د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هغه جاحظ چې کتابونو وواژه!

زاهد جلالي 30.11.2014 00:46

جاحظ د اسلامي نړۍ يو ستر مفکر او بېنظيره اديب و. کتابونه يې دا اوس داسې دي لکه زموږ د عصر مفکر چې ليکلي وي، په داسې حال کې چې په دويمه هجري پېړۍ کې يې ليکلي!

عجيبه دا ده چې جاحظ، ډېر بدرنګه و. تک تور، ټيټ قد، کوچنی سر، واړه غوږونه، راوتلې سترګې... په ډېر فقر و فلاکت يې ژوند تېر کړی.

د جاحظ اصلي نوم ابو عثمان و، د جاحظ نوم يې نه خوښاوه، ځکه جاحظ هغه چا ته وايي چې سترګې يې راوتلې وي. خو کله کله به يې په ټوکه ځان جاحظ او غټ سترګی باله. سره له دې چې د جاحظ کلمه ښه معنا نه لري، خو د جاحظ د پوهې او سترتوب له امله د ده نوم يوه علمي رتبه شوې. د ادب په تاريخ کې ځينو ته، دويم جاحظ، درېيم جاحظ هم ويل شوي او اوس دغه نوم د پوهې وياړلې مرتبه ده.

جاحظ به ويلې چې مال ژر له منځه ځي. هغه څه چې پاتې کېدونکي دي، پوهه او تصنيفات دي. هغه د ژوند ډېره برخه ليکنو او تدريس ته وقف کړې وه او داسې کتابونه ليکلي دي چې تر اوسه يې ډېر ګوته په غاښ کړي.

جاحظ ډېر ټوکي هم و. په خپله يوه مقاله کې ليکي:

« د کور د دروازې تر څنګ ولاړ وم، يوې ښځې وروبللم. په منډه منډه وپسې روان شوم. تر زرګره سره يو ځای لاړو. ښځې زرګر ته کړه:

د ده په څېر! او نور ولاړه.

خجالت او حيران پاتې شوم. نور پوه نه شوم چې موخه يې څه وه؟ له زرګره مې وپوښتل چې څه کيسه ده؟ راته يې کړه چې، ښځې د شيطان انځور غوښته. ما ورته وويل چې نه پوهېږم شيطان به څنګه وي؟ نو ته يې راوستې!»

جاحظ بل ځای ليکي:

«د وخت حاکم ته مې وويل چې د پيسو په مقابل کې به دې اولادې ته ادب وښييم. چې کله يې زما مخ وليد، راته يې ويلې چې دا پيسې واخله، له تدريسه تېر شه».

د «بخيلان» په نامه د ده يو بل کتاب کې ډېرې جالبې خندوونکې ادبي کيسې دي. جاحظ په لسګونو علمي، فلسفي او ادبي کتابونه تر موږه رارسېدلي. ځينې پوهان وايي چې ده د خپلې پوهه يوه برخه په کتابونو کې ثبته کړې، ډېره څه يې ورسره قبر ته وړي.

جاحظ د پوهې لېونی شوقي و. د کتابونو د نيولو پيسې يې نه لرلې، ملګرو به خپل کتابتون کې د لوستو اجازه ورکوله، یا به يې د کتاب پلورنځيو څښتنانو ته کومه پيسه ورکوله او شپه به يې د دوی کتاب پلورنځي کې سبا کوله. ويل کېږي چې په خپله زمانه کې داسې کتاب نه و چې جاحظ نه و لوستی!

ابو عثمان جاحظ د کتاب او لوستلو دومره شوقي و چې د وفات پر مهال يې عمر سلو ته نږدې و. نيم بدن يې فلج وهلی و، خو ده بيا هم ليکل و لوستل کول. د جاحظ عادت دا و چې کتابونه به يې خپل شاوخواد ديوال په څېر کتار کېښودل. د ژوند وروستۍ شېبه کې يې کتابونه دغسې کتار ايښي وو، نا څاپي کتابونه پرې راولوېدل او مړ شو.