د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د چکدرې په کمپ کې لیسه له تړل کېدو وژغورئ

محمد یوسف هېواددوست 26.10.2013 00:57

ډېر تفاوت شته په انسان کې د مانا په لحاظ
واړه مشغول دي ځینې ځان ځینې جهان جوړوي
قدرمنو هېوادوالو ! د درناوۍ او  پېرزوینو په وړاندې کولو سره څرګندوو چې  د پښتونخوا صوبې د چکدرې په کمپ کې د افغاني مهاجرو د سلمان فارسی عالی لیسې زده کوونکو همدا اوس اوس   له زیاتو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او ډېری داسې زده کوونکي هم هلته شته چې یتیمان دي  او نشي کولای د ښوونځي میاشتنی فیس هم ورکړي او ددې تر څنګ د ښوونځي کرایه او نور لګښتونه  .یو شمېر هېوادوالو له اروپا او نورو سیمو نه  په خپل وار  اوخدای وس  له هغوي سره خپله مرسته کړې  خو د وطن دغه بچیان زموږ او  ستاسو  بنسټیزو او پرله پسې مرستو ته اړتیا لري  نو ځکه خو هیله لرو تاسو ګران ورونه او قدرمنې خویندې په خپلو مادي مرستو سره دغه لیسه له تړل کېدو، او هلته د علم ډېوه له مړه کېدو څخه وژغورۍ.  
هېوادوال کولای شي  خپلې مرستې  مخامخ د لیسې مدیر الحاج نورالله خان ته وروواستوي او یا ددغې لیسې استادانو او یا زده کوونکو ته دغه مرستې ورواستوي .
په پیښور کې:
د لیسې د مدیر الحاج نورالله خان د اړیکې شمېره : ۰۰۹۲۳۴۶۹۳۹۶۱۰۲
د نوموړې لیسې د استاد ښاغلي قاضی فضل احمد امین  د اړیکې شمېره : ۰۰۹۲۳۴۴۹۱۷۶۲۴۷
په ډنمارک کې:
دیپلوم انجنیر شاه جهان ساپی  :۰۰۴۵۲۵۲۱۵۴۸۴
محمد یوسف هېواددوست: ۰۰۴۵۳۱۲۱۹۳۷۱
الله (ج )مو په کار او ژوند برکت کړه
په درناوۍ