د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژبه او قلم باید مخاطب ولري

محمد یوسف هېواددوست 27.10.2013 23:31

د ادبیاتو په باب
ادبیات څه دي ؟
ادبیات یعنې  توري ،کلمات ، لغات .ادبیات یعنې  شعر ، یعنې کیسه ، رومان ، ناول ، یاددښت  ، حس ، عاطفه ، منطق  او دې ته ورته نور .اوس نو  که دا ټول  سره څنګ په څنګ کېږدو ، ددغو ټولو ټولګې ته ادبیات وایي . ځینو کسانو ادبیات داسې تعریف کړي : (( هر هغه  څه چې په خوله راځي او یا لیکل کیږي )) یو خوځښت دی ، کټ مټ  لکه یوه غریزه،  چې د انسان  ټول  وجود نیسي ، تر ستوني پورې رارسیږي  او دا نو هغه وخت دی چې یو نیم کسان لکه ( شاعر او یا لیکوال  ) هڅه کوي او شله وي چې دا ووایي او یا یې ولیکي ، او په دې توګه خپل ټول پټ احساس  راڅرګند کړي .یو ډول په خبرو راشي ،غواړي  نورو ته یې ووایي ، ډلو ته مخاطب شي ، او یا یې چېرته ولیکي او د چا خبره خپل ډک زړه تش کړي .ځینې کسان دې ته ( اوقي ) وایي ، خو   ځینې ورته ادیب او فرهنګي .دغه  کسان په خبرو راځي او یا قلمونه چلوي  اودا ځکه چې په دې توګه هوسا کیږي یا د چا خبره ځان آرامه احساسوي .اوریدونکي او یا لوستونکي د هغه لپاره ښه دوستان شي  داسې چې ډېر سره خواږه شي ( خو، نه هر کله  ځکه د کار په جریان کې په تېره بیا چې که په یوه موسسه او یا یوه سیمه کې اوسیږي نو بیا د یو بل د زغم پدیده پکې ورو ورو کمزوره شي )  کله چې دا دوستان سره نږدې شي  داسې دوستان  چې هم خواږه دي او هم یو د بل په خبره پوهیږي  ، او دا نو هغه وخت دی چې لیکوال او یا ویناوال  په دې پوهیږي چې ( ستر رسالت  ورپه غاړه دی ).
ځینو کسانو بیا ادبیات  فرهنګ ، پوهه ، تجربه ، هنر ،او  د اوسېدو ښه طریقه  بللې ، خو ځینې نور بیا وایي ادبیات یعنې : لغات ، صرف ، نحو ،معاني ،بیان ،  بدیع ،عروض ، قافیه او داسې نور ورته .یو شمېر نورو بیا ویلي چې : ادبیات هغه خبرې دي چې له عادي خبرو ، لوړې دي  او دا لوړې خبرې یا ویل شوي او یا لیکل شوي . یو خای ما داسې ولوستل (( ادب  یا ادبیات هغه ډول  خبرې دي چې د عادي خبرو څخه اوچتې او لوړې وي او خلک دا خبرې په خپلو مینځو کې ساتلي او یو بل ته لېږدولي او له لوستلو او اورېدلو یې بدلون ومومي او د غم ، ښادۍ او یا خوند احساس کوي ...)) ( ۱ )
ارسطو ادبیاتو ته هنر وایي ، ځینې ورته د الفاظو هنر وایي ، خو نني ریفورمیستان ورته علم وایي .ستر ادیب ژان ریکاردو وایي : ادبیات یعنې لیکل او لوستل ،خوسیمیون دوبوار وایي :ادبیات هغه هڅې دي چې د انسانانو لخوا انسانانو ته تر سره کیږي او موخه یې دا ده چې نړۍ انسان ته وروښودل شي  او دغه څرګندول خپله عمل دی .بنا ادبیات یعنې عمل . (۲)
ځیني فرانسوي ادبپوهان وایي چې ادبیات د بیان هنر دی .دغه هنر کېدای شي  وینا وي او یا لیکل شوی متن .موږ ورته وطن کې ( نظم او نثر ) وایو او دا خبره له عربو موږ ته راغلې ، کنه هماغه لوستل او لیکل عبارت دي له ادبیاتو .  یو شمېر نور کسان ، ادبیات ( داستاني ) او ( تخیلي ) ژبه ګڼي ، خو یو بله ډله  بیا  ادبیات د یوې ځانګړې ژبې کارول ګڼي .روسي څېړونکی یاکبسن وایي :( ادبیات د متداولې وینا د جوړ شوي سازمان په بل مخ اړول دي .)په دې معنی چې ادبیات عادي او روانه ژبه بدلوي ، هغه پیاوړې کوي ، او لکه پېیل شوې مرۍ ، یو له بل سره یې تړي او ښکلا وربښي . ادبیات نا پېژندل شوي مفاهیم ، د پېژندلو وړ ګرځوي . ما یو بل ځای ولوستل چې (( ادبیات د  کلماتو له لارې د نیتونو  بیان  دی ...)) بل ځای لیکل شوي  ((ادبیات هغه څرګندونې دي چې یا د ویناوو او یا د  لیکنو په بڼه او یا په نوروقالبونو لکه الکترونیکي قالبونو کې ر اټول شوې وي)) ( ۳ ).
دا او دې ته ورته ډېر داسې تعریفونه ادبیاتو ته ورکړل شوي چې لا تر اوسه د بشر بشپړ قناعت یې ندی ترلاسه کړی  او ښایي  په دغه تعریف پسې د ګرځېدلو لړۍ ډېره موده نوره هم دوام وکړي . او س نو موږ ګورو چې ادبیات  د زړه له هغې وینا څخه عبارت ده چې  ویناوال او یا لیکوال یې  غواړي له یوې خوا خپل زړه تش کړي او له بلې خو خپله غوښتنه او پږښتنه تر نورو ورورسوي . ښایي له دغه رسالت نه د هغه موخه دا وي چې ، ځان ، نورو او ټولنه کې بدلون راوړي او یا ښایي غواړي نورو ته درناوی وکړي ، صداقت وستایي ، نورو ته هوساینه راوړي .هوساینه په کلماتو  کې  په جملو کې  او په همدې توګه وړاندې درومي . کله غواړي چې باید د خپل دوست او ملګري له خولې خبرې وکړي او کله خو چېرته پیتاوي  کې نه ناستو ځلمیانو  د خبرو تارو او یا کیدای شي د کوم ګودر  د لارې پر سر د  غلچکیو نظرونو  او یا د جمعې له لمانځه او جمع نه راغلی په لاره سره اخته  لمونځ ګذارانو  لابې ـ شاپې   غواړي تر موږه راورسوي او یا غواړي د خپل ټول ولس د هیلو ترجمان شي او د ټولنې مخکښان ټول د هغوي خوا ته رهبري کړي  چې هلته کمال او جمال دی ، کوم جمال او کمال ؟ د انسانیت جمال او کمال .ښه ښه اوس نو خبره چې دلته راغله دا خو په دې مانا ده چې وینا او لیکنه  دا مهمه نه ده چې نثر دی که نظم ، دا ټول چې سره راټول کړې د شعر ، داستان ، کیسې  ، ناول ، رپوټ  او نارو په وجود کې راټولیږي او دا د بشر اړتیا ده ، زما په اند همدغه ادبیات دي او دغه ارزښت د بشر له پیدایښت نه تر اوسه پورې  په پرله پسې توګه روان دی.
په دغو ټولو کې تر ټولو  لرغوني ادبیات  الهي کتابونه دي .زبور وګوري‎ۍ ، تورات او انجیل  او په پای کې قران ، دا ټول  پیاوړي ادبیات دي .شعر دی ، کیسه ده ، لنډه کیسه ، لکه داستان ، رومان او لکه ډرامه  ، که ښه ورته ځیر شۍ ، نو ګورۍ چې الهي کلام ټول وزن لري ، لکه شعر قافیه لري او آهنګ لري ، یو ډول کیسې دي .خدای انسان ته کیسې وایي ، شعر وایي او ورسره مورونه خبرې کوي  په خپلو کیسو او اشعارو کې خپل اتلان ستایي  لکه : یوسف او مریم ، موسی او ابراهیم ، یعقوب او اسماعیل او داسې نور په کیسو کې رابرسېره کوي ږداشعرونه او دا کیسې ډېرې خوندورې او له پند څخه ډکې دي .دا په هماغه وخت کې اړتیا وه او دا دی موږ هم ورته اړتیا لرو .ادبیات یعنې اړتیا  ، یعنې انساني غوښتنې .زما په ګروهه دغو  غوښتنو او اړتیاوو ( ادبیاتو ) پرون هم  هم مخاطب درلود  او نن یې هم لري .دا ادبیات وول چې دغه اړتیاوې یې څرګندې کړې .موږ هم که غواړو  مخاطب ولرو باید اړتیاوې او غوښتنې رابرسېره کړو ، ولې ـ دا ځکه چې ادبیات ( نظم ـ نثر ) ښوونه او روزنه ده .دغه اصل داسې مفاهیم او ارزښتونه بیانوي  چې په یو نه یو ډول د ټولنې په لوړتیا او بدلون کې اغېزه لري .په قران کریم کې د ( یوسف ) کیسه  او موزونه بیان  زموږ ددغو ټولو خبرو ښه غوره بېلګه ده .دا ډېره خوږه کیسه ده ، یو ښکلی شعر دی  ، یوه داسې  کیسه ده  چې ټول انساني عواطف او اړخونه لري .مینه ، پاکي ، نجابت ، تقوی  او دینداري ، رخه او کینه  او داسې نورې لوړې ـ ژورې .دا په اصل کې د کیسه لیکنې او شعر ویلو یو  ښوونځی دی .هلته وګوري په څومره  پیاوړتیا سره  د کیسې شخصیتونه او اتلان جوړیږي .هلته هر کرکټر په بې ساري توګه رژې او ډایرکټ شوی .په کیسه کې  په څومره پوخوالي سره د اوج نقطې راغلي ، څنګه بحرانونه جوړیږي او څنګه ښایسته  غوټې پرانیستل کیږي  . دا ټول هلته شته ، ډېر په زړه پورې او اغېزمن .
زما په ګروهه دا لړۍ  په انسان کې له هماغه لومړۍ ورځې راپیل شوې او دا د ملیونونو  کلونو مخکې کیسې دي چې موږ پرې ژوند کوو .دغه کیسې او موزونه  لیکنې انسانانو لیکلي ،یا یې انځور کړي ، یا یې په نارو او سندرو ښودلي او یا یې په شفایي ډول  له یو نسل نه بل نسل  ته لېږدولي ، خو ددې ټولو بنسټ او اساس هماغه په الهي کتابونو کې ادبیات دي .دا یو رسالت و چې انسان ترسره کړی ، کوم انسان ؟ دا شاعر انسان و ، دا لیکوال او کیسه لیکونکی انسان و یا په بله وینا ادبیات د لیکوال انسان زېږنده ده .
لیکوال ډېر ستر رسالت لري ، لیکوال د خپل پېر د ولسونو ژبه او قلم بلل کیږي ، نو ځکه خو لیکوال ته ښایي  چې دخپل چاپیریال او خپلو خلکو کیسې وکړي هغه هم د خپلو خلکو په ژبه او ادبیاتو .یو شمې لرغوني آثار  ځکه تراوسه د خلکو په ذهن کې پاتې شوي  چې لیکوالانو یې د چا خبره خپل ځان له خپل ځان څخه راوېستلی  یا په بله وینا ځان یې د ټولنې  برخه ګرځولې او د ټولنې له تل او د خلکو د کړنو له ژورو او تیارو ګوټونو څخه یې سوژې او مطالب راوېستلي او بېرته یې ټولنې ته ورکړي .دوي د ټولنې احساس را خپل کړی او په هر مالت ، هره کوڅه ، هر دوکان او چایخانه کې یا په هره ادیره او هر ګودر کې یا چېرته لرې د خلکو په اتڼونو او ساندو کې حاضر وي  او یا هم هلته چې ماشومان واده کیږي ، یا کونډه د بیا مېړه کولو حق نه لري ، او یا هلته چې یو خان او ملک څنګه د کلي د بزګر ویني څښي او د هغه د ټول کال د کار محصول ور نه غلا کوي او  ان د هغه د ښځې او اولادونو واک هم راخپلوي ،دغه لیکوال  حاضر وي   او یا یو پاټک کې یو ږیرور ، له اوږدو څڼو سره  وسله په لاس د لارویانو څخه د شش کلمو امتحان اخلي او یا په هغو دفترونو کې چې یو چارواکی څومره په رشوت او فساد کې ډوب دی ،دغه لیکوال  ځان حاضر کړی  بې له شکه هغه رښتیني ادبیات به وي او ښالي همدا لاامل وي چې ددغه راز لیکوالو کلمات مقدس شي ، تلپاتې شي او په زړونو واکمن شي .دغه شان تقدس بې له شکه  ژمن او تلپاتې ادبیات بلل کیږي .
موږ ډېر شاعران پېژنو چې ډېرې پاڼې یې تورې کړي یا یې د کتابونو په اوسني بې پرسانه ارزانۍ کې د چاپ اقبال موندلی  ، خو شعر یا لا اقل یوه وینا یې هم د شا اوخوا کسانو په یاد نه وي .په همدې توګه په داستان لیکنه ، لنډو کیسو او ناولونو کې هم دغه راز بې شماره مثالونه لرو .په دغو ټولو ډلو کې یوازې د یو څو تنو نومونه تل یادیږي او د ادبیاتو په تاریخ کې ورڅخه یادونه کیږي ، ځکه چې دوي یوه لاره څاري ، یو سمت او لوری لري ، یو شعار او  د زړه بړاس لري .دا بړاس یا دا شعار لیکوال د ولس د هیلو او غوښتنو له تل څخه راوېستلی  .هغه ادبیات  چې لوری نه لري  زما په اند نه اغېزمن دي او نه ګټور .په اصل کې ادبیات د بشر د زړه غږ او د اړ انسان د هیلو څرګندوی دی .
د اغېزمنو ادبیاتو څېړنه یوه داسې مسُله ده چې باید په هېواد کې د ادبیاتو د رښتیني تاریخ تر څنګ د ادبیاتو اصلي او رښتیني مخکښان د هغو له آثارو سره راوسپړل شي .موږ د اغېزمنو ادبیاتو لړښ په یو بل جلا بحث کې دوام ورکړو خو اوس همدومره څرګندول غواړو چې هره لیکنه او هر شعر هم ادب نه بلل کیږي .
اغیزمن ادبیات            
تاریخ درسونه دي ، تاریخ د ټولنې هینداره ده ، تاریخ پوهنه ده ، او د همدغه تاریخ په مرسته کولای شو تېر راوسپړو او په فلسفه کې یې د هرې پېښې ځرنګه والی او ولې والی ؟ ومومو .د تاریخ له دغو رڼو سترګو د ټولنې ادبیات هم پټ نشي پاتې کېدلی ،هغه ادبیات چې اغېزمن و .د افغانستان د تاریخ په کتنه کې دا راته روښانه ځرګندیږي چې ادب او  ادبیات ددغه هیواد د خلکو د دود او دستور او مانیز ژوند یوه نه بېلېدونکي برخه وه او ده .کله چا د ( سالو وږمه) لیکلې او پکې یې د ( اوګان ) دردونه بیان کړي  او یا که بیټ نیکه او یا امیر کروړ جهان پهلوان د  خپلو تلپاتې بوللو او یا حماسو انګازې تر آسمانه رسولي  او یا خوشال او رحمان او یا احمد شاه ابدالی او پیر روښان د ادب او ادبیاتو له لارې د بدمرغیو څخه د خلاصون لارې ښیي او یا له چنګیز نه یې نیولې بیا تر مغولو ، د ماروالنهر او صفوي مهاجمینو تیري او د خپلو بد رنګه  امیرانو او حاکمانو د ظلمونو څرنګوالی  د کیسو، داستانونو ، بوللو، شاهنامو ،حماسو ، غزلونو ، او سندرو له لارې  د خپلو  او شا او خوا ولسونو  تر غوږونو رسولي ، دا هماغه د عدالت غوښتنې چیغې دي چې ادبیات یې وسیله شوی .ادبیات د دې ولس مبارزه وه ، موخو ته د رسیدو لپاره  مبارزه .ادبیات د افغان ولس  د ستراتیزﺉ د ترلاسه کولو یوه غوره او اغېزمنه وسیله وه .چنګیزیانو او مغولو دا وطن په بل مخ کړ ، وران ویجاړ یې کړ ، ها خوا صفویانو ، د ماورالنهر ازبکانو،سکهانو ، پنجابیانو ، د فارس  لشمکیانو ، عرب او عجم هر یو په خپل وار دا ولس له تیغه تېر کړ ، خو آیا دا هر ځه پټ پاتې شول ؟ آیا دا ملت چا ورک کړ ؟ آیا ددې غیرتي او په نابرابر جنګونو کې اسیر  قام ، هویت او تاریخ کوم چا تت او یا  ورک کړ ؟ نه ! دا ولې ؟ دا ځکه چې دې ملت ادبیات لرل .همدغه ادبیات د ولسونو د تودوخې ، بیا ژونديتوب ،راویښتیا ، پوهې او پایښت لا امل شول .د معاصر افغانستان ځخه لږ وړاندې د خوشال د تورو غږ تر موږ چا راورساوه؟ ، هغه چې د افغان په ننګ ملا تړله اولا تر اوسه  زموږ په غوږو کې یې دا چیغه  انګازې کوی چې خوشال د زمانې ننګیالی دی؟بې له شکه همدا ادبیات و  چې د خټکو ، یوسفزو ، روښانیانو ،غوریانو،لودیانو ، غزنویانو ، هوتکیانو ،سدوزایانو ، ابدالیانواو ټولو افغانانو د پاڅونونو او اوښتونونو  نارې یې له ټولو ځرنګوالو سره تر موږ په پوره امانتدارۍ رارسولي .ادبیات تاریخ دی .ادبیات د خلکو ژبه او ناویلې خبرې دي .ادبیات ترانې دي ، د ملت هغه  ترانې چې لوستل ، اورېدل او پوهېدل یې لکه یوه ستره خزانه ، د هیوادونو پانګه ده .ما په ډېرو شعرونو ، ترانو ، لنډیو ، کیسو ، رومانونو ، بوللو ، حماسو او شاهنامو کې د سدوزایانو د وخت او د محمدزیانو د وخت حالات ، مظالم ، تیري ، د حاکمانو  له خوا د بېوزلی ولس رټل او ترټل او د پردیو او  راز راز شین سترګو او زیړ سترګو تیري پیدا کړي .دا ادبیات دي چې موږ ته د سقاویانو له دوران نه مخکې د انګریزانو ، روسانو ، جرمنیانو ، فرانسویانو  او ډېرو نورو اجنبیانو د چال چلند کیسې کوي .دا افغاني ادبیات دي چې پر بېوزلي افغان ملت باندې د سترو ملاکانو ، څمکه والو ، کمپرادورانو،ملاډوله بې هویته جبارانو ،لویو کارخانه دارانو ، مفسدینو او سودخورانو تیري او مظالم ځرګندوي .د هیواد د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د معرکو تمثیل او بیا د  ( میوند د ملالې ) چیغه همدې لنډیو ، غزلونو ،کیسو او داستانونو تر موږ  رارسولي .د شین سترګو انګریزانو د ناولو پلونو پر  خاپونه چا تر اوسه  روڼ څراغ نیولی  ؟بې له شکه افغاني ادبیاتو .د ( سقاو د ځوی ) جهالت او په دربار کې مړزبازی او د ښوونڅیو د دروازو بندول چا موږ ته ترسیم کړل ؟زموږ اغېزمنو ادبیاتو . له اوس نه نیولې بیا تر زرګونو کاله مخکې  ( لنډۍ ) چې نه یې لیکوال  ځرګند دی او نه یې وخت  په دې برخه کې د یادونې وړ ونډه اواغېزه لرله.دغه راز ( نه و نه و نه و یو باچا و ) دا هغه شفاهي ادبیات و چې نه یوازې د ماشومانو او څوانانو لپاره  لکه یوه مدرسه چې د ټولې ټولنې لپاره د درس او زده کړې، سپارښتنې او ان پاڅونونو منبع وه .په شفاهي ادبیاتو کې نورو ډولو نو هم لکله  د جمعې د شپې کیسې ، او د( درمندونو) او ( لو ) په وخت کې د سپوږمۍ تر زړه راښکونکې رڼا لاندې د کورنۍ دمشرانو نکلونه او یا د ژمي او یخنۍ په  موسم کې د ( تاوه خانو ) او ( صندلیو ) تر تودخې لاندې د انا ګانو  او ترورګانو کیسې او نکلونه دا ټول د ملت تاریخ ، هویت ، میړانه ، او د ژوند ځرنګوالی له څان سره لکه یو پیغام اوریدونکو ته ورکاوه . که په تاریخي افغانستان کې د  ( پټې خزانې ) او له هغې مخکې د یو شمېر نورو آثارو خپرېدل  د افغان ملت تاریخ  له ورکېدو وژغورو او ادبیاتو د ملت د ژوندون بیرغ په لاس ملت د پایښت خوا ته لارښوونه کړ نو د خپلواکۍ غوښتنې د وخت په سختو حالاتو  کې د ( سراج الخبار ) په خپرېدو اود هغې په پاڼو کې د یوشمېر کیسه لیکونکو ، شاعرانو او ادیبانو د آثارو خپرېدل هم یو بل داسې توپان و چې د ادبي ګردلو اغېزې یې تر ننه د افغان ملت په فرهنګي ژوند کې محسوسوو .له همدې وروسته په افغانستان کې  پښتو شعر ، داستان ، کیسو ، لنډو کیسو ، ناول ، رومان  او ډرامو لیکنو نه یوازې دود وموند چې ورځې تر بلې یې چټکه پرمختیا کوله .دلته یوه پوښتنه راپیدا کیږي او هغه دا چې دغه شان خوځنده او اغېزمنو ادبیاتو لپاره مګر پخوا بنسټونه نه وو ایښودل شوي ؟ بې له شکه .د شاه امان الله په مرسته د طرزی د کورنۍ ادبي هاند ، د مولوی عبدالروف خان کندهاري ادبي بانډارونه ،د شاه حبیب الله خان په وخت کې د دربار مشاعرو او ادبي غونډو او ان د امیر عبدالرحمن خان رسا لیکوالی او هنرمندی د همدغه شان  اغېزمنو ادبیاتو لپاره مظبوط بنسټونه کېښودل .افغان ملت تل یو فرهنګي ولس و  او وي به .
دلته په روان بحث کې غواړم په دې خبره ټینګار وکړم چې د معاصر افغانستان د ادبیاتو د بیان  بنسټونه  لا ډېر مخکې کله چې د امیر محمد اعظم خان په وخت کې علامه سید جمال الدین افغان  غوښتل  د ځان او د ولس د عقایدو دبیان لپاره خپرونې ولري (۴) او د هغو له لارې د ادبیاتو ، هغه هم اغېزمنو ادبیاتو لپاره د  څرګندېدو زمینې برابرې کړي ، او همداسې یې درواخله  تر سید مخکې زمانې لا هغه وخت چې شیخ اسعد( ۵)  خپلې بوللې لیکلې وې، موجود و .ځکه په ټولنه کې ادبیات موجود و او دغه شته ادبیات باید خپاره شوي وای .له همدې وجې ده چې پښتو ادب  د یو روڼ څراغ تر  روښنایۍ لاندې پرمخ روان و ، هغه څراغ چې افغان ملت  له ناخوالو ، تېرېو او مظالمو سره د مبارزې لپاره روښانه  کړی و .په معاصر افغان ادبي یون کې داسې هاند تر ډېره بریده تر سترګو کیږي چې  د اغېزمنو ادبیاتو مخکښانو چې پخپله هم تکړه خبریالان و ، د ژورنالیزم د تاسیس او دودولو له لارې ، د ولس له خولې موثر ادبیات  نه یوازې ژوندي ساتل چې بېرته ولس او شا اوخوا نړېوالو ته ورورسول  هم غوښتل . او همدغلته ده چې موږ ته په دغه پېر کې دعلامه سید جمال الدین افغان نوم تر بل هر چا مخکې ترسترګو کیږي، ان کله چې هغه له هېواد  نه وتلو ته اړ شو نو د وخت باچا امیر شیر علي خان ته یې  د خپلو نور وړاندیزونو تر څنګ  په افغانستان کې د یوې پیاوړې خپرونې د تاسیس وړاندیز هم وکړ .استاد مرحوم عبدالروف بېنوا په یوې مقاله کې په دې باب داسې لیکلي : ((...امیر په ۱۲۹۰هـ ق کال د سید له هغه پیشنهاد سره موافقه وکړه او دشمس النهار  د جریدې د خپرولو  امر یې صادر کړ...)). (۶).د اغېزمنو ادبیاتو د خپراوۍ په کار کې د ژورنالیزم پر ونډې به  که خدای کول په ورپسې بحثونو کې رڼا واچوو، خو اوس موږ خپلې اصلې خبرې ته راګرځو  او هغه په افغان ولس کې د اغېزمنو ادبیاتو شته والی  دی چې ریښې یې ډېرو زړو پېړیو ته رسیږي  او په دې لړ  کې د پښتو شفاهي اغېزمن ادب ونډه د یادونې وړ ده .که څه هم د شفاهي ادب زیاتره برخه  د راویانو  تر مړینې وروسته بیخې له منځه تللې ، او د دې ادب بشپړه راټولونه هم  یو ستر او نه ختمېدونکی کار دی ، خو پښتنې چاپیریال تل د یو خوځنده او ژوندي ملت په توګه یو په بل پسې دغه شان نوي ادبیات زېږولي او د خپل پایښت نښې یې ژوندۍ ساتلي دي .دغو ادبیاتو د ملت له دردونو ، ناخوالو و بدمرغیو او ورسره څنګ کې یې  د دوي له اتلوالیو ، مېړانې ، خوښیو او اړیکو هم استازیتوب کړی .دغو ادبیاتو غوره نمونې چې سینه په سینه یو نسل نه بل نسل ته رسیدلي همدا لنډۍ ، سندرې ،سروکې ، بګتۍ ، ساندې ، نارې ، کاکړۍ،پړاکۍ ، غږونه ، د نکلونو نارې ، فالونه ، د ښادۍ او غم سندې ، نکلونه ،دغه راز د ماشومانو سندرې لکه اکو بکو ، نه و نه و یو باچا و،  او یا سوال او ځواب( ماشومان  یو له بله پوښتنې کوي او ځوابونه ورکوي )او بله د کیسۍ برخه ده چې لکه ذهني آزموینه  او داسې نور . موږ دلته نیت نه لرو چې د پښتو ادبیاتو تاریخ او ډولونه یې په ټولو جزیاتو سره  بیان کړو ، ځکه موږ په پښتو ادبیاتو کې د هغو په اغېزمنتیا خبرې کوو او غواړو دا څرګنده کړو چې افغان ملت  له خپل پیدایښته تر ننه ادب پاله ملت و او دی . او دا ملت د خپلو ادبیاتو په لړ کې داسې توکي لري چې اغېزمن او موثر ادبیات یې بللی شو چې یوه بېلګه یې همدا شفاهي ادبیات دي .د پښتو ادبیاتو دغه بر خه ( شفاهي ) ځکه ډېره اغېزمنه وه چې طبیعي خصوصیات  لري .تصنع او لاس وهنه په کې نه شته او د پښتنو په یوې نالوستې ټولنه کې یې د ښوونڅیو او پوهنڅیو کار کړی .په دغو ادبیاتو کې ځکه اغېزمنتیا وه چې له متن څخه یې نه یوازې د ژوند څرنګوالی ښکارېده  ، چې په دې ادب کې تاریخ ،  ژورنالیزم ، فلسفه ،جغرافیه،ټولنیز او تولیدي مناسبات ، د ټولنې طبقاتي وېش ،اقتصاد او بازار ،دین او سیاست دا ټول په ښکاره توګه څان ښیي . ددغو ادبیاتو ژوره مطالعه  دا راښیي چې  په پښتنې چاپیریال کې  هغو څومره اغېزې ښندلي او د څومره د  لویو بدلونونو او اوښتونونو  لا امل ګرځیدلي ( د بېلګې په توګه د میوند د حماسې لنډۍ .).زما په ګروهه پښتانه ددغه شان  اغېزمنو ادبیاتو په لرلو سره  په نړۍ کې له بډایو ملتونو څخه شمېرل کیږي .په هماغه تېرو نالوستو زمانو او شرایطو کې هماغو ادبیاتو کاري او اغېزناکه ونډه درلوده  ، خو په معاصر افغانستان کې څه ؟
په تېرو بحثونو کې مو په دې خبرې وکړې چې له ډېرو لرغونو زمانو څخه بیا د افغانستان تر معاصر وخت پورې پښتو ادب  په خپلو بیلا بیلو ډولونو کې دومره اغېزمن و چې زیاتره مواردو کې یې د پښتني چاپیریال لپاره د ښوونځیو او پو هنځیو رول ترسره کړی . همدغه ادبیات  دومره اغېزمن و چې د دې هېواد او ددغه تاریخي ولس لپاره لکه تاریخ داسې ځلیدلي او په خپله غیږ کې یې د افغان ولس  تېر ، او د تېر څرنګوالی خوندي کړی او تر موږ پورې رارسولی .وروسته بیا په معاصر افغانستان کې او د تحمیلي کرښې هاخوا پښتونخوا کې چې کوم ادبیات ایجاد شوي دا ټول د هماغو کلاسیکو ادبیاتو پر ستنو ولاړ ، خو له نوي رنګ او  نوي پیغام سره وه .معاصرو ادبیاتو د پښتو سیالي د سیمې او نړۍ  له ادبیاتو سره که برابره نه کړه ، خو لږ تر لږه د افغان ولس د بیدارۍ او  ښو ښایسته اوښتونونو لا امل وګرځېدل . پښتو نثر او نظم په دې دوره کې ډېره وده او لازم بدلونونه راخپل کړل په دې هکله  لوی استاد  علامه صدیق الله رښتین وایي : (( پښتو نثر په دې موجوده عصر کښې لکه چه ګورو د ترقۍ پر لارو قدم ایښی دی ...لنډه دا چې د زمانې د غوښتنې  سره سم  د پښتو په موجوده نثر کښې پوره تحول او بدلون  راغلی ...)) .(۷) .ددې عصر د ادبیاتو اغېزه دومره زیاته وه چې  نه یوازې په افغانستان چې په سیمه کې یې د استبداد ، تیري او  ناخوالو پرضد د ولسونو د پيوستون ستونزمنه چاره په بریالۍ توګه ترسره کړه  او افغانستان د خپلواکۍ غوښتونکو مبارزو او بیا وروسته د مشروطیت د ترلاسه کولو جوګه شو .بیا هم د ټولو نه مخکې د سید جمال الدین د افکارو او فلسفې تاثیرات او اغېزې په دې ادبیاتو کې څرکندې ښکاري .ددغو انقلابي ادبیاتو  ډېر داسې  مخکښان شته چې آثارو یې په زړونو اغېزه کوله او کتابونه به یې لاس په لاس ګرځېدل .د استاد عبدلحي حبیبي  لنډو کیسو ، د سید رسول رسا ،رسا لیکنو  ،د سید راحت زاخیلي شلیلې پڼې   ، دعبدالخالق خان خلیق تخلیقات ،د نورمحمد تره کي لنډو کیسو او ناولونو ، دعبدالروف بینوا اشعارو او نثرونو  ،دعبدالله جان اثیر لیکنو  ، داجمل خټک د غیرت چیغو ،د محمد عثمان پښتون لیکنو ، دمولوی عبدالروف کندهاري  زورنالیزم او نثرونو،د محمد ګل خان مومندنظم او نثر ، دامیر حمزه شینواری غزلیاتو ، دغني خان غني شعرونو ،دبرهان الدین کشککي کسیو ،دګل پاچا الفت رازونو  ،  دعبدالرحمن پژواک ځواکمن اشعار  ، د شمس الدین مجروح فلسفي ادب  ، دعبدالشکور رشاد مقالو او نظمونو ، دعلامه قیام الدین خادم تحقیق او زړه راښکوونکو اشعارو،د عبدالهادي داوي په قلم د اوښکو کاروانونه  ، عبدالله افغان نویس نثرونو  ، دعبدالباري جهاني  اشعارو،د  محب الرحمن هوسا ژورنالیزم او منلو اشعارو ،د میراجان سیال کیسو،د محمد رسول پښتون  نثر،د سلیمان لایق طوفاني او ملي اشعارو ، په هرات کې د حاذقه  اشعار، د مېرمن حمیرا او د  روح افزا ادبیاتو ، د محمد امین خوږیانی لیکنو   او داسې  د په لسګونو نورو لیکوالو ، ژورنالیستانو او فرهنګیانو کتابونه او اثار  دومره اغېزناک او کاري و چې د لوستونکو افکار بې بدلول، هېواددوستي به یې په زړونو کې ایجادوله ، انقلاب او بدلون ته به یې ولس  هڅاوو .د همدغو او د دوي په شان  د بې شمېره نورو  فرهنګیانو آثار د خپل ارزښت او  اغېز له مخې  په وار وار چاپ او د بیا چاپ اړتیا به یې محسوسېدله .دا ادبیات  که ماشوم ته و ، که  نالوستي ځوان او یا بوډا ته و ، او یا مېرمنو او منورو ځلمیانو ته لیکل شوي و د یو شعار خاوندان وول .یو پیام یې درلود .هسې یوه تشه کیسه  او یا د سرګرمۍ کوم نکل به نه وو ، دا به کوم د خط او خال د ستایلو شعر نه و ، دا به د چاپیریال او صبیعیت د ښکلا او ګل و بلبل ستاینه  او یا په دې او هغه کوڅه کې د چکر وهلو بیان نه وه .دې آثارو کې د خپلواکۍ اړتیا تمثیلېدله ، دې نکلونو ، داستانونو ، شعر او  ناولونو کې د ملت طبقاتي ظالمانه ویش تمثیلېده او دې اثارو کې د بیدارۍ او پاڅونونو ترانې زمزمه کېدې .همدي ترانو او لیکنو  د ملت  بیداري خو پریږده چې  د باچایانو په دربارونو کې  انقلابونه راوستل .لري به نه ځو شاه امان الله د همدغو اغېزمنو ادبیانو او ادیباتو تر اغېز لاندې  دننه په دربار کې هغه څه کول چې هم یې د پلار خلاف و او هم  دنظام پر خلاف .زموږ په شان هیوادو کې همدغه شان ادبیاتو ته اړتیا ده .هغه وخت که ادبیات ډېر نه و ، خو موثر  او اغېزناک و .هغه وخت دا دومره ډېر تخنیکي امکانات لکه چې اوس شته دا ، نه و ، خو که په لاس لیکنې کېدې او یا په سختۍ سره چا چېرته یوه نیمه چاپخانه موندله ، نو اقتصاد دومره کمزوری و  چې اثر به په یو خراب کاغذ  او په لږه شمېر کې چاپ شو او چا ته به نه رسېده ، خو اغېزمنتیا یې دومره وه چې خلکو به په لاس کاپي کول او یو بل ته به یې رسول .که هغه وخت محمود طرزي او یا مولوي عبدالروف خان کندهاري ، یا محمد ګل خان مومند کولای شوای باچا وغندي او یرغلګر بربنډ کړي ولې وروستیو پنځوسو کلونو کې دا اغېزمنتیا زموږ په ادبیاتو کې نشته ؟ پرون که د روس یرغل زموږ اغېزمنو ادبیاتو پر شا وتنبوو ، لا امل یې دا وه چې د هر ریښتیني مجاهد  په هر قدم پسې د همدغو اغېمنو ادبیاتو نارې وي ، لکه مور چې د سفر په وخت کې مساپر ځوی ته دوعا ورکوي . هلته یو شعار و ، یوه موخه وه ، یو پیام وو چې باید تر ملته رسېدلی وای ، او دا کار پرته له ځان غوښتنې زموږ  اغېزمنو ادبیاتو وکړ . دلته دا خبره رایاده شوه چې  نن موږ تر بل هر وخت ډېر شهرت طلبه او پیسه دوسته شوي یو .   د نوبل د جایزې ګټونکی او مشهور  امریکایي لیکوال ویلیام فاکنر  وایی: (( ادیب د شهرت او په ټولنه کې د ځان لپاره د کوم مقام د پیدا کولو لپاره لیکوالي نه کوي ، د پيسو لپاره خو بیخي دا کار نه کوي ، خو یوازې ددې لپاره لیکنه کوي چې  هغه یوازې په تخلیق کې خپله هوساینه او سکون ګوري .))(۸). او یا دا هماغه خبره به وي چې وایي : (( ډېر شي نو ګنډیر شي )) .اوس پرته له یو د ګوتو په شمېر لیکوالو او ادیبانو  چې نظم یا نثر یې یو پیغام او یا یوه نوې خبره لري ، دا نور ټول بس  د چا خبره د ( سیاهي لشکر ) په ډله کې دي چې  ان دا  د یو شمېر په اصطلاح  تخلیقات د نه اغېزمنتوب له کبله په هماغه یو ځل لوستو هم نه ارزي .د مطلق شاهی نظام په وخت کې د هر شاعر شعر او د هر  کیسه لیکونکي لنډې کیسې خلک خپلو کې په پټه غوڼډو جوړولو ته هڅول .د سیاسي تحرک او ان د ګوندونو او  خیاباني مظاهراتو راویستلو او څرګندولو ته یې ترغیبول خو اوس څه ؟ د مطلقۍ باچاهۍ او د ملوک الطوایفي سیستم مظالمو ته همدغو له اغېزو ډکو ادبیاتو  بدلون ورکړ .د مشروطه نظام په جوړېدو کې  همدغو اغیزمنو ادبیاتو تاریخي ونډه درلوده .وروسته بیا د سلطنتي رژیم د مظالمو او نارواوو څخه چا پرده پورته کوله ؟ چا د مطبوعاتو د آزادۍ  غږ پورته کړ ؟چا جرګه او پارلمان  په حاکمانو ومانه ؟ چا د خان ، ملک او ملا له کرغېړنو څېرو او پر مظلوم ولس د هغوي د تېریو  پرده وڅېرله ؟دا همدغه موثر او اغېزمن ادبیات و چې لکه مرمۍ د افغانستان د خلکو د دښمنانو پر زړونو ور ورېدلې او هر ناخواله یې له پښو راغورځوله . هیوادپالونکو  او ژمنو لیکوالو  د پښتو ادبیاتو له ټولو ژانرونو څخه په ګټې اخیستنې ،خپله ټولنه خوځنده ، متحرکه ، ژوندۍ او انقلابي ساتلې وه .هغه وخت که یوه پښتو ټولنه وه ، خو دومره لکه پتنګان دا افغاني لیکوال پرې راټول وو چې له ورځنیو ګرمو بحثونو به ، دومره مصروف شول چې خپل کور ته تګ به یې هیر کړ .اوس څه؟ دا دومره ډېرې ټولنې ، دا دومره پراخ رسنیز امکانات ، دا دومره پیسې ، دا دومره ډېره پوهه او علمي تجهیز دا ټول نه شي د هماغه وخت د لیکوالو د انجمن  او یا پښتو ټولنې  نیمایي ګرمي هم ایجاد کړي . ! موږ نه وایو چې هغه وخت  هر څه شوي او اوس هیڅ هم نه دي شوي .نه نام خدا  ښه پراخ کار شوی  او پښتو د سیالانو سره سیاله ادبي ژبه شوي ، خو خبره په  اغېزمنتیا کې ده  که موږ اوس یو  شیخ کته یا شیخ اسعد سوري یا کروړ او بیټ نیکه نه شو جوړولای ، یا خوشال بابا او یا رحمان بیا نه شو موندلی لا اقل د حمزه بابا معادل خو باید ولرو ، څه نا څه د بینوا ، خادم ، نورمحمد تره کي ، یا سلیمان لایق او یا سید رسول رسا یا راحت زاخیلي  برابر ادیبان او د هغوي موثر ادبي توکي خو  ولرو .په فرهنګي کړیو کې دوه نطرونه شته . یوه ډله وایي دا چې ډېر شول کار  نیمګړی شو .دا بله ډله بیا وایي چې  کمښت او لږ والی د  نه موثریت سبب شوی .باید لیکوالان او کتابونه ډېر شي ، خو زه بیا بله ګروهه لرم .زه وایم لومړی دې  پېرزوینه ډېره شي ، بیا دې پلټنه او برسیرنه پراخه شي ، بیا به  دا ټولو  سالمو رسنیو ته راباسو او په پای  کې هغه څه چې تر ټولو مهمه دي باید کره کتنه زیاته شي .موږ کره کتنه نه لرو او که لرو یې  په لومړنیو پوړیو کې ده .ځان ستاینه ، حسادت ، نورو ته موقع نه ورکول  او د آثارو  سالمه کره کتنه هیرول دا به موږ نور هم  نیمګړي وساتي . په دې برخه  کې زما د پای خبره دا ده چې افغان ټولنه له بد ډول مظالمو سره مخ ده ، داسې ښکاري چې دا ناکردې به لا دوام کوي ، نو ددغو ناخوالو د لري کولو لپاره د نورو اوښتونونو تر څنګ اغېزمنو ادبي  پیوستون  او اوښتونونو ته اړتیا لري .زموږ اغیطمن ادبیات باید د خپلو موخو د څرګندولو لپاره  د ټولنې له بطن نه خپل شعارونه راوباسي  .  تر بیا
۱ ـ آشنایي با نقد ادبي ـ لیکوال : عبدالحسین زرین کوب ـ  د سخن خپرندویه ټولنه ـ ۱۳۷۴ ل ـ ۲۵ مخ .
http://www.civilica.com/Paper-NCNRPL01l ۲ ـ ادبیات ـ شیما قاسمي
http://www.aftabir.com/lifestyle/view/۳ ـ  وګورۍ دا پاڼه
۴ ـ اریانا مجله ـ۱۳۳۰ ش ، د غوایي د میاشتې ګڼه  د شمس النهار په هکله  د استاد عبدالروف بېنوا مقاله .لومړی مخ .په دې مقاله کې د دې خبرې یادونه شوې چې سید جمال الدین افغان د  امیر محمد اعظم خان په وخت کې  د ( کابل ) په نوم یوه خپرونه  تاسیس کړه .
۵ ـ شیخ اسعد سوری: دا سړی د پښتو ادبیاتو یوه غوره لرغوني څېره ده چې د څېړونکي زلمي هېوادمل په وینا : (( ...د محمد زوی و ، په غور کې استوګنه درلوده او د غور  د سوري شاهانو  په دربار کې  د عزت خاوند و .( وګورۍ ـ د پښتو ادبیاتو تاریخ ـزلمی هېوادمل  ، ۴۴ مخ .).د شیخ اسعد یوه تاریخي قصیده ده چې ځلور بیتونه یې دلته ذکروم :
د فلک له چارو څه وکړم کوکار ـ  زمولوي هر ګل چې خاندي په بهار    
د واکمن له سره خول پرېباسي مړ سي ـ  د بېوزلو ویني توی کاندي خونخوار
۶ ـ آریانا مجله ـ د شمس النهار په نامه مقاله /  هماغه ګڼه ـ ۷مخ ـ عبدالروف بېنوا
۷ـ د پښتو ادبیاتو تاریخ ـلیکوال صدیق الله رشتین ـپښتو ټولنه :۱۳۲۵ل ۱۰۷ مخ
۸- تنقیدي کرښې ـ د سلیم راز د ادبي مقالو ټولګه ـ۱۹۹۹ز ـ۱۷۹ مخ  ـ چاپ ځای :محله جنګي پيښور ماسټر پرس