د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ګل پاچا الفت ( قلم ) یا ، د « ویښ ځلمي » ( توره )؟

محمد یوسف هېواددوست 21.09.2013 17:31

د ګل پاچا الفت  الفت له افکارو سره ځکه مینه لرم چې د پښتنو په معاصرو لیکوالو کې الفت صیب ما ته یو متفکر او فلسفي لیکوال ښکاري .دده د ژوند او افکارو د رشد وخت هم داسې یو وخت دی چې هر څه په لوړتیا او اوښتون کې دي .ګله چې زه غواړم  الفت صیب ولولم ، یایې  افکار وڅېړم نو تر هر څه دمخه د ده وخت او زمان مې سترګو ته کیږي او سړی ناچاره باید هماغه زمان او چاپېریال هم ورسره وڅېړي ، او دا د تاریخ پوهنې تر ټولو مهم اصل ګڼل کیږي ځکه هلته  د سړي او یا کومې پېښې  د سمې پېژندنې لپاره  له هر څه مخکې  د هماغه سړي د ژوند ،وخت  او د هغه د هماغه وخت   چاپېریال  او یا د هماغې پېښې د وقوع  زماني او مکاني لااملونه باید وپېژندل شي .
ګل پاچا الفت د نړۍ د نقشې په دغه تل مدام ستونزو ککړ هېواد افغانستان کې وزېږېد ( ۱۲۸۸ل) او د خپلې سیمې په ورشوګانو ، کلو اوبانډو کې رالوی او چې تنکی ځلمی شو نو د خپلې زوکړې  له ځای ( لغمان ) څخه د افغانستان  پلازمېنې ( کابل ) ته را رهي شو اودلته په پام کې لري خپلې هېواددوستانه هیلې او غوښتنې  په پلازمېنه کې پیاوړې او له نورو ، سره شریکې کړي .دی کابل ته قلم په لاس راغلی او ورسره د نویو افکارو خیالات هم مل دي .اوس به نو وګورو چې  دا څه وخت ؟ او کوم ډول چاپېریال و؟
دا داسې وخت دی چې په افغانستان کې ولږه ، بېکاري ، ناروغي بېداد کوي .شاهي رژیم او د هغه حاکمان او والیان ټول د خپلو جیبونو په ډکولو لګیا دي او د رژیم ملاتړي د سیمو ملایان ،ملکان  او خانان دي .دوي هم د خپلو نسونو په مړولو او د لا نورو شتمنیو په ترلاسه کولو اخته دي .بېسوادي ټول ملک نیولی او لا اقل  د ښځو د حقوقو هغه پاخه او بنسټیز ارزښتونه هم څوک په جامعه کې چا ته نه بیانوي چې د اسلام مقدس دین په ارشاداتو کې نغښتي .سود او سلم د کلیوالو او په تېره بیا د  بزګرانو ملا  ور ماته کړې او آن د خانانو  ، ناظرانو هم د سود په ګټو کې د بزګرانو لوڼې په مفته کې ځانته نکاح کولې .معارف یوازې د هېواد په پلازمېنه او د یو شمېر غټو ولایتونو په مرکزونو کې ، هغه هم په محدود ډول ګوډ او مات روان وو .د ټیټې رتبې مامورینو د ژوند له ناخوالو او بې شمېره اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وو او د مور او ماشوم روغتیا هسې خوبونه ګڼل کېدل .چا چې واک درلود ، هغوي پيسې درلودې ، او چا چې پیسې درلودې هغوي وسله ، جایداد ،بنګلې ، موټرې ، باغونه  او د چکرونو او په ناز کې د ژوند کولو نور ټول امکانات .خلکو د خپلو هیلو د بیان لپاره هیڅ ډول  رښتینې خپلواکي نه درلوده .ملت د یوې پاچاهي کورنۍ او یو شمېر دلالانو، کمپرادورانو ،یو شمېر غیته ورو خانانو او واعظانو لخوا اسیر نیول شوی وو او ملاماتونکې مالیې یې له ولس نه د سپاهیانو او پولیسو په زور او زندان اخیستلې .سرحدونه خلاص وو ، بس د لال ملنګ او سرتور ملنګ په نامه  له دې او هغهې هېواد څخه جاسوسان په وطن کې خواره شوي وو او داسې مرجع نه وه چې  څوک له چا پوښتنه وکړي .د شاهي رژیم زندانونه د ملي ، دموکراتو ، معتقدو او رښتینو انقلابي مبارزینو څخه ډک وول .د دهمزنګ زندان او د نورو زندانونو زنځیر او زولنو د نوم  یادول یې اوس هم د انسان د بدن وېښتان له ډاره  راجګوي.د برتانوي هند لخوا زموږ د خاورې( پښتونستان ) اشغال او پر پشتنو او بلوڅو وروڼو ظلم او تیری په ښکاره روان وو او دلته په کابل کې رژیم تش په نامه د ( دا پښتونستان زموږ ) په نامه  بې عمله او بې اغېزې نارې ـ سورې وهلې .هلته پارس  یا فارس  په سپین سترګۍ سره  ، د خپل جعلي هېواد نوم په ( ایران ) بدل کړ او  زموږ حاکمانو پرته له دې چې  کوم ملي عکس العمل وښيي ، د ټولې آریانا او افغانستان تاریخي ویاړنې یې پارس ته وروبښلې  او پارسیانو هم زموږ د آریانا د ویاړنو د ترلاسه کولو لپاره دا دی تر ننه ملاتړلې او  لا په موږ کې یې هم د تربګنۍ او نفاق تخم له یوې ورځې نه بلې ورځې ته ، زیات وکره . په دغه شان زورونکو حالاتو کې نه یوازې زموږ د تاریخ پالنه کېده چې ورسره جوخت د اسلام د مقدس دین ارزښتونو ته هم په بابېزه سترګه کتل کېدل .پارلمان  په اصلي مانا نه وو ، او که وو هم ، نو زیاتره وکیلان یې لکه دا نن چې ګورو ، بس د پيسو او شناخت په زور راغلي او د وکیل په نامه یې د خلکو غوښې خوړلې .مطبوعات او د بیان آزادي نه ،ه ، یوه وړه راډیو دننه په ارګ کې وه چې د درباریانو تر څارنې لاندې وه ، دا راډیو چې وروسته باغ عمومي  ته رانقل شوه هلته یې هم سخته دولتي څارنه کېده او د خلکو د ږغ انعکاس یې نشوای کولای .فلم او تیاتر په نشت کې حساب وو او د کابل ښار یو ـ دوه سینماګانو او تیاتر نندارځایونه ، د ایراني اواشرافي کلتور د فلمونو د خپرولو ځای وو .په همدغه برخه کې د ژبو انډول لکه دا نن ډېر ناسم وو، چېرته په سلو فلمونو او یا تیاترونو کې به که یو نیم په پښتو ژبه وو .دولتي مطبوعاتو کې هم همدا حال وو .د پښتو ملي ژبې رشد او پراختیا ته د ، زره قدرې هم پاملرنه نه کېده .په پښتو باندې مکاتبه او یا د باندې او دفترونو کې خبرې کول ، شرم ګڼل کېده .د نورو قومونو لکه هزاره ګانو ، ازبکانو ،ترکمنانو ، نورستانیانو ، بلوچانو ، پشه یانو او نورو نورو ، په ژبو خو نشرات او یا ښوونځي بیخي منع وول  او ملت په دغه شان نا انډولۍ او نابرابرۍ او  ناخوالو کې ژوند کاوه .الفت صیب ددغه شان یو ، وخت  فرهنګیالی او قلم په لاس مبارز زموږ په ټولنه کې راوټوکېد.کابل کې لا له مخکې یوشمې هېوادپالونکي مبارزین او فرهنګیان سره راټول شوي وو او  د ( ویښتیا ) پر لور یې  د ملت د بېدارۍ لپاره قلم چلوو .
د الفت صیب د قلم د ځلا  وخت  له ۱۳۱۵ل کلونو څخه وروسته دی .نادر خان لږ مخکې د ۱۳۱۲ ل کال د لړم پر ۱۶ د یو محصل  لخوا چې عبدالخالق نومیده ، ووژل شو او تنکی ځلمی ځویې ( محمد ظاهر شاه ) د قدرت واک ترلاسه کړ او دغه شان یو نوي ځلمي پاچا د خپلو دیکتاتورو ، ترونو په مرسته پر لوی افغان ملت پاچاهي کوله .په دې وخت کې الفت صیب  د انیس  په ملي ورځپاڼه کې د یو عادي ژورنالیست  او لیکوال په توګه کار کوي او دی هم غواړي د قلم په څوکه  ځان ښکاره کړي  او د کابل له قلم والو سره دځان په  جوګه کولو  او نږدې کولو سره له یوې خوا له پامه ولېدلې پښتو ژبې ته چوپړ وکړي او له بله پلوه  د استبداد او ټولنیزو مظالمو پر وړاندې ودیریږي  .شا او خوا چې سترګې اړوي نو په پښتتو او دري ژبو کې ډېره غوره ، درانه او  منلي لیکوال  دغه راز پیاوړي ژورنالیستان ګوري  لکه:  محمد ګل خان مهمند ، عبدالهادي داوي ، سرور جویا ،عبدالروف بېنوا ، سید قاسم رښتیا ، استاد عبدالحی حبیبي ، قیام الدین خادم  ،صدیق الله رښتین، میر غلام محمد غبار ، سېلاب ساپۍ ، ګلاب ننګرهارۍ ،صلاح الدین سلجوقي غلا محمد نیازی ،انور بسمل،ابراهیم صفا،عبدالرحیم خان ساپی،غلام محی الدین انیس ، ،برهان الدین کشککي، سید شمس الدین مجروح ،نور محمد تره کی، فیض محمد انګار ، روان فرهادي ، ارسلان سلیمي ،عبدالشکور رشاد ، محمد امین خوږیاڼی ،محد دین ژواک ، محب الرحمن هوسا،عبدالله بختانی خدمتګار ،صداقت ،  حمزه شینواری ، اجمل خټک ، سید بهاوالدین مجروح  ، عبدالخالق خلیق، دلبر سمسور سپاهي زوی، نقیب الرحمن سرلوړی ،عبدالقدوس پرهیز ، محمد حسن خان ساپی ، محمد ابراهیم خواخوږی  او داسې په لسګونو نور لیکوالان ، ژورنالیستان ،شاعران او فرهنګیان چې هر یو قلم په لاس ټولنې ته د اوښتون ، بدلون او ادبي یون په فکر کې وول .همدغو کسانو او له دوي سره ډېرو نږدې نورو ځلمیانو او ملګرو چې زما په دغه لیکنه کې نومونه نه دي راغلي  ، دا ټولو  د ستر انقلابي بدلون لپاره مټې رانغښتې وې .الفت ولیدل  چې دوي په ددو برخو کې انقلاب غواړي :
۱ ـ پښتو ادب ژمنول ، په نوې لاره روانول  او له دې لارې  د پښتون د خوار او په هره خوا کې دځپل شوي ولس د برخلیک ټاکل .
۲ ـ افغاني ټولنې ته د خپلو دیني او هېوادنیو معتقداتو پر بنسټ ، نوی رنګ ورکول په دې مانا چې افغاني ټولنې ته د برابرۍ  او دموکراسۍ تر سرلیک لاندې تغیر اوبدلون .
دا دواړه هدفونه  په اصل کې انقلابي اړخ لري ، او الفت هم د انقلابي ولولو په جوش کابل ته راغلی ، نوځکه خو دا څه تصادفي خبره نده چې  الفت صیب  کابل خو لا څه چې آن په جلال آباد کې د ( ویښو ځلمیانو ) له غوښتنو سره ځان یوځای کړی  او په هماغه لاره روان وو چې دا نور پرې حرکت کوي .هغه لیکوالان ، ژورنالیستان ، کیسه لیکونکي ، داستان او ناول لیکونکي ، شاعران ، ډرامه لیکونکي ، مورخین او هنرمندان چې ما ورڅخه مخکې یادونه وکړه  ، زیاتره قلم په لاس  په سلطنتي او شاهي دربار باندې  د فشار په ډول  او د ټولنې  په مظالمو ، نادودو  ، خرافاتو  او د ځمکه والو له څپېړو څخه  د خوار بزګر د  خلاصون  لپاره ځانته نوی ځلمی ، ویښ ځلمی  او بېداره ځوان وایي ،( وطن ) یې شعار ټاکلی ،  سر راپورته کوي او د فرهنګ  له ټولو امکاناتو څخه ددغه ستر ارمان  د پوره کېدو لپاره کار اخلي او د قلم په څوکه ګوزارونه کوي .
 ویښ ځلمیان :
ویښ ځلمیان  د افغانستان د هماغه وخت د یو شمېر هېوادپالونکو ، ترقي غوښتنکو او دموکراتو عناصرو او شخصیتونو څخه جوړ سیاسي ـ ټولنیز او فرهنګي یون او بهیر وو چې د افغاني ټولنې لپاره یې د لومړي ځل لپاره د دموکراسۍ د راوستلو لپاره د سر په بیه مبارزې وکړې .
(( ویښ ځلمیانو په ۱۹۴۶ز کال چې له ۱۳۲۵هـ ش سره برابر دی  په خپل پیوستون او سیاسي کار پیل وکړ .په دې وخت کښې ځلمیان چې شاته ګوري ډېرتاریکه او بېرېدونکي مناظرویني خو آینده ډېرروښانه ښکاره کیږي .مګر حال ورته د خوف او رجاُ ترمنځ دی.)) (۱)
بل ځای لولو چې : (( ویښ ځلمیان خوش درخشید ، آنها سنت مبارزه ضد استبدادي وخط مشروطه خواهان اول و جوانان افغان را با تلفیق نیاز های جدید زمان به خوبي و با درخشش خاصی نګهداشتند .جریان ویښ ځلمیان از حیث داشتن اهداف مرامی و تدوین شده ای حیات درون حزبي وتنظیم فعالیهای سازمانیتجارب باالنسبه خوبی را به میراث ګذاشتند .در عرصه مطبوعات وفعالیت های تنویری سیاسي ، اساس مطبوعات غیر دولتی را بار دیګر بنیاد نهادند و با پخش جریده انګار و اولس درین راه ګامي خوبی برداشتند .)) (۲)
ویښ ځلمیان داسې یو سیاسي ، ټولنیز او فرهنګي جریان وو چې د ټولنې د هرې طبقې ، ان د بورژوازانو ، کمپرادورانو ، شتمنو او دربار ته نږدې کړیو غړي یې هم په ځان کې رانغاړلي و .خو هدفونه یې ډېر ملي او هېوادپالونکي وو .لکه څنګه چې یو څېړونکی وایي : (( تنویر افکار و تعمیم معارف ، مبارزه علیه رشوت ، اختلاس و بیروکراسي ،مبارزه علیه استبداد ،استعمار کهنه ، نو وتلقیات قرون وسطایۍ ،طرفداري از حقوق مظلومان  و نبرد برای تحکیم اتحاد ملي ، جوهر و مضمون هدف سیاسي این جنبش  بود ...)) (۳)
دغه راز بل ځای لولو چې (( د سیاسي مبارزو د امکاناتو پدغې موده کې د سیاسي ګوند د جوړېدلو نهضت هم وده وکړه .تر ټولو لومړی  د (( ویښ زلمیانو ګوند )) ... جوړ شو ...په دغې موده کې چې سیاسي فعلیتونه  په هېواد کې سرته رسېدل  مخصوصا د ویښ زلمیانو  اثر په هېواد کې ډېر خپرېده په پارلمان کې هم د آزادۍ غوښتونکو د مبارزو اثر پیدا شو او د افغانستان د دغې مودې په تاریخ کې د ملي شورا د  اوومې دورې روښانه نوم باتې شو . )) (۴)
اصلا د ویښ ځلمیانو جریان د تېرو په وطن مینو مبارزانو او د مشروطه غوښتنې د نهضت د انقلابیانو یو منظم  سیاسي ، ټولنیز او فرهنګي  یون وو چې د جوړېدو لپاره یې د هماغه وخت یو شمېر مخکښانو ملا تړلې وه چې یو له هغو حخه ارواښاد عبدالروف بېنوا وو .بینوا د کابل مجلې د مدیر په توګه ددغې مجلې له لارې لومړني ګامونه واخیستل . د فساد ، رشوت او خیانت پر ضد یې بربنډ مضامین خپرول او  په یوه رساله کې یې چې د ویښ ځلمیان په نوم یاده شوې  د زیات شمېر مخکښو لیکوالو او سیاستپوهانو اندونه او ګروهې راټولې او خپرې کړې .په دې باب یو ځای داسې لولو : ((  عبداروف بینوا مدیر مسُول مجله کابل و ګرد آورنده ای رساله (( ویښ ځلمیان )) و یکي از موسسین  نهضت ویښ ځلمیان در همین رساله در بخشې از مضمون خود مینویسد «بتخانه های خود را ویران کنید ، با مداخله و مجامله ، خیانت ، دروغ ، بد عهدي بې وفایي ، تنبلي و خود خوری، اختلاس و ارتشاُ ،خود نمایي و تظاهر و سایر قبایح دیګر مبارزه کنید .» ( ۵) .
د ویښ څلمیانو ملي او دموکراتیک نهضت په داسې حالاتو کې سر را اوچت کړ چې ورسره جوخت او لږ مخکې نور ملي او یو شمېر سیمه ایز جریانونه هم جوړ شوي او د خپلو رسنیو له لارې یې خپل اهداف تر خلکو رسول .په دې ډله کې د (( ندای خلق )) سیاسي جریان او د (( وطن )) ملي جریان ښودلی شو .په لومړي جریان کې یو شمېر مخور لیکوال  لکه ډاکټر عبدالرحمن محمودي ، عبدالحمید مبارزاو یو شمېر نور  شامل وو او په دویم جریان کې یو شمېر نور نومیالي فرهنګیالي لکه  عبدالروف بېنوا ، ګل پاچا الفت او داسې نور شخصیتونه ورګډ  وو اوورپسې  د ویښ ځلمیانو وار وو چې خپلو هیلو او د خپلو  افکارو  تبلغ  لپاره یې لومړی  د(( کابل ))مجله او ورپسې د (( انګار ))  جریده وکاروله چې له (( انګار )) څخه وروسته د ویښ ځلمیانو بل نشراتي ارګان ، د  (( ولس )) خپرونه  د مبتکر لیکوال او ژورنالیست ګل پاچا الفت په مسُول مدیریت له چاپه راووتله. دغوټولو جریانونو  په اصل کې د سلطنتي استبداد پر ضد د مبارې بیرغ راپورته کړی و.  د هماغه وخت یو تن فعال سیاسي او فرهنګي شخصیت ښاغلی عبدالحمید مبارز وایي : (( ...د دې ټولو جرایدو هدف ډیموکراسي  او مشروطه شاهي وه .د هغوي تلاش دا وو چې حکومت د سلطنت څخه بېل کړي ...))(۶) . ویښ ځلمیان هم د همدغه شان یو ستر هدف لپاره تاسیس شو ، خو په ځينو روایاتو کې ویل شوي چې د ویښ ځلمیانو د جوړېدو نه یو څه مخکې د افغانستان په شمال کې یو شمېر داسې عناصر راپیدا شول چې غوښتل  د افغانستان د ملي او تاریخي هویت پر ضد او د پښتنو پر ضد یو سیاسي جریان رامینځته کړي  او ویښ ځلمیان په کابل او د هېواد په نورو ولایاتو کې ددغه شان یو ملي ضد حرکت په مقابل کې تاسیس شو .په یو سند کې په همدې باب داسې لولو : ((تعداد از روشنفکران غیر پشتون تحت رهبري ابوالخیر خیري و برادرش نظر به داشتن روابط مخفی با عبدالله یفتلی، میرزا محمد یفتلي وعلی محمد یفتلي که هر کدام وزرای برحال حکومت وقت بودند بنام جنبش مغولیه در صفحات شمال کشور ، فاریاب و مزارشریف بنیاد حزبی راګذاشتند که مدعی بود  تا «سلطه ای چهار صد ساله ای  !؟ پشتونها» را خاتمه دهد .چون این امر به وحدت ملی صدمه میرساند،روشنفکران آګاه پشتون و غیر پشتون قسما در مقابله با آن بنیاد ویښ ځلمیان را در کابل ګذاشتند ...)).( ۷)ویل کیږي چې په لومړي سر کې میرغلامحمد غبار ، ډاکټر عبدالحمن محمودي او عبدالحمید مبارز هم د ویښ ځلمیانو غړي وو چې وروسته ترې بېل شول .
خو دغه جریان چا او چېرته جوړ کړ : په دې باب بېلا بېل روایات دي .
د افغانستان  د تاریخ لیکونکی ادموکو اودید کانکوفسکي داسې لیکي : « په دغه سیاسي ډله ( ویښ ځلمیانو ) کښې سلو تنو ژمنه کړې وه چې د ټولنیز او طبقاتي موقف له لحاظه بېلا بېل وو ،ددې غورځنګ به لیکو کښې د کوچني بورژوازی استازو ،مامورانو ، روشنفکرانو او روحانیونو هم ګډون درلود .ددې  غورځنګ لارښود د کندهار ځمکه وال  محمد رسول خان پښتون و»(۸)
بل ځای د کندهار په حلقه کې د یو شمېر نورو کسانو نومونه هم لولو : ((محمد رسول پشتون ، کاکا محمد انور خان قاضي بهرام ، غلام جیلاني الکوزی ، عبدالهادي هادي توخی،عبدالصمد خان کاکړ و عبدالخاق خان واسعي )) (۹)
خو په نورو روایاتو کې هسې کښل شوي چې دا نهضت اصلا په کابل کې راپیل شو . ((در یادداشتهای ولي زلمی منزل کرایي نورمحمد تره کي در جوی شیر ، مرکز اصلي تاسیس جوانان بیدار  تزکار یافته است .او سال ۱۹۴۹ را سال تاسیس این سازمان معرفي میکند  و نوشته است  که نخستین  جلسه این سازمان  به صورت مخفی  تدویر یافت و در اوایل ماه ثور  ۱۹۴۹ نخستین کنګره  آن در منزل نورمحمد تره کی در قلعه عبدالمجید زابلی  واقع دارالامان ګشایش یافت ...(۱۰)
تکړه څېړونکی او لیکوال ښاغلی شاه محمود حصین په خپلو څېړنو کې د ویښ ځلمیانو د سیاسي او فرهنګي جریان د تشکیلاتو برخه موږ ته داسې راپېژني : (( د ویښ ځلمیانو د ګنګرې په کار کې ددغو شخصیتونو له شتون څخه  یادونه شوې :۱ مدیره هیاُت : ۱ ـ نورمحمد تره کی ۲ ـ عبدالروف بېنوا ۳ ـ قیام الدین خادم . ۲ ـ ګډونکونکي : ۱ ـ نورمحمد تره کی ۲ ـ عبدالروف بېنوا ۳ ـ قیام الدین خادم .۴ ـ ګل پاچا الفت ۵ ـ صدیق الله رشتین ۶ ـ فیض محمد انګار  ۷ـ محمد ارسلان سلیمی ۸ ـ نیک محمد پکتیانی ۹ ـ ګل شاه صافی ۱۰ ـ باینده محمد روهیلی ۱۱ ـ عبدالقدوس پرهیز ۱۲ ـ محمد ظاهر ۱۳ـ نورمحمد پونده ۱۴ـلعل محمد احمدی ۱۵ـ عبدالکریم نزیهی ازبیک ۱۶ ـ عبدالصمد پتنګ ۱۷ ـ غلام رحمن جرار ۱۸ ـ ولی زلمی ۱۹ ـ عبدالهادي خوږمن ۲۰ ـ شاه مرد ۲۱ ابوالحسن ...د یو تصویب شوي سند پر بنسټ  د ویښ ځلمیانو ګوند ریُس یا منشی نه درلود او د یو مدیره هیاُت لخوا چې د ګنګرې له لارې ټاکل کیږي لارښوونه کېده .د جمعیت هر غړی  مکلف وو چې په میاشت کې ۱۲ افغاني حق العضویت ورکړي ...(۱۱)
ما په دې هکله یو شمېر نور آثار او کتابونه او د یو شمېر  مخورو او د هغه وخت  له فعالینو لکه ارواښاد محمد علم بڅرکی ، ارواښاد محب الرحمن هوسا ، ارواښاد نقیب الرحمن سرلوړي ،استاد دکتور مجاور احمد زیار ، ارواښاد محمد امین افغانپور او یو شمېر نورو شخصیتونو سره په مخامخ خبرو کې دا نتیجه ترلاسه کړه چې  د هماغه وخت په سیاسي جریانونو او فرهنګي کړیو کې زیاتره دا لاندې کسان ډېر مخکښ، فرهنګي  او مبارز شخصیتونه  وول : ګل پاچا الفت ، عبدالحی حبیبي ،عبدالروف بینوا ،نورمحمد تره کی ، میر غلامحمد غبار ،دکتور عبدالرحمن محمودي ، قیام الدین خادم ، صدیق الله رشتین ، فیض محمد انګار ، غلام حسن خان صافی ،عبدالشکور رشاد ، محمد ابراهیم خواخوږی ، عبدالمجید زابلي ، عبدالرزاق خان فراهي  محمد رسول خان پشتون ، خال محمد خسته ، عبدالحمید مبارز، محمد علم بڅرکی، محمد دین ژواک ،غلام محمد فرهاد ،میر محمد صدیق فرهنګ   او یو شمېر نور وو چې همدوي  نه یوازې کلوپونه ، ټولنې ، مرکزونه او د راټولېدو ځایونه جوړ او برابرول چې همدغو کسانو وروسته د سترو سیاسي مبارزینو او فرهنګي چارو کارکوونکو په توګه هم سر راپورته کړ. ( په دغه برخه کې کیدای شي د ارواښاد محمد علم بڅرکي په قلم  د لیکل شوي کتاب «ویښ ځلمیان » کې ۱۷ مخ نه تر ۲۱ مخونو ته مراجعه وشي .) .
ویښ ځلمیانو عدالت غوښت .ویښ ځلمیانو ، افغاني دموکراسي غوښته ( جرګه ،د ملت مشوره ، د مشرانو شورا او د خلکو نماینده دولت ).ویښ ځلمیانو سواد او پوهه تعمیمول غوښتل .ویښ ځلمیانو د ښځو او ځوانانو منطقي او په ځای ازادي او حقوق غوښتل .ویښ ځلمیانو خلکو ته کار غوښت ، ویښ ځلمیانو ملي وحدت غوښت .ددغه نهضت یو فعال غړي ارواښاد  پوهاند عبدالشکور رشاد  په دې باب له بي بي سي سره په یوه مرکه کې داسې ویلي دي : (( د ویښ ځلمیانو په مرامنامه کې مهمه  نقطه دا وه چې وحدت ملي تاُمین شي په افغانستان کې او له بله طرفه دوي کوشش کاوه چې اقتصادي منابع په پراخه پیمانه باندې په کار ولویږي ، وده وکړي ، بندونه جوړ شي ، ولې وکښلې شي  او فابریکې راشي ، فابریکې جوړې شي ، د دې د پاره  د دوي مبارزه وه خلک په کار باندې ولویږي  او د بېکارۍ مخه وه نیوله شي  . دغه رنګه د دوي په اهدافو کې  د علم او تعلیم ، تدریس و تحصیل مسُله وه .دوي غوښتل  چې په هر ځای کې  په هر کلي کې  دهاتي  مکتبونه جوړ شي ...البته ځیني مواد نور هم وو ورسره مثلا  په هغه وخت کې د پښتونستان حرکت نوکې په شدت کې وُ د دغه سره د دوي همنوایي موجوده وه  او غوښتل یې چې  هغه غضب شوې  مځکې  چې د وخت د حکمران یعنې انګلیس په لاس  کې پاتې شوې وې  هغه ته حق خود ارادیت  ورکړل شي ...)) ( ۱۲)
زما ددغې لیکنې لپاره د  څېړنې  په وخت په ځینو ځایونو کې زه له  داسې روایاتو سره هم مخامخ شوم چې  ګواکې د دې دواړو جریانونو  ځیني غړي له دربار او په ځانګړې توګه له سردار محمد داود خان سره تړلي و .ما یو ځای داسې ولوستل (( با نفوذ و رشد نهضت « ویښ ځلمیان» ګرایشهای متفاوت و ناهمګونی در نظر و عمل اعضای برجسته آن آشکار ګردید .بعلت نفوذ پشت پرده مجید زابلي و سردار محمد داود در رهبري این جنبش ، بزودي داکتر محمودی ، غبار و فرهنګ از این  نهضت جدا شدند  و به تبلیغ  و نشر اندیشه ها ونظریات سیاسی  و عقیدتی خویش از طریق جراید « ندای خلق » و «وطن » آغاز نهادند و همفکرانی را نیز بدور جراید خویش ګرد آوردند .)) ( ۱۳ )  او دا خبره ددې مانا لري چې سردار محمد داود خان  د ویښ ځلمیانو په کار کې شریک وو او یا  دا چې د ویښ ځلمیانو مشران له داود خان سره وو او له هغه یې مشورې اخیستې ، په داسې حال کې چې داسې نه وه .ویښ ځلمیان د ولسي جریان په توګه لومړی له مطبوعاتو راپیل کړه او بیا یې د وطن پیاوړي او ملي  لیکوال ، پوهان او سیاستوال سره نږدې کړل او له دې لارې یې  د سلطنت د ټولو مفسدو عواملو پر وړاندې مبارزه راپیل کړه . جیلاني خان الکوزی چې ددغه نهضت یو غړی و له بي بي سي  سره په یوه مرکه کې په دې هکله داسې وایي : (( داود خان په دې کې لاس نه درلود ، زموږ سره داود خان کوم لاس نه درلود ...)) (۱۴).((عده ای از محققین تاریخ نوین افغانستان برین عقیده اند که جنبش ویښ ځلمیان  به استشاره ای دولت  و در لحظاتی ایجاد شد که مسُله پشتونستان  به قوت دولت تحریک شده بود .این ادعا هر چند در ظاهر امر قرین به حقیقت معلوم میشود ولی تاریخ مبارزات ویښ ځلمیان و ضربات سنګینی که این جنبش از دولت دریافت و نیز تلاشهای متقابل دولت از طریق کلوپ ملي ،نهضت پښتونستان ، و حزب پشتونخواه که هر کدام به موقع  تذکر خواهد یافت برین ادعا خط بطلان میکشد))(۱۵)
د ويښ ځلمیانو جریان  اصلا  په افغانستان کې د جمهوریت د راتلو لپاره بنسټونه کېښودل  ، لکه چې یو ځای لولو : (( د دې ګوند د مهمو پېښو څخه د شورا په اوومه دوره کښې د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبیي کاندیدېدل  اود آزاد خیالۍ وړاندیز  و چې د دې ډلې سره د تړون  په بنسټ  د وخت د حکومت اه خوا په مرګ تهدید شو او د نوموړي له خوا په پاکستان کښې  د افغانستان د جمهوریت ږغ پورته سو ...)) (۱۶)
هوکې ! الفت او د هغه ملګرو د انقلاب یون او تکل کړی و او غوښتل یې دا ټولنه له وروسته پاتې والي ، بې عدالتۍ او د یوې کورنۍ له مستبد حاکمیت نه راوباسي او ښایي د الفت او د هغه د ملګرو همدا ګروهې وې چې وروسته بیا دې وطن  ته د دموکراسۍ څرکونه راښکاره شول چې د هماغو  وړانګو تر روښنايي لاندې تراوسه  ازاد خیاله او خپلواکي غوښتونکي او مترقي ځواکونه  ګام په ګام د  نوی ژوند لاره څاري .زما په نظر همدا الفت او لکه دا نور څو ادبي او علمي ستوري او مبارز شخصیتونه وو او دا د هغوي د افکارو اغېزې وې چې وروسته بیا  په کابل او یو شمېر نورو ولایاتو کې یو شمېر روشنفکران او منورین د انقلابیونو  او بدلون غوښتونکو په نامه په تېره بیا  په کابل پوهنتون کې سر راپورته کړل .معلمان همدا کسان وو چې الفت صیب هم ورسره ملګری و .دوي اخبارونه چاپول ، دوي ورځپاڼو او مجلو ته مظامین لیکل ، په غونډو او محافلو کې یې انقلابي او اغېزمن اشعار لوستل . لنډې کیسې او ناولونه یې لیکل ،راپورونه او خبرونه یې په راډیو او نورو رسنیو کې خپرول ، تیاتر او ډرام یې راواج کړ ، موسیقي او ادبیاتو ته یې میدان ورکړ او دغه کتار کې د عبدالروف بینوا ترڅنګ ، قیام الدین خادم ، ګل پاچا الفت ، نورمحمد تره کی ، صدیق الله رشتین ، عبدالحی حبیبي ، شکور رشاد ، میر غلامحمد غبار ، خال محمد خسته ، عبدالحمید مبارز ، غلام محمد نیازي ، ډاکټر عبدالرحمن محمودي ، میر محمد صدیق فرهنګ، عبدالروف ترکمني  او یو شمېر نور وو چې بیا همدوي د یو شمېر ګوندونو او سیاسي جریانونو د تاسیس تر څنګ  اوسني  ادبیاتو او ژورنالیزم سر لاري هم شول .یوه خبره مې همدا اوس راپه یاد شوه  او هغه دا چې ارواښاد محمدعلم بڅرکي ما ته د ډنمارک د کوپنهاګن په ښار کې د یوې غونډې پر محال دا وویل چې (( اصلا ګل پاچا الفت په کندهار کې د ویښ ځلمیانو له لومړنیو کسانو سره یو ځای سو...)) .بل ځای بڅرکی صیب د خپل کتاب ( ویښ ځلمیان) په دیرشم مخ کې د ویښ ځلمیانو د غړو د ګروهو په باب داسې لیکي : ددغه جریان ټولو غړو دا منلې و چې : (( د اجتماعي نظام سمون ، د اسلامي او دیموکراسي اصولو سره سم بې له تعصبه په داسې ډول چې ښُونات د هرې طبقې او هر قوم په هغه کښې برابر وساتل سي او هر څوک په مساوي ډول حقدار وي چې په دې حزب کښې برخه واخلي او ټول یو نصب العین د وطن «ترقي او یووالی» تعقیب کړي ...)) (۱۷)
د ویښ ځلمیانو د تاریخ په دغه شان څېړنه کې په ښه توګه موږ ته جوته کیږي چې ګل پاچا الفت په خپل  اورني قلم او  منلي منطق سره هم د سیاست او هم د مطبوعاتو  او هم د ادب په برخه کې سرلاری او  لارښود وو .ګل پاچا الفت د بدلون او اوښتون لیکوال وو .ګل پاچا الفت د انقلاب او نوی یون سیاستپوه و .ګل پاچا الفت په ټولنه او اداره کې د اعتدال او نرمښت پلوی و.
 له بلې خوا ویښ ځلمیانو او په تېره بیا  الفت خپل قلم او  خپلې ګروهې هلته په پښتونخوا کې د اسیر شوي پښتون قام ژغورلو ته هم متوجه کړی وې .او د هغه ځای له اور ژبو قلموالو سره یې ټینګه رابطه وه . هلته په  اشغال شوې خیبر پښتونخوا او کوټه کې  کټ ـ مټ همدا شان انقلابي پاڅون د خدایي خدمتګار په وجود کې ځان ښکاره کړی و  .په دغه وخت کې د لرې او برې پښتونخوا  جمهوریت غوښتونکو  فرهنګیانو د یو اغېزمن ځواک په توګه سر راپورته کوي او په قلم د ( تورې ) ګوزارونه کوي .الفت ددغې یاغي او انقلابي  وخت، او ددغه  اصلاح طلبه ، دموکراتو او انقلابي ویښو ځلمیانو  په چاپيریال کې قلم چلوي .دا د اوښتون او بدلون وخت دی  او دا فرهنګیان د اوښتون استازي. ګل پاچا الفت په اصل کې یو څو اړخیز فرهنګیالی دی .که له یوې خوا  الفت د شاعر په توګه ځان ښکاره کوي په بله خوا کې ډېر غوره او فعال ژورنالیست ښکاري .که بل ځای  د یو پیاوړي مترجم او ژباړونکي په توګه موږ ته ځان راپېژني  په بل اړخ د نوي نثر او په تېره بیا  د ادبي ټوټو  په موسسانو کې ځان ورګډوي ، او که چېرې  الفت په جرګو او مرکو  کې ښه نطاق او ویناوال  بلل کیږي په بله خوا کې  ګورو چې د هېواد په ملي کچه د پارلمان مشري او وزارت په چارو کې هم مدبر سیاستپوه په شان ځان ښیي  .که الفت په سیاست کې  د دیکتاتورۍ پر ضد د مبارزې علمبردار ښکاري ، په بل اړخ کې د افراطي او وارداتي دموکراسۍ پلوي هم نه دی .دا او همداسې ډېر نور اړخونه دي چې له الفت صیب نه یې څو بعدي شخصیت جوړ کړی.د هغه آثار  هم ددغه شان هیندارې څرګندوي دي .هغه په خپل قلم سره هم ژبه پاللي او خلک ، هم یې اداره کړې او هم یې ولسواکۍ ته ملا تړلې .
د الفت د آثارو مضمون :
ارواښاد استاد ګل پاچا الفت  په حقه د پښتو ادبیاتو په معاصر تاریخ کې یو ځلانده ستوری دی  چې رڼا او ښکلا به یې د ژوند ترپایه د افغان ملت پر فرهنګي جو نګړو  خپلې وړانګې غوړوي .
که څوک د الفت صیب آثار  ولولي او ښه ورته ځیر شي  نو د ده په آثارو کې په تېره بیا د ده په نثر او ادبي ټوټو  کې د ټولنې مظالم  او د مظلومانو او خوارانو  له ستونزو ډک ژوند په ډېر استادانه ډول  انځور شوی .دبېلګې په توګه  : زما نظر ، عشق او هوس ، ډار ، مظر احتیاط، حاکمانو ته وایم ، ملیونر خیرات خور ، ګرانه لیکواله ، حقیقت ، د حق اظهار ، مترقي ژوند ، ژوند ، ملي یووالی ، ملت او استقلال ، عقل ، پوهه او هوښیاري ، د عقل برخه په ژوند کې ، احمق څوک دی ؟، بېګناه بندي ،د زیارت ډیوې ، د شاعر تحفه .او یا د ده په اشعارو لکه : زه څوک یم ، زما ګناه ، بډای ، همدردي ، زړه غواړمه  او په همدې توګه  د الفت په سلګونو نور نظمونه او نثرونه .داټول  د همدغه شان  غوښتنو او پوښتنو  او د همدغه شان یو پاڅون  ښکارندوي دي .
په هغه پړاو کې چې الفت صیب  د یو منلي شاعر په توګه  سر راپورته کړی  دېرش کاله محاسبه کیږي .دغه موده چې د ۱۳۱۸ل کلونو څخه تر ۱۳۴۳ل کلونو پورې مشخصه کیږي ، دا په اصل کې د  ادب ډېره اغېزمنه ، هدفمنده او بډایه مرحله ده .په همدغه وخت کې  الفت د شعر پر نیلي سپور د بې عدالتۍ ماڼۍ رانسکورول غواړي . د ده په لومړنیو شعرونو کې یو هم د (زړه غواړمه)شعر دی .دی وایي :
(( چه د غمجنو په حال سوځي هغه زړه غواړمه  ـــ داسې پتنګ سره یو ځای  خپل سوځېده غواړمه
چـــه بې پروا د ګل په لــور بلبلان باغ لره ځـي   ـــ   د دهقـــــــانانو په احوال یې خبرېده غواړمــه... ))
یا  بل ځای  د ( زه څوک یم ) په شعر کې خپل ځان داسې راپېژني :
(( زه بل څــــوک نه یم اولاد د غریبانو یــمه   ــــ  سکنی ورور د عاجزانو د خوارانو یمه
ما ته آغا ، ما ته بادار ، ما ته صاحب مه وایه ــــ  ډېـــــر وېرېدلی له نامه د صاحبانو یمه
د بل زحمت کښې چې خپل ځانته راحتونه غواړي ــــ د سر دښمن د دې بې رحمه ظالمانو یمه ...))  
که څوک ښه په ځیر سره د الفت صیب شاعري وڅېړي نو بې له شکه د ده ((انقلابیتوب )) او د ده (( ویښتوب )) به ورته څرګند شي .دده شعر یو پیغام له ځان سره وړي ، د ( انقلاب ) پیغام ،د ( ویښتوب ) پیغام .اودا پیغام دی د کلیو تر هر مالت پورې رسوي چېرې چې  خان ، ملا او ولسوال د خلکو ټول حقوق غضب کړي او دی ورڅخه کرکه لري .
الفت یوه شېبه هم په خپل شعر کې خپل غمځپلی انسان او خپل نیستۍ وهلی افغان نه هیروي :
(( نه ښایي انسان ته چې د بل په غم غمجن نه شي  ــ   لویه بدبختي ده که څوک نه ژاړي له چا سره
داسې بې غمي دې خدای په هیڅ کور کښې پیدا نه کړي ـــ  یو کور کښې چه ویر وي ، او بل خاندي لیلا سره ...))
بل ځای د ولسواکۍ هیله داسې څرګندوي :
په رښتيا هغه ملت وي بختورـ  چې لري ملي نظام ملي رهبر  
وي اصلي حاکميت د خلکو لاس کې ـ حکومت وي د ملي قدرت مظهر
 جامعه پخپله وي په ځان حاکمه ـ  د عامه افکارو وي قوي اثر
نه تبعيض نه امتياز  وي نه تېری ـ په حقوقو کې وي خلک برابر
د هر چا اعتماد  وي په عدالت ـ قوانين وي د هر چانه معتبر
آزادي ديموکراسي وي واقعي ـ خطر نه وي کرامت ته د بشر
مخور مسلط نه وي په نظام ـ اهليت او لياقت وي مخور
سر او مال وي په امان فکر و نظر هم ـ زورور چې پکې نه وي پخپل سر
الفت له خوار ولس سره الفت درلود ، د هغوي له غوښتنو او پوښتنو سره یې مینه درلوده ، د هغوي برخلیک ورته مهم و ، او د هغوي له ګټو او ارزښتونو سره یې  مینه درلوده .دغې شان جذبې په هغه وخت کې د وخت ضرورت ګڼل کېدې او دغه شان ولولې زموږ شعر ته په نوي قالب کې ورننوتې .الفت صیب او دده همکارانو ټولو د خپل قلم له څوکې او د ژبې له وینا څخه ادبي ـ موضوعي نوښتونه راوېستلي او بې له دې چې  له دربار  او په ټولنه کې د هغه له حامیانو وډار شي ، هغه یې تر خلکو رسولي .د همدغو کلونو د لیکوالو آثار که وکتل شي ( په کیڼ او ښي اړخ دواړو کې )ټولو پر همدغه لاره ګام ایښی .د ګل پاچا الفت نظم او نثر  او ژورنالیستیک کار ، د عبدالحی حبیبي نظم ، نثراو تاریخ لیکنې ،د بېنوا صیب ادبي ټوټو ،نظم ،ډرامونو او داستانونو ، د نور محمد تره کي ناولونو، لنډو کیسو او داستانونو ،د رشتین صیب اشعارو او څېړنو ، د استاد قیام الدین خادم نظم ،نثر او څېړنو ، د مجروح صیب،  آثارو او د سلګونو نورو لیکوالو او شاعرانو آثار په همدغه اصل بنا دي .دغه راز لیکنو ته چا  ریالیستي ، چا طبقاتي ، چا ګوندي ، چا مذهبي ، چا صنفي ،چا ټولنیز او چا اصلاحي نومونه ورکړي  خو زما په ګروهه هر څه چې و ، دغو آثارو او له هغې ډلې د الفت صیب شعرونو ، زړونه رابېداره او ککرۍ را هوښیارې کړې .د شعر په برخه کې الفت صیب یو بل نوښت هم درلود،او هغه پښتو شعر ته نوی رنګ او نوی قالب ورکول  و .هغه د پښتو نوی شعر ټولنې ته وړاندې کړ.موږ نه وایو چې الفت د پښتو ادبي ټوټو یا د پښتو نوي شعر موسس دی ، خو الفت صیب  په هماغو کلونو کې د پښتو  لومړنۍ او ډېرې اغېزمنې ادبي ټوټې ولیکلې چې د ټولنیز ژوند هینداره بلل کیږي .
د الفت صیب په باب  او د هغه د  نوي شعر په باب ډېرو پوهانو خپلې ګروهې بیان کړي .ځینو ویلي چې :(( هره ټوټه به یې یو عاطفي شهکار و.)) خو ځینې نور بیا وایي (( د الفت نثر په حقیقت کې شعر دی)) او یو شمېر نور بیا وایي : (( باید د معاصر بشپړ انتقادي نثر مخکښ یې وبولو))خو عمومي ګروهه دا ده چې په اصل کې الفت د نوی شعر د نوې بڼې  مبتکر او نوښتګر او ایجادونکی دی .د الفت صیب نظم او نثر دواړو د ټولنې او د کورنۍ د غړو د اصلاح  پیغام له ځان سره درلود .(( په موضوعي لحاظ هم دغه آثار  د ټولنې دردونه تمثیلوي او اجتماعي فسادونو ته ګوته نیسي او د کلیوالو خلکو له ژوند سره  اړه لري .د بېوزلو بزګرانو او خواریکښو شپنو اوښبنو او نورو خوارانو  بد حال او د ظالمانو چړچې ، مزې او ناروا ، دی په ډېرو هنري اشکالو کې څرګندوي .کله کله د طنز او مزاح روح چې اجتماعي مقاصد پرې بناوي د ده په منثورو ټوټو کې تجلي مومي .)) (۱۸).
الفت د وخت غوښتنو ته سم ځواب ورکوي او خپل قلم د مظلوم انسان د ګټو د خوندي ساتلو لپاره په  کار اچوي .موږ په دغه دوره کې ډېر داسې کسان پېژنو چې قلم او د قلم ارزښتونه یې په یو څو روپیو او یا د یو دوه ورځو په دولتي منصبونو باندې، پر دربار او حاکمانو خرڅ کړل ، خو الفت او د هغه ( ویښ ) ملګري داسې نه وو .الفت بې له ویرې دغه جریان سره ځان شریکوي او د  ددغې روا مبارزې بیرغ په لاس کې اخلي او هماغه شان چې مخکې مو یادونه وکړه  له ( ویښ ځلمیانو ) سره چې په هغه وخت کې د افغانستان یو اغېزمن ادبي ، سیاسي او ملي جریان وو ، یو ځای کیږي او د ( ویښ  ځلمیان ) د کتاب د لیکوال په وینا الفت صیب ددغه جریان له موسسینو څخه ګڼل کیږي .( ۱۹)
د الفت قلم په هماغه وخت کې او ان همدا نن د مستبدینو ، رشوتخورو ، مفسدینو ، غلو ، سړي وژونکو ،ظالمانو،د پردیو د نوکرانو ، لاره نیوونکو او قطاع الطریقانو او د شر او فساد پر عاملانو لکه توره ګوزارونه کړي او کوي یې او په دې لړ کې د  ملي غلو په باب  یو ځای داسې وایي :  (( وینا ته چې یې ګورېئ د وطن په غم غمجن دی  ــــــ پرې مه غولیږۍ غل دی  ...))
بل ځای د خاین او صادق مامور فرق داسې بیانوي:
((  زموږ به محله کې یو دوه کوره ماموران دي ـــــ تنخوا او په رتبه کې څه فرق نه لري یو شان دي
  خوراک د یوه  هره شپه نرۍ وریجې چرګان دي  ــــ د ورځې کبابونه سالنونه نور شیان دي
د بل مامور په کور کې ماشومان ګورم چې ژاړي  ــــ پخ کړي یې پیتي دي دوي شوروا له موره غواړي   ...))
الفت صیب په خپلو منظومو آثارو کې لکه : (دپسرلي نغمه ) ، ( ښه لمسون ) ،  (عالي افکار )، (د آزادۍ پیغام )،  (غوره اشعار ) او د  ( دزړه وینا ) په کتابونو کې  لکه یو زړور تورزن دا خبره کول غواړي  چې :(د مېړانې سرنامه یم ـــ آزادي زما مضمون دی ) .
دغه راز الفت صیب  په خپلو ټولو منثورو آثارو کې  لکه : ( بله ډېوه ) ،( نوی سبک او نوی ادب )، ( غوره نثرونه ) او نورو اخباري لیکنو او څېړنو کې د ملت د یو غوره او مخکښ استازي په توګه  غواړي دا غږ پورته کړي چې :
(( عابده !هغه څه چې ته یې په ډېرو وظایفو او نوافلو کښې لټوې د خدای د مخلوق په خدمت کښې ډطر ښه موندل کیږي .
زاهده ! څه شی چې ته یې د ځان په وږي کولو  او نفلي روزو نیولو کښې غواړې، د مساکینو  او فقیرانو په مړولو هم لاس ته  درځي.
عارفه ! چوپ کښیناستل  او د خدای په فکر او ذکر مشغولېدل عبادت دی ، مګر زورورو ته حق ویل او حق بیانول  ډېر لوی او ستر عبادت دی .
مسلمانه ! د قران تلاوت ثواب لري مګر په قران باندې عمل کول فرض دی .
ای د تقوی او ریاضت خاوندانو !تاسې له خپلو کوتنیو سرونه راوباسۍ ، له دې سپینو څادرونو مخونه راښکاره کړۍ  او په عالم کښې سترګې وغړوۍ  چې د خدای د مخلوق څه حال دی ؟ ...)) ( ۲۰)  
اخځونه :
۱ ـ وګورۍ ـ ویښ ځلمیان ـ لیکوال محمد علم بڅرکی ـ۲۷ مخ
۲ـ وګورۍ ـ جمعیت ویښ ځلمیان ـ لیکوال : شاه محمود حصین ـ ۷۵ مخ
۳ ـ ظهور و زوال حزب دموکراتیک خلق افغانستان ـ بخش اول و دوم ـ  لیکوال دستګېر پنجشیری ـ ۱۱۴مخ
۴ ـ د افغانستان د خلکو د دموکراتیک ګوند ( د هېواد د کارګرې طبقې مخکښ ) لنډ تاریخ تر ثور انقلابه  پورې ـ ۱۳۵۷ـ کال ـ کابل ـ د ښوونې او روزنې مطبعه ـ ۵ مخ
۵ ـ جمعیت ویښ ځلمیان ـ لیکوال شاه محمود حصین ـ۴۰ مخ
۶ ـ ژوندۍ خاطرې ـ په تېرو نهو لسیزو کې د افغانستان تاریخ ۱۹۰۰ـ ۱۹۹۲ ـ لیکوال ډاکټر عبدالعلي ارغنداوی .بي بي سي ـ ۸۳ مخ
۷ ـ جمعیت ویښ ځلمیان ـ لیکوال شاه محمود حصین ـ ۴۸ مخ
۸ ـ وګورۍ ـ ویښ ځلمیان ـ لیکوال محمد علم بڅرکی ـاوولسم  مخ
۹ـ  جمعیت ویښ ځلمیان ـ لیکوال شاه محمود حصین ـ۴۸ مخ
۱۰ ـ ظهور و زوال حزب دموکراتیک خلق افغانستان ـ دستګیر پنجشیري ـ ۱۱۵ مخ  
۱۱ ـ وګورۍ د شاه محمود حصین هماغه اثر ۵۱ مخ
۱۲ ـ ژوندۍ خاطرې ـ په تېرو نهو لسیزو کې د افغانستان تاریخ ۱۹۰۰ـ ۱۹۹۲ ـ لیکوال ډاکټر عبدالعلي ارغنداوی .بي بي سي ـ ۸۸-۸۹ مخونه
۱۳ ـ وګوري :ظهور و زوال حزب دموکراتیک خلق افغانستان ـ بخش اول و دوم ـ  لیکوال دستګېر پنجشیری ـ ۱۱۸مخ
۱۴ ـ ـ ژوندۍ خاطرې ـ په تېرو نهو لسیزو کې د افغانستان تاریخ ۱۹۰۰ـ ۱۹۹۲ ـ لیکوال ډاکټر عبدالعلي ارغنداوی .بي بي سي -۹۰ مخونه
۱۵ ـ جمعیت ویښ ځلمیان ـ لیکوال شاه محمود حصین ـ۴۱ مخ
۱۶ـ ( ویښ ځلمیان ) لیکوال : محمد علم بڅرکی ـ درویشتم مخ
۱۷ـ پورتنی کتاب – ۳۰ مخ
۱۸ ـ وګورۍ ـ د الفت نثري کلیات ـ د محمد اسماعیل یون په زیار ـ شپږویشتم مخ
۱۹ـ وګورۍ ( ویښ ځلمیان ) لیکوال : محمد علم بڅرکی ـ ۲۹ مخ
۲۰ ـ وګورۍ ـ د الفت نثري کلیات ـ د محمد اسماعیل یون په زیار ـ ۲۴۲ مخ