د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ماقبل التاریخ او تاریخي دورو پیژندنه

ثناءالله صالحي 14.01.2015 09:54

لنډیز: تاریخ هغه علم دی چې د بشریت د تیرو کړو وړو څخه بحث کوي. نو ماهم د موضوع مطابق د تاریخ نه مخکې او تاریخي دورو باندې یوه کتابتوني څیړنیزه لیکنه وکړه. د موادو په راټولولو کې مې له معتبرو علمي مأخذونو او منابعو څخه په پوره امانتدارۍ سره ګټه پورته کړی ده. راټول کړي معلومات مې په هر اړخیزه توګه تحلیل او تجزیه کړي دي. چې لوستونکو ته د لوستنې په وخت کې کومه ستونزه نه پیداکوي. دغه مقاله مې په روانه او ساده لهجه لیکلې او په لیکلو کې مې د موضوعاتو د تسلسل ترڅنګ د کیفي روش څخه استفاده کړې ده. په دې لیکنې کې دغو پوښتنو ته جواب ویل شوی دی. د تاریخ د ویش لاملونه کوم دي؟ د ډبرو او فلزاتو په دورو کې کومې دورې شاملې دي؟ همدارنګه ددې لیکنې څخه مې موخه داده چې لوستونکي وتوانیږي د تاریخ نه وړاندې او وروسته دورې يو له بل نه توپیر کړای شي او د تاریخ دورې به ډلبندي کړای شي. ددې لیکنې په اساس مې وکولی شول چې د نړۍ تاریخ عمومي دورې د افغانستان د تاریخ له دورو سره څومره توپیر لري.
سریزه: د تاریخ لوستلو لپاره د هرڅه د مخه د تاریخ دورو پیژندل مهم دي. ځکه مې د تاریخ دورې تر څیړنې لاندې ونیولې. حبیبي په دې اړه داسې وايې چې د تاریخ پوهانو په اصطلاح هغه پیر (دوره) چې انسان د لیک په موندلو نه ؤ بریالی شوی، تر تاریخ مخکې دوره PRE Historic بلل کیږي. او وروسته چې لیکدود راپیداشو تاریخي دوره ګڼل شوی ده. خو شرط دادی چې د لرغونیو ټبرونو پاتې لیکل شوي آثار لوستل شوي وي. څرنګه چې تر اوسه ځینې لیکونه شته چې لوستل شوي نه دي نو له دې امله هغه تر تاریخ وړاندې دورې پورې اړه لري او که کوم وخت ولوستل شي نو تاریخي مرحلې ته به ننوځي .
د تاریخ د ویش لاملونه
تاریخي بهیر یوه اوږده لړۍ ده. د وخت په دایره کې کیدونکې پیښې د زنځیر کړیو ته ورته دي. چې پرلپسې اوږدیږي. خو د تاریخي بهیر او د پیښو دا لړۍ یو ډول نه وي. پیچ، خم، لوړې او ژورې لري. بدلون چې ددې لړۍ مهم عنصر دی. یو دور له بل دور او یوه زمانه له بلې زمانې څخه جلا کوي.
د تاریخ پوهنې لپاره اړینه ده چې وخت وویشل شي او هغو مرحلو ته اشاره وشي چې بدلون ترې راپیل شوی دی، چې له امله يې ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او فکري بدلونونه رامنځته کیږي( عطایي، ۱۳۸۳).
د تاریخ د ویش دویم لامل دادی چې ملتونه او تمدنونه په پراخه ډول ولوستل شي. عروج او زوال ته اشاره وشي. لرغوني تمدنونه د عروج او زوال په چوکاټ کې لدې امله هم لوستل کیدل چې ددې دور د حکمرانانو کورنیو او انفرادي حکمرانانو په اړه معلومات نه وو. د سیاسي تاریخ د موادو نشتون له امله د لرغونو تمدنونو کلتوري او ټولنیز اړخ ته ډیره پاملرنه شوې ده (مبارک علي، ۱۳۹۳).
د تاریخ نه مخکې دوره
د تمدن دا دوره د انسان د پیدایښ څخه پیل د خط تر رامنځته کیدو پورې يې دوام کړی دی. البته دا دوره د مادي سرچینو او تاریخي مدارکو په بنسټ له انسانانو څخه راپاتې شوی لکه تولیدي آلات د ښکار وسایل ، د کور سامان، زیورات، جنګي وسایل او داسې نور چې د څیړونکو د علمي څیړنې او تحلیل په اساس کولای شي ددې منابع په رڼا کې د تاریخ نه وړاندې دورې په هکله څرګندونې کوي. چې دا دنده د لرغون پیژندونکو په غاړه ده (مبارک علي، ۱۳۹۳).
د تاریخ څخه د مخه دوره د انساني ژوند ټوله هغه موده ده چې انسان په کې ژوند کړی او دهغه تاریخ په اړه معلومات نشته خو همدا دوره وه چې په هغې کې د بشري ټولنې د بشپړتیا او پرمختګ لارې چارې برابرې شوي دي او راتلوونکي تاریخي تمدن لپاره يې د پرمختګ بنسټونه جوړ کړي دي.
د لیک رامنځته کیدل او د دولتونو جوړیدل په ټوله نړۍ کې په یو وخت نه دي ترسره شوي له دې امله مونږ له دوه ډولو تاریخي دورو سره مخامخ کیږو، یوه دوره يې د یوه هیواد ځانګړې او سیمه ایزه تاریخي دوره ده او بله يې عمومي نړیواله تاریخي دوره ده. له دې امله د ختیځ او په ځانګړي توګه د مصر او بین النهرین تاریخي دوره چې تراوسه لومړنۍ تاریخي دوره ده، نو ځکه عمومي نړیواله تاریخي دوره هم ګڼل کیږي (عثماني، ۱۳۸۸).
داچې بشري ټولنو له تاریخ څخه مخکې دورو کې بیلا بیل پړاوونه وهلي دي په همدې خاطر پوهانو د تخنیک او ځینې ځانګړتیاوو له مخې او یا داچې لومړنيو انسانانو د ډبرو او وروسته د اوسپنو څخه استفاده کړې ده. ځکه يې د تاریخ نه وړاندې دوره په دوه برخو ویشلې ده. چې عبارت ده له ډبرو او فلزاتو دورو څخه. دا تاریخي ډلبندي د اساسي مادې له مخې په لومړیو بشري ټولنو کې د کاري وسایلو په جوړولو کې کاریدل (حبیبي، ۱۳۸۲).
د ډبرو دوره ( Enolitique )
د ډبرو زمانه د ځمکې پرمخ د انسان د ژوند ډیره لرغونې او تر ټولو لومړنې مرحله ده دا یوه ډیره اوږده تاریخي دوره ده خو د هغې زمانې د انساني ژوند په اړه لیکلي اسناد نشته نو له دې امله د پیل اوپای نیټه يې دقیقه معلومه نده خو د ځینو پوهانو په عقیده دا دوره له میلاد څخه مخکې یو میلیون نه تر شپږزرو کالو پورې اټکل کړې ده (عثماني، ۱۳۸۸).
د ډبرو د دورې په اړه زیاتې څیړنې په اروپا او افریقا کې شوې دي په دې ځمکو کې د تهذیب او ثقافت داسې نښې او نښانې موندلی شوي دي چې په هغې کې دانساني ژوند پورې اړوند لوښي او آلات هم مختلف وو. نو په همدې اساس د ډبرو دوره په دریو دورو تقسیمیږي چې عبارت دي له:
الف : لرغونې دوره ب : منځنۍ دوره ج: نوې دوره (کاکاخیل، ۲۰۰۶).
د فلزاتو دوره
دا دوره هم د اوسپنو لکه مس، طلا او سپین زرو په پیژندلو او ګټو اخیستلو او د مس او قلعه یي د یوځای کیدلو څخه چې د نوي ترکیبي فلز برونز او د نورو آلاتو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي پیژندل شوی په دې دوره کې د انسانانو په ژوند کې د قدر وړ بدلونونه رامنځته شول. دغه دوره له ۵۰۰۰ ق م څخه شروع تر ۳۳۰۰ ق م پورې يې دوام درلوده او په لاندې دریو دورو ویشل شوې ده.
الف: مسو دوره ب : مفرغ دوره ج : اوسپنې دوره (کاکاخیل، ۲۰۰۶).
تاریخي دوره
د خط او کتابت سره د انسان آشنا کیدل او همدارنګه د پلټنې په نتیجه کې د کتابونو، اسنادو او مدارکو په پیداکیدلو سره ددې تاریخي دورې پیل ګڼل کیږي. ځکه دا لیکلي اسناد د ډبرینو، خټینو لوحو، د حیواناتو په پوټکو باندې او غارونو کې په دیوالونو باندې لیکنې د بشري ټولنې د تاریخي فرهنګ او د بشر د ریښتینې ژوند ښکارندویي کوي ( عطایي، ۱۳۸۳).
د بشري تاریخ د خط او کتابت د رامنځته کیدو وروسته ځکه با ارزښته دي چې تاریخ پوهان له شک او تردید نه لرې ساتي. دا چې خط له میلاد څخه مخکې په ۳۳۰۰ ق م کې ایجاد شو نو تاریخي دوره هم د بشر په ستر تاریخ کې پیل شوه. د پیښو د رامنځته کیدو په بنسټ د بشري تاریخ دوره په څلورو بیلابیلو دورو ویشل شوې ده (فرهنګ، ۱۳۸۹).
لرغونې پیړۍ : لرغونې پیړې یا پخوانې زمانه د خط د رامنځته کیدلو ۳۳۰۰ق م څخه پیل او د روم د امپراتوری د تجزيې یعنې د تیودوس امپراتور تر مرګ ۳۹۵م کال پورې يې دوام درلود.
منځنۍ پیړۍ : منځنۍ پیړۍ د روم د امپراتوری تجزيې په ۳۹۵م کال څخه پیل او د عثماني امپراتوری پادشاه دوهم سلطان محمد فاتح په واسطه په ۱۴۵۳م کال د قسطنطنیې تر فتحې پورې دوام کوي. یا دا چې منځنۍ پیړۍ په ۴۷۶م کې لویدیځ روم د سقوط سره چې د اوداکر(Odoacer) بربریانو پرلاس منځته راغلی پیل او دختیځ روم د مرکز قسطنطنیې یعنې اوسني استانبول د فتحې سره چې د عثماني ترکانو پر لاس سرته ورسیدله په ۱۴۵۳م کال کې پای ته ورسید (رفیع، ۱۳۸۸مخ ۴ ).
نوې پیړۍ : د قسطنطنیې د فتحې له کال ۱۴۵۳م کال نه پیل او د فرانسې لوی انقلاب ۱۷۸۹م کال پورې يې دوام درلوده. دا یو عمومي نظر وو چې نوی پیړۍ باید د ختیځ روم د مرکز د سقوط څخه راپیل شي. خو د تاریخي پیښو د ماهرو تحلیلګرانو دا نظر چندان نه تأییداوه چې دې خبرې دوه علتونه درلودل. یو داچې د مسیحیت نړۍ خلکو د ختیځ روم مرکز سقوط د مسلمانانو لخوا د مسیحیت پرمخ یو ننګ وو. دوهم داچې د نویو پیړیو تاریخ پوهانو زیاتره تر سمتي احساساتو لاندې راغلي وو. او د خپلو محلاتو لویې پیښې يې د نویو پیړیو د پیل په توګه ټاکلي مثلاً: ايټالویان د رنسانس نهضت د منځنیو پیړیو ختم او د نویو پیړیو پیل بولي(فرهنګ، ۱۳۸۹).
"المانیان د نویو پیړیو پیل په المان کې دمذهبي اصلاحاتو سره تړي، انګلیسان د نویو پیړیو پیل د خپل هیواد صنعتي انقلاب سره پیوندوي، فرانسویان ډیر وړاندې راځي او د نویو پیړیو پیل د فرانسې له انقلاب سره تړي" (بیدار، ۱۳۸۴، مخ ۲).
معاصرې یا اوسنې پیړۍ : "د فرانسې له سترانقلاب ۱۷۸۹م کال څخه پیل او ترنن ورځې پورې دوام لري" (بیدار، ۱۳۸۴، مخ ۲).
"زیاتره څیړونکي معاصر تاریخ د فرانسې له ستر انقلاب څخه راپیلوي او په دې اړوند يې دلیلونه هم منطقي او قانع کوونکي دي. ځکه چې د فرانسې انقلاب په لویدیځ کې او ختیځ کې د نویو تحولاتو د مور حیثیت لري" (پ. م کور،۱۳۶۳، ص ۶).
زمونږ تاریخ پوهانو د معاصر تاریخ پیل د اتلسمې پیړۍ دوهمه نیمایی قبوله کړې ده. چې هغه وخت د احمدشاه ابدالي پواسطه د افغانستان د امپراطورۍ خښته کیښودل شوه. سربیره پردې ځینې نور تاریخي تقسیمات هم شتون لري. چې د سیاسي تغیراتو او ټولنیزو انقلابونو په واسطه ډلبندي شويدي په لاندې ډول دي ( عطایي، ۱۳۸۳).
 کمون اولیه چې پیل يې د بشریت په رامنځته کیدو سره پیل او ددولتونو تر تأسیس ۳۶۰۰ق م کال پورې دوام درلود.
 د برده ګۍ یا غلامۍ دوره چې له ۳۶۰۰ق م کال پیل اوتر ۴۷۶م کال یعنې د برده ګۍ یا غلامۍ تر زوال پورې دوام يې درلود.
 د فیوډالي د روم امپراتوري له سقوط ۴۷۶م څخه پیل او د امریکا د پیژندلو ۱۴۹۲م کال پورې دوام درلود.
 سرمایه داري چې له ۱۴۹۲م کال څخه پیل بیا د فرانسې د لوی انقلاب ۱۷۸۹م کال پورې دوام درلود (قبادي، ۱۳۹۳).
 د فرانسې لوی انقلاب ۱۷۸۹م کال څخه پیل تر روسیې سوسیالستي انقلاب ۱۹۷۱م کال پورې.
 نوی عصر چې له ۱۹۱۷م څخه پیل د انسان په وسیله د فضا تسخیر ۱۹۶۵م کال پورې.
 د فضا له تسخیره ۱۹۶۵م کال څخه پیل ترنن د اړیکو عصر (قبادي، ۱۳۹۳).
پایله
خلاصه داچې د نړۍ تاریخ په عمومي ډول په دوو مهمو دورو ویشل شوی دی. چې ماقبل التاریخ او تاریخي دورو په نامه سره یادیږي. او بیا ماقبل التاریخ دوره په دوه عمومي دورو ویشل شوی ده چې د ډبرو او فلزاتو دور ورته ویل کیږي، چې هره یوه دوره يې په واضح او تفصیل ډول سره ذکرشوې همدارنګه تاریخي دوره هم په څلورو دورو سره ویشل شوې ده، چې هره یوه يې واضح شوه. او ددې ترڅنګ د تاریخ د ویش لاملونه هم ذکرشول. او د افغانستان له تاریخ څخه هم یادونه وشوه، چې په دریو پړاونو کې مطالعه کیږي.

نتیجه ګیري
ددې لیکنې څخه دې نتیجې ته ورسیدم چې انسان له ډیر ابتدایې حالت څخه خپل ژوند پیل کړی دی او په مرور د زمان د انسان په ژوند کې بدلونونه رامنځته شوي دي. چې ددې بدلونونو اصلي لامل د انسانانو خپلې هڅې وې. چې په لومړيو وختونو کې بشر د ډبرو مختلفې دورې تیرې کړي دي بیا وروسته د فلزاتو دور ته راغلي چې په دې کې هم له مختلفو پړاونو څخه تیرشوی او په اخرکې د نوو پرمختګونو سره تاریخي دور ته داخل شوی دی. چې تاریخي دوره هم په څلورو دورو ویشل شوی ده. او اوسنی دور د معاصر دور په نوم سره یادیږي.
مأخذونه او منابع
بیدار، رفیع الله وهمکاران. ۱۳۸۴. تاریخ عصر حاضر. کابل: پوهنتون کابل.
پ . م کور، میچوف و دیگران. ۱۳۶۳. تاریخ عصر نوین.جلد اول، ترجمه محمد پیفون. کمیته دولتي طبع و نشر.
حبیبي، عبدالحی. ۱۳۸۲. دافغانستان لنډ تاریخ. ژباړونکی عبدالرؤف بینوا. پيښور: دانش خپرندویه ټولنه.
رفیع، حبیب الله . ۱۳۸۸. دافغانستان لنډکی تاریخ. پیښور: د ګودر خپرندویه ټولنه.
عثماني، عبدالرحمن. ۱۳۸۸. دافغانستان لرغونی تاریخ. ژباړونکی محمد قدوس زکوخیل. کابل: مطبعه دولتي.
عطایی، محمدابراهیم. ۱۳۸۳. دافغانستان پرمعاصرتاریخ لنډه کتنه. کابل: میوند خپرندویه ټولنه .
قبادي، نجیب الله . ۱۳۹۲. د ښوونکود روزنې لارښود مسوده. کابل: مطبعه دولتي.
فرهنګ، محمدصدیق. ۱۳۸۹. افغانستان په وروستیو پنځو پیړیو کې. ژباړونکی سیدعبدالله پاچا. پیښور: میوند خپرندویه ټولنه.
کاکاخیل، سید بهادرشاه ظفر. ۲۰۰۶م . پښتانه د تاریخ په رڼاکې. پیښور: یونیورسټي بُک ایجنسي.
کهزاد، احمدعلي. ۱۳۵۷. " تاریخ پیژندنه " عرفان. مخ ۳۱.
مبارک علي. ۱۳۹۳. تاریخ او سیاست. ژباړونکی میراحمد یاد. جلال آباد: د مومند خپرندویه ټولنه.