د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یو یاد ، یو ویاړ

محمد یوسف هېواددوست 09.12.2013 17:03

نجیبه سارا بیاباني د پښتو فلم او تیاتر غوره استازې
څېړندوی : یوسف هېواددوست
د پیل خبرې

اغلې نجیبه سارا بیاباني

اغلې نجیبه سارا بیاباني
۱ـ   مرکزیت
۲ ـ اتفاق
 ۳ـ  علمي او روزنیز مرکزونه
۴ ـ د تمدن او پرمختګ امکانات
۵ ـ غوره مشرتابه
۶ ـ هویت او تاریخ
۷ ـ کتاب او قلم
۸ـ هنر او ادبیات
دښمنانو دا او دې ته ورته نور ټول مدني امکانات له پښتنو اخیستي او هغوي یې  په یو خواره ـ واره  قام وېشلي .کنه نو دا فرهنګ پاله  ولس څنګه ممکنه ده چې له اسلام نه مخکې یو کتاب هم و نه لري ؟زموږ ټول کتابونه او لاسي صنایع او  تاریخي آثار یې له بیخ او بنیاده ورک کړي چې  ددې لرغوني قام تاریخي هویت له پوښتنو سره مخامخ کړي او پرې نږدي چې دغه په هنر او ادبیاتو مین ولس او دغه د سندرو او  غزلو خوږه ژبه ( پښتو ) د سیمې او نړۍ له نورو قامونو او ژبو سره سیاله شي .
بلې خوا ته چې ګورو  زموږ په ګاونډ کې همدا فارس او هندوستان کې ، په عربو،تاجیکانو او  ازبکانو کې آن په اتلسمه پېړۍ کې  د هغوي هنرمندانو د راډیو ، ، تیاتر ، سینما او ټلویزیون امکانات ترلاسه کړي وو خو یوازې پښتانه  دي چې آن تر ننه یې لا چندان مستقله  برخه په دې زمینه کې نده ترلاسه کړې.
د نندارو او تیاتر شالید
 دوه نیم زره کاله مخکې په یونان کې  د ( سکای لس ) په نامه یو ډرامه لیکونکي  د ( دي اسپلنټ ) په نامه یوه ډرامه ولیکله  چې موږ ته تراوسه همدا یوه لرغوني ډرامه  ده ، خو اتلسمې پېړۍ کې د اروپا صنعتي انقلابونو  د تیاتر او ډرامې وده لاپسې چټکه کړه ، همداسې په مصر کې درې زره کاله مخکې  له میلاد نه یوه ډرامه نندارې ته وړاندې شوه چې ( ایپي ډوس ) نومیده او د  لوی واکمن  ( اوس رس ) د مړینې  په تلین کې ښودلو ته چمتو شوې وه .په هند کې د لرغوني سانسکریت په قول  له شپږ زرو کالو وړاندې نندارې او ډرامې موجودې وې .هلته مشهور ډرامه لیکونکي کالیداس  د ( شکوشلا ) په نوم ډرامه ولیکله چې لړۍ یې تر ننه د دغو هېواد پرمختللې سینما او تلویزیون ته هم مخه کړې او تیاتر او ډرام د دوي د ژوند یوه برخه ده .په زړه اریانا کې هم  نندارې وې ، پښتنو د ( نقلچیانو ) په جامه ډرام او تیاتر درلود .دغه اصل د اوستایي سرودونو  په تېره بیا په ( ګاتونو ) کې له ورایه ښکاري چې لرغونونو پښتنو د خدایانو په ستاینه او عبادت کې یو ډول  تمثیلي نندارې درلودې .خو زموږ او د نورو توپیر په دې کې دی چې نورو ته د پرمختګ او لا غوړېدو امکانات برابر شوي او ترننه یې دادی ټوله نړۍ تسخیر خو پښتانه له زرګونو کالو راپه دې خوا له خپلو ټولو نورو متمدنه هستونو او هنرونو بې برخې او لرې ساتل شوی .زموږ د تاریخ په معلومداره ډرامه لیکنو او تیاتر کې د شلمې پیړۍ د پیل کلونه ځان ښکاره کوي دغه نندارې  زیاتره په کندهار ، ننګرهار ، لغمان او کابل  کې سرراپورته کوي چې د ناټکیانو په نوم یادېدې .
که له ډرامه لیکنې څخه په پښتو ژبه کې چې لومړنۍ یې په پښتونخواه کې عبداالا اکبر اکبر  او په افغانستان کې استاد عبدالحی حبیبي ، لیکلې  تېر شو نو د پښتو سینما او ټلویزیوني چارو لپاره لومړی د شلمې پيړۍ په نیمایي کې د افغانستان راډیو ځینې بنسټونه کېښودل چې هلته په ځینو خپرونو کې به تمثیلي ټوټوې خپرېدې .هغه وخت د افغانستان د راډیو نشرات په مستقیمه ډول وول او  د ډرامو برخه پکې کمزورې او کله ناکله وه ، خو له دې مخکې د ال انډیا په راډیو کې د پښتو ځينې ډرامې خپرېدلې چې د پښتني کلتور د څرګندولو ښې بېلګې وې .ځینې روایتونه وایي چې  پښتو ډرامه په راډیو افغانستان کې  له ۱۳۳۸ل کال څخه دمخه خپره شوې ده خو د ښاغلي شهسوار سنګروال په قول د (( ۱۳۴۸ل نه راپه دې خوا لیکل شوي  دي .)) (۱)
زه له دې خبرې سره موافق نه یم ، ځکه ما په ۱۳۴۷ ل کال کې چې له راډیو افغانستان سره همکاري راپیل کړه ، هغه وخت هم په راډیو کې د پښتو ډرامو تمثیل کېده .
کله چې ارواښاد عبدالروف بینوا د راډیو افغانستان ریُس مقرر شو نو هغه د پښتو ډرامونو او  نمایشنامو لپاره یو منظم سیستم جوړ کړ او ویل کیږي چې دی خپله هم د لومړنیو ډرامه لیکونکو په کتار کې راځي .تر هغه وروسته ښاغلو  پوپلزي ، صالحي  ، محمددین ژواک ، ، نصرالله حافظ ،  امین افغانبور( سباوون غرني )، ف . فضلي ، عبدالمنان ملګري ، بسم الله کمکي ،دواود مقصودي ، نامحق ځیرک  سید جان ملال ، شهسوار سنګروال ،او یوشمېر نورد پښتو ځینې ډرامې او داستانونه لیکلي چې د راډیو له لارې تمثیل شوي .
دغه ډرامې ، نمایشنامې او سناریو ګانې چا تمثیلولې ؟
په هغه وخت کې چې ما د راډیو افغانستان  د پښتو ډرام او داستان په اداره کې د ممثل په توګه کار کاوه ، د هماغه وخت د یوشمېر همکارانو نومونه زما په یاد دي چې که څه هم دلته به د ټولو نومونه زما په یاد نشي خودلاندې  یادو کسانو او شخصیتونو نومونه دلته رانقلووم :
ف،.فضلي ، عبدالمنان ملګری ،جان محمد پلار ،عبدالرزاق  پښتون ، ستاره امیني ،حاجی محمد کامران ، صایمه مقصودي ،رابعه احمدي ، داود مقصودي، واحد نظري، محمد یوسف هېواددوست ، ،نامحق ځیرک ،  ذلیخا فخري ،عبادالله پتنګ ،ستوری منګل ، زلمی حسیني ، عنایت شفق ، صادق شاکر ، رحیم سېلۍ ،عبدالله صمدي،ممنون مقصودي     ، جمیله وردګ ، رابعه مقصودي ، آمنه زمان ،کاتب پاڅون ،،نجیبه سارا بیاباني ،سایره مقصودي ، شمس الهادي ، جمال ناصر سرلوړی ، احمدالله پتنګ ، ،ساجده ، میرویس پتنګ ،هوتکیار هوتک او یو شمېر نور چې اوس یې زما نومونه په حافظه کې نه دي ، او هیله لرم ددغه لست په بشپړولو کې ما سره زما د هماغه وخت ملګري او همکاران مرسته وکړي .
په دغو ټولو ممثلینو کې یو شمېر یې د یادونې وړ استعداد او  مسلکي ذوق او شوق درلود چې له هغې ډلې  آغلې نجیبه سارا بیاباني هم له همدغو مستعدو ممثلینو وه .زما ښه په یاد دي چې میرمن سارا هغه وخت چې لا وړه وه په ۱۳۵۲ کلونو کې  د افغانستان راډیو د ماشومانو خپرونې ته راغله او بیا یې له لږې مودې وروسته دا راتګ بند شو ، دا چې ولې دا نو هغې ته پخپله څرګنده ده ، خو د وخت په تېرېدو همدا چې  د ښوونځي د لوړو ټولګیو زده کوونکې وو، بیا راډیو ته راغله او هلته د هنر اوادبیاتو ادارې د پښتو ډرام او داستان په څانګه کې  له غرمې ورسته باالمقطع همکاره شوه .دهغه وخت همکار او غوره ممثل ښاغلی داود مقصودي وایي : (( کله چې سارا زموږ دفتر ته راغله  نو له لومړنیو آزمینو بریالۍ راووتله ، تمثیل یې طبیعي وو او د غږ په بدلولو کې یې ستونزه نه درلوده ....))  (۲) ( له دې وروسته زموږ د همکارانو هر نقل قول   له خپلواکۍ  خپرونې سره په مرکو کې شوی چې له موږ سره په ارشیف کې غوندي دي )
زما خپله په یاد دي چې یوه ورځ د جمعې د شپې د راډیو ډرام کاست شوی وو او ټولو ممثلینو  خپل رولونه تقسیم کړي وو .د چهارشنبې ورځ وو .د دفتر مدیر او د راډیو ډرام رژیسور ارواښاد  ف .فضلي له لږ انتظار نه وروسته په داسې حال کې چې نا آرامه ښکارېده  د ډرام برودیسر ښاغلي ځبرک ته وویل چې د ډرام اصلي کرکټره  تراوسه نده راغلې او د ډرام ثبت ته لس دقیقې پاتې دي ، که رانه شي نو څه به کوو ؟ خدای بښلي منان ملګري پرې غږ وکړ چې ورکړۍ دا رول نجیبه جانې ته ، زه باور لرم چې هغه به یې وشي کولای .ټول متعجبه شول ځکه نجیبه نوکاره وه او داسې یو  غټ رول یې مخکې نه وو تمثیل کړی .زړه نا زړه ستدیو ته لاړو ، تاسو باور وکړۍ چې د ډرام د ثبت په پای کې فضلي صیب له خوشالۍ ټوپونه وهل چې دا خو له اصلي کرکټر نه نجیبه جانې دا رول ډېر ښه او عالي تمثیل کړ .
نجیبه سارا بیاباني
نجیبه سارا د ۱۹۶۳ ز کال د اپریل پر دویمه نېټه  په کندهار کې زېږېدلې ، پلار یې حضرت میر نومیږي چې یو تن پوځي افسر و .دوي په اصل کې د کابل ولایت د پغمان د ولسوالۍ اوسېدونکي او په قوم ابراهیم خېل  دي .د ژوند ملګری یې اسماعیل بیاباني نومیده .
لومړنۍ زده کړې یې په خپل کلي کې ترسره کړي .بیا یې د جلال آباد په الایي ، د کابل په آمنه فدوي او رابعه بلخي  لیسه کې سرته رسولي .۱۳۶۴ل کال کې د خپل ژوند ملګری له لاسه ورکړ او د یوې سپېڅلې پښتنې کونډې په توګه یې د خپلو څلورو بچیانو سالمې روزنې او پالنې ته مخه وکړه .یوکال یې د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی ولوست خو د کورنیو ستونزو له امله یې زده کړې پءېښودې او په ۱۳۶۰ کال کې د افغاستان ملي راډیو تلویزیون کې په کار اخته شوه ، څه موده یې د قومونو او قبایلو وزارت اړوند مجلې د جرګې په خپرونه کې هم کار وکړ .له پخوا یې له تمثیل او تیاتر سره مینه وه او  کله چې د راډیو افغانستان د ډراو او داستان څانګې ته راغله نو د هغې د هنري کار پیلامه له همدې ځایه ده .
هوکې !په دې توګه  نجیبه د هېواد د هنر او ادبیاتو د څرګندولو یوازیني مرکز ( ملي راډیو تلویزیون ) ته مخه وکړه  او په دې توګه د پښتو تیاتر او تمثیل ډګر ته یوه بله  مستعده څېره معرفي شوه .
سارا یادووم ، نجیبه جانه سارا بیاباني .د کونډې ځوی د تلویزیوني سریال اتله، د ( شادګل ادې ) ، هغه ادې چې لا د واده  د شپې د نکریزو رنګ یې له لاسونو او پښو  بیخي نه وو لرې شوی   چې په ځوانه ځوانۍ کې کونډه شوه او یو لپه ایېل ( بچیان )ورپه غاړه شول .
په یوې مرکه کې سارا راته وویل : (( له دې پېښې وروسته زما د ژوند ملګري زما همدا بچیان او زما شعر وو .))
هوکې ! نجیبه سارا بیاباني د خپلو څلورو نازولو بچیانو ترڅنګ او دخپل هنري استعدادحخه سربېره  یوه ښه او دخوندور کلام لرونکي شاعره هم ده چې تر اوسه یې شپږ شعري ټولګې  هم چاپ شوي.
له واده مخکې او وروسته هغې څو ځلې له راډیو سره همکاري پیل او بیا بېرته پرېښوده خو  هیڅکله هم  د فرهنګ او ادب له دغې زانګو لرې پاتې نه شوه.فکر کوم چې ۱۳۶۰ ل کال وو چې سارا بېرته د افغانستان ملي راډیو تلویزیون ته راغله او د پښتونستان په شعبه کې په کار وګمارل شوه .
د نجیبې سارا بیاباني  څو اړخیز فرهنګي شخصیت  
زما ښه په یاد دي چې نجیبه جانه به په پرله پسې توګه د راډیو تلویزیون  د هنر او ادبیاتو ادارې، دغه راز د نطاقانو شعبې، د وطن غږ د ادارې دفتر ، د  سیاسي او ټولنیزو خپرونو یا روزنې ادارې  او ممثلینو مدیریتونو او د یو شمېر ادبي او تفریحي خپرونو څانګو ته راتله او  په ذوق او شوق سره به یې ددغو ادارو په خپرونو کې ، لکه جمعه او زموږ ډالۍ ، کلی کور کور ، دغه راز کرهنې ، ماشومانو  د شومه دم انګازو ، د سباوون پیغام او یو شمېر نورو  خپرونو کې  د ویونکې ، یا جوړونکې په توګه برخه اخیسته .همیشه به یې  خپل افغاني کالي او زوړکۍ یا ټیکری پر سر وو ، فیشن یې نه کاوه خو ، باور وکړۍ خدای ښه ځواني ورکړې وه ،له دې ټولو سره په رښتیا هم نجیبه او سپېڅلې وه .ټولو ته د منلې خور په توګه د درناوۍ وړ وه.
 افغان پیاوړی موُرخ ، لیکوال او منلی ژورنالیست ښاغلی غوث خیبری چې هغه وخت د پښتنو او بلوڅو د خپرونو د ادارې لوی مدیر وو د اغلې نجیبې په هکله داسې وایي : (( موږ تل داسې ژورنالیستانو او پرودیسرانو ته اړتیا درلوده چې د افغانستان او پاکستان د لانجو په تاریخ او دغه راز د پښتنو او بلوڅو ولسونو د حقه حقوقو په رښتینولۍ پوه وي.نجیبه جانه سارا چې راغله زموږ دغه تشه ډکه شوه .هغه هوښیاره ، بیداره او ځیرکه ښځه ده چې دغه ټولې وړتیاوې یې درلودې ...له بلې خوا هغه یوه تکړه ویندویه او ممثله وه .دا موږ ته او زموږ خپرونو ته مهمه وه ...))
په هغو کلونو کې چې زه د ملي راډیو د هنر اوادبیاتو د ادارې  عمومي مدیر ووم ، میرمن سارا  د هنر اوادبیاتو  په اداره کې  د ارواښاد نصرالله حافظ  په مرسته او ملاتړ  په یو زیات شمېر  خپرونو کې د جوړونکې  او لیکوالې په توګه  برخه واخیستله .که رښتیا درته ووایم په هغه وخت کې ما هم د خپل مدیریت په پروګرامونو کې پښتنې ښځینه کارکونکو ته زښته زیاته اړتیا درلوده ، ځکه چې د پښتو برخه په دغه اداره کې ډېره کمزرورې وه ، خو چې خدای بښلي حافظ صیب راته د نجیبه جانې د راتګ وویل نو ډېر خوښ شوم او ورته مې وویل چې خزانه دې لاسته راغله اوس نو زموږ پروګرامونه به لا ښه شي . لکه چې مخکې مې وویل یو شمېر خپرونې لکه جمعه او زموږ دالۍ ، ولولې ، د شومه دم انګازې ، د سباوون پیغام ، راډیویي مجلې او یو شمېر نورو خپرونو کې د هغې ونډه د یادونې وړ وه .هغې همزمانه د ءاډیو په ځینو داستانونو او ډرامونو کې هم د ممثلې په توګه برخه اخیسته چې د ادارې او د اورېدونکو د پاملرنې وړ ګرځېدلې وه .د هغه وخت د هنر او ادبیاتو د څانګې د پښتو برخې دغه کسان پیاوړي لیکوالان  ژورنالیستان وول : نصرالله حافظ، تاج محمد یاري ، عایشه جلالي ، نورآغا مراد ،زرین انځور ،سیدجان ملال افضل ټکور ، آصف بهاند ،رابعه احمدي ، پروین ملال ،غوث خیبری ،عبدالحی راسخ او یو شمیر نور .
یوه ورځ  د خپلو پروګرامونو د چک لپاره  د راډیو ستدیو ته لاړم او هلته د راډیو افغانستان په ۴۸ ستدیو کې د جمعې د شپې  راډیو ډرام  ثبتېده ، له لرې د ممثلینو غږ راته ، زه لا ستدیو ته نه ووم رسېدلی چې د یو چا غږ داسې راته چې د داستان هیروینه ده او دا نقش داسې په زړه وړونکي غږ سره تمثیلوي چې زما خدای شته ډېر خوښ شو ، حیران شوم دا به د چا غږ وي ، چې وړاندې په ستدیو کې د تخیکي همکار  د میز تر شاو ودرېدم نو له ښیښې هاخوا  له مکرفونونو، نه شا او خوا ممثلین راټول دي او دغه  ښځینه برخه نجیبه جانه سارا تمثیلوي ، له ما سره تکړه ممثل ښاغلی زلمی حسیني هم وو ، هغه راته وویل (( ما فکر نه کاوه چې سارا دې دومره  تکړه ممثله وي ...)).
د پښتو تیاتر او ډرام  مشر او لوی استاد  اروادښاد ف.فضلي به ویل (( سارا به  یوه ورځ خپل پټ استعداد ټولو افغانانو ته ورڅرګند کړي ، هغه به په تمثیل کې وځلیږي ))  
لیکوال ، ژورنالیست او د راډیو افغانستان د پښتو ډرامونو او داستانونو لیکوال ارواښاد امین افغانپور د سارا راتلونکې ډېره روښانه لیده . له لیکوال ، پرودیسر ، نطاق او د هیواد  له غوره ژورنالیست  نبي پاکطین څخه مې اورېدلي وو چې (( نجیبه به  ښه ژورنالیسته شي ...)) خو د نطاقانو د ادارې مدیر او  د راډیو افغانستان د هماغه وخت ریُس ښاغلي غلام نبي کوشا عقیده درلوده چې(( سارا به ښه نطاقه شي )).د هنر او ادبیاتو د ادارې  فعاله څېرو لکه نصرالله حافظ، سرور انوري ، سیدجان ملال ،غوث خیبري ، عایشه جلالي  او یو شمېر نورو باور درلود چې سارا به په شعر ویلو کې هم لا وځلیږي .هغه ډېر ښه شاعرانه  تخیل لري.
هوکې ! او په دې توګه ګورو چې نجیبه سارا بیاباني د هنر او ادبیاتو او ورسره جوخت د ژورنالیزم په برخه کې له ځانه غوره استعداد  خپلو هېوادوالو ته څرګند کړ.که هغه په راډیویي تمثیل کې منلې وه نو  د راډیویي خپرونو ښه نطاقه هم وه ، که نجیبه د سینما او تیاتر ښه لوبغاړې وه ، نو هلته نه یوازې د راډیو تلویزیون د بېلا بېلو خپرونو تکړه پرودیسره او جوړونکي وه چې د جرګې په شان د درنې مجلې  خبریاله هم تېره شوې .که هغه د پښتنو اوبلوڅو د حقه حقوقو د بیان  جوګه شوه  نو د راډیو افغانستان د شمومه دم د انګازو خپرونې ښه  دیکلیماتوره هم شوه .که نجیبه خپلو بچیانو ته ښه مور اود خپلې کورنۍ یوه سپېڅلې مېرمنه شوه نو ، په ټول ژوند کې یې د خپل هېواد او خلکو مینه له زړه لرې نه کړه . هغه د څو اړخیز فرهنګي شخصیت لرونکې ده او په همدغو بنسټونو ویاړ او ژوند کوي.
(د کونډې ځوی ) ټلویزیوني  سریال
د اغلې نجیبې سارا بیاباني ونډه د پښتو تمثیل په برخه کې  که څه هم د شمېر له مخې لږه خو د ارزښت له مخې  خورا ډېره ، درنه ،وتلې ، بېلګه ایزه ، استادانه  او زړه راښکونکې وه .دا چې د پښتو تیاتر او تمثیل دغې غوره استازې د ( کونډې ځوی ) له سریال نه وروسته  د چا خبره ( اول او آخر )  بیا تمثیل ته مخه و نه کړه او یا چانس ورسره یاري و نه کړه  فکر کوم دا د پښتو سینما او تیاتر  یوه نیمګړتیا او تشه  ده .
نجیبې یا ( ادې ) دغه رول  په ډېره سمه توګه ترسره کړی .هلته ډیالوکونه او د ممیک او څېرې  کتنه داسې په مهارت سره ترسره شوې چې خپله  د سریال سناریست هم د هغې وړاندکتنه نشوای کولای  ددغه سریال  ډایرکټر  ښاغلی  دکتور عبدالواحد نظري وایي : (( زما دا سودا لا پر ځای  وه چې خدای مکړه  د شوتنګ په جریان کې  کومه ستونزه او یا کوم بل چرت ورته پیدا نه شي .خو د فلم په جریان کې  مو هیڅ  راز ستونزه نه درلوده .تا به فکر کاومه چې د( ادې ) رول لپاره خدای پیدا کړې ...))
نظري په دې خبره خوښ دی  چې نجیبه سارا بیاباني د هغه د فلم ځلانده څېره شوه .موږ چې د هماغه فلم کاري ټیم وو او د یوې شعبې همکاران وو ، کله چې دا فلم تکمیل او ټلویزیون کې خپور شو ، خپله هک حیران وو چې دې نجیبې څه بلا کړې ، بلا په دې مانا چې د بریالیتوب لوړې پوړۍ یې په همدا یو فلم ترلاسه کړې .
په یوې ټلویزیونې مرکه کې د پښتو تیاتر او معاصر بنسټ ایښودنکی او لیکوال ارواښاد منان تلګري ویلي وو چې : (( دا به د پښتو فلمونو یو ځانګړی باب شي ، هم سناریو ښه وه ، هم ډایرکټ او هم د ممثلینو بې جوړې تمثیل ...))(۳)
هوکې ! نجیبه ( ادې )شوه ، د یوې پښتنې ،سپېڅلې ، دودیزې او کلیوالي  (مور) سمبول او بېلګه شوه ، هغه ادې چې مثالونه یې په زرګونو او ملیونونو  زموږ د هېواد په کلو او بانډو کې لیدل کیږي .
د پښتو تیاتر او تمثیل پخوانی غړی او تکړه ژورنالیست ښاغلی داود مقصودي د سارا په هکله  په یوې ټیلفوني مرکه کې راته وویل  : (( هغه وختونه مې ښه په یاد دي چې آغلې نجیبه د پښتو ډرام او داستان شعبې ته راغله او له موږ سره همکاره شوه  ، نو ډېر ژر یې  په راډیویي ډرامونو او داستانونو کې  د برخې اخیستنې مناسب ځای خپل کړ ، خو دا موده لنډه وه او له ادارې سره یې ډېره موده اړیکې وشلېدې ، خو څه موده وروسته بیا راډیو افغانستان ته راغله او په تېره بیا چې  د کونډې ځوی په سریال کې  کومه څېره چې هغې وښوده  دا په حقیقت کې  د هماغه پښتو ډرام او داستان  د مدیریت د کار ثمره وه ...))
د راډیو افغانستان د پښتو ډرام او داستان  د څانګې  پخوانی ممثل  او تکړه ژورنالیست ښاغلی ځلمی حسیني  د آغلې نجیبې  د دغو هنرې کارونو په اړه راسره داسې د زړه خواله وکړل : ((  له سارا د دومره غوره تمثیل توقوع نه وه  خو د کونډې ځوی  سریال کې د سارا کامیابه  تمثیل ډېر طبیعي  او د هېواد  د کلو د میندو د ورځني ژوند  ښه څرګندویه وه ))
د همدغې څانګې  تکړه ممثله  چې وروسته بیا  د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون  تکړه نطاقه هم شوه مېرمن رابعه مقصودي  د هغې  په هکله وایی : (( نجیبه جانه د پښتو تمثیل یوه غوره استازې شوه ))
د پښتو ډرام او داستان د ادارې ځوان غړی  ښاغلی علي سعید چې وروسته بیا د ( هجرت ) په فلم کې د کونډې ځوی  ادامه ورکونکی  دی د نجیبه سارا بیاباني په اړه وایي : (( ما چې د هجرت  په فلم کې کار کاوه  او د محترم واحد نظري صیب تر نظر لاندې مې هماغه د ( شادګل )  په شان  او هغې ته ورته  تمثیل کاوه  نو زه په دې پوه شوم چې  هم ښاغلي ممنون مقصودي او هم اغلې نجیبې سارا بیاباني څومره لوړ شاهکار کړی .زه د نجیبې سارا برخه د پښتو سینما  په لوړتیا کې ډېره اغېزمنه ګڼم ...))
پیاوړی شاعر  او ژورنالیست او د تیاتر  او د سینما د برخې منتقد  ښاغلی فاروق فردا وایي : (( سارا په دغه فلم کې  نه یوازې د شادګل مور ده بلکې د هر لیدونکي ( ادې ) ده .زما( ادې) ده او د هر بل غم ځپلي افغان ( ادې ) ده .کله چې وایي :( وا ، زویه بلا دې واخلم ) ، باور وکړۍ چې د هر  با احساسه  انسان زړه ځانته راکاږي .زه یې د همدغه ستر هنر قدمونو ته  د ګلانو  پاڼې ږدم ...))
منلی ژرونالیست او د هماغه وخت د راډیو افغانستان د هنر او ادبیاتو د ادارې ښه پروګرام  جوړونکی او ادیب ښاغلی  احمد غوث زلمی وایي : ((  از او هر چه بګویم کم ګفته ام  برای من مثل یک همکار خوب و مسلکي دفتر بود ، یک بازو ، یک دوست ، یک سنګ صبور و در نهایت  زن بردبار  ،پرکار  ،باحوصله ، با جرات و با عزت .در مورد کار های هنری اش میتوان ګفت که بې بدیل بود ...))
د افغانستان د راډیو تلویزیون پخوانی ممثل ،لیکوال ، طنز لیکونکی او ډرامه لیکونکی  ښاغلی محمد عمر ننګیار  راته په یوې ټیلفوني اړیکه کې وویل : (( سارا د کونډې ځوی  په سریال کې  د پښتو تیاتر او تمثیل  تلپاتې څېره شوه ځکه هغې د تمثیل په ټول تعریف  سره د یوې پښتنې ( ادې )  څېره ، هیلې ، غوښتنې او د یوې بې اسرې کونډې  د ژوند ټول اړخونه  په سمه توګه  وښودل دا د یوې رښتینې کلیوالې مور  برېښېدل دي چې د ( شادګل ادې  ) په دې فلم کې له سارا څخه  یو د درناوۍ وړ تراشل شوی  بت جوړ کړ ...))
بل ځای تکړه دوبلاژر ، نطاق ، ممثل او پرودیسر ښاغلی زلمی حسیني وایي (( د هر فلم لیکوال  ، سناریست او ډایرکټر هماغه فلم د یوې موخې او هدف لپاره  جوړوي .ښاغلو واحد نظري ، کاتب پاڅون ، منان ملګري او یو شمېرنورو زموږ همکارانو  دغه سناریو  موفقانه ولیکله  او هماغه شان یې چې توقوع وه آغلې نجیبې په سمه توګه دا برخه تمثیل کړه .سناریست او ډایرکټر هغه څه غوښتل چې نجیبې تمثیل کړل او دا یو دوه اړخیز موفقیت دی .زه ددغه بریالیتوب مبارکي لومړی د فلم سناریستانو او بیا نجیبه جانې ته وایم ))
 د ښاغلي واحد  نظري په وینا دغه رول ته د افغانستان د تیاتر او سینما ستوری او وتلې څېرې آغلې ستورۍ منګل  او د هغې خور هم کاندیدان وول خو هغوي د خپلو شخصي بوختیاوو له کبله ونشو کولای دغه رول ترسره کړي  ، میرمن ستوری منګل ((موږ د یو لړ مصروفیتونو له کبله ونشو کولای دغه رول پر خای  کړو ، خو وروسته چې  زموږ خور نجیبه جانې سارا  دغه رول ترسره کړ  او موږ یې عملي تمثیل ولید  نو بې له شکه له بل هر چا څخه یې دغه رول په ښه او بریالۍ توګه ترسره کړ ..))
سارا د ( ادې )لقب   ځکه وکټه چې د سناریستانواو کیسه لیکونکو ( منان ملګري ، کاتب پاڅون او واحد نظري ) او ډایرکټر ( واحد نظري ) دا هیله یې په ښه شان ترسره کړه چې  د کلي یوه کونډه مور د هغې له ټولو ناخوالو او له تولو هیلو سره انځور او تمثیل شي او دا کار سارا په ښه توګه وکړ .
د کونډې ځوی تلویزیوني سریال بل ستوری او د هېواد تکړه هنرمند ښاغلی ممنون مقصودي وایی (( که زه د ( شادګل ) په رول کې بریالی ووم دا ځکه چې مقابل لوری مې ( ادې ) وه .په دې فلم کې زما پارتنره همدا ( ادې ) وه ، همدا آغلې نجیبه سارا بیاباني  یا په بله وینا په فلم کې زما مور .سارا نه یوازې خپل رول په ښه شان ولوبوو ، چې ما ته یې هم د ښه تبارز  او غوره تمثیل امکان برابر کړځکه په تمثیل کې که یوه خوا کمزورې وي نو دا بله خوا هم کمزوریږي .خدای دې زموږ دا ( ادې ) تلپاتې او روغه لري ...))
د ژوند نوې پاڼه  
 یوه ورځ د نطاقانو مدیریت ته لاړم  ، ځکه د ادارو مدیرانو د خپلو ستونزو د حل لپاره د نطاقانو له مدیر ارواښاد محمد هاشم پکتیاني سره غونډه درلوده ، همدا چې د نطاقانو مدیریت ته ورننوتم نو سترګې مې  په نجیبه جانې ولګېدې ،پوښتنه مې ترې وکړه چې  زه تا د راډیو تلویزیون په هره برخه کې ګورم ؟ راته یې وویل (( هیواددوست صیب ، د ژورنالیستیک کار شوق او ذوق دومره انرژي راکړې چې  فکر کوم همدا  زما د خدمت وخت دی ، ښایي یو وخت دغه چانس ونه لرم ،...)) بیا یې راته د شعر دا یو بند وویل  (( ...څوک خبر دي سبا لمر په کومه لویږي ...)) رښتیا هم همداسې شوه  په هغه وخت کې چې په عراق کې خونړۍ جګړې روانې وې او د ایران او عراق د ولسونو وینې په ناحقه تویېدلې ، دلته افغانستان کې د ملي روغې جوړې انګازې وې ، خو په نجیبه جانې دا وطن سور اور شوی و او د ژوند کړۍ دومره پرې تنګه شوې وه  چې نور یې نو د خپلو کوچنیو او معصومو بچیانو د سر د امان لپاره  د یو اوږود او نامعلومه سفر ملا وتړله .هغې خپل هېواد پرېښود.هغه پوهېده چې زموږ په هېواد څه ټکه رالوېدلې او دلته روغه جوړه او مصالحه نه راځي  او نه کومه مانا لري .بس تقدیر زموږ د ادب او هنر دغه ګل له خپل بڼ نه بېل او  پېښور ته مساپره کړه .د هغې د مساپرت کیسه که څه هم ډېره ځورونکې او ژړونکې ده خو ، په لاره یې خاطرات خندونکي هم دي  چې هیله ده خپله یې یوه ورځ ولیکي .او په دې توګه د نجیبه جانې لالهانده ژوند یو بل پړاو راپیل شو چې دا دی تر ننه له خپلو هماغو  هیلو سره او له خپل خوږ  شعر سره ژوند کوي او ډېره مینه لرې چې یو ځل بیا که وشي   خپل ټاټوبي ته وروګرځي .
زه خپله دغه  څېړونکې مقاله د نجیبه جانې په دې خبرې بای ته رسوم چې  د فلم  سناریست او ډایرکټر ښاغلي واحد نظري ته یې د ( کونډې ځوی ) د سریال د پای ته رسېدو په وخت کې کړې وه :
(( مننه نظري صیب ! تا ما ته د ( ادې )  لقب راکړ او زه پرې ویاړم  ...))
په درنښت

د ۲۰۱۳ ز کال د دسامبر د میاشتې ۶ نېټه ـ د ډنمارک پلازمېنه ـ کوپنهاګن
 ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یاددښتونه
۱ ـ  وګورۍ د ډرامې تاریخ او فن ـ موُلف : شهسوار سنګروال نیازی
۲ ـ له خپلواکۍ خپرونې سره د ښاغلي مقصودي مرکه
۳ ـ ۱۳۶۹ل کال ـ له تلویزیوني مجلې سره د ارواښاد ملګري مرکه