د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مخامخ خبرې (۱۳) ناروغي هم رحمت دی!

زاهد جلالي 23.08.2012 10:44

هغه ناروغي چې تشخيص نه شي، حتما انسان نهيلي کوي. هر څومره چې انسان قوي او دينداره هم وي څه نا څه نهيلي ورته پيدا کېږي. دا ډول ناروغيانې ډېر هغه شرير انسانان چې په ټولنه کې خلک ترې په عذاب هم وي، په ډېرو نېکو انسانانو بدلوي، دا ناروغي د هغوی له پاره خدای ته د رجوع يوه وسيله جوړېږي، که څه هم ډېر انسانان دا ډول ناروغي د خدای غضب ګڼي، خو نه، داسې نه ده، دا هم د خدای يو لوی رحم دی چې په دغه ډول انسان ځان ته متوجه کوي، توبه پرې وباسي او يو وار بيا يې له ګناهونو داسې پاکوي لکه، له موره چې بيا پيدا شوی وي.

زه هم يو وار په دغه ډول ناروغۍ اخته شوم. هر تکړه ډاکټر ته چې به لاړم، هر څومره قوي دوا چې به يې راکړه، نه ښه کېدم. سخته خو دا وه چې ډاکټر هم نه پوهېده، دی ولې په دې عمر کې په دې ناروغۍ اخته دی؟ د دې لامل څه دی. هر ډاکټر ته چې به لاړم، شپږ اووه هغه مکررې پوښتنې به يې کولې چې ما کې يوه هم نه وه، دا چې به زما ځواب مثبت و، ډاکټر به هم حيران شو، چې دا ډول امراض خو عموما په دې عمر کې همدا شپږ اووه اساسي لاملونه لري، ده کې خو يې يو لامل هم نه ليدل کېږي. دې وخت کې به ډاکټر خپل قلم خوله کې نيولی و او چورتونو کې به ډوب شو بيا به يې له ما يوه نيمه پوښتنه کوله، لکه له ما سره چې مشوره کوي، په ما يې دا چورت ډېر بد لګېده، ځکه ما ويل چې که زه پوهېدم، نو تا ته ولې راتلم؟ اخر دومره فيس مې ولې درکاوه؟

له دې کيسې مې د ماما زوی خبر شو. هغه ډاډ راکړ چې وارخطا کېږه مه، زه يو ډاکټر پېژنم، د ډېرو داسې ناروغانو علاج يې کړی او د ډېرو مرضونه يې تشخيص کړي دي. زه ورسره دغه ډاکټر ته ورغلم. ډاکټر مرض تشخيص کړ، دوا يې هم راکړه، خو دوا مې مکمل سستم ګډوډ کړ، له پخوا يې بيخي خراب کړم، نه يې ليک ته پرېښودم او نه هم لوست ته. ترټولو لوی مصيبت دا و چې نه په ټولګي کې کېناستی شوم او نه مې هم له ځان سره مطالعه کوی شوه، دا خو پرېږده چې څه وليکم. ليکلو کې خو مې قلم ته هم لاس نه شو اوږدولی، خلاصه همدې جنجالونو د تصوف نړۍ ته بوتلم، هلته مې د ډاډ احساس وکړ، فکر مې وکړ چې ښه ځای ته راغلی يم. که ظاهري څه په کې نه شته، قلبي ارامي خو سل په سلو کې په کې شته.

رښتيا هم ما په تصوف کې د داسې ارامۍ احساس وکړ چې له دې پخوا مې هېڅ کله هم نه و کړی. سره له دې چې ډېر ناروغ وم او مطالعه مې نه شوه کولی، خو د تصوف د کتابونو په لوستلو کې مې کله هم دا احساس نه دی کړی چې د کتاب د لوستلو په وخت کې پر ما فشار راځي يا نه شم کولی چې مطالعه وکړم. دا يو الهي رحم و چې زه يې دې دنيا کې ورته متوجه کړم.

د امام ابو حامد الغزالي ليکنو ته متوجه شوم. هلته مې داسې څه ترلاسه کړل چې څو مياشتې ورپسې بې خبره ګرځېدم، هلته مې قلبي اطمينان وليد. له دې پخوا مې له ناروغۍ کرکه کېده خو د دې کتاب په لوستو خوښ شوم چې خدای ناروغ کړی يم، ناروغي سخته هم وه، خو زړه کې مې ويل چې که لږ نور هم دوام وکړي ښه به وي، ځکه ناروغي هم د الله جل جلاله يو لوی رحمت دی چې په انسان يې وروي، له ګناه يې پاکوي او خدای ته يې متوجه کوي.

د صبر د اجر په اړه مې مطالعه وکړه، که څه هم پخوا مې هم بې صبري نه وه کړې، خو له دې وروسته مې لا استقامت ډېر شو. امام غزالي رضي الله عنه د صبر له مرحلې لږ مخکې کړم، د قناعت مرحلې ته يې ورسولم، داسې، چې په خپلې ناروغۍ قانع شوم.

امام غزالي په دې پوه کړم چې په سختۍ کې صبر کول او د الله په فيصلې قناعت لرل، د ايمان نښه ده. په دې يې پوه کړم چې صبر کې ډېر لوی اجرونه دي او دا رښتيا د الله جل جلاله يو رحمت دی چې انسان باندې سختي راولي او هغه دې وخت کې صبر وکړي. صبر په قرآن کې څو نوي وارې ذکر شوی او له د ې ښکاري چې صبر د کاميابۍ لاره ده. هغه څوک چې د سختۍ په وخت کې له صبر او ستقامته کار واخلي، هغوی د هدايت لار موندلې ده، هغه لار چې له هغې پرته جنت ته ننوتل ممکن نه دي. صبر په خپله جنت دی ځکه خو صبر ته د جنت له کنزونو يو ويل شوی دی، حتی تر دې چې ايمان ته صبر ويل شوی دی. مؤمن ته خو همدا بس ده چې خدای يې خوښ ګڼي او د صابر مؤمن په اړه الله جل جلاله په قرآن کې وايي چې خدای صابرين خوښوي. له دې هم لويه مرتبه غوښتلی شو چې الله مو خوښ کړي؟!

خدای پاک له هغه مؤمن سره چې د ناروغۍ په وخت کې صبر کوي داسې وعدې کړي چې هېڅ کله به مؤمن له مرضه د ښه کېدو غوښتنه ونه کړي. رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي چې که څوک يوه شپه ناروغ شي، په دې ناروغۍ صبر وکړي او له الله راضي شي، خدای جل جلاله به يې له ګناهونو داسې پاک کړي لکه څنګه چې له موره پاک پيدا شوی دی!

ويل کېږي چې په بني اسرائيلو کې يو فاسق ځوان خلک ډېر سخت په عذاب کړل، هغوی مجبور شول، خدای ته يې دعا وکړه چې له دغه ځوانه يې خلاص کړي. خدای جل جلاله موسی عليه السلام ته وويل چې په فلاني کلي کې فلاني ځوان له هغه ځايه وشړه. موسی عليه السلام هغه وويسته. ځوان بل کلي ته لاړ. له هغه ځايه يې هم ووېسته. بيا داسې ځای ته لاړ چې نه هلته اوبه وې او نه د خوړو څه. ځوان ناروغ شو، خو په ناروغۍ کې يې صبر وکړ او خدای ته يې وويل: ((تا د خپلې کورنۍ د فراق په اور وسوځولم، خو د خپل جهنم په اور مې ونه سوځوې. خپل رحمت راباندې بند نه کړې)). ځوان خدای په داسې حال کې مړ کړ چې توبه يې ووېستله او د مرض په حالت کې يې صبر وکړ. خدای جل جلاله موسی عليه السلام ته وحې وکړه چې فلاني ځای ته لاړ شه، هلته زما ولي پروت دی! دا ځوان په همدې صبر او قناعت د خدای جل جلاله دوست شو او بښنه يې ورته وکړه.

رښتيا هم مرض او سختي د خدای جل جلاله امتحان دی او څوک چې پرې صبر وکړي خدای جل جلاله يې اجر ورکوي او داسې اجر، چې ټوله ګناه يې رژوي، جنت کې ځای ورکوي چې دا زموږ ترټولو لوی هدف دی، نو راځئ چې د خدای په دغه امتحان صبر وکړو او د هغه جنت ترلاسه کړو، داسې جنت چې نه سترګو ليدلی، نه يې غوږونو ستاينې اورېدلي او نه يې چا تصور هم کړی وي!


--
--
zahid jalaly
زاهد جلالی
ویب بلاگ: awakening.bloguna.tolafghan.com