د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د منلی چیخوف ژوند د ورستیو شېبو کیسه

محمد یوسف هېواددوست 09.11.2013 17:22

(( وروسته بیا  یې ګیلاس د چیخوف په ورغووي ولګوو او صبر یې وکړ چې د چیخوف ګوتې د ګیلاس نه راتاو شي ، یو بل ته یې وکتل .چیخوف،اولګې او ډاکټر شوارېر ګیلاسونه سره وجنګول ، د شعار شعار څه اړتیا نه وه ،او معلومه وه چې د څه شي  د سلامتۍ لپاره  یې څښو ؟  د مرګ د سلامتۍ لپاره ! چیخوف خپل ټول ځواک راټول کړ او ویې ویل : ډېر وخت کېده چې شامپاین مې نه وو څښلي .ګیلاس یې شونډو ته ور وړ او ویې څښل .یو دوه دقیقې وروسته اولګې ، ګیلاس د هغه له لاسه واخیست او د کټ خوا ته میز پرسر یې کېښود .هغه وخت نو ،چیخوف په ډډه پرېووت ،سترګې یې وتړلې او یو اسویلی یې وویست .یوه دقیقه وروسته چیخوف نور  ساه و نه وېسته .(انتون چخوف ـ د ریموند کارور لیکنه)
یو چېرې مې لوستلي وو چې سترکسان خپل شبیه لري ، په بله وینا هرڅوک ځانته ورته یو څوک لري ، دغه ورته کسان  کولای شي زیات او ډېر ښه له نورو هغه بل څرګنداو وښیي  او د دې دلیل دا دی چې همدغه شبیه  یا ورته انسان هم  په اصل کې ستر  شخص وی .ګمان نه کوم څوک دې د انتون چیخوف په سترتوب کې تردید او شک ولري ، په همدې حساب ده چې که یو لیکوال ته وویل شي (( چیخوف )) موخه یې دا ده چې په لیکوالۍ کې ((چیخوف )) ته ورته شوی او دا څه ساده خبره نده
پورتني سطرونه چې په اصل کې د انتون چخوف د مړینې صحنه څرګندوي د (( ریموند کارور )) له یوې کیسې څخه مې وټاکل .ریموند کارور ته د امریکا چیخوف وایي او پرته له ( کارور) نه  چې پر خپل دغه  استاد زړه بایلونکی او مین  دی، بل څوک کولای شي ددغه شان بې جوړې کلماتو په مرسته د هغه د مرک صحنه انځور کړي .د کارور کیسه د هغه د استاد د ژوند د وروستیو ورځو  ترټولو تریخ بیان دی ، کله چې یې خپل معالج ډاکټر ته  په خپل ولیدلي غږ وویل : (( زه مرم )).
آنتون چخوف او ماکسیم ګورګي د یو نسل فرهنګیان دي او ګورګي څه نا څه اته کاله له چخوف څخه کشر دی ، خو ددغو لیکوالو او د دوي تر مینځ دومره توپیر دی چې ته به وایې ګنې دوی د یو نسل نه چې د ډېرو لرې نسلونو  کسان دي .(په ځینو مواردو کې  ماکسیم ګورکي د تش لاسو رښتینی لیکوال بلل شوی ).
د ( ولادیمیر ناباکف ) په وینا : ګورکي یو ښوونکی هنرمند دی .یو ساده او عصیبي روڼ انده چې ګمان کوي  که د روسیې د تش لاسي ، دودیز او نه درک کېدونکي بزګر پر وړاندې  لږه مهربانی او صبر وښودل شي  نو هر څه به سم شي ، خو چیخوف بل ډول فکر کاوه او هېڅکله یې دا په ذهن کې هم نه ګرڅېدل چې په سیاسي چارو کې ګډون ، د کار چاره ده .دهغه او د ګورکي ګډه  مسُله دا ده چې  دواړو غوښتل خلکو ته خدمت وکړي خو لارو یې سره توپیر درلود .د چیخوف لیکنې ( ډرامې او لنډې کیسې) له بې عدالتیو سره د مبارزې له فلسفې ډکې دي ، خو د کار توپیر دې کې دی چې  چیخوف د یو لیکوال په توګه کار کوي  نه د یو سیاستوال په توګه .دغه شان یو لیکوال  په څرګنده توګه  له یو سیاسي ګوند او یا تنظیم سره څان نه تړي ، ځکه مطلق پیغام ورکول  او مطلقه  پایله اخیستل  یې نه خوښېده .
د چخوف لخوا جوړ شوي انسانان ، رښتیني دي او تر ټولو مهمه دا چې دغه اتلان د یو شخصیت په توګه څرګندیږي نه د یو سمبل په څېر . هغه چاره چې چیخوف یې کوي ( او ګورکي یې نه کوي ) دا ده چې  د ولادیمیر ناباکف په وینا  چیخوف  پرته له دې چې د سیاسي  پیغامونو او لیکوالی په دودیزو سنتونو او چوکاټونو کې بند وي موږ ته یو ژوندی انساني موجود  راڅرګندوي او ښایي له همدې امله وي  چې نه غواړي هنر او ادبیات په مستقیمه توګه له خلکو سره حق او ناحق رابطه ولري ..د چیخوف دغه ډول اند او تفکر چې په نړﺉ کې اوس ډېر پلویان لري د ( چیخوفیزم ) په نوم یادیږي .د چیخوف لیکنې خوږې ، بې جوړې او خوندورې  دي .د هغه د خبرو لحن طنز دی ، داسې هم نه چې په لوستلو او یا اورېدو یې د چا خبره له ډاګه ډاګه ولګېږو ، خو په کافي اندازه طنز لري .دا طنزونه داسې هم نه دي  چې ورته په کټ کټ وخاندو  خو داسې هم نه دي  چې خپله اغېزه و نه لري .هغه کسان چې  په ډېرو کوچنیو طنزیه خبرو هم ډېر خاندي د چیخوف  د لیکنو له لوستلو او یا اورېدلو  که ډېر په لوړ غږ ونه خاندي  نو څه نا څه موسکا یې پر شونډو خامخا ښکاري  او هغه کسان چې د ژوند له ناخوالو سره کله نه دي مخامخ شوي د هغه د لیکنو په لوستلو سره به د ناخوالو د څرنګوالي او ولې والي په هکله به په چرتونو کې ښه ډوب شي . چیخوف د خندا او ژړا لیکوال دی دده په کیسو او ډرامو کې خندا او ژړا داسې  سره ګډه شوې  چې د لوستونکي خندا ځکه راولي چې غواړي وژاړي او ځکه یې ژړوي چې لوستونکی غواړي وخاندي .
په یو ساده وېش کې لیکوالان  دوه ډوله دي :
لومړی هغه ډله چې  د خپل ژوند، د ټولو کلونو روایت کوي. دویم هغه ډله ده  چې له لومړﺉ هغې سره توپېر لري ، هغوي د ځان نه د خپلو اتلانو د ژوند انځور موږ ته په لاس راکوي .( که څه هم زه په دې اند یم چې کله خپله کیسه او ځانته په یو بل نامه اتل ټاکل که په مناسبو کلماتو او صحنو وپوښل شي د ځینو لیکوالو په آثارو کې خورا ښه ترا ځلېدلي دي ).چیخوف عقیده لري چې قهرمان باید وزېږول شي او داسې شخصیت ورکړل شي چې مجازي نه وي ، همدا شخصیت باید د ټولنې استازی وي .حقیقت دا دی چې  کله د یو لیکوال  د ژوند کیسه دومره ستړې او بې خونده وي چې که فرضا ورڅخه کیسه هم جوړه کړي ، بس لکه اصلي سرنوشت ، دا کیسه او ډرامه به هم ډېره ستړې کوونکې او بې خونده وي. د چیخوف کیسې د هغه د ژوند بیان نه دی ، د هغه اتلان او د هغه انځورونه  د ټولنې د وګړو د حالاتو د څرنګوالي څرګندونه کوي او ښایي همدا لاامل وي چې لیکنې یې تلپاتې دي.
چیخوف یوه کیسه لري چې د (( کاشتانکا )) نوم یې ورکړی  او دا د یو سپي کیسه ده .هغه سپی چې (( فدیوشکا )) او (( کفاشه)) هیروي خو کله چې په یو سرکس کې دا دواړه  ګوري نو سخت غبرګون ښیي . چیخوف په دې ټینګار کوي چې : حیوان که دیوې خاطرې په مفهوم نه پوهیږي  ، خو خاطره نه هیروي .چیخوف خپل داستانونه او هغو ته شخصیتونه داسې کښلي چې لوستونکو ته د بیا بیا لوستلو او لیدلو  تلوسه په لاس ورکوي.
د چیخوف له مړینې څه د پاسه سل کاله  وروسته اوس هم په نړۍ کې زیات شمېر هنرمندان او د تیاتر او سینما خاوندان د هغه د آثارو په ښودلو کې یو د بل سره سیالي کوي .که د نړۍ د یوې برخې په یوه تالار کې د چیخوف ( د اوبو چرګ ) په نامه  نمایشنامه تمثیل کیږي ، هلته د نړۍ په بله سیمه کې دیو بل تیاتر نومیالي لوبغاړي دده یوه بله نمایشنامه د (آلوبالو ونه ) په نوم نمایشنامه تمثیل کوي او یا چېرته لرې  یوې ورځپاڼې یا مجلې په ډېره تلوسه د هغه لیکنې خپرې کړي ، او په دې توګه  په اروپا ، امریکا ، هندوستان ، یا ایران او چین او یا د نړۍ په یوې بلې برخې کې  د چیخوف د لیکوالۍ کلتور او یا د چا خبره ( چیخوفیزم ) ورځ تر ورځې پراختیا مومي .( له بده مرغه په افغانستان کې په تېره بیا په پښتو  ژبه کې د هغه د آثارو ژباړې او معرفۍ کې هېڅ کار هم ندی شوی )
د نړۍ یو شمېر تیاتر پېژندونکي د هغه په هکله وایي :
ادام هنوشکویچ  چې د چیخوف د آثارو څېړونکی او پخپله هم نومیالی لیکوال دی  یو ځای لیکي : په شلمه پېړۍ کې د اړ ـ دوړ غوښتونکو  هڅو پر ضد  چې کوم انقلاب راپیل شو د هغه موسس د چيخوف آثار وول .
ادوارد هل بي  ، وایي : د شلمې پېړۍ نمایشنامې د چیخوف بوروړې دي .
جوس کرول اوتس چې د امریکې یو تن نومیالی  نمایشنامه لیکونکی دی وایي چې : زیاتره هغه نوښتونه چې  په شلمه پېړۍ کې د نمایشنامه لیکونکو لخوا ترسره شوي دا څه نوي نه دي ، ځکه له دې مخکې دغه نوښتونه د چیخوف په  ډرامو کې له ورایه ښکاري . (۱).دېرش کاله مخکې له دې خبرې یو بل تن  ډرامه لیکونکي ( جان لویس آستان)  داسې  لیکلي وو : چیخوف به لکه ډېر نور ستر لیکوالان ، ژوندی پاتې شی، د هغه هره چاره یو نوی ژوند راپیلوي ، په چیخوف کې تل نوي  څیزونه موندلی شو ، لکه په شکسپیر کې یې چې ګورو ...)) ( ۲) . یو بل تن لیکوال هاروي پیچر  په خپل کتاب ( د چیخوف لوبه ) کې د لویدیځوالو او آن د شوروي کره کتونکو دا ارزونه  ردوي چې  ګواکې د هغه په آثارو کې  د بشر د نا امیدۍ  او پرېشانۍ  انځور او د انسانانو  ترمینځ  د مرکزي اړیکو نشتوالی  د هغه په آثارو کې ځان ښکاره کوي .
چی بي بریشلي  په خپل کتاب ( انتون چیخوف ) کې لیکي : ځینې داسې نمایشنامې هم شته  لوستونکو ته د لیدونکو په پرتله  تر ډېره بریده  د تخیل قوه  او خواک ورکوي او دا ځواک  ړ چیخوف په نمایشنامو  کې پروت دی ، خو چیخوف داسې لیکنې هم لري  پر سر  د هغو اجرا  ، لیدونکو ته د بوهاوۍ او درک ترټولو زیات ځواک  او توان ورکوي لکه د چیخوف د ( درې خویندو ) نمایشنامه .
کله چې ( پرستلي ) د امریکا نومیالی ډرامه لیکونکی د چیخوف د ( درې خویندو ) یاد کوي او یا( دیوید ممت) چې د امریکا په تیاتر کې اوچت ځای لري د چیخوف  متنونه بیا لیکي ، په څرګنده توګه ویلای شو چې چیخوف مړ نه دی ، چیخوف لا ژوندی دی او د نړۍ د تیاتر پر ستیژ اوس هم واکمني کوي .
رښتیا چیخوف کله مړ شو ؟ ډېر تاریخ لیکونکي ،د تیاتر څېړونکي او هنرمندان په تېره بیا هانري تروآپا ( د چیخوف په نوم د کتاب لیکوال) عقیده څرګندوي چې  دغه ستر استاد د ۱۹۴۰ز کال د جولای پر دویمه نېټه  په آلمان کې سترګې پټې کړې ، خو( کانستانتین آزادوسکي )او (سرنادیتاله)  په آلمان کې  د یو لیک له کشف نه وروسته  ولیکل چې  چیخوف په آلمان کې  له ۲۷ وروځو پاتې کېدو وروسته د جولای پر ۲۵ نېټه له دې نړۍ  څخه سترګې پټې کړې . خو څه تفاوت او فرق کوي ؟هرې خوا چې ګورې د نړۍ په هر ژبه د کتابونو پر سر د ( چیخوف ) نوم لیکل شوی .آیا دا څه کمه خبره ده ؟
بادن وایلر د ژوندانه دډېر ګرم اوړي په اړو دوړ کې ژوند سره لاس او پنجه وهله ، د دواړو کوټو د کړکیو دروازې پرانیستې وې ، خو د باد هېڅ نښې نښانې  نه وې.یوه غټه حشره کوټې ته راننوته  او مخامخ د کوټې پر راځوړند څراغ ولګېده .ډاکټر شوایرر د چیخوف د لاس بند پرېښود ،او ویې ویل (( خبره پای ته ورسېده ))د ساعت سرپوښ یې وتړه او هغه یې په خپل پاسني جیب کې کېښود (۳).
د منلي چیخوف د ژوند  د ورستیو شېبو کیسه همدا وه .(۴)    
 

پایلیکونه
(۱) ـ وګورۍ ( چیخوف او بې معنی تیاتر ) د کارل لوس لیکنه ـ د اغېزو برخه   
(۲)ـ وګورۍ ( چیخوف په عمل کې ) د (جان لویس آستان) لیکنه .
(۳)ـ وګورۍ ـ ( د «چیخوف» کتاب ـ د ریموند کارور لیکنه )
(۴) ددغې مقالې په لیکلو کې له یوشمېر انترنیتي  پاڼو څخه هم ګټه اخیستل شوي