د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خپلواکي یوه ادبي ټوټه

محمد یوسف هېواددوست 03.11.2013 15:38

دومره دې غمونو راپېچلی ووم
دومره د دې غرو او رغو لارو ستړی کړی ووم
دومره دې ناخوالو کړولی ووم
دومره دې تورو ورېځو ړوند کړی ووم
دومره دې ظالم وختونو  خوړلی ووم
دومره د وخت قاتل وژلی ووم
دومره دا اوږدو لارو زبېښلی ووم
دومره مې خیالونو  له ځانه ورک کړی ووم
دومره  ښکېلاک اسیر کړی ووم
چې ګرانې ( خپلواکۍ ) ته مې هېره شوې وې