د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زاهد جلالي

18.09.2016 11:34    |   زاهد جلالي د مينې څلوېښت اصله: يو ناول، يوه شرقي او يوه غربي کيسه

«د مينې څلوېښت اصله» د ترکۍ ليکوالې او ناول ليکونکې، اېليف شفق مشهور ناول دی. اېليف له فيلسوف پلار او ډېپلوماتې مور څخه په فرانسه کې زېږېدلې. هغه په انګليسي او ترکي ژبو کتابونه ليکي او «د استانبول ارمونې» يې مشهور او لانجه من ناول دی؛ خو «د مينې څلوېښت اصله» د هغې تر نورو کتابونو ډېر مخکې دی او له همدې امله يې نړيوال شهرت خپل کړی. دغه ناول کې هغې د مولانا رومي او د شمس تبرېزي د مينې کيسه ليکلې، خو په عادي طرز نه.

07.12.2014 12:22    |   زاهد جلالي دايرة المعارفي مفکر

مسيري په ۱۹۳۸م کال کې د مصر په زوړ ښار دمنهور کې زېږېدلی او په ۲۰۰۸م کال کې په قاهره کې وفات شوی. مسيري کشر و چې فلسفي پوښتنې ورسره پيدا شوې. د دنيا اصل، د شر اصل او د پيدا کولو حکمت يې، دا هغه فلسفي پوښتنې وې چې د کوچني عبد الوهاب ذهن کې راګرځېدې؛ خو د ده ماشومانه فکر ځواب نه کړای شوې. په کورنۍ، کلي او ښوونځي کې چا قانع نه کړای شو. د دين او عربي استاد چې ډېر برسېرن انسان و، د دغو فلسفي پوښتنو معقول ځواب يې ورنه کړ، نو عبد الوهاب لا ځوابه پاتې شو او ځان سره به يې ويلې چې «خدايه! پيدا دې کړم او خوشې دې کړم...» مسيري وايي چې د فلسفي پوښتنو په حالت کې مې بغاوت اعلان کړ، ومې ويل چې نه لمونځ کوم، نه روژه نیسم او تر هغې چې د دغو پوښتنو سم ځواب پيدا نه کړم، هېڅ ديني وجيبه نه ترسره کوم.

29.11.2014 23:46    |   زاهد جلالي هغه جاحظ چې کتابونو وواژه!

جاحظ د اسلامي نړۍ يو ستر مفکر او بېنظيره اديب و. کتابونه يې دا اوس داسې دي لکه زموږ د عصر مفکر چې ليکلي وي، په داسې حال کې چې په دويمه هجري پېړۍ کې يې ليکلي!

02.11.2014 20:49    |   زاهد جلالي ما مه عقده من کوئ!

زه نه پوهېږم دا لیکنه په څه پيل کړم او د خپلې ټولنې او جامد فکره يارانو له کومې ستونزې يې راپيل کړم! خو له دې وروستۍ ليکنې به يې پيل کړم، چې د «اسلامپال يار» تر سرليک لاندې مې کړې وه او د ډېرو چوپ يا ښکاره غبرګونونه په کې تر ما راورسېدل.

28.10.2014 09:16    |   زاهد جلالي اسلامپال يار!

زما يار دی، ځان اسلامپال بولي، ښه کلک اسلام پال، دا زه او زما رنګي ورته بيخي ګمراه او له صراط المستقيمه د وتلو په حال ښکارو..

16.10.2014 10:36    |   زاهد جلالي د استاد د نړيوالې ورځې په پلمه؛ د نوي تعليمي مېتود پر لور

د استاد د نړيوالې ورځې په پلمه خو خلک د خپلو استادانو قدردانی او ستاينې کوي، خو زه به لږې بدلې خبرې وليکم... د دې پر ځای چې د خپلو استادانو پر ستونزو او مشکلاتو پرده واچوو، له غلطيو يې ورتېر شو او ويې ستايو، ښه به دا وي چې د راتلونکي نسل د ښې ښوونې او روزنې له پاره، درسي مېتود ته او د استادانو تعامل ته په انتقادي نظر وګورو. زه په خپله، د ښوونځي له استادانو هېڅ ښه خاطره نه لرم (استثنا شته). هو، استادانو درس راکړی، روزلی يې يم، خو د لرګي په زور، په توندې لهجې او تريو تندي.. او که ووايم چې له دې استادانو مې څه نه دي زده کړي، ډېره مبالغه به نه وي. زه له ډېر کشرتوب نه د کتاب او قلم ډېر شوقي وم، په خپله تلم کتابونه مې اخيستل، د مرحوم کاکا مولوي مير حمزه کتابتون ته به تلم، داسې کتابونه به مې لوستل چې زما له سويې به ډېر اوچت وو او هغه وخت کې به مې ډېر لږ څه ترې زده کول، معنا دا چې زه د تعليم شوقي وم، ډېر شوقي. خو د استادانو غلط تعامل او د سوټي زور، له ښوونځي زړه تورن کړی وم، زموږ ورځ به دقرآن په مضمون پيل شوه، استاد چې به ښوونځي ته راننوت، اوږد، پېړ لرګی به يې لاس کې و او نابالغه ماشوم به يې په داسې بې رحمۍ واهه، لکه خرګاډۍ والا چې ډېر سست او بې کاره خر وهي!

16.10.2012 20:37    |   زاهد جلالي مخامخ خبرې (16) بې فکره مفکرين

پرته له بې فکره مفکرينو نور ټول په دې راسره موافق دي چې زموږ په ټولنه کې جهل او بېسوادي ډېره زياته ده او همدا بېسوادي ده چې موږ څو لسيزي مسلسل وژل شوي يو، له خپلو ودانو کورونو وېستل شوي يو، په کورونو مو لوی لوی بمونه غورځول شوي دي، وژل کېږو هم موږ او ترورېست هم موږ ته ويل کېږي، خو موږ د دې جرات هم نه لرو چې نړيوالو ته ثابته کړو، موږ بېګناه يو، دا ظلم دی چې موږ وژل کېږو، سره دې ټولو مصيبتونو، زموږ بې فکره مفکرين چې کېني او شين چای يې مخې ته ايښی وي، وايي موږ د نړۍ قهرمانان يو، دا څنګه قهرماني ده چې موږ لږ تر لږه يو سم، خو اکتفا او آزاد هېواد هم نه لرو؟

04.10.2012 03:18    |   زاهد جلالي مخامخ خبرې (15)حجاب

حبيب بېنک کې ناست وم، د حبيب بېنک يوه ماموره بېنک ته راننوته، ما د مېز له شا وليده، يوازې سر يې ښکارېده، زما ډېره خوښه شوه، ځکه چې په اسلامي حجاب مزينه وه، داسې حجاب يې و، چې د سر يو ويښته يې هم نه ښکارېده، خو چې مخکې راغله، بيا مې خوښي په خپګان بدله شوه، ځکه حجاب يې يوازې سر باندې و، خو لاندې په اسلامي حجاب برابره نه وه، مټې يې ښکارېدې، همدا رنګه پنجابي کالي يې وو او د پتلون په څېر پرتوګ يې و. ما هلته له ځانه پوښتنه وکړه، چې آيا دوی اسلامي حجاب مراعاتوي او که د خلکو له پاره يې د حجاب نوم په ځان پورې کړی دی، نور د دې اهميت ورته نه شته چې له سره لاندې هم زما بدن عورت دی او له سره مهم عورت همدا دی.

01.10.2012 11:22    |   زاهد جلالي مخامخ خبرې (14)موږ او غرب؛ د تخلف او پرمختګ دوه نمونې!

دې کې شک نه شته چې غرب کې اخلاقيات صفر ديٍ، د شيطان حاکميت تر عنوان لاندې ليکنه د هغوی د ژوند دې اړخ ته اشاره کوي، په دې موضوع کې شهيد سيد قطب ډېرې جالبې کيسې ليکلي. هغه چې کله امريکا وليده او هلته يې د هغوی په ژوند کې وحشت وليد، بيا يې تفصيلي کتاب وليکه او خپلې خاطرې يې په کې ښکاره کړې. پرته له طه حسين او ده ته ورته شخصيتونو، نور ټول مفکرين په دې قانع دي چې په غرب کې ژوند له خپل انساني کرامته وتلی دی، طه حسين خو هېڅ په دې مفکرينو کې حساب نه دی، ځکه هغه له غربه په ړندو سترګو تقليد کاوه، هغه وايي چې موږ بايد له غربه د هغوی خير او شر، خواږه او ترخه ټول راواخلو! که څه هم طه حسين اديب و، د خپلې ټولنې له حالاتو ښه خبر و، اسلامي مطالعه يې زياته وه، خو بيا هم غرب يې سترګې ړندې کړې وې، ښه او بد ته يې په يوه سترګه کتل. حتی د امريکا جمهور رئيس باراک اوباما، چې د پوهنتون استاذ تېر شوی، بايد په امريکا کې د تهذيب نمونه و، خو دی هم امريکايي خاصيته دی. څه موده مخکې د اوباما ډېر داسې عکسونه ووتل چې د خپلو همکارانو په څنګ کې چې کېني، تل يې پښې پر مېز ايښې وي، يعنې هغوی ته يو ډول بې عزتي غوندې کوي، دې کې ورته ځان مشر ښکاري. ويل کېږي چې په امريکا کې د مشرۍ نښه همدا ده، چې يو چېرته مشر ناست وي، پښې يې پر مېز ايښې وي! هو په غرب کې، په ځانګړي ډول امريکا کې دا وحشت شته، ډېرو دا ليکلي، د ډېرو هغو چې له غربه راغلي، له خولې مو دا کيسې اورېدلي، هغو په خپلو سترګو ليدلي، موږ هم د مطبوعاتو له لارې ورسره آشنا شوي يو؛ خو،

23.08.2012 08:44    |   زاهد جلالي مخامخ خبرې (۱۳) ناروغي هم رحمت دی!

هغه ناروغي چې تشخيص نه شي، حتما انسان نهيلي کوي. هر څومره چې انسان قوي او دينداره هم وي څه نا څه نهيلي ورته پيدا کېږي. دا ډول ناروغيانې ډېر هغه شرير انسانان چې په ټولنه کې خلک ترې په عذاب هم وي، په ډېرو نېکو انسانانو بدلوي، دا ناروغي د هغوی له پاره خدای ته د رجوع يوه وسيله جوړېږي، که څه هم ډېر انسانان دا ډول ناروغي د خدای غضب ګڼي، خو نه، داسې نه ده، دا هم د خدای يو لوی رحم دی چې په دغه ډول انسان ځان ته متوجه کوي، توبه پرې وباسي او يو وار بيا يې له ګناهونو داسې پاکوي لکه، له موره چې بيا پيدا شوی وي.

17.08.2012 21:26    |   زاهد جلالي مخامخ خبرې (۱۲) روشنفکره مېرمن!

زه هم د نږدې دوست کيسې اورېدو ته تږی وم، حيران په دې وم چې داسې نازدانه هلک څنګه داسې تغيير شوی. دا چې هغه هم د کيسې د اورېدو له پاره يې کس لټاوه، راته يې خپله کيسه داسې پيل کړه: (زه هم د نورو ځوانانو په څېر په دې فکر وم چې بايد ښځه مې زما په څېر روشنفکره وي. ما به له ځان سره ويل چې هغې هم بايد پوهنتون لوستی وي، خو دا چې زموږ په ټولنه کې ښځو پوهنتون بيخي لږ لوستی، نو لږ تر لږه دې زما مېرمن دولسم پاسه وي، کله به په همدې فکرونو او تخيلاتو کې ډوب شوم، دواړه به يو ځای روان وو. زه خپلې دندې ته تلم او هغه به مې د خپل دفتر څنګ

15.08.2012 13:37    |   زاهد جلالي مخامخ خبرې (۱۱)خدای مې وليد!

دغه مسائلو کې تفکر کول د مسلمان عقيده لا هم ټينګوي، دا مسلمان په دې لا باوري کوي چې په کومه لار چې روان دی، حقه لار ده او بايد له زړه نه په کې اوسو، نه داسې چې په خوله وايو خو زړه ته مو دغه حقيقت نه وي ښکته شوی.

12.08.2012 14:08    |   زاهد جلالي مخامخ خبرې (۱۰)سياسي اسلام!

مفکر او په ځانګړي ډول فيلسوف چې حاکم ته نږدې شو، ممکنه نه ده چې بيا دې هماغه پخوانی فيلسوف يا مفکر پاتې شي، ځکه مفکر يا فيلسوف بايد د فکر په سمندر کې داسې آزادانه غوټې ووهي چې د هېڅ کوم سد په فکر کې دې نه وي. د مفکر د فکر دايره بايد منحصره نه وي، مفکر بايد د باز په څېر په هوا کې آزادانه ښکار وکړی شي، که نه، هغه بيا مفکر نه دی او څوک د دې تصور نه شي کولی، چې هغه دې هماغه پخوانی فلسفي وي.

29.07.2012 12:12    |   زاهد جلالي مخامخ خبرې (۹) ښځه د اسلام له نظره (د څو تېروتنو تصحېح)

په اسلام کې د ښځې حقوق يو له هغو موضوعاتو څخه دي، چې د اسلام دښمنان غواړي، د اسلام دغه منصف، خو پيچلی نظر خلکو ته داسې ښکاره کړي، چې ګنې اسلام له ښځې سره ظلم کړی او نر ته يې افضليت ورکړی. په داسې حال کې چې اسلام اصل د نر او ښځې تر منځ مساوات ايښی دی، خو زموږ په ټولنه کې دغه حقيقت نه دی درک شوی.

20.07.2012 14:16    |   زاهد جلالي مخامخ خبرې (۸) بری ليک که پوهه؟!

مخامخ خبرې (۸) بری ليک که پوهه؟!

14.07.2012 13:39    |   زاهد جلالي مخامخ خبرې (7)د اسلام آباد فحشا خانې

ډېر بېچاره پلاران د خپلو اولادونو لپاره په ځان سختې ورځې تېروي، حتی په لوږه شپه او ورځ سبا کوي، د ژوند له عيش او عشرته لرې اوسېږي، ځينې د همدغو اولادونو لپاره د خلکو په کورونو کې کار کوي، د پرديو خلکو سختې خبرې او بد اخلاقي زغمي، پلاران په بازارونو کې درانه بارونه په خپل ملا اوچتوي څو خپل اولاد ته پرې رزق تر لاسه کړي، خېټه يې مړه کړي او تعليم پرې وکړي.

11.07.2012 16:52    |   زاهد جلالي مخامخ خبرې (۶)شخصيتونه لرو، خو قدر يې نه؛ د مرحوم نادر ايوبي په ياد کې

مخامخ خبرې (۶)شخصيتونه لرو، خو قدر يې نه؛ د مرحوم نادر ايوبي په ياد کې

07.07.2012 22:17    |   زاهد جلالي مخامخ خبرې (۵) قاريخانې که جزاخانې؟!

ليکوال: زاهد جلالي قرآن هغه الهي رڼا او هدايت دی چې ټول بشريت ته اطمنان ورکولی شي، قرآن کولی شي ټول بشريت له بېلارۍ بج کړي، قرآن کې داسې خوند شته چې د روحي مرض سربېره د نورو ډېرو مرضونو دوا هم په کې شته او بالآخره قرآن هغه کتاب دی چې که څوک يې يو وار خوند وڅکي، په دې به پښېمانه شي چې ولې مې له لومړۍ ورځې له قرآن سره اړيکه نه ټينګوله، دا هسې د احساساتو خبره نه ده، ثابته شوې هم ده. د قرآن لوی مفسر امام فخر الدين رازي داسې لوی او فلسفي تفسير ليکلی چې په اسلامي نړۍ کې يې مثال نه شته، هغه وايي چې کاش ټول ژوند مې په قرآن کې په څېړنه تېر کړی و. دا زموږ له پاره د ډېر وياړ ځای دی چې له هر څه دمخه غواړو خپل ماشوم له الهي کتاب قرآن سره آشنا کړو. ماشوم چې نوی په خبرو راشي، ګل ګل خبرې کوي چې پلار او مور يې د دې له پاره چې حافظ شي يا لږ تر لږه قرآن دې له مخې ولوستی شي، قاريخانې ته لېږي، خو قاري صاحب څه کوي؟ قاري صاحب دغه ګل ماشوم داسې له قرآن زړه تورن کړي چې د بل هر ډول کتاب لوستل به خوند ورکړي، نه د قرآن. دا چې يو ماشوم له ماشومتوبه له قرآن سره داسې خيره شي، بيا بايد له هغه ګيله ونه شي چې قرآن دې په لويۍ کې تل لولي. زموږ د قاريخانو سېستمونه متاسفانه ډېر ګډوډ دي، ماشوم چې قاري خانې ته په اوله ورځ دننه شي او د قاري صاحب لويه لښته يا پيپ ووينې، د وارخطايۍ خولې پرې راماتې شي، چې دا يې څه غم ته راوستم. زه يو کس پېژنم، هغه چې قاري ته خپل زوی ورولي، ورته وايي چې قاري صاحب ښه يې وهه، لکه ادب چې په وهلو کې وي. هغه نو ماشوم داسې زړه تورن کړي چې هېڅ کله يې د قرآن لوستو ته زړه نه کېږي، همدا ده چې زموږ په ټولنه کې د ډېرو لويانو قرآن لوستل سم نه دي. ما په ماشومتوب کې ډېرې قاريخانې لوستي. شايد درې څلور کاله به مسلسل قاريخانې ته تللی وم، خو حافظ نه شوم، ځکه چې د قاري صاحبانو طريقه ډېره ناوړه ده. زه ډېر وړوکی وم چې د جومات قاري صاحب ته ورتلم، هغه سره به يو پيپ و چې دننه به يې وسپنيز لين په کې اچولي وو، له يوې غلطۍ سره يې ماشوم ته څو لښتې ورکولې، کله نا کله به يې د ماشومانو غوږونه په غاښ کول، چې د ټولو ماشومانو زړه ترې سخت تور و، ما به له ځان سره هغه وخت داسې فکر کاوه چې کله به هم داسې وخت راشي چې زه به د دغه قاري صاحب له دغو پيپونو خلاص شم؟ دا راته ناممکنه ښکارېده. د قاري صاحب يو ځانګړی سټايل و، کله چې به هلکانو په ټيټ آواز تلاوت کاوه، قاري صاحب به غصه شو، ويلې به يې (چوس چوس) يعنې په اوچت غږ يې لولئ، يا به منځ کې په قهر راپورته شو، د وچو له کبله به لمدو هم اور اخيسته، کتل به يې نه چې څوک خبرې کوي او څوک غلی ناست دی، د ياسر صاحب له زامنو پرته به يې ټول وهل. د ياسر صاحب زامنو ته يې ځکه څه نه ويلې چې هغه دا قاريخانه جوړه کړې وه! په دغه وهلو ټکولو کې ما يوه سيپاره قرآن هم حفظ نه کړ، نه ما، نه مې وروڼو او نه د تره زامنو. زما د ترور زوی يوې ښې قاريخانه کې حفظ کاوه، دولس سيپارې يې حفظې کړې وې، يوه ورځ قاري صاحب داسې وهلی و چې د هغه نيم مخ تک شين و، له هغې وروسته د هغه هم زړه تور شو او قاريخانه يې پرېښوده، اوس يې هغه حفظې سيپارې هم هېرې دي، دا د قاري خانو حالت دی، همدا ده چې زموږ په ټولنه کې په سلو کې يو فيصد هم حافظان نه شول. که قرآن په ماشوم په سمه طريقه حفظ شي، قرآن د ماشوم زهن ډېر ښه کوي، راتلونکې کې په درسونو کې کولی شي ښه درجه لاسته راوړي، خو دلته متاسفانه داسې نه ده. ويل کېږي چې په مصر کې واړه ماشومان حافظان دي، د ماشومانو عمرونه له لسو کالو لږ ښکته او پورته وي چې حافظان کېږي، که څه هم هلته هم وهل شته، خو فکر نه کوم چې زموږ د ټولنو په څېر وي. علامه قرضاوي په لس کنلۍ کې د قرآن حافظ شوی، د ډېريو علماو ژوند ته چې وکتل شي په همدغو عمرونو کې حافظان شوي دي او همدا علت دی چې ښه علما مصريان دي. علامه قرضاوي په خپل يوه کتاب کې چې د قرآن په هکله يې ليکلی دی، وايي چې په مصر کې مسلمانان خو پرېږده چې عيسايان هم په خپلو ماشومانو قرآن حفظوي!، هغوی هم په ډې قانع دي چې د قرآن حفظول د ماشوم ذهن ښه کوي! زما د تره ماشوم زوی، درې څلور کاله کېږي چې قاريخانو ته ځي راځي، خو تر اوسه دا خو پرېږده چې حافظ شوی نه دی، مګر دوه سيپارې يې هم نه دي زده. په ښوونځي کې تر ټولو ټيټې نمبرې يې په قرآڼ کې اخيستي او په څلورنيم مياشتنيو امتحانو کې خو يوازې او يوازې په قرآن کې ناکام و، په کور کې داسې فکر کوي چې د ده ذهن سم کار نه کوي يا کوم بل مشکل دی، خو زه فکر کوم چې دا همدا غلطې طريقې دي چې دی يې له قرآنه زړه تورن کړی، که د هغه ذهن ضعيف وای، نورو کې به يې هم نمبرې ټيټې وې، خو نه داسې نه ده، په صنف کې له لايقو شاګردانو دی خو دا چې يې قرآن په غلطه طريقه لوستی، ځکه يې زړه ترې تور شوی او همدا ده چې په صنف کې يې ترټولو ټيټه نمبره په قرآن کريم کې راغلې ده! زموږ په ټولنو کې يو له مظلومو طبقو ګلونه ماشومان هم دي، دوی نه شي کولی له خپلو حقوقو دفاع وکړي او ټولنه هم فکر کوي چې ورسره مرسته کوي، راتلونکی يې ښه کوي، خو پوهېږي نه چې دا له دغو ګلانو سره لويه جفا ده، د هغوی د راتلونکي خرابول دي، که ماشوم خپله تحقيقي ذهن ولري، په ځوانۍ کې به يو څه وکړي، خو که ماشوم بېړا وي، زړه يې له دغه هدايته تورېږي. راځئ د ټولنې په دغه مظلومه طبقه رحم وکړو، قاري صاحبان بايد له حوصلې او مينې کار واخلي، نه له خشونت او سوټي، څه چې په نرمۍ او قناعت ماشوم زده کوي، د لرګي په زور يې نه شي زده کوی او اروا پوهان خو وايي چې ماشوم هېڅ کله دا احساس نه کوي چې ما کوم جرم کړی چې وهل کېږم، هغه فکر کوي چې نا حقه وهل کېږم او که د قرآن په زده کړه کې وهل مناسب کار او ښه طريقه وه، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم به له ټولو مخکې له دغې لارې استفاده کړې وه، خو هغه هېڅوک، حتی ماشومان هم د قرآن په زده کړه نه دي وهلي، هغه په مينه خلکو ته قرآن ورښوده او څه چې څوک په مينه زده کړي، ډېر مؤثر هم تمامېږي. په دې هيله چې په دغه موضوع کې يو تجديد نظر وکړو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم طريقې ته وګرځو چې زموږ لپاره ښه بېلګه ده. -- -- zahid jalaly زاهد جلالی ویب بلاگ: awakening.bloguna.tolafghan.com

03.07.2012 18:57    |   زاهد جلالي مخامخ خبرې (۴)جومات خو د خدای کور دی!

شاډولا زموږ په کلي کې يو تقوا دار سړی و. سره د دې چې ږيره يې ټوله سپينه شوې وه، د لمسيانو او کړوسيانو خاوند و، دومره چاغ هم و چې په لاره سم تلی نه شو؛ خو له دې ټولو سره به يې د روژې په مياشت کې مکملې تراوېح په ولاړه کولې، که چا به ورته ويلې چې تا ته خدای رخصت درکړی، په قهر به شو، ويلې به يې زه لمونځ کولی شم، ولې داسې بېغيرتي وکړم چې په ناسته لمونځ وکړم، يا وهابيانو غوندې اته رکعته لمونځ

01.07.2012 11:04    |   زاهد جلالي مخامخ خبرې (۱)دلته ژړا هم جرم دی!

متاسفانه زموږ په ټولنه کې د ښځې او نر جنس تر منځ لوی تبعيض شتون لري، مور په دې قانع ده چې زوی د خدای لوی نعمت دی او حتی ما اورېدلي چې ځينې سړي خپلې ښځې په دې تهديدوي چې که دې لور وزېږوله په ما طلاقه يې! داسې خبرې واورې چې حيران پاتې شې، دا د پرمختګ عصر کې داسې جاهليت چې له اسلامه مخکې هم داسې جاهليت نه و! ځينې ناپوهان خو بيا دا تعصب ته دينې بڼه هم ورکوي، ښځو ته ناقص العقل او ناقص الدين وايي، خپلې ښځې يې هم په دې قانع کړي چې نر ماشوم هم له تاسو ډېر عقل لري، تاسو به په هېڅ خبره کې خبره نه کوئ او که کوم نابالغه هلک هم کور کې وي، دی به ستاسو مشر وي، ځکه ستاسو عقل ناقص دی او د هغه عقل کامل!! په داسې حال کې چې د اسلام مبين دين له دغو خرافاتو پاک دی، دا د دوی جاهلي افکار دي چې په اسلام پسې يې غوټه کوي.

28.06.2012 13:52    |   زاهد جلالي مخامخ خبرې (۲) د شيطان حاکميت

يو وار مې غربي رېسټلنګ ته په ډېر تعجب کاته، د دوی وحشيانه وهل ټکول، دا چې مخونه يې تور کړي، په خپلو کاليو يې ليکلي وي (لوی شيطان)، ځينو خپل ټول ځانونو باندې ټاپې ماپې کړې وي او داسې نور عجيب او غريب په کې ووينې او سيلانيان خو په زرهاو کسه ورته راغلي وي، هغه څه سړي ته وريادوي چې له اسلا

26.06.2012 15:07    |   زاهد جلالي مخامخ خبرې (۱) د مرګ خوند

اصول الفقه په اسلامي شريعت کې يو له سختو موضوعاتو ده، خو له سختۍ سره خوند هم پکې شته، اول خو په آسانۍ څوک پرې پوهېدی نه شي، بيا که پوه شي، چې څومره په سختۍ درس زده کړی وي، هومره خوند هم ترې اخلي.

09.02.2012 13:29    |   زاهد جلالي شهيد پوهاند غلام محمد نيازی

د اسلامي نړۍ لوی فيلسوف او د معاصرې اسلامي ويښتابه ځلانده مفکر علامه سيد جمال الدين افغاني د اسلام د تجديد فکر د افغانستان له غرونو د يو لړ مشکلاتو له امله په ټوله نړۍ وګرځاوه، بالآخره د افريقا دښتې يې مناسبې وبللې او دغه فکر يې مصر کې پرېښود. هغه دا فکر له ځانه خپل شاګرد امام محمد عبده ته پرېښود، له عبده نه دا فکر په کړۍييز شکل حسن البنا ته ورسېد. د حسن البنا په عصر کې د دغه فکر د پلي کولو وخت رسېدلی و، هغه هم اسلامي نړۍ په دغه اوچت فکر خړوبه کړه او ترهر هېواده يې ورساوه. افغانستان ته د دغه مهاجر فکر د بېرته راوړلو وياړ استاذ غلام محمد نيازي ته ورپه برخه شو. پوهاند استاذ غلام محمد نيازي دغه فکر په اووه کالو کې راخپل کړ او بېرته يې په ۱۹۵۷ز کې افغانستان ته راوړ او د سيد جمال الدين افغاني مقبره (د کابل پوهنتون) يې د دغه فکر د خپرولو لپاره مناسب ځای وګاڼه، چې ترننه د دغې لارې تعقيبوونکي د هغه د دغې لارې شاګردان دي.

13.01.2012 18:06    |   زاهد جلالي ويښتابه بلاګ د مشورې او فتوا څانګه پرانسته

ويښتابه وېبلاګ د دغه ضرورت په درک کولو سره د نورو څانګو په څنګ کې د مشورې او فتوا څانګه هم پرانیسته څو د اړو کسانو ديني مشکلات حل شي او د ژوندنيو چارو د کاميابۍ او د غوټو د خلاصولو لپاره لار خلاصه شي.

11.09.2011 11:40    |   زاهد جلالي شهيده بنان طنطاوي

د ښځې په باب الله جل جلاله په قرآن کريم کې فرمايي چې دوی د تاسو له پاره لباس دی او تاسو د دوی له پاره، الله جل جلاله په قرآن کې ډېر ځايونه ښځې له نرانو سره يو ځای يادې کړي دي، چې دا په اسلام کې د ښځې اهميت ښکاره کوي. په قرآن کريم کې الله جل جلاله بلقيس هوښياره او د مشرۍ وړ ښځه معرفي کړې ده. که د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په ژوند، په ځانګړې ډول په نبوت باندې د مبعوثېدو پر مهال نظر واچوو، وبه وينو چې د رسول عليه السلام مشاوره او لويه ملاتړې د هغه ښځه خديجه الکبری رضي الله عنها وه. همدا وه چې په رسول الله صلي الله عليه وسلم باندې ډېره ګرانه وه، تر دې چې د دې ملګرو ته يې هم د دې له پاره درنښت کتل.