د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محراب څه ویې ؟

قاضی طارق 04.06.2015 13:45

لومړئ برخه
بسم الله الرحمن الرحيم

إن الحمد لله تعالى نحمده ونستعينه ونستغفره ونعوذ بالله تعالى من شرور أنفسنا وسيئات أعمالنا من يهد الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادى له واشهد أن لا اله إلا الله وحده لا شريك له واشهد أن محمداً عبده ورسوله.

اصلا د کتاب مؤلف شیخ ندا ( ابواحمد) چې ما ته پښتوته ژباړلی او په لاندې ډول دې :

محراب څه وایې ؟

ګرانه وروره !
كه چېرته دلمانځه په وخت كې اوپه ځانګړي ډول دسهاردلمانځه په وخت كې د جوماتونواودجوماتونودجوړونكوحالت ته وګورې نو تعجب به وکړې اوپه خورازياته اندازه به حېران شې ،ځکه چې ډېركم شمېر خلك به په دغوجوماتونوکې وګورې چې ديولاس په ګوتويې هم شمېرلې شې .
بلكه دجومات اذان كونكې وايې چې: زه دسهارد لمانځه لپاره اذان كوم خوهيڅوك لمانځه ته نه راځي ، ايا نوزه د دې جومات دروازه وتړم اوبل جومات ته ولاړشم چې هلته په جمع سره لمونځ اداْ كړم .....؟
اوكه په يوازې اومنفرد ډول خپل لمونځ اداْ كړم .....؟
افسوس دي! بيا هم افسوس دې ....! د اذان منبرونه په ډېر اخلاص سره اوازپورته كوي چې لمانځه ته راشۍ ، خودجوماتونومحرابونه اوښكې تويوي ، ژاړي اوچغې وهې چې څه شول اوچېرته ولاړ هغه د جوماتونو جوړونكي اودسهارد لمانځه اداْ كونكي شخصيتونه .... ؟
نوځواب درته راځې چې :
هغوي خودشيطان څپېړولاندې كړې دی ، بندپه بند يې تړلې اوپه خورا درانه خوب ويده دي ، دسهارلمونځ ضايع كوي ، داسې لكه چې دغه دسهارلمونځ پرمونږ نه ، بلكه په نورو فرض شوې ، اولكه چې دغه دسهارلمونځ زمونږ لپاره منسوخ شوېدې ....!!
یوه ځانګړې ازموینه
اي ګرانه خبره واورۍ ....!
دسهار لمونځ دامتحان اوازموينې یوسترمحل دې ، الله سبحانه و تعالي دخپل محيط علم باوجود، د يورښتيني محبوب اوكاذب مدعي ازموينه كوي ......
الله سبحانه و تعالي د خپلوبندګانولپاره د ازموينې ځانګړي وختونه ټاكلي دي ، او د هرچا په زړونو اونفسونو كې پټ پراته اسرار او رازونه ورباندې كشفوي ، اود دغي ازموينې مقصدونه دادي چې :
۱- پربندګانوباندې د حجت اودليل قائمول دي ، ترڅو د قيامت په ورځ پرخپلوځانونو د ظلم احساس ونه كړي .
۲- په دغه ازموينو سره الله سبحانه و تعالي طيب له خبيث نه جدا كوي ، د موْمنانوصفونه د منافقانوله صفونوڅخه پاكوي ، ځكه د موْمنانواومنافقانو د صفونواختلاط اويوځاي كېدل د مؤمنانو صفونه کمږوری اوتضعيفوي اود اضطراب اوګډوډۍ سبب ګرځي ، تنزل ، ماتې اوشكست منځ ته راوړي ،الله سبحانه و تعالي فرمايي :
{ لَوْ خَرَجُواْ فِيكُم مَّا زَادُوكُمْ إِلاَّ خَبَالاً ولأَوْضَعُواْ خِلالَكُمْ يَبْغُونَكُمُ الْفِتْنَةَ وَفِيكُمْ سَمَّاعُونَ لَهُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ} التوبه : ۴ .
ژباړه: نوکه وتلی وی دغه (منافقان ) په (لښکرد) تاسې کې نو نه به ؤ زیات کړی دوئ تاسې ته (هېڅ شئ ) مګر شر،خرابی فساداو چغلی اوخامخا چابکی به کړې وه دوئ په منځ ستاسې کې (په وړو را وړو او نورو بدیو کې) حال دا چې غوښتله به دوئ تاسې ته فتنه ( ستاسې په منځ کې دبدۍ اودښمني په اچولواو له کافرانو څځه ستاسې په ویرولو کې ) او شته په تاسې کې جاسوسان د دوئ دپاره ( یا اوریدونکې دخبرو د دوئ په ضررستاسې ) او الله ښه عالم دې په ( نیتونود ) ظالمانو .
۳- همدغه راز دغه ازموينې ددې لپاره دي چې صادقين له كاذبينوڅخه جدا كړي لكه چې فرمايې :
{ أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لا يُفْتَنُونَ } العنكبوت :۲.
ژباړه : ایا ګمان کوی دا خلک د دې چې پرې به ښودې شی دوئ (په ) هم دې قدر چې ووایې دوئ چې ایمان راوړې دې مونږ حال دا چې دوئ به ونه ازمویل شی .
وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَاذِبِينَ} العنكبوت : - ۳.
ژباړه :اوخامخا په تحقیق ازمویلی ؤ مونږ هغه کسان چې له دوئ نه ړومبې ؤ پس خامخا معلوم به کړی هرومرو الله (په علم ظاهری سره هم ) هغه کسان چې رښتینی دی ( په دعوای دایمان کې ) او خامخا معلوم به کړی الله هرومرو (هغه ) دروغجنان (په علم ظاهری سره هم ) .
۴- همدغسې په خپله د موْمنانو ترمنځ ورباندې تميزكوي ترڅو د هغوي د ايمان اورښتيني محبت درجي ورباندې معلومې كړي ، چې دغه ازموينه يوڅه ځانګړتياوي هم لري :
لومړې : لازمه ده چې دغه امتحان اواختبارخورا سخت وي ، ځكه كه چېرته اسانه اوساده وي خوبيا به ټول بريالي شي .
دوهم : لازمه ده چې دا امتحان غيرممكن اومستحيل هم نه وي ، ځكه كه چيرته غيرممكن وي نوبيا خوبه هيڅوك په كې بريالي نه شي .
چي دالله پاك يو د دغه سختوازموينوڅخه د سهارلمونځ كول دي ، چې د كاميابۍ اوناكامۍ ترمنځ يې متفاوتې درجې دي :
- يوشمېرخلك دي چې ډېرلمونځونه په جماعت سره اداْ كوي خوكله،كله ترې جماعت فوت كېږي .
- بل شمېرخلك داسي دي چې كم لمونځونه په جماعت اداْ كوي خوزيات تري فوت كېږي .
- ځيني خلك بيا داسې دي چې په خپل وخت يې په كوركې اداْكوي .
- خوځيني داسې هم وي چې په كور كې يې اداْ كوي خووخت يې تېرشوې وي .
- خوشته داسې خلك هم چې بالكل يې هېركړې اونه يې اداْ كوي .
پاتې شوه خبره د هغې مطلوبې كاميابۍ ،نوهغه په جومات كې په خپل وخت سره د موْمن لمونځ دې اوپه ځانګړې ډول د سهار لمونځ .

دخدای په وړاندې ترټولوښه اوغوره عمل
او اي هغو خلكو!
چې دسهار لمونځ تاْخيروئ اوبيا يې دخپل وخت نه وروسته اداء كوئ نو په دې پوه شئ چې تر ټولو غوره عمل دخداي په وړاندې په خپل وخت سره د لمانځه اداء كول دي ، الله فرمايې :
{ فَإِذَا قَضَيْتُمُ الصَّلاةَ فَاذْكُرُواْ اللَّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَى جُنُوبِكُمْ فَإِذَا اطْمَأْنَنتُمْ فَأَقِيمُواْ الصَّلاةَ إِنَّ الصَّلاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا } النساء : ۱۰۳ .
ژباړه : بیا کله چې اداء کړئ تاسې لمونځ نو یادوئ تاسې الله ، یا پس کله چې اراده وکړئ تا سې د اداء کولو د لمانځه نویادوئ تاسې الله په ولاړې اوپه ناستې اوپراړخونوخپلو، یا په ولاړې ( که روغ یاست ) اوپه ناستې اوپه اړخونوخپلو (که نا جوړ یاست ) .
پس کله چې ارام شوئ،نو قائموئ تاسې لمونځ ! بېشکه چې لمونځ دې پرمؤمنانوفرض کړې شوې په معلومووختونوکې .
مونږ او تاسو لپاره دا واك نه شته چې په هر وخت كې وغواړو اداء يې كړو، بلكې پر مونږ دا واجب دي چې د الله په حضوركې په هرهغه وخت كې ودريږو چې له مونږ نه ئې غواړي ، الله پاك خپل هغه بندګان خورا ښه ستايلي دي چې د لمانځه د وختونو خورا ښه ساتنه او حفاظت كوي فرمايې :
{وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلاتِهِمْ يُحَافِظُونَ }العارج :۳۴ .
ژباړه : اوهغه کسان ( هم هلوع نه دی ) چې هم دوئ پرلمانځه خپل باندې ساتنه کوی (په خپلووختونویې اداء کوی.
– نو لمونځ كول په خپل وخت سره د خداي په وړاندې له غوره اعمالوڅخه دې :
بخاري اومسلم دعبدالله ابن مسعود څخه روايت كوي وايي چې ما له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه پوښتنه وكړه ( كوم عمل په عمولونوكې خورا غوره دې ؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل : لمونځ كول په خپل وخت سره ) .
دلمونځونوضایع کونکې
الله سبحانه وتعا لي د لمانځه د وختونو ضايع كونكو ته سخت وعيد رالېږلې دې :
{فَخَلَفَ مِن بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلاةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا } مريم :۵۹
ژباړه : پس پېدا شول پس له دوئ نه (داسې بد) خلیفګان چې ضایع کړ دوئ لمونځ او متابعت وکړ دوئ د شهواتو ( نفسانی غوښتنو) پس ژر به یو ځای شی دوئ د بد عاقبت خپل سره .
يو ډله سلف علماء په دې عقيده دي لكه چې ابن جرير هم په خپل تفسېر كې نقل كړېدي چې :
ضايع كونكې د لمانځه یواځې هغه څوک نه دي چې بالكل لمونځ پريږدې ، بلكې د لمانځه ضايع كونكې هغه څوک هم دي چې له خپل وخت نه یې اخركړي .
ابن مسعود رضی الله عنه وايي چې (غيې ) ( په جهنم كې يو خورا ژور نهر دي چې ډېر بد خوند لري ) .
او ابن عمررضی الله عنه وايي چې (غيې ) په جهنم كې يوه ژوره كنده ده .
دسهار د لمانځه د ستونزې حل دوه اړخونه لري :
۱- علمي اړخ .
۲- عملي اړخ .
علمي اړخ دوه وجهې لري .
لومړې وجه : په جمع سره د سهار د لمانځه د فضيلتونواو ثوابونو پېژندل دي ، دا په خپله يو انسان هڅوي چې په چټكې سره له خوب نه پورته شي اولمونځ اداء كړي ، او كه داسي ووايو چې هغه څوك چې د سهارلمونځ په جماعت سره اداْ كوي خورا زياتې مزاياوي ، خوندونه او اجرونه تر لاسه كوي كوم چې په جمع سره د نورو لمونځونو په اداء كولو كې كم دي نو دا به بعيده خبره نه وي :
۱- كله چې يوسړې جومات ته ځي په هرقدم اجر وركول كېږي ،يوه نيكي ورته ليكل كېږي او يوه ګناه ترې كمېږي او يوه درجه ورته لوړېږي ، اوپه جنت كې ورته داسې اكرامونه انتظار باسي چي يواځې الله پاك ته معلوم دي .
بخاري او مسلم د ابي هريرة رضي الله عنه نه روايت كوي چې نبي عليه السلام فرمايلي دي :
(څوك چې سهار په وخت جومات ته ولاړ شي ، او ماخستن ولاړشي الله سبحانه و تعالي ور ته په جنت كې هر سهار او ماخستن ميلمستيا تياروي ) .
۲- كله چې مسجد ته ننوځي دا په لمانځه كې شامل شو ترهغوپورې چې د لمانځه په انتظاركې وي .
۳- فريښتې د هغه لپاره دعا كوي او بخښنه ورته غواړي .
۴- كله چې لمونځ په جماعت سره ادا ء كړي په دغه سره پنځه ويشت او يا اوه ويشت درجې ور كول كېږي .
۵- نيكي ورته ليكل كېږي ، ګناهونه ترې كمېږي ، او درجي ورته پورته كېږي .
چې دا د سهار په لمانځه او نورو ټولو لمونځونو كې دي ، خو د سهار لمونځ له دې نه نور زيات اجرونه هم لري ...... چې په لاندې ډول دي :
الله پاك ته دسهار وخت خورا زيات غوره دې اوپه خپل كتاب كې ور باندې قسم خور ي ، او كله چې دغسي ستر ذات په يو شي قسم و خوري ، نو پوه شه چې دغه شي هم خورا لوي او ستر دې الله فرمايي :
{ وَالْفَجْرِ } الفجر : ۱. قسم دې په فجر .
فقد أخرج البخاري من حديث أبي هريرة أن رسول الله قال:
" لو يعلم الناس ما في النداء والصف الأول ثم لم يجدوا إلا أن يستهموا عليه لاستهموا ، ولو يعلمون ما في التهجير ( التبكير) لاستبقوا إليه ، ولو يعلمون ما في العتمة ( العشاء) والصبح لأتوهما ولو حبواً " .
امام بخاري له ابو هريرۀ رضي الله عنه څخه روايت كوي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي :
( كه چېرته خلك پوه شي چې په اذان ، او لومړي صف كې څومره اجرونه دي ، او هغه ته نه شي رسيدلاي مګر په قرعه (پچه ) نو خامخا به يې پچه كوله ، او كه په دې پوهېدلاي چې په تهجير يعني وخت پورته کېدلو كې څومره اجرونه دي نو د دې لپاره به يې يو د بل سره مسابقه كوله ، او كه په دې پوهېدلاي چي د ماخستن او سهار په لمونځونو كې څومره اجرونه دي نو خامخا به ورته راتلل ولو كه په خاپوړو هم واي ) .
امام النووي د دي قول ( لأتوهما ولو حبوا ) په خاپوړو به ورته راتلل ، د معني په اړه وايي :
كه چېرته خلك د دې په ګټه پوه شي چې څومره ده ، نو په خاپوړو به ورته راتلل او په جومات كې په جمع سره ادا ء كول به يې نه پرېښودل ،یعنې که په پښو د راتلو توان یې نه درلودلاي نوپه خاپوړو به ورته راتلل ، چې په دې كې د دغو دواړو لمونځونو په جمع اداء كولو ته بليغه هڅونه شوې ده .
الطبراني په سند حسن سره د ابې درداء رضي الله عنه څخه روايت كړي وايي چې كله راته وفات راغې نو د رسول الله څخه مي واوريدل چې ويل يي : (اعبد الله كأنك تراه فإن لم تكن تراه فإنه يراك واعدُوا نفسك في الموتى ، وإياك و دعوة المظلوم فإنها تُستجابُ ومن استطاع منكم أن يشهدَ صلاتين العشاء والصبح ولو حَبواً فليفعل ".
د خداي عبادت كوه لكه چې ته يې وينې ، كه چيرته ، ته الله نه ونيې نو هغه خو دې ويني ، او خپل ځان په مړو كې شماركړه ، او د مظلوم د بد دعايي نه ځان وژغوره ، چې هغه خداي ته د قبول وړده ، او څوك چې په تاسو كې قدرت لري چې د ماخستن اوسهار لمانځه ته حاضرشي،ولو كه په خاپوړو او رغښتلو هم وي،نودا كار دي وكړي)
نو كه چيرته د سهار د لمانځه څخه ويده شوي خلك په دي پوه شي چې څومره ګټي اوفائدې په كي شته نوهيڅكله به يې ترك كړې نه وو ، او ورته راتلل به ، ولوكه په خاپوړو هم واي .