د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له ډنمارک څخه غندنلیک

محمد یوسف هېواددوست 09.09.2013 21:51

په ډېرې خواشینۍ سره مو په ژوندون تلویزیون کې  ولیدل او له یو شمېر افغاني رسنیو څخه مو هم واورېدل چې نن د سپټامبر د میاشتې پر نهمه نېټه  یو شمېر غلواو داړه مارانو ، د مطبوعاتو او آزدو رسنیو قسم خوړلو دښمنانو ، د اسلام او د ستر افغانستان د تاریخي هویت دښمنانو په پوره بې شرمۍ سره د ژوندون تلویزیون پر مقدس حریم تیری وکړ او د  یو تېر او بدنامه او سړي وژونکي دولت  د بیرغ په پورته کولو او د دولتي موټرو له سره  اوپه دولتي پیسو یې سیمه او خلک تهدید کړل .دا د ژوندون پر ټلویزیون تیری نه بلکې دا د افغانستان د هر قلموال او پر خپلواکۍ مین فرهنګي شخصیت او ان پر افغان ولس تیری بلل کیږي .تیري کوونکو چې هم دولت کوي او هم د بدنامو څېرو  په درواغجنه لمانځنه تمثیلوي په اصل کې وښودله چې دوي څومره تور زړي او څومره افغان دښمنه عناصر دي .دغو بې هویته دسمال دارانو  او د سقویانو پاتې شونو د کابل ښار په دغو کوڅو کې ملي مفاخرو او شخصیتونو ته په کنځلو او سپکاوۍ ، اصلا خپل ځان سپک کړ او اصلا یې وښوده چې  دوي څومره بې تاریخه او بې هویته کسان دي .دوي د بې هویتۍ په اور کې سوځي او دا ډېر کلونه کیږي چې  د نورو په بل شوي اور کې موږ رښتیني افغانان هم سوځوي .پوښتنه دا ده چې ولې پر ژوندون تلویزیون حمله کیږي ؟ دا ځکه چې ژوندون تلویزیون نه یوازې یوه آزاده او ولسي رسنۍ چې د حق او عدالت ، د خپلواکۍ غوښتنې او دموکراسۍ مرکز او زړه هم دی .ژوندون تلویزیون د افغان غږ دی ، ژوندون تلویزیون د جبارانو او وینو څښونکو ټوپکسالارانو د جنایتونو د افشا او بربنډولو پرده ده .په دغه پرده باندې د ملي خاینانو څېرې نندارې ته نه ایښودل ګیږي .دلته د  هغو کسانو توصیف نه کیږي چې د خلکو پر سرونو یې میخونخ وهلي او یایې په کانتینرونو کې په زرګونو کسان  په ډله ایزه توګه وژلي .ژوندون ټلویزیون د ( افغانستانیانو ) تجزیه طلبه غږ هیڅکله هم نه خپروي .ژوندون تلویزیون د افغانانو د قاتلانو د لمانځغونډو غندنه کوي او عقیده لري چې دا په لکاهاوو ډالره چې د ډیزلي قهرمانانو پر لمانځغونډو لکیږي ، هغه دې یتیمانو ته ورکړل شي ، په هغو دې ښوونځي او پوهنځي ودان شي . په هغو دې له بېسوادۍ سره جهاد اعلان شي .او همدغه شان یو ملي یون او تکل سبب شوی چې جباران د دولت له رینجرونو او ټوپکونو نه په استفادې، د یو ملي او رښتیني لیکوال پر کور حمله وکړي .د یو ژورنالیست او قلم په لاس سپېڅلي انسان  مرکز  په وسلو تهدید کړي او په سیمه او هېواد کې ترور ، وحشت ، ویره او ډار  پراخ کړي ، خو له دې ناخبره چې دا ولس د نړۍ سترو طاقتونو ونشو ډارولی ، پاتې شول دا  د پردیو تالي څټي او ګیدړې  .
موږ دلته په ډنمارک ، سویډن ، ناروي ، فنلند ،جرمني ، اتریش ، بلجیم ، فرانسه ، لندن ، هالند ، سویس او یو شمېر نورو هېوادو کې زیات شمېر افغانانو په داسې حال کې چې یو دبل سره مو خبرې وکړې ، هر یو په خپل وار سره  پر ژوندون ټلویزیون دغه یرغل  نامردانه ، ډارن او بزدلانه یرغل حساب کړ او موږ لکهد یو ملي تحریک د غړو په شان  دغه غیر انساني اعمال د مطبوعاتو او رسنیو سره د دښمنۍ په معنی تشخیص کړل  او په کلکه یې غندو او ورسره جوخت د ژوندون تلویزیون له ټولو کارکوونکو او په ځانګړې توګه له ملي څېرې ښاغلي  استاد محمد اسماعیل یون او د هغه له ملګرو او د هېواد له ټولو رښتینو رسنیو سره خپل هر اړخیز ملاتړ اعلانوو .
ومن الله توفیق
د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز په استازیتوب
محمد یوسف هېواددوست