د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دايرة المعارفي مفکر

زاهد جلالي 07.12.2014 12:22

عبد الوهاب المسيري مشهور مصري مفکر او فيلسوف و.
مسيري په ۱۹۳۸م کال کې د مصر په زوړ ښار دمنهور کې زېږېدلی او په ۲۰۰۸م کال کې په قاهره کې وفات شوی.
مسيري کشر و چې فلسفي پوښتنې ورسره پيدا شوې. د دنيا اصل، د شر اصل او د پيدا کولو حکمت يې، دا هغه فلسفي پوښتنې وې چې د کوچني عبد الوهاب ذهن کې راګرځېدې؛ خو د ده ماشومانه فکر ځواب نه کړای شوې. په کورنۍ، کلي او ښوونځي کې چا قانع نه کړای شو. د دين او عربي استاد چې ډېر برسېرن انسان و، د دغو فلسفي پوښتنو معقول ځواب يې ورنه کړ، نو عبد الوهاب لا ځوابه پاتې شو او ځان سره به يې ويلې چې «خدايه! پيدا دې کړم او خوشې دې کړم...»
مسيري وايي چې د فلسفي پوښتنو په حالت کې مې بغاوت اعلان کړ، ومې ويل چې نه لمونځ کوم، نه روژه نیسم او تر هغې چې د دغو پوښتنو سم ځواب پيدا نه کړم، هېڅ ديني وجيبه نه ترسره کوم.
دغه مصري مفکر، له دې وروسته د حل په فکر کې شو. هغه وخت کې د مارکسېزم په اړه ليکلي کتابونه ډېر ارزانه خرڅېدل، نو ده تر لاسه کړل، ويې لوستل، فکر يې پرې وکړ او بالاخره پرې قانع شو. عبد الوهاب مارکسېست کمونېست شو؛ خو په کمونېزم کې يې حل ونه موند او ويې ليدل چې هر څه تش په نامه دي، نه په کې حق شته او نه عدالت؛ پر کمونيزم هم قانع نه شو او مخه ښه یې ورسره وکړه.  
مسيري ته د امريکا فلبرایټ سکالرشپ راووت او د امريکا په اوچتو پوهنتونونو کې يې انګليسي ادبياتو کې ماستري او دوکتورا وکړه. په امريکا کې ژوند مسيري ته ډېره ګټه وکړه، سترګې يې خلاصې شوې، دنيا يې وليده، کتابتونونه يې ولوستل؛ خو په پای کې دې ته راوګرځېده، چې اسلامي نظر د عدالت حقيقي لاره ده او بل هېڅ فکر د اسلامي فکر ځای نه شي نيولای.
دوکتور مسيري بېرته مصر ته راوګرځېد، په پوهنتون کې استاد شو او کتابونو ليکلو ته يې مخه کړه. فکري او سياسي کتابونه وليکل. دی لومړی مصري او اسلامي مفکر و چې د اسراييلو او صهيونېزم ژورو ته ننوت او داسې کتابونه يې په اړه وليکل، چې له ده مخکې چا نه وو ليکلي.
«يهود، يهوديت او صهيونيت» د دوکتور مسيري شهکار دايره المعارف دی. دا لومړۍ انسايکلوپيډيا وه چې يوه اسلامي مفکر د يهودو په اړه ليکلې. په اتو جلدونو کې د دغه کتاب ليکلو، د مسيري د ژوند پنځه ويشت کاله ونيول. په همدې موده کې د اسراييلي پارلمان (کنېسېت) غړي «مائير كاهانا» ورته د وژلو ديارلس اخطاري ليکونه استولي وو؛ خو مسيري عزم کړی و او له مرګه ونه ډار شو.
«پټ لاس» د دوکتور مسيري بل مهم کتاب دی چې ځينې هيښوونکي حقايق يې په کې ليکلي او د نړۍ په ناامنه کولو کې يې د يهودو له دروهو او دسيسو لوستونکي خبروي. په سياست او ميډيا د يهودو برلاسی، د يهودو جرمونه، ماسونېزم، بهايزم او نورو موضوع‌ګانو کې نوې خبرې او جلا نظر لري. څوک چې غواړي په نړيوال سياست پوه شي، د دغه کتاب لوستل ورته ډېر اړين دي.
مسيري مفکر و، فيلسوف و، له مفکره د بېل او بدل نظر تمه کېدای شي. په ځينو مسايلو کې دی بدل نظر لري. د سيکولرېزم په اړه دی په خپل پراخ کتاب «شامل او جزئي سيکولرېزم» کې او «سيکولرېزم تر مايکروسکوپ لاندې» کې ليکي چې سيکولرېزم دوه ډوله دی، يو شامل، بل جزيي. شامل سيکولرېزم کې دين او دنيا سره بېلېږي او جزئي کې دين و دولت. مسيري وايي چې جزئي سيکولرېزم اسلامي فکر مني، خو د دوکتور عماره په څېر مفکرين دا نظر ردوي. که د دوکتور مسيري دا نظر ژور وکتل شي، له نورو مفکرينو سره ډېر توپير نه لري؛ ځکه چې دی يوازې لفظ مني، خو اصولو کې مخالفت نه کوي.
دغه دايره المعارفي عالم، ماشومانو ته هم کتابونه ليکلي او نکتې يې هم ليکلي. په داسې حال کې چې، د مصر ولسمشر حسنې مبارک ډېر ظالم او جابر سړی و، مسيري ترې سترګه نه سوځوله، د ده يوه مشهوره نکته دا وه:
«يو عرب حاکم مړ شوی و. کله چې دوزخ ته ولېږل شو، هغه ته پنځه ويشت نمره ورکړل شوه. دی لاړ، څو وګوري چې د نورو څه حال دی. لاره کې يې يو بدرنګه سړی وليد. هغه ترې پوښتنه وکړه چې څو نومره يې درکړې، ده ورته کړه چې پنځه ويشت. هغه ورته وويل چې دا څومره ستر مجرم يې، زه ابو لهب يم ما ته يې يو ويشت نومره راکړې، او تا ته پنځه ويشت؟!»
مسيري د ژوند په وروستيو کې بوډا و، د وينې په سرطان اخته و، خو ليکوالي او د مستبد حاکم په مقابل کې مبارزې ته تر وروستۍ ورځې دوام ورکړه. څو څو وارې په همدې حال بندي هم شو.
د دغه ستر فيلسوف دا وينا مې ډېره خوښه ده:
«خلک مو په دې تورنوي چې جګړې ته خلک بولو، خو –د خدای په فضل- نه خلک جګړې ته بولو او نه سولې ته، يوازې عدالت ته خلک رابلو»
له وفاته څو ورځې مخکې د الجزيرې ژورنالېست ورغلی و. پوښتنه يې ترې وکړه چې له مرګه وېرېږي، ده وويل، نه. وروستۍ دوې هيلې يې د فلسطين ازادي او د تاليفاتو سر ته رسول ياد کړل.
په پورتنۍ لنډه ليکنه کې له دغو مصادرو استفاده شوې:
    •    العلمانية تحت المجهر/المسيري.
    •    موسوعة اليهود واليهودية والصهيونية (مقدمه)/ المسيري.
    •    اليد الخفية/ المسيري.
    •    رحلتي الفکريه/ المسيري.