د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ما مه عقده من کوئ!

زاهد جلالي 02.11.2014 21:49

زه نه پوهېږم دا لیکنه په څه پيل کړم او د خپلې ټولنې او جامد فکره يارانو له کومې ستونزې يې راپيل کړم! خو له دې وروستۍ ليکنې به يې پيل کړم، چې د «اسلامپال يار» تر سرليک لاندې مې کړې وه او د ډېرو چوپ يا ښکاره غبرګونونه په کې تر ما راورسېدل.
زه دې ته حيران یم، چې خدای څنګه طبيعت او فکر راکړی او په څنګه جامده ټولنه کې يې زېږولی یم! دې کې به هم د خدای کوم حکمت پروت وي، خو زه دغو جامدو يارانو دومره ستړی او مصروف کړم، چې زما دښمنانو دومره نه يم ستړی کړی او د افسوس خبره خو دا ده، چې دښمنان مې تر دوستانو هوښيار دي!
باید دا ښکاره ووایم چې زه له مخالفت او نيوکې سره هېڅ ستونزه نه لرم او تل مې خپلو يارانو ته ويلي، چې زما ليکنه مو خوښه نه شوه يا مو څه ستونزه په کې وليده، نقد يې کړئ او خپل غبرګون پرې ښکاره کړئ. دا د روشنفکرې ټولنې يوه نښه ده او د پوهو يارانو ځانګړنه.
خو هېڅ کله داسې ونه شول، زما دغه جامد فکره يارانو زما په مقالو د ليکنې په شکل نيوکه ونه کړه، بلکې داسې خبرې يې وکړې، چې ستونزې رامنځ ته کوي، عقده زېږوي، فاصلې ډېروي او مشکل لا غټوي! دغو خبرو زما وخت ضايع کړی، د فکري بوج او فشار سبب شوی او د دوی په مقابل کې يې زما زړه کې کرکه رامنځ ته کړې!
زما د تېرې ليکنې په تړاو، زما د يوه دوست غبرګون داسې و چې په شخصي ليک کې يې راته ليکل، «چا خو به برېن واش کړی نه وې؟! چا خو کوډې نه دي درباندې کړي»...!!!
زما يو پوه او هوښيار دوست چې زه ورته ډېر احترام لرم، د استاد په سترګه ورته ګورم او راتلونکي کې ورته ډېر هيله من یم، خپلو مريدانو ته ويلي چې «زاهد فکر نه لري، ځکه له غربيانو متاثرېږي»!
هو، زه دا خبره تاييدوم، زه فکر نه لرم، خپله لار نه لرم، تر اوسه مطلق حل او معقولې نتيجې ته نه یم رسېدلی، خو په لټه کې يې يم او له ماشومتوبه يې په لټه کې وم. زه په دې ډېر خوښ يم، چې په حق پسې ګرځم او دغه نه ستړې کېدونکې، بلکې پر دغې خوندورې لارې به د ژوند تر پايه درومم.
خو افسوس په هغو کسانو چې په ړندو سترګو يو فکر تعقيبوي، آن افسوس په هغه چا، چې پرته له تفکر و تدقيقه اسلام پسې روان دي! آن اسلام د تعقل او تفکر بلنه راکوي. خو دوی، چې ځانونه د اسلام ډېر خواخوږي او ستر بچيان بولي، تر اوسه په خدای قسم که د اسلام په حقانيت پسې يې ځانونه ستړې کړي وي او يا د حقيقت په لټه دوه ورځې بوخت شوي وي!
خو چې تبصرو او خبرو ته يې ګورې، ځان به د اسلام ستر مريد بلکې ستر فيلسوف ګڼي او ما غوندې د اسلامي فکر يوه عادي تعقيبوونکی ورته بې لارې او له پرديو متاثر ښکاري او ما و زما ليکنې و تبصرې له تعقمه پرته تفسيقوي!
بيا هم د دوی په حال افسوس، افسوس پر دې چې دغه احمقان ځانونه د اسلام او اسلامي فکر مريدان بولي! افسوس او سل افسوسه!
که چېرته په حقيقت پسې ګرځېدل غلطي وي او د حقيقت په لټه کې د فکر بدلول خامي و کمزوري، تر ما مخکې انبیاء په حقيقت پسې ول او د امام غزالي په څېر علماوو د حقيقت په لټه کې له خپل ژوند او عيش و عشرته تېر وو.
زه د امام غزالي شاګرد يم، په حقيقت پسې به دغسې ګرځم لکه امام غزالي، او د اسلامي فکر په جامه کې منافقان به دغسې برالا کوم لکه امام غزالي چې کړي وو، تر څو دغه صف پاک شي او اسلامي فکر خلکو ته هغسې وروپېژندل شي، لکه څنګه چې دی.
او خپلو دغو  دوستانو ته، چې زما ليکنې په سپکاوي ځوابوي، وايم:
زه د هېچا له سپکاوي او توهين نه اندېښنه نه لرم او نه پرې متزلزل کېږم، زه پر خپلې لار روان يم، خو تاسې ته د يوه دوست په صفت دا مناسبه نه ده چې له يوه ملګري سره داسې تعامل وکړئ چې هغه عقده من کړئ او دښمنۍ ته يې مجبور کړئ..
استاد محمد زمان مزمل سره چې تل کېنم، لږ تر لږه يوه عميقه خبره ترې زده کوم. تېر وار يې راته وويل، زموږ اسلامپال دې کې ښه تکړه دي چې يو څوک عقده من کړي او دې ته يې مجبور کړي چې د دوی په مقابل کې سنګر ونيسي او په دې کې اصلي لار ترې پاتې شي..
دښمني ډېره آسانه ده، خو د دوستۍ دوام او د ترخو او تونديو تحمل کول حوصله او پراخ زړه غواړي.