د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مخامخ خبرې (14)موږ او غرب؛ د تخلف او پرمختګ دوه نمونې!

زاهد جلالي 01.10.2012 11:22

دې کې شک نه شته چې غرب کې اخلاقيات صفر ديٍ، د شيطان حاکميت تر عنوان لاندې ليکنه د هغوی د ژوند دې اړخ ته اشاره کوي، په دې موضوع کې شهيد سيد قطب ډېرې جالبې کيسې ليکلي. هغه چې کله امريکا وليده او هلته يې د هغوی په ژوند کې وحشت وليد، بيا يې تفصيلي کتاب وليکه او خپلې خاطرې يې په کې ښکاره کړې. پرته له طه حسين او ده ته ورته شخصيتونو، نور ټول مفکرين په دې قانع دي چې په غرب کې ژوند له خپل انساني کرامته وتلی دی، طه حسين خو هېڅ په دې مفکرينو کې حساب نه دی، ځکه هغه له غربه په ړندو سترګو تقليد کاوه، هغه وايي چې موږ بايد له غربه د هغوی خير او شر، خواږه او ترخه ټول راواخلو! که څه هم طه حسين اديب و، د خپلې ټولنې له حالاتو ښه خبر و، اسلامي مطالعه يې زياته وه، خو بيا هم غرب يې سترګې ړندې کړې وې، ښه او بد ته يې په يوه سترګه کتل.
حتی د امريکا جمهور رئيس باراک اوباما، چې د پوهنتون استاذ تېر شوی، بايد په امريکا کې د تهذيب نمونه و، خو دی هم امريکايي خاصيته دی. څه موده مخکې د اوباما ډېر داسې عکسونه ووتل چې د خپلو همکارانو په څنګ کې چې کېني، تل يې پښې پر مېز ايښې وي، يعنې هغوی ته يو ډول بې عزتي غوندې کوي، دې کې ورته ځان مشر ښکاري. ويل کېږي چې په امريکا کې د مشرۍ نښه همدا ده، چې يو چېرته مشر ناست وي، پښې يې پر مېز ايښې وي!
هو په غرب کې، په ځانګړي ډول امريکا کې دا وحشت شته، ډېرو دا ليکلي، د ډېرو هغو چې له غربه راغلي، له خولې مو دا کيسې اورېدلي، هغو په خپلو سترګو ليدلي، موږ هم د مطبوعاتو له لارې ورسره آشنا شوي يو؛
خو،
هغه ځايو کې څه شته چې دوی دومره پرمختګ کړی، له هغو سره حتما څه شته چې د نړۍ له پرمختللو هېوادونو دي. څه موده مخکې مې يو امريکايي فلم کاته، د استخباراتو په اړه و. د فلم کيسه رانه پاتې شوه، په پای کې په دې پوه نه شوم چې موخه يې څه وه، زه په منځ کې دوه ټکو ته متوجه شوم، يو دا چې هلته چې هر يو سهار له خوبه راپاڅي، ورزش کوي، ورزش هلته دومره ضرور دی، لکه دلته چې د سهار لمونځ دی، د سهار لمونځ کېدی شي، قضا شي، خو هغوی دغه ورزش هېڅ کله هم نه قضا کوي. په همدغه فلم کې، يو کس د دښمن په زندان کې دی، خو هلته هم ورزش کوي، که څه هم سړی يې تړلی وي، خو هغه يوازې په سينه کشۍ خپل سپورت کوي. بله صحنه داسې وه، چې يو سړی په کښتۍ کې ناست دی، ډېره وړه کښتۍ ده، حتی ګرځېدا هم په کې آسانه نه ده، خو هغه په همدې وړه کښتۍ کې هم خپل ورزش کوي.
ما له ځان سره فکر کاوه چې دا موږ ته نبوي ارشاد دی، چې ورزش کوئ، ځانونه ځواکمن ساتئ، هر وخت تيار اوسئ. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (المؤمن القوي خير وأحب إلى الله من المؤمن الضعيف) يعنې قوي مؤمن بهتر او خوښ دی خدای جل جلاله ته د کمزوري مؤمن په نسبت. موږ دا نبوي لارښوونه بيخي پرې ايښې ده. زموږ په ټولنه کې يو څو محدود ځوانان دي، چې ورزش کوي، هغوی کې هم ډېری له غربه متاثر وي، خو چې غرب کې وکتل شي، ټول خلک، له استثناء پرته ورزش کوي، دا لارښوونه خو موږ ته ده، خو متاسفانه چې موږ ترې استفاده نه ده کړې.
ما چې کله دا صحنه وليده او خپل حال ته متوجه شوم، دا د بدبختۍ حالت، داسې حالت چې امريکا له زرګونو کيلومترونو راغلې او دلته موږ ترې آرام نه پاتې کېږو، موږ ولې داسې نه شو کولی، موږ په تاريخ کې د داسې قوت ډېرې نمونې لرو، تاريخ مو له وياړونو ډک دی خو حال مو ډېر بد دی. ما ته د دوکتور مصطفی محمود رحمه الله عليه هغه خبره راياده شوه، چې که يو کافر او مسلمان په اوبو کې وغورځېږي، که د کافر لامبو زده وي، ځان به له اوبو وباسي، خو که د مسلمان زده نه وي، په اوبو کې ډوبېږي، اوبه مسلمان او کافر نه پېژني، هغه کمال پېژني. په دې دنيا کې هم خدای جل جلاله دا قانون ايښی، چې څوک چې زحمت وباسي، خواري وکړي، هغه ته يو څه ورکوي، ولو که کافر هم وي، خو که مسلمان ځان ستړی نه کړي، داسې به ذليل وي، لکه نن چې موږ يو.
بله خبر چې زما توجه يې دغه فلم کې جلبه کړه، دا وه چې غرب په ټکنالوجۍ کې حيرانوونکی پرمختګ کړی. کومه ټکنالوجي چې موږ يې غربي ګڼو، دا زموږ خپله ټکنالوجي ده، دا زموږ ميراث دی چې غرب اخيستی او پرمخ يې بوولې، همدا ده چې هغوی د نړۍ واکمنان دي او موږ ضعيف او بېچاره خلک يو.
مسلمان ته رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند لارښوونې پرې ايښي، هغه څه چې غرب يې اوس کشفوي، مسلمان ته قرآن او د خدای رسول څوارلس سوه کاله وړاندې ويلي وو، خو موږ قرآن نه لولو، که يې لولو له منځپانګې يې ګټه نه اخلو. دا چې جنين د مور په ګېډه کې پنځه مرحلې تېروي، يوه پروفيسور له ډېر تحقيق وروسته دې نتيجې ته رسېدلی و، خو کله چې ورته عبد المجيد زنداني وويل چې دا په قرآن کې هم شته، هغه نه منله، ويل يې هغه څوارلس سوه کاله مخکې راغلی دی او دا ما اوس د پرمختګ په عصر کې کشفه کړې ده. ډېری کسان په همدې مسلمان شوي هم دي، چې اسلام ډېری لارښوونې داسې لري چې پرمختللې نړۍ يې اوس کشفوي.
دا ډېره حيرانوونکې ده. په قرآن کې هغې غڼې ته چې جال جوړوي، د مؤنث ضمير ذکر شوی، اوس دا کشفه شوه چې هغه غڼه چې جال اچوي، مؤنث ده. دې ته ورته په سلګونو مثالونه شته چې پروفيسران يې مسلمانان کړي دي. خو موږ ترې خبر نه يو.
د اسلامي نړۍ ډېرو مفکرينو د غرب په اړه خپل وسطي نظر څرګند کړی. دوی راښودلې چې د غرب علم او ټکنالوژي زموږ ميراث دی چې بايد بېرته يې راخپل کړو، د غرب له ټکنالوجۍ سره هېڅ کله دښمني نه کوو، زموږ د مفکرينو د فکر ځانګړنه دا ده، چې ښه ته ښه او بد ته بد وايي، دلته هم دوی د غرب ښه چې ټکنالوجي يې ده ستايي، خو بد يې چې اخلاقيات دي، رټي او د ځان ساتنې درس راکوي. د نننۍ نړۍ مفکرين په دې قائل دي چې موږ وروسته پاتې يو او بايد غربي ټکنالوجۍ تر لاسه کړو، په غرب کې د بيان آزادي، يو له ښو صفتونو ده، چې هر يو ستاينه کوي او استفاده هم ترې کوي. په ډېرو مفکرينو چې لاره تنګه شوې، غرب ته يې مخه کړې.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم هره وينا د هر عصر مطابقه ده، خو ځينې وينا يې زما ډېرې خوښې دي، پرته له کوم حجابه مې زړه ته ننوځي. يو له هغو احاديثو چې زما ډېر خوښ دي، د رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه وينا ده چې ترمذي نقله کړې وايي: (الكلمة الحكمة ضالة المؤمن حيث وجدها فهو أحق بها) د حکمت خبره د مؤمن ورکه ده، هر ځای کې چې يې ومومي، دی يې حقداره دی. نو ټکنالوجي که زموږ ميراث هم نه وي، بايد د دې حديث د لارښوونې مطابق يې لاسته راوړو، ځکه موږ يې حقداره يو. صدق رسول الله صلی الله عليه وسلم
مسلمان بايد داسې وي چې د مشال له رڼا ګټه پورته کړي، خو د دې له پاره ځان وروسته پرې نه ږدي، چې مشال د چا په لاس کې دی.
دا ليکنه بايد د غرب او اسلام د اړيکو معاصر بنسټګر رفاعه رافع طهطاوي په هغه وينا پای ته ورسوم چې د غربي فلسفې د ګمراهۍ په اړه يې ويلې او بايد يادونه وکړم چې طهطاوي صاحب د غرب د پرمختګ ستاينه هم کړې، خو د ژوند او وحشت په اړه يې ډېرې کيسې لري، دا يې له مشهورو شعرونو څخه دي:
أيوجد مثل باريس ديار.... شموس العلم فيها لا تغيب
وليل الكفر ليس له صباح... أما هذا, وخفكم, عجېب؟!
عجبه دقيقه خبره يې کړې، د رفاعه طهطاوي رحمه الله له نظره غرب کې د مادي پرمختګ لمرونه هېڅ کله نه تت کېږي خو د کفر تيارې يې سهار نه لري.
د غربي فسلفې د ګمراهۍ په اړه د رفاعه طهطاوي دا وينا هم ډېره مشهوره ده:
«ولهم فى الفلسفة حشوات ضلالية مخالفة لكل الكتب السماوية. فهم من الفرق المحسنة والمقبحة بالعقل وحده، أو من الاباحيين الذين يقولون ان كل عمل يأذن فيه العقل صواب، ولذلك فهم لا يصدقون بشىء مما فى كتب أهل الكتاب لخروجه عن الامور الطبيعية».
په فلسفه کې دوی (غرب) داسې ګمراهيانې لري چې له ټولو آسماني کتابونو سره په ټکر کې دي. دوی د ښه او بد فرق يوازې په عقل کوي، هر څه ته چې عقل ښه ووايي هغه سم دي، همدا ده چې دوی له الهي کتابونو وتي دي. بيا د اسلام موقف ښکاره کوي چې هر څه عقل ښه او بد نه شي ګڼلی، مګر هغه څه ته چې شريعت ښه ووايي ښه دي او بد ووايي بد دي.