د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مخامخ خبرې (۱۲) روشنفکره مېرمن!

زاهد جلالي 17.08.2012 20:26

په داسې حال کې چې د شمس الدين سترګې به له اوښکو ډکې وې، غټې غټې اوښکې به يې په رخسار غورځېدې، يو وار به موسکی هم شو، ويل يې عجيب وختونه وو، زه په څه فکرونو کې وم او څه راباندې وشول. زما په خوږ دوست شمس الدين باندې رښتيا هم لوی مصيبت تېر شوی و، داسې مصيبت چې د ده بې تجربې ژوند يې لکه الماس کلک کړ.

زه هم د نږدې دوست کيسې اورېدو ته تږی وم، حيران په دې وم چې داسې نازدانه هلک څنګه داسې تغيير شوی. دا چې هغه هم د کيسې د اورېدو له پاره يې کس لټاوه، راته يې خپله کيسه داسې پيل کړه: (زه هم د نورو ځوانانو په څېر په دې فکر وم چې بايد ښځه مې زما په څېر روشنفکره وي. ما به له ځان سره ويل چې هغې هم بايد پوهنتون لوستی وي، خو دا چې زموږ په ټولنه کې ښځو پوهنتون بيخي لږ لوستی، نو لږ تر لږه دې زما مېرمن دولسم پاسه وي، کله به په همدې فکرونو او تخيلاتو کې ډوب شوم، دواړه به يو ځای روان وو. زه خپلې دندې ته تلم او هغه به مې د خپل دفتر څنګ کې له موټره ښکته کوله، بيا چې به له دندې راتلم، ستړی ستړی به ورپسې ورغلم، هغه به هم ما ته منتظره ولاړه وه، زه چې به يې وليدم موسکۍ به شوه، د دې جادوګرې موسکا به زما ټوله ستړيا ورکوله، راسره به موټر کې سوره شوه، کور ته به راغلو. بيا به مې بېرته دا فکرونه هېر کړل، ځکه لار به مې ورته لټوله، په دې فکر کې به وم چې زما د خيال دا ښاپېرۍ به چېرته زما په تمه ناسته وي، ژر يې بايد خپله کړم چې خپل ژوند پرې ښکلی کړم، داسې ژوند به تر کومه پر مخ روان وي....

مور مې هم په دې تمه وه چې زوی ته به مې واده کوم، ځکه د واده وخت يې رانږدې دی او د ژوند شرايط مو هم برابر دي. مور مې زړه وه، نور د دې نه وه چې ما ته دې په پخلنځي کې ډوډۍ پخوي، دوه درې ورځې وروسته دې راته کالي وينځي، په تېره دا چې پښې يې هم خوږېدې، هغې نور نه شو کولی چې ما ته تر دې زيات خدمت وکړي، خو دا چې زه پرې ډېر ګران وم او هغه هم ډېره غيرتي ښځه وه، پر ځان يې دا هر څه تحمل کول، هېڅ کله يې هم راته نه دي ويلي، چې بچيه زه نور کار نه شم کوی، خو ما هم سترګې لرلې دا هر څه مې ليدل او په رښتيا مې په مور نور زړه نه کېده چې په دې سپين سر دې راته پورته کېږي او کار دې کوي.

يوه ورځ مې مور ته وويل، چې مورې ته نور په دې سپين سر ما ته کار نه شې کولی، بايد کور ته داسې څوک راولو، چې هم زما پرې ژوند ښه شي او هم ته په خپل ځای آرامه کېنې، د خدای عبادت وکړې، نور شرم دی چې ته زما خدمت کوې او کولی يې هم نه شې. دا چې مور مې هم په خپل زړه کې هيله لرله چې خپل يکي يو زوی ته به واده کوي او د واده خوښي به يې تېروي، راته يې وويل، هو زويه زما هم زړه کې يو آرمان دی، خدای ته معلومه ده چې څومره به ژوندي يو، بايد چې درته ښځه وکړم، اوس دې نام خدا ژوند هم ښه دی، عمر دې هم واده ته برابر شوی، نو همدا دې د واده وخت دی، په دې ورځ نورې خبرې ونه شوې، يوازې همدا مقدماتي خبرې مو وکړې. زه له دې خبرو وروسته بيخي په فکرونو کې ډوب وم، کله به مې فکر کاوه چې خدای مه کړه داسې مېرمن دې نه وي چې له دې شته ژونده دې زړه تورن نه کړي، بيا مې ويل، نه ته خو څه بېسواده ښځه نه کوې چې هغه په دې خبرو ونه پوهېږي، هغه به د دې کور نظام داسې برابر کړي، چې هر يو به خپل حق پېژني او په خوشالۍ کې به مو ژوند تېرېږي.

زما مور هم له اوله داسې روزلی وم، چې هره خبره مې ورسره نه شوه کولی، په تېره بيا دا چې زما ښځه به څنګه وي، زما د زړه انتخاب څنګه دی، ويښته، شونډې، پزه او نوره به څنګه وي؟

د دې مشکل د پورته کولو له پاره مې ډېر فکر وکړ، ما خو هېڅ کله هم داسې جرات نه شو کولی چې مور ته مې خپله مېرمن ياده کړم او ورسره تفصيلي وغږېږم، له ډېر فکره وروسته مې ترور فکر ته راغله، ما ويل هغه خو ستا او د مور تر منځ ښه پول دی او دا هم کولی شي، چې له مور سره دې د نجلۍ د ليدو له پاره لاړه شي، خوښ شوم، ځکه فکر مې وکړ چې مشکل حل شو.

دا چې زما مور هم تر اتمه ښوونځی لوستی و، خو دا اتم يې له ډېرو هغو ښځو ښه و چې پوهنتونونه يې لوستي، هغه هم په دې پوهېده چې زه ورسره مخامخ دا خبرې نه شم کولی، نو بايد داسې څوک رامنځ ته شي چې زما او د هغې تر منځ د فرمايشونو انتقال وکړی شي، مور ته مې هم ترور په نظر ورغلې وه، مور مې په دې کې له ما مخکې شوه، هغې له ما مخکې ترور ته ويلي وو چې ده ته ووايه، پلانکۍ نجلۍ مو درته خوښه کړې.

همدا وه چې ترور مې يوه ورځ کوټې ته راننوتله. مقدماتي خبرې يې وکړې، بيا يې راته وويل، چې مور دې درته پلانکۍ نجلۍ خوښه کړې، ما چې د نجلۍ نوم واورېده، لړزه راباندې راغله، ځکه زما چې څه فکرونه او خيالونه وو، دا نجلۍ د هغو ټولو مخالفه وه، نه داسې ښايسته وه، چې ښايست يې زړه ومني او نه يې زده کړې کړې وې، ما خو له بېسوادې فرار کاوه، نو دا مې څنګه خوښه کړې وه. زه په دې پوه نه وم چې ترور مې هم دا نجلۍ خوښوي، ما د دې خبرې کلک مخالفت وکړ، ترور چې څومره هڅه وکړه قانع مې کړي، په دې هڅو کې بريالۍ نه شوه؛ ترور ويل چې دا کاريګره نجلۍ ده او ستاسو د کور له پاره مناسته ده، د مور دې خوښه ده او... خو ما داسې مخالفت کاوه چې ترور مې هم په دې وپوهېده، چې شله توب څه فايده نه لري، هغي غوښتل څه ووايي، زه له ډېرې غصې له کوټې ووتم، مخ مې ورواړاوه، ورته مې وويل؛ ما ته بيا دا نجلۍ راياده نه کړئ، نور همداسې له کوره ووتم.

په دې خبره يوه هفته تېره شوه، زه هم نور سوړ شوم، بله ورځ مې ترور ډاکټر ته بېوله، په لاره کې ترور بيا هغه د واده خبرې پيل کړې، خو دا ځل يې داسې انداز کې خبرې کولې، چې زه يې هم خبرو خوښ کړم، راته يې ويل، ښه ته چې زموږ انتخاب نه خوښوې، د خپلې خوښې نجلۍ دې راوښيه چې هماغه درته وکړو.

دا په رښتيا يو سخته سوال دی، زه هم له دې سوال سره په فکر کې ډوب شوم، ويل مې چې زما د تخيل نازولې ښاپېرۍ خو ما لا ليدلې نه ده، نو زه بايد دوی ته د خپل انتخاب شرطونه وړاندې کړم، بيا دې دوی ورپسې ګرځي، همدې فکرونو کې وم چې ترور مې راباندې غږ وکړ، ويل يې لکه چې دا دې هم نه ده خوښه، زه يې له فکرونو ووېستم، ويل مې نه دا خو ښه خبره ده. ما خپل شرطونه ورته ورو ورو ويلې، ما ويل بايد خرمايي ويښتان ولري، جيګ قد، سور او سپين مخ، سرې شونډې، نرې پوزه او... ترور مې په ټوکه راته وويل، دا څه کوې، ښاپېرۍ کوې او که څنګه، که داسې وي، نو دا بدرنګانې به څه کوي.

زه يې دې ټوکې لږ غوندې خجالت هم کړم، خو داچې ترور سره مې آزادانه خبرې کولې، ورسره مې وخندل، دې وخت کې ډاکټر ته ورسېدو او بيا خبره پاتې شوه.

ترور مې دا خبرې مور ته رسولې وې، مور مې هم داسې نجلۍ پسې په ګرځېدو ستړې شوه، دې يوه موده وخت ونيو، ما هم خدای ته زارۍ کولې چې بخت مې له خيره خلاص شي. بالآخره يوه ورځ مې مور زېری راکړ چې نجلۍ پيدا شوې ده، زه هم له خوښۍ په جامو کې نه ځايېدم، بيا دا چې د نجلۍ کورنۍ ومنله، خو بيخي نه پوهېدم له خوښۍ څه وکړم، خدای ته مې د شکر سجده ووېسته چې بالآخره له اوږدې ستړيا دې راته زما انتخاب راپه نصيب کړ، بيا به فکرونو کې ډوب شوم، ويل به مې، نور د خوښۍ او د مزو عصر دی، د سختيو ورځې پای ته ورسېدې.

تقريبا پنځه مېاشتې مې د حجران شپې سبا کړې. هره ورځ مې همدا فکرونه کول، کله به مې هغه له لاسه نيولې وه او په شنه چمن کې ورسره ګرځېدم، کله به مې له خپلې لورکۍ سره لوبې کولې، خو چې سترګې به مې خلاصې کړې هېڅ به نه وو، خو دا چې واده راورسېده، خوښ وم، بيخي ډېر خوښ وم، داسې چې خوښي مې انځورولی نه شم.

واده مې وکړ، مېرمن مې کور ته راغله، که څه هم زما مور د دې نه وه چې د کور کار وکړي، خو دا چې مهذبه ښځه وه، اخلاقا ورته دا ښه نه ښکارېده چې زما مېرمن دې په کور کې کار وکړي، مور مې ويل چې نه زويه، يوه مياشت خو به مېلمنه وي، بيا دې وروسته لږ لږ کار پيل کړي، تر هغې چې عادت کېږي، بيا چې عادت شوه، بيا نو زه په خپل ځای کېنم او دا به د کور مېرمن شي، ما هم ورسره ومنله.

ما فکر کاوه چې که مې مور کار کوي، زما مېرمن به ورته د کار اجازه نه ورکوي، خو دې زما د مور په کار هېڅ سر نه خوځاوه، خپله ډوډۍ به يې خوړه او چټلې کاسې به يې پر ځای پرېښودې، دا لا څه چې له خپلې مخې يې کاسې نه لرې کولې، لکه دا چې زما د مور په عمر وي او مور مې د دې په عمر.

زه پوه نه وم چې مېرمن مې زه د دې له پاره خوښ کړی وم، چې ښه دنده مې وه، د هغې مينه له ما سره نه وه، هغې د پيسو له پاره واده کړی و، بس همدا فکر يې و، چې هره ورځ به په چکرو او زړه خوښولو تېروو، هغې نه غوښتل چې د نورو ښځو په څېر په پرده خپل ژوند وکړي، شاهانه ژوند يې غوښته، رښتيا که ووايم، دا زما غلطي هم وه چې په داسې نجلۍ پسې نه ګرځېدم چې زما او د هغې د ژوند سويه برابره يو، دواړه سره مناسب او برابر د ژوند حالت ولرو، مور چې راته کومه نجلۍ خوښه کړې وه، هغې کې دا ټول کمالونه وو، خو ډېره ښايسته نه وه او زده کړې يې دومره نه وې، چې ما غوښتې. دې وخت کې مې په هغه متل سر خلاص شو چې وايي: (جوانان در آينه ميبينند و پيران در خشت خام).

يوه ورځ مجبور شوم، خپلې مېرمنې ته مې په ډېره مينه وويل، چې نور بايد ته کار شروع کړې، ځکه مور نور د کار وسه نه لري، دې راته ښه وويل خو زه پوه نه وم چې د دې ښه، په يخ ليکل او واورې ته کېښودل دي، ما فکر کاوه چې دا به زما په دې غوښتنه نور ټول کار خپله پيل کړي او مور به مې په خپل ځای کېني، خو زه بېچاره خبر نه وم، دې له خپلې مور او خورلنډو پوره پنځه مياشتې دا زده کړي، چې په مېړه څنګه بريالۍ شي او د کور کار څنګه نورو ته پرېږدي.

کتل مې چې ښځې مې د تېر په څېر هېڅ کار نه کوي، بالآخره په لږه تونده لهجه مې ورته وويل، چې بايد ته نور کار وکړې، زما له دې توندې لهجې سره، هغې خپله اوږده ژبه راووېستله او په خبرو يې شروع وکړه، ويل يې زه خو مزدوره نه يم، چې دې کور کې دې مزدوري وکړم، زما دومره له لاسه نه کېږي، که دې مور کار نه شي کولی، کومه مزدوره ونيسه، زه له خوړو پرته نور هېڅ څه نه کوم!

زه ناڅاپي له داسې خبرو سره مخ شوم، داسې خبرې چې هېڅ مې تصور هم نه کاوه، نه پوهېدم څه وکړم، هغه مې له زړه خوښېده او مور مې په هغه حال وه. چوپه خوله له کوره ووتم، ټوله ورځ د باندې وم، نه پوهېدم څه وکړم.

زما د ژوند ترخې شېبې پيل شوې، هره ورځ غم او خپګان و، ژوند راته هېڅ معنی نه لرله، ليکوالي چې ما د خپل مقدس هدف د تحقق له پاره تر ټولو ښه لار ګڼه رانه پاتې شوه، نور مې په داسې حالت کې په کور کې شپه هم نه شوه کولی، ورځ به مې له غمه د باندې تېروله، بالآخره د خپل ژوند د ښه کولو له پاره مې يو تصميم ونيو، دا تصميم وروستی حل و، ځکه ما نورې ټولې لارې او حلونه امتحان کړل، خو هېڅ څه هم نتيجه ورنه کړه، له ځان سره مې فيصله وکړه چې دا تريخ ژوند بايد په سوله ييز شکل پای ته ورسوم، وروستی حل راته دا ښکارېد چې ښځې ته مې درې متفرق طلاقونه ورکړم، همداسې مې وکړل، هغه په خپلې لاره لاړه او زه په خپل لار.

ما له دې لنډې خو ترخې مودې او بېخوندې تجربې دا زده کړل چې هر څوک بايد داسې څوک د ځان له پاره انتخاب کړي چې د ژوند سويه يې سره برابره وي، په ډېرو کې سره نږدې وي، داسې نه چې څوک ځان هېر کړي او په ښاپېريو پسې ځي، چې داسې حالت کې خپل ژوند هم خرابوي او د نورو هم).

د شمس الدين دې کيسې سره له دې چې ما ته هم لوی درس راکړ، ډېر يې خپه هم کړم، خو خوښ په دې وم چې شايد دا د ده له پاره ښه تجربه وي، شايد راتلونکی يې دا سخته تجربه ښه کړي، کېدی شي په راتلونکي کې ډېر خوښ ژوند ولري او دا ياد يې نه يوازې ده ته، مګر ډېرو نورو ځوانانو ته چې په همدا ډول فکرونو کې ډوب دي، يو لوی درس شي.



--
--
zahid jalaly
زاهد جلالی
ویب بلاگ: awakening.bloguna.tolafghan.com