د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوچنیانو لپاره سالم روزنیز او ښونیز محیطونه ٨

افغان تحرک 03.04.2015 23:03

د کوچنیانو روزنیز او ښونیز ارتقا زمونږ بقا او زمونږ د بقا کیفیت جوړوی!

زمونږ په بعث کی چه فلحال د مینځنی عنوان، "ب : حق تعلیم طفل یا "د کوچنیانو شونیز حقوق" پر محور څرخیږی، تر اوسه پوری یو لږ، له ځینی کورنیز او دولتی حقوق او مکلفیتونه څخه ذکر و شول ، چه دماشومانو او کوچنیانو په مقابل کی وجود لری. په تیری برخی دا هم ذکر شو چه، د ماشوم "ژبنیز توان پراختیا" د ماشوم "حق" دی، او ورته ضمینه برابرول "یو کورنیز او هم یو دولتی مکلفیت" !

زمونږ په تولنه کی د بی وزلی افغان ماښوم څخه زمونږ توقع او تقاضا جمعا دیر اوچت او بی ځای دی ، داسی چه "د افغان ماشوم حق" او "د افغان ماشوم حقوق" بلکل ورک دی، او یوازی د افغان ماشوم پر مکلفیتونو باندی خبری کیږی.

دماشوم ښوهنیزمکلفیت په موضوع باندی هم د زمونږ باوزلی او هم بی وزلی والدین ، دافغان دولت، او حتی دزمونږ دیری محترمو ښوونکی غوښتنی او "اوامر" تقریبا شبیه، واضع او یو شان، بی ځایه دی;

همداسی چه مونږ په لمړی تولګی کی له خپلو ماشومانو څخه توقع او تقاضا لرو چه حتی په شپږ کلنی کی څلور او یا پنځه ساعت په "تولګی څوکی" کی کینی، پر ښونکی "اوامر" غوږ نیسی، په صنف کی له دیرشو زیاد تره نورو کوچنیانو سره هم شه رویه او رفتار ولری، خپل درس او سبق هم په دیره شه توګه زده کړی، بلکل همداسی له خپلو ماشومانو څخه توقع او تقاضا لرو چه پس فردا هم باید، هو بلی باید چه یو داکتر، انجنیر او یا لکه نن صبا رواج پیدا کړی دی، یو پاخه او یا یو خام اقتصاد دان له ځان څخه له جوړ کړی.

راځو چه یو ځله له خپل ځان څخه پوښتنه کړو چه زمونږ "مکلفیت" د افغانانو په حیث په دی ساحه کی څه دی؟

لمړی "زمونږ کورنیز مکلفیت د افغان ماشوم په مقابل کی څه دی" ؟

ایا زمونږ ماشوم لمړی تولګی لپاره اماده دی؟ په بل عبارت لمړی تولګی کوم "اماده ګی" او یا د ماشوم کوم پاخه ګی ته اړتیا لری ، تر څو چه لمړی تولګی مثمر واقع شی؟

- بی له شکه چه په لمړی قدم ماشوم خپل سلامتیا لپاره خوراک، څښاک، کور او کالی ته او بعدا محبت، شفقت او مهربانی ته اړتیا لری. د ماشوم جسمی او روانی "توانمندی" له هر څه نه مهم تره دی!

-هغه ماشوم لپاره چه په ماشومتوب کی "ژبنیز پاملرنی" زیادتره وی او مثلا دیر "لغات، کلمات او اصطلاحات" زده کړی نو بیا په لمړی تولګی کی د لغاتو او کلماتو یوه "وسیع مجموعه" په اختیار کی لری او له یو "نسبی ژبنیز فصاحت" څخه مستفید دی. یو داسی ماشوم اکثرا خپل "غوښتنی" او "هیلی" له لفظی لاری څخه مطرح کوی او د خپلو همصنفیانو په مینځ ، بی ځایه، له "جسمی زور" څخه اړتیا نه لری چه کار اخلی. یو داسی "نسبی ژبنیز فصاحت" کولای شی ماشوم په توله ښوهنیزاو تحصیلی دوره کی بدرقه وکړی.

- همداسی چه مونږ له خپلو شپږ کلن ماشوم څخه دا توقع او طمع لرو چه څلور پنځه ساعت لپاره په یو نا ارامه تولګی څوکی کی ارام کینی، تر څو کوم مثبت او په درد خورلی شی به زده کړی، همداسی باید هره ورځ هم مراقبت وشی چه په دغه څلور پنځه ساعته کی څه "شی" تدریس شوی دی او تر کومه اندازه پوری زمونږ ماشوم دا نوی "درسی محتویات" زده کړی دی!

- همداسی چه مونږ له خپلو شپږ کلن ماشوم څخه دا توقع او طمع لرو چه باید په ښونځی کی ښونکی لپاره احترام او له دیرشو نه زیادتره نورو کوچنیانو سره شه رویه او شه رفتار ولری، همداسی باید مونږ د کورنی غړی په حیث او د ماشوم لمړنی محیط په حیث یو بل تر مینځ په عملی توګه شه رویه او شه رفتار او هم یوبل په مقابل احترام ولرو ، تر څو چه ماشوم واقعا او په عملی توګه د شه رویه او شه رفتار او هم د احترام ګتی او صمیمیت احساس کړی، ځکه چه یوازی په "امر او نهی" کی او بی له دی نه چه والدین او نورو کورنی غړی پخپله "دسرمشق په توګه" په عملی توګه شه رویه او شه رفتار او هم یوبل په مقابل احترام نه ولری، یوازی په "تیوریکی دوله" نه کیږی!

- دماشوم د "ذهنی تمرکز پراختیا" لپاره ماشوم محوره کیسی اوریدل دیر ګتور ګنل کیږی!
-همداسی چه مونږ خپل کوچنیان او ځوانان مطالعی ته تشویق کړو، د امکان په صورت باید پخپله هم دماشومانو په مخ کله ناکله مطالعه وکړو، تر څو چه ماشوم لپاره هم ورو، ورو د "مطالعه ګلتور" په ذهن کی په سمه توګه "تزریق" شی!

دوهم د افغان دولت مکلفیت د افغان ماشومانو او کوچنیانو په مقابل کی په دی ساحه کی څه دی؟

-ایا ماشوم محوره ادبی تولیدات او ماشوم محوره میدیا د افغان دولت له وظایفو څخه نه ګنل کیږی، بیا ولی ماشوم محوره ادبیات او ماشوم محوره میدیا "په کافی اندازه" او په بهتره کیفیت نه تولیدیږی؟

-ایا دتدریس کیفیت پاملرنه د دولت د وظایفو په قطار کی نه راځی؟

افغان کوچنیانولپاره د لمړی تولګی تخصصی، مسلکی او "باکفایته" ښوونکی اماده کول، او د ابتدایه ښونځی څخه دقیق پاملرنه ددولت له وظایفو څخه ګنل کیږی، بیا باید چه په دی ساحه کی له دولت لخوا، بلخصوص د معارف وزارت لخوا باید چه جدی اقدامات او دقیق پاملرنی صورت اخلی! واضع دی چه ، افغان دولت بلخصوص د معارف وزارت د افغان کوچنیانو په مقابل کی دا مکلفیتونه هم لری!

دریم د "جګړه ایزو ممالکو" او د "جګړه ایزو ګروپونو" مکلفیتونه د افغان ماشوم په مقابل کی څه دی؟

څلورم د ملل متحد او نورو اورګانیزاتسیونونو مکلفیتونه د افغان ماشوم په مقابل کی څه دی؟



ادامه لری.


د افغان مظلوم ولس د سولی، ترقی او رفاه په هیله