان په برخه نشوه جنرال رابرټس په ډیرې تادئ دکابل نه کندهار ته لاړو اوایوب خان ته يې ماتې ورکړه سردارایوب خان بیاهرات ته لاړو اوکندهار دانګریزانوپه لاس پریوتو ددې نه وروسته دسردارایوب خان اوعبدالرحمن خان ترمنځه یوجنګ وشو چې په هغې کې عبدالرحمن خان بریالی شو او سردارایوب خان ایران ته لاړو چې دغه شان عبدالرحمن خان ته په افغانستان کې ډګر خالي پاتې شو دا چې انګریزانو ته د افغانستان سره د لومړي جنګ پایلې لایادې وې نوهغوې دکابل اوکندهار نه د خپلو فوځونو ویستلو او د سردارعبدالرحمن خان واکمنۍ منلو هوډ يې وکړو.
جنرال رابرټس چې په کندهار کې وه دبولان درې له لارې او جنرال استوارت چې په کابل کې ؤ دجلال آباد اوخیبر له لارې افغانستان پريښودو چې په دې ترتیب دافغانستان خاوره ددویم ځل لپاره دانګریز له یرغل څخه پاکه شوه.


د امیرعبدالرحمن پیژندنه او د ګندُمک تړون منل
امیرعبدالرحمن خان د محمدافضل خان زوی او د دوست محمد خان لمسی په ۱۸۳۰م کال کې زیږیدلی دی په ۹ کلنۍ کې د پلار لخوا بلخ ته وغوښتل شو هلته يې پلار غوښتل چې زوی يې تعلیم پیل کړي خو عبدالرحمن خان له تعلیم سره شوق نه لرلو په ۱۳ کلنۍ کې دامیردوست محمدخان لخوا دتاشقرغان والي وټاکل شو خو د یو څه مودې وروسته يې استعفا ورکړه .
امیرعبدالرحمن خان وروسته له دې دپلار لخوا نه دچرسو او شرابو څښلو په تور محبس ته ولیږل شو چې یو کال يې محبس کې تیرکړو چې په همدې دوران کې شیرمحمدخان مړشواو عبدالرحمن خان له بندڅخه راخلاص شو او د پلار لخوا نه د ټول فوځ سپا سالار وټاکل شو.
کله چې دوست محمدخان دهرات له فتحې نه وروسته وفات شو او پرځای يې زوی امیرشیرعلي خان د قدرت واګې لاسته راوړې نو دغلط فهمې په اساس شیرعلي خان په افضل خان بدګمانه ؤ او هغه يې ونیولو، عبدالرحمن خان دپلار په نیول کیدو سره بخارا ته وتښتېدو کله چې شیرعلي خان په کندهار کې مصروف ؤ عبدالرحمن خان دمحمداعظم خان سره لاس یو کړو او کابل يې ونیولو بلاخره په ۱۸۶۷م کال کې محمدافضل خان وفات شو او پرځای يې دامیرعبدالرحمن خان کاکا محمداعظم خان واک ترلاسه کړو اودده لخوا نه میمنې ته ولیږل شو چې دغې وخت کې شیرعلي خان پرکندهار یرغل وکړو په غزني کې دمحمداعظم خان لښکر ماتې خوري عبدالرحمن خان کابل په لورې راروانيږي او په بامیانو کې د محمداعظم خان ماتې خوړلی لښکر ورسره یوکیږي بالاخره د وردګو په شش ګاؤ سیمه کې دشیرعلي خان دلښکرو له لاسه ماتې خوري او بیا دواړه ایران ته تيښتي هلته محمداعظم خان پاتې کیږي اوعبدالرحمن خان بخارا ته لاړو.
انګریزانو چې پرافغانستان ددویم ځل لپاره یرغل وکړو او دهغوې په مقابل کې دافغانستان مسلمان ملت پاڅون وکړو عبدالرحمن خان هم له بخارا څخه راغی او دآمو له سیند نه راپوریوتو په بدخشان اوبلخ کې يې خلک له ځان سره يوځای کړل اود کابل په لور راغی په چاریکار کې د انګریزنماینده ليپل ګریفمن ورته پیغام راوړلو، دا پيغام چې په ۱۸۸۰م کال ۳۰ اپريل د انګریزنماینده ليپل ګریفمن لخوا امیرعبدالرحمن ته ورسیدو چې په کې لیکل شوي چې مونږ ستا واکمني پرکابل باندې منو ته کابل ته خپل نماینده راولیږه، امیرعبدالرحمن خان ددې خط په ځواب کې ولیکل د کابل د تخت سمبالولو نه لومړی څوخبرې ښکاره کول اړین دي چې عبارت دي :
‌أ. زمادحکومت پولې به ترکومه وي؟
‌ب. دکندهار صوبه به زما په حکومت کې شامله وي او که نه ؟
‌ج. انګریزي سفیریا انګريزي فوځ به په کابل کې موجود وي او که نه ؟
‌د. د بریتانیې حکومت د یو دښمن په مقابله کې به زماڅخه څه هیله ساتلی شي که نه ؟
‌ه. د بریتانیې حکومت ماته اوزما ملک ته څه ګټه رشول غواړي؟
‌و. ددې په بدل کې زما نه د کوم چوپړ هیله ساتي ؟
ددې لیک په ځواب کې سرګریفمن په ۱۴ جون ۱۸۸۰ هغه ته دا ولیکل :
1) افغاني واکمن له انګلستان څخه پرته له هیڅ کوم باندني دولت سره سیاسي اړیکې نه شي ټينګولی چې دغې فقرې افغانستان له سیاسي خپلواکۍ څخه بې برخې کاوه.
2) کندهار اودهغه ټوله سیمه به دکوم بل واکمن ترواک لاندې راځي چې دا د افغانستان د تجزيې دپلان یوه برخه وه.
3) دپشین اوسیبۍ سیمه به دانګریزانو ترواک لاندې همدغسې پاتې وي .
4) دیعقوب خان سره لاسلیک شوی دګندُمک تړون به هماغسې اعتبار لري چې ددې پواسطه دره بولان، خیبردره او کُرمه ددښمن په لاسو کې پاتې کیدلې.
5) دانګریزانو فوځ به له کابل، جلال آباد اوکندهار پولې څخه په ژغورنده ډول سره تیريږي.
6) عبدالرحمن خان له بده مرغه دغه ټول شرایط ومنل اوانګریزانوهم کله چې لانوموړی په چاریکار کې وه هغه یې دافغانستان دپاچا په توګه ومانه خو دویم شرط يې له نیکمرغه دمیوند دسپیڅلې جګړې په برکت اوهلته په لندن کې دمحافظه کار حکومت دماتې او دلیبرالانو دبریالیتوب په وجه عملي نکړی شوه که نه عبدالرحمن خان چمتو ؤ چې ځان دپاچا کیدو په بدل کې يې آن دافغانستان زړه هم پراغیارو پلورلی وای.
داميرعبدالرحمن خان واکمني
امیرعبدالرحمن خان چې په ۱۸۸۰م کال کې په افغانستان کې قدرت ته ورسیدو نو د هیواد ټولنیزې او امنیتي چارې ډیرې ویجاړې شوې وي او هم د وطن د خاورې بشپړتیا ته سخت خطر مخامخ ؤ، محلي خانانو او قومي مشرانو د مرکزي حکومت څه پروا نلرله، د خلکو پر حقوقو او ژوندون باندې د غلو او داړه مارانو له لورې تیري کیدل، په لویو لارو کې به يې خلک چور کول او د وطن د تجزيې توطئه د انګریزانو او داخلي بیلتون غوښتونکو له لورې روانه وه. خصوصاً د کندهار ولایت د بیلیدو خطر ډیر زیات ؤ. خو امیر عبدالرحمن خان د افغانستان د زړورو او فداکاره اردو په مرسته بریالی شو چې د هیواد په داخل کې بې سارې امنیت ټینګ او بیلتون غوښتونکو ته يې کلکه ماتې ورکړه.د افغانستان د مسلمان او ملي اردو په تاریخ کې داسې ډیرې ځلاندې او له ویاړه ډکې او زړورې کارنامې ثبت دي چې دې میړني فوځ د ډیرو مغرورو دښمنانو په مقابل کې کړي چې تاریخ يې شاهد دی.
امیرعبدالرحمن په داسې شرایطو کې پرافغانستان واکمن شو چې دانګریز دوه ځلې یرغلونو په واسطه د افغانستان خاورې زیان لیدلی وه یعنې په افغانستان کې یوه منظم اداري جوړښت نه ؤ موجود، امیر عبدالرحمن خان د یو باثباته افغاني ریاست بنسټ کېښود امیرعبدالرحمن خان یو ډیر سخت ګیراو په زړه سخت حاکم ؤ مجرمانو ته به يې دوحشت اوبربریت دزمانې سزاګانې ورکولې خو پدې کې هغه ملامت هم نه وه دافغانستان خانانو او با اقتداره امیرانو به په عام اولس ډيرظلمونه کول او دحکومت اوامرو ته به يې غاړه نه کېښودله خوامیر ددې مقتدرو خانانو زور اوقوت بیخي ختم کړو.هغه په خپل حکومت کې د جاسوسانو یوجال خور کړی وؤ داجال دومره پراخه وؤ چې دامیر د جاسوسانو له ویرې نه به په خپل کورکې د حکومت پر خلاف چاڅه نشو ویلې دده په وخت دجایدادونو ضبطول، دملک نه وتل، اود معمولي شک اوتردید په بنا وژل یوه عامه خبره وه چې دغه ټول کارونه يې دحکومت ټينګښت لپاره ترسره کول چې بالاخره هغه دخپل انتقال په وخت کې دیومتحده حکومت په جوړولوکې کامیاب شوی وؤ.
امیرعبدالرحمن خان په سیاسي معاملاتو کې ډيرمهارت درلودلو، دهیواد داخلي تنظیم او امن راوستلو نه وروسته هغه دخپلې واکمنۍ دحد بندئ په لور پاملرنه وکړه امیرد دوو طاقتورو حکومتونو (روس اوبرتانوي هند ) ترمینځ نښتی ؤ خو په خپل تدبیرسره يې دواړه حکومتونو ته داموقع په لاس ورنکړه چې دهیواد په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.
په کال ۱۸۸۵م امیر دوایسرای هند په دعوت هندوستان ته لاړو اوپه راولپنډۍ کې يې دوایسرای سره ملاقات کولو د روس حکومت په ۳۰ مارچ ۱۸۸۵م کال د افغانستان په یوسرحدي څوکئ (پنجده ) یرغل او بیا يې ونیو او امیر په ډیر خپلواکی داخبره واوریدله، او د هیواد خپلواکې يې په خطر کې ولیده ده احساس کاوه چې روسیه دهند پرلورې دخپل سرحد پراخول غواړي اودايې ولیدل چې برتانیه دپيښور اوافغانستان دشمالي پولو ترمنځ دیوګوښه سرحد دلرلو په خاطر چې برتانوي فوځي ماهران يې په لټه کې دي ورو- ورو دافغانستان زړګي ته ځان رسوي، عبدالرحمن دخپلو سیمو په وړاندې د پیداشوي ګواښ د لرې کولو لپاره یوتګلاره جوړه کړه چې درې بنسټیز ټکې يې لرل .
1) فوځي خپلواکې
2) دفاعي ګوښه والی
3) په تدبیر سره اقدام کول
په پایله کې دافغانستان اوروس ترمینځه دحد تړلو دپاره یوه جرګه په ۱۸۸۶م کال کې جوړه شوه ددې جرګې د فیصلې په رڼا کې د روس اوافغانستان ترمینځه د آموسیند د بیلتون برید وټاکل شو او په دې ډول دهرات په لور د روسانو دمخکې تګ خطره ورکه شوه .
دهندوستان په شمال لویدیځ سرحد ټولې درې چې دافغانستان له خوا راوتلې وې دګندُمک تړون له مخې دانګریزانو په ولکه کې وې ددې نه علاوه په کویټه باندې هم دانګریزانو حاکمیت وؤ او په ژوب وادي کې دچمن پورې دریل پاټلې دوی غزولې وه ددې پيښو په رڼا کې امیرعبدالرحمن خان سره دانګریزانو دمخکې تګ خطره هم پیداشوی وه په دې غرض يې دانګریزانو سره دحد ټاکلو په هکله خبرې اترې پیل کړې خو انګریزانو دامیر سره په حد ټاکلو کې سست توب کولو ددې نه وړاندې امیر په خپل هیواد کې دوه قوي پاڅونونه چې یو دغلجیانو لخوا په ۱۸۹۰م کال دکندهار په سیمه کې اوبل په ۱۸۹۲م کال کې هزاره قوم په هزاره جات کې کړی وؤ چې په ډيرې سختۍ يې ختم کړی وؤ اوپه دغې وخت کې هغه ته په خپل ملک کې د پاڅون کوم خطره نه ښکاریده .
دډیورنډ د کرښې تړون ۱۸۹۳م کال
امیرعبدالرحمن خان دهند حکومت سره دخپلې واکمنې دحد ټاکلو په اړوند ډير لیواله وؤ خو انګریزان دې ته تیار نه وؤ په ۱۸۹۳م کال کې انګریزانو په (وانا) قبضه وکړه اوددې سیمې مشران يې امیر ته ولیږل، امیر عبدالرحمن خان دخلکو سره ډيردارو مدار وکړو چې په دغې وخت کې انګریزانو ته هم خپله غلطي معلومه شوه اوسمدستي يې امیر سره حد ټاکلو ته غاړه کېښوده او دهند لخوا نه د سرمارټيمر ډيورنډ په مشرۍ یو شپږکسیز هئیت کابل ته ولیږلی شو. بناً‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ء دزماني اومکاني شرایطو له مخې چې کوم علتونه امیرلري د سرمارټيمرډیورنډ سره چې دانګریز نماینده وؤ دسرحدي کرښې لاسلیک وکړو چې د ډيورنډ تړون په نامه سره شهرت لري. ددې کرښې په لاسلیک سره افغانستان په خواشینۍ سره په ختیځ او سهیل کې دخپلو ځمکو یوه برخه له لاسه ورکړه چې په لاندې ذکر شویو مادو کې ټولې سیمې یادې شوي دي .
ډیورنډ د کرښې تړون د ۱۸۹۳م کال د نوامبر دمیاشتې پر ۱۲مې نیټې لاسلیک شو دغه تړون اوه مادې او یوه نقشه لري دغه تړون د واخان څخه د ایران تر پولې پورې چې ۲۲۵۵کیلو متره ده او د ۱۵۱۰میله سره برابریږي د افغانستان ختیځ او جنوبي حدود داسې تشریح کوي.
1) د جناب امیر صاحب دهیواد ختیځ او سهیل حد په اوږدو له واخان څخه دایران تر پولې پورې په هغه خط کې چې پر نقشه باندې کښل شوی دی او ددې تړون لیک مل دې ټاکل کیږي.
2) دهندوستان حکومت به هيڅ وخت په هغو سيمو کې چې له دغې ليکې نه اخوا دافغانستان په لور پرتې دې مداخله ونه کړې، او والاحضرت امير به هيڅ وخت په هغو سيمو کې چې له ليکې نه اخوا دهندوستان په لور پرتې دې مداخله ونه کړي.
3) د بریتانيې عالي هیواد ژمنه کوي چې جناب امیرصاحب دې اسمار او دهغه نه پورته ناوه تر چنکه Chanka پورې په خپل لاس کې ولري او له بلې خوا امیرصاحب ژمنه کوي چې هیڅکله به سوات، باجوړ او چترال د آرنوي Arnawai په ناوې او باشګل Bashigal کې لاسوهنه نه کوي د بریتانیې دولت هم ژمنه کوي چې د برمل سیمه لکه څرنګه چې په مفصله نقشه کې کښل شوی او مخ کې جناب امیرصاحب د وزیرو اودوړو په پاتې ملک کې له خپلې ادعا څخه تیریږي او هم د چاګی (چغۍ) Chagah په نسبت له خپلې ادعا څخه صرف نظر کوي.
4) دسرحدي سيمي ليکه به دافغان او برتانوي ګډو کمشنرانو لخوا له دې وروسته په تفصيل سره وکاږله شي او حد بندي به شي په کوم ځای کې چې دتطبيق وړ او مطلوب وي. ددغو کمشنرانو مقصد به داوي چې دسرحد په ټاکلو کې متقابل فهم ته سره ورسېږي، داسې چې دغه ليکه دې تر نهايي امکان پورې دهغې نقشې له مخه وي چې له دغه توافق ليک سره مل ده،په داسې حل کې چې د دغې سرحدي سيمې د ګاونډيوکليو دموجودو محلي حقوقو رعایت پوره وشي.
5) د چمن د موضوع په اړه والاحضرت د برتانوي نوې قشلې په هکله له خپل اعتراض نه تيريږي او برتانوي حکومت ته د هغه حقوق پرېږدې چې د سرکې تیږي په اوبو کې يې په خپله په بيه اخيستې و. دسرحدي سيمې له دغه ټکې نه به ليکه په لاندي ډول وکاږل شي، دغه ليکه به لنډي کوتل ته نژدې د خواجه امران غروله لوړې نه چې دبرتانيې په سيمه کې به پاته کېږي، په هغه لور کښله کېږي چې مرغه چمن او دشربو چېنه به افغانستان ته پاتې کېږي اود نوي چمن چاوڼۍ او دافغان پوستې چې خلک يې لشکر ډنډ بولي تر منځ نيمايي پورې رسيږي . دغه ليکه به بيا د ريل وی ستيشن اودهغې پوښتۍ تر منځ چې دميان بلاک په نامه ياديږي ،تر نيمايي پورې رسيږي او په داسې حال کې چې دجنوب په لور به روانه وي له خوجه امران غرونو سره به بيا يو ځای کېږي .په دې ډول غوښه پوسته به دبرتانيې په علاقه کې او دغوښي په جنوب او لويديځ کې دشوراواک سرک به افغانستان ته پرېږدي . دبرتانيې حکومت به ددغه سړک تر نيم ميلي پورې مداخله نه کوي .
6) ددغه تړون ليک دغه پورته فقرې دهندوستان دحکومت اودافغانستان دوالاحضرت له خوا دنظر ټول عمده اختلافات چې دسرحدي سيمي په اړه ددوی تر منځ پيدا شوي وو، دپوره او قناعت بښوونکې فيصلې په ډول ګڼل کېږي او دواړه دهندوستان حکومت او والاحضرت په ضمه اخلې چې جزياتوپه اړه ټول اختلاف لکه هغه چې له دې وروسته به دهغو منصبدارانو له خوا پرې غور کېږي چې دسرحدي خط دحد بندۍ دپاره ټاکل کېږي، د دوستۍ په روحيې سره به فيصله کېږي. د دې دپاره چې تر هغو چې ممکنه وي د دواړو حکومتونو تر منځ دشکونواو غلط فهميو سببونه له منځه ولاړ شي .
7) دهندوستان حکومت چې دبرتانيې حکومت په نسبت دوالاحضرت له روغ نيتۍ نه په پوره ډول ډاډ من شوی او غواړي افغانستان پياوړی او خپلواک وويني دوالاحضرت لخوا د جنګي لوازمو په رانيولو او واردولو باندې به اعتراض ونه کړي او دوی به په خپله په دغې اړه ښه مرسته ورسره وکړي .برسېره پردې د دې دپاره چې دوالاحضرت دهغې دوستانه روحيې نښه وساتل شي چې په دغو مذاکراتو کې يې ښودلې دهندوستان حکومت ژمنه کوي چې په هغه دولسو لکو کې شپږ لکه روپۍ زياتې راوستل شي چې والاحضرت ته هر کال د مالېي مرستي په ډول ورکول کېږي .
هنري مارټیمر ډیورنډ د هندوستان د حکومت د باندنیو چارو وزیر
امیرعبدالرحمن خان د افغانستان او د هغه د توابعو امیر
کابل د نوامبر ۱۲ د ۱۸۹۳م کال
امیرعبدالرحمن خان ته ددې تړون د لاسلیک کولوپه بدل کې د کال د۱۲ لکو روپيو په څنګ کې د ۱۸۸۳م نه تر ۱۸۹۵م کال پوری ۸۰ سپک توپونه، ۱۷۳۴۰د توپ ګولۍ، ۳۳۳۰۲ ټوپکونه،۳۲۰۰ کارابینه ،۲۱ میلیونه د ټوپکو ګولۍ ورکړی شوې. د ډیورنډ د کرښې پر سر د تړون د لاسلیک کیدو په لومړیو کلونو کې د پښتنو په سیمو کې زیات پاڅونونه را وپاریدل چې په پایله کې یې زیاتو پښتنو مړونو خپل ژوند له لاسه ورکړ .
دا تړون اساساً له ۱۸۸۳م نه تر ۱۹۹۳م کال پوري د ۱۰۰ کالو لپاره ټاکل شوی وو، خوکوم وخت چې په کال ۱۹۴۷م کې اوسنی پاکستان جوړ شو، د ډیورنډ کرښه د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ په رسمي پوله وپېژندل شول. په عادي حالت کې باید د افغانستان حکومت په ۱۹۹۳م کال کې ددې سیمو لاس ته راوړلو ادعا کړی وای. خو څنګه چې افغانستان په کورنیو جګړو کې ډوب وو، د افغانستان سیاستوالو دې مهم ټکي ته پام ونه کړو، د ډیورنډ کرښه تر اوسه پوري د افغانستان له خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې.
د امیرعبدالرحمن خان کړنې د ډیورنډ له لاسلیک وروسته
د ډیورنډ تړون وروسته امیر ته د انګلستان ملکې لخوا نه انګلستان ته د ورتلو بلنه ورکړل شوه امیر دا بلنه ومنله خو د خپلې ناروغۍ له امله يې اوږد سفر ته زړه ښه نه کړو او خپل زوی شهزاده نصرالله خان يې ولیږلو په انګلستان کې د سردار نصرالله خان هم هغه شان عزت وشو څرنګه چې د یو با اقتداره ملک دیو شهزاده مناسب وي ددې شهزاده په لیږلو کې د امیر صاحب دا مطلب وو چې د ملکې سره د افغانستان د اړیکو په اړوند کې خبرې اترې وکړي اود انګلستان حکومت په لندن کې د افغانستان د یو نماینده په څیر اماده کړي ځکه چې د هغه دا مطلب وه چې د افغانستان اړیکې دی دهند حکومت پرځای مستقیماً د انګلستان حکومت سره ټینګې کړی شي ، د امیر په سوچ کې د هند حکومت به دانګلستان حکومت د اصلي حالاتو او پیښو نه خبرولو او په دې وجه به اکثر د دواړو حکومتونو ترمنځه غلط فهمئ پیداکیدلی خود هند حکومت د امیرصاحب ددې تجویز سخت مخالفت وکړو او شهزاده نصرالله خان په دې بریالی نه شو.
په ۱۸۹۵م کال کې امیرعبدالرحمن خان ته د قوم له لورې نه ضیاءالملت والدین لقب ورکړل شو. او په ۱۸۹۶م کال کې هغه د کافرستان ولایت ځینې سیمې ونیوې او دهغې ځای نوم يې نورستان کېښودلو له دې مخکې دا سیمه بیخي ازاده وه ددې سیمې خلک ډیر تورزن، زړور اود مسلمانانو سخت دښمنان وو داسیمه ډیره ښایسته حاصلخیزه ده اود تګ راتګ لپاره ډیره مشهوره ده د مسلمانانو سره د کلکې دښمنۍ له امله به دې خلکو ته سره کافر هم ویل کیدل، چې د امیرعبدالرحمن خان په واسطه د اسلام مقدس دین دې خلکو ته ورسیدو د امیرعبدالرحمن خان په وخت کې د افغانستان د عایداتو دوه لويې ذریعې وې چې یو یې مالیه او بل يې محصول وو د امیرعبدالرحمن خان په تخت کیښناستلو په وخت کې د حکومت شاهي خزانه خالي وه د تخت کېښناستلو نه وروسته امیرعبدالرحمن خان هوډ وو چې په هر ترتیب وي دکال یو میلیون روپۍ بچت کول پکار دي که څه هم هغه په خپل ژوند کې ددې ټاکلي رقم په بچت کولو کې بریالی نشو خو بیا هم د هغه د مرګ په وخت کې د حکومت په خزانه کې لس میلیونه روپۍ موجودې وې.
امیرعبدالرحمن خان یو مدبر او سیاست پوه شخص وو، هغه د خپل وړاندې سوچ او ضبط و نظم په سخت ګیرې پالیسۍ د پښتنو سرکښ قبایل خپل اطاعت ته اماده کړل او په افغانستان کې يې دامن او امان داسې فضا جوړه کړه چې خپلې کورنۍ لپاره يې د افغانستان تخت وساتلو. امیر عبدالرحمن خان په ۱۹۰۱م کال د اکتوبر په لومړی نیټه وروسته له ۲۱ کالو پادشاهۍ په ۷۱ کلنۍ عمر سترګې له نړۍ پټې کړې.