د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مخامخ خبرې (16) بې فکره مفکرين

زاهد جلالي 16.10.2012 21:37

پرته له بې فکره مفکرينو نور ټول په دې راسره موافق دي چې زموږ په ټولنه کې جهل او بېسوادي ډېره زياته ده او همدا بېسوادي ده چې موږ څو لسيزي مسلسل وژل شوي يو، له خپلو ودانو کورونو وېستل شوي يو، په کورونو مو لوی لوی بمونه غورځول شوي دي، وژل کېږو هم موږ او ترورېست هم موږ ته ويل کېږي، خو موږ د دې جرات هم نه لرو چې نړيوالو ته ثابته کړو، موږ بېګناه يو، دا ظلم دی چې موږ وژل کېږو، سره دې ټولو مصيبتونو، زموږ بې فکره مفکرين چې کېني او شين چای يې مخې ته ايښی وي، وايي موږ د نړۍ قهرمانان يو، دا څنګه قهرماني ده چې موږ لږ تر لږه يو سم، خو اکتفا او آزاد هېواد هم نه لرو؟

دا د يو لوی استاذ خبره ده، وايي د کوم قوم خلکو چې خپلې دندې ونه پېژندې او هر يو سياست ته مخه کړه، دا د هغه ملت د تباهي نښې دي، اشرف غني صاحب خو وايي چې زموږ ملت په سياست کې دوکتورا لري، شايد هغه دا خبره د دې له پاره کړې وي چې همدا سياسي! ملت خوښ کړي او رايه ترې واخلي. دا زموږ د ملت د تباهۍ عوامل دي، هر خرکار، ډرېور، کلينر، اکاديميسين او... به په سياست کې داسې خبرې کوي، لکه په سياست کې چې يې دوکتورا کړې وي او په خپلو تبصرو به داسې کلک ولاړ وي، لکه په خپلو سترګو چې يې ليدلې وي!

ځينې هغه ځوانان چې ښوونځی يې هم له سره تېر کړی وي، د انګلش کوم کورس کې يا درس وايي يا به استاذ وي، داسې سياسي او جتماعي تبصرې به کوي لکه د اکسفورد د سياسي علومو استاذ چې وي او په خپله خبره به داسې کلک ولاړ وي، لکه وحيه چې ورته شوې وي، زه دغسې مفکرينو ته بې فکره مفکرين وايم، په دې کې ډېر ملګري راسره موافق هم دي.

يوه ورځ په فېسبوک کې له دغه ډول بې فکره مفکر سره مخ شوم، ويل يې پښتانه بايد سره يو شي، نور اختلاف پرېږدي، موږ ووژل شوو، له خپلو کورونو ووېستل شوو او... ښکارېده چې سړی ډېر دردېدلی دی، ما ورته وويل سمه ده، دا خو ښه خبره ده چې پښتانه سره متحد شي، خو آيا پښتانه په پښتو سره يو کېدی شي؟ ويل يې ولې نه، ما ترې پوښتنه وکړه، سمه ده نن ټول پښتانه سره راټول شول، متحد شول، سبا خو دوی ډوډۍ ته اړتيا لري، يوه به د کمونېزم لکۍ نيولې وي، وايي به چې ما ته دغه لار د پيسو پيدا کولو او عدالت لار ښکاري، زه همدا منم، بل به کپيټلزم پسې ځي، وايي به چې نه اصلي لاره خو دا ده، ته بيا د دوی په منځ کې د پښتو کوم قانون تطبيقوې؟ بيا سړی غلی شو، نور يې زما تبصرې خوښولې، خو دا چې هره خبره يې د زړه وه، بيا قانع شو.

د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز کې يوه ورځ د پسرلي په مناسبت مشاعره جوړه شوې وه، دې مشاعره کې له يوه بې فکره مفکر سره مخ شوم، دی مې له پخوا پېژانده، دا چې استاذ زاهدي احمدزي ډېرې توندې خبرې وکړې، په ده ښې نه وې لګېدلې، ما ته رانږدې شو، لږ غيبت يې وکړ، خو ما ورته هېڅ هم ونه ويل، ځکه داسې خلک له خپلې خبرې په هېڅ صورت نه اوړي، دا مې له همدغه کس سره تجربه کړې هم ده. بيا د سټېج مخې ته ودرېد او خپل شعر کې يې ويل چې موږ سوله غواړو، جنګ نه غواړو، جنګ پيسو ته اړتيا لري، کلک اقتصاد غواړي، ځواکمن پوځ غواړي او... ما په خپل زړه کې ويل چې اشنا ته په آسمان کې ګرځې، د ځمکې له حقايقو خبر هم نه يې، موږ سمه ده چې سوله غواړو، موږ خو د چا کور ته د جګړې له پاره نه يو تللي، دلته خلک راغلي موږ وژني، کورونه مو رالوټوي، له خپل پلرني کوره مو شړي، چې په ټيپ يې جوړ نه وم، د تروريست په نوم مې لاسونه راتړي، داسې چا سره زه څنګه سوله وغواړم، موږ سوله غواړو او نړيوالو ته د خدای په خاطر نارې وهو چې لږ مو آرام پرېږدې، نور بس ده، خو چې هغوی راسره سوله نه غواړي بيا به موږ څه کوو، هغه دې زموږ په خوله چاړه ږدي، نيمه يې راپرې کړي، زه به له ښکته ورته نارې وهم چې زه سوله غواړم! آفرين په دې منطق!

يو وار مې يوه مجله وکتله، د مسؤول مدير نوم چې مې وليد، حتی پښتو ليکل يې نه وو زده، يوه ورځ مې په يوه هوټل کې ليدلی و، د ده منطق يې له خبرو ډېر ښه ښکاره کېده، ما په زړه کې ويل چې د هغه ملت راتلونکي ته دې خدای خير کړي، چې د داسې پنډې مجلې مسؤول مدير يې دا ښاغلی وي! خو چې ورسره کېنې، داسې خبرې به کوي، لکه د دنيا کوم وتلي پوهنتون کې چې پروفيسر استاذ وي، خو زه فکر نه کوم چې دولسم يې هم پوره لوستی وي، دا چې شاعر دی، د مجلې مسؤول مدير هم دی او چې خبرې کوي، داسې فکر کوي چې په نړۍ کې به تر ده پوه بل څوک نه وي.

زما يو دوست ډېر سياسي دی، هغه هم د دې بېفکره مفکرينو له جملې حسابېږي، کله چې زه ورسره ګورم، سياسي خبرو ته يې ښه متوجه ناست يم، زه د هغه له ډېرو خبرو سره موافق نه يم، خو مخالفت يې نه کوم، ځکه د دې وړ راته نه ښکاري چې مخالفت ورسره وشي، که څوک ورسره مخالفت وکړي، داسې ځواب ورکوي چې په رد يې پښېمانه کړي. يوه ورځ يې د خپلو تبصرو په لړ کې ويل چې کرزی که زما مني بايد افغانستان ته رانه شي ( هغه وخت کې کرزی چين کې و) ما ويل ولې، ويل يې امريکايان يې وژني، ځکه کرزی له امريکايانو سره ډېره بې ادبي کوي او ډېر توند چلند ورسره لري. دا به لومړی وار و چې ما ورسره مشاجره وکړه، مشاجره خو نه، زما سپارښتنه وه، ما ورته وويل چې له دې خبرو تېر شه، د ببرګ کارمل کيسې خو وروسته ووتې، دا خو يې د حکومت له نړېدو وروسته نشره شوه چې د روسي مشاورينو له اجازې پرته له چا سره کتی هم نه شي، دی که څومره اسرار هم وکړي، نه شي کوی ورسره وګوري. زما په آشنا دا خبره ډېره بده ولګېده، که څه هم زما موخه دا نه وه چې د هغه په نېشه کې تېشه ووهم، خو هغه ته يې خوند ورنه کړ، لږ موسکی شو، خندا يې د تمسخر وه، سر يې وښوراوه، نور يې څه ونه ويل.

له هغې خبرې دا دی درې څلور کاله کېږي، د دوهم وار له پاره هم کرزی جمهور رئيس شو، زه نه غواړم هغه خجالت کړم، د همدې له پاره مې ورته نه دي ويلي چې هغه خبره دې په ياد ده او که نه؟!

زموږ د ټولنې د وروسته پاتې کېدو يو لامل دا هم دی چې په ټولنه کې انتقاد څوک نه مني، حتی هغه کسان چې دا شل کاله د انتخاباتو له پاره ادعا کوي، خپله غلطي په هېڅ صورت نه مني، که څوک يا په دوی يا يې په مشر نيوکه وکړي، که يې وس ورسي ژوندی به يې پرې نه ږدي، په ليکنه کې يې چې کوم ځواب ورکوي، له هغې يې دا غصه ښکاري.

يو وار ما يوه وړه ليکنه کړې وه، د مؤمن مهاجر په نامه چا پرې نقد ليکلی و، ما يې بېرته ځواب وليکه خو د ده، د بيا ځواب مې ونه ليکه، ځکه ما نه غوښتل هغه بحث دومره مخکې لاړ شي، بيا راته يو دوست وويل؛ چې مؤمن مهاجر راغلی وو او ويل يې چې زاهد جلالي پېژنم، له ده سره مې يو وار جنجال راغلی و، د ده په نظر انتقاد جنجال و! زموږ په ټولنه کې انتقاد په دې معنی چې چا ته ښکنځله کېږي، همدا ده چې په نيوکې نږدې دوستان په خپل منځ کې خفه کېږي، که نه نيوکه څومره مهمه ده، يو لوی شخصيت وايي چې ما مې له موافقينو دومره څه نه دي زده کړي، څومره چې مې له هغو زده کړي چې له ما سره يې مخالفت کړی دی.

زما په فکر دا همدا لامل دی چې موږ په څه پوهېږو نه، خو لوی مشکل دا دی چې نه پوهېږو، موږ ناپوهان يو، که په دې خبره قانع شو، چې موږ نه پوهېږو ډېر څه به زده کړو او د نقد د اورېدو حوصله به هم راکې پيدا شي. زموږ په ټولنه کې چې څومره بې فکره مفکرين دي، په نوره نړۍ کې همدومره مفکرين شته، د هغوی مفکرينو هر يوه کتابتونونه لوستي، زموږ چې يو کتاب ولولي، فکر کوي، په نړۍ کې له ده پوه نه شته. زه دې خبرې ته ډېر حيران يم، چې دوکتور جابر قميحه، خپل ژوند په کتاب لوستلو او ليکلو کې تېر کړ، خو اوس هم وايي چې کله نوی کتاب اخلم، فکر کوم چې نوی واده مې کړی! دومره مې خوښوي، همدی وايي چې ما په ماشومتوب کې دومره مطالعه کوله، چې پلار به مې په تنګ شو، ويل به يې، بس کړه، نور يې څومره وايې.

د دوکتور عبد الحليم عويس په څېر مفکر چې وايي ما وخت ضايع کړی، نو موږ به له وخت سره کومه لوبه کړې وي. دا د پوهې نښه ده چې څوک په دې قانع شي چې زه نه پوهېږم، ځکه يو فيلسوف وايي، زه ترټولو ډېر پوهېږم، ځکه زه تر ټولو ډېر پوهېږم چې ناپوه يم، خو زموږ په ټولنه کې دا بې فکره مفکرين يو هم دا نه مني چې زه نه پوهېږم، همدا يې د ناپوهۍ تر ټولو لويه نښه ده.