د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وروستیو نورو پینځه زره افغانانو د عام قتل د فاتحې نیولو وړاندیز

محمد یوسف هېواددوست 30.10.2013 19:44

درنو هېوادوالو !

ګرانو افغان سیاستوالو !

هماغه شان  چې  ټول هېواد وال خبر دي څه موده وړاندې په ۱۳۵۷ ـ۱۳۵۸  کلونو کې د پنځه زره افغانانو د وژنو غمجن لیست په رسنیو کې خپور او د هېواد په ګوټ ګوټ  کې  د افغانستان اسلامي دولت ، مجاهدینو او خلکو د خپلو دغو عزیزانو فاتحې واخیستې . ( لوی خدای دې ښه جنتونه ورپه برخه کړي )

او دا دی اوس  د یو شمېر رسنیو په وینا او په ځانګړې توګه د ژوندون د  منلي ټلویزیون له لارې  ( اکتوبر د میاشتې د ۲۹ نېټې په دشپې ناوخته خپرونه کې ) د یو بل غمجن خبر له مخې  د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو د پولیسو د ریُس ښاغلي پاسوال سالم احساس  له خولې ویل شوي چې د روان ۱۳۹۲ ل کال  تر پیله  د افغان دولت اوطالبانو  په دښمنیو او په  ترهګریزو بریدونو کې  پینځه زره افغانان په شهادت رسیدلي .( لوی خدای دې ښه جنتونه ورپه برخه کړي .)

دا چې دا ولې وژل شوي ، هره خوا ځانته دلیل او خبرې لري ، خو موږ په دې ګروهه یو : دا چې د هرې عقیدې او ایډیولوژۍ خاوندان وول ، بالاخره افغان وول .د افغانستان په وروستیو سلو کالو کې هر وخت افغانان په بېلا بېلو پلمو وژل شوي او یا مهاجرت ته اړکړل شوي .

هغه لستونه  او دا لستونه دا ټول د افغانانو دي او داسې نور په لسګونو لستونه به هم په راتلونکي کې راووځي .دوي ټول  زموږ هېوادوال او د افغانانو بچي دي چې  په دې او هغې سیاسي تور  او یا جګړه ایزو عملیاتو کې له مینځه تللي  او بې له شکه  دغه هر وژل شوي انسان یوه کورنۍ درلوده ، اولاد یې درلود ، او یا ورونه او خویندې یې درلودلې او یا یې میندې او پلرونه تراوسه په ماتم کې دي .دا د ویر ټغرونه په پرله پسې توګه  زموږ په غولي کې خپاره دي  .

له همدې امله موږ وړاندیز کوو چې په افغانستان کې د سولې او ټینګښت لپاره  او د ملي پخلاینې د بشپړې او صادقانه تحقق لپاره دې  د کابل د حاکم دولت  او  مجاهدینو لخوا دننه په افغانستان  کې او د افغانستان نه د باندې دې هم د دغو نویو بینځه زره شهیدانو فاتحې د افغان سفارتونو ، نورو افغاني مرکزونو  او سیاسي ګوندونو او تنظیمونو لخوا په درنښت سره واخیستل شي .

دا یو حق دی او دهر وژل شوي افغان  د وژلو د پوښتنې ترڅنګ  دې د  ویرونو دغه لړۍ ته ژر تر ژره د پای ټکی کېښودل شي .

په درناوید خپلواکۍ له فرهنګي مرکز څخه