د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

استاد پوهنوال محمد اسمعيل يون له خپلې دندې استعفی ورکړه

ضياءالرحمن ضياء 18.06.2013 12:44

افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنيت شورا دفتر د فرهنګي چارو رئيس پوهنوال محمد اسمعيل يون له خپلې دندې استعفی وکړه.

پوهنوال محمد اسمعيل يون چې له څو کلونو راهيسې د افغانستان د ملي امنيت شورا دفتر د فرهنګي چارو رئيس، په حکومت کې د يو شمېر جنګسالارانو د شتوالي او لا قوت له امله د اعتراض په ډول خپله استعفی ورکړه.

پوهنوال محمد اسمعيل يون د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي امنيت شورا دفتر د فرهنګي چارو رئيس و، له تېرو څو کلونو راهيسې دا دنده پرمخ وړله.

پوهنوال يون له تېرو دولسو کلونو راهيسې د ولسمشر حامدکرزي له اساسي ملاتړو څخه ګڼل کېده او د جمهوري رياست په تېرو دوو ټاکنو کې يې د ولسمشر کرزي سخت ملاتړ کړی دی خو استاد يون د جنګسالارانو پر وړاندې دا تېر څو کلونه په سخته مبارزه کې تېر کړل.

يون (لس ) مهم مسايل د خپلې استعفی د عواملو په توګه شمېرلي چې په دې ډول دي:

۱- حکومتي اپوزېشن ته تر حده د زياتو امتيازاتو ورکړه.
۲- د فساد او جنګسالارۍ پر وړاندې د غوڅ اقدام نه ترسره کول.
۳- د ولسواکو، روښنفکرو او ملتپالو اشخاصو په انډول زورواکو او تنظيم سالارانو ته ترجيح ورکول.
۴- د ايران او پاکستان د څرګندو فرهنګي، سياسي او نورو لاسوهنو مخه نه نيول.
۵- محدودو ولسواليو او د ځينو لږکيو د حقوقو مدعيانو ته تر قانون پورته امتيازاتو ورکول.
۶- له خپلو اکثرو اساسي حقوقو څخه د اکثريت پښتنو محرومول او په حکومت کې له هغو سره تبعيضي چلند.
۷- د حکومت له اساسي رګونو او دفترونو څخه د پښتو ژبې له منځه وړل او د اساسي قانون د (۱۶) مادې نه تطبيقول.
۸- د ايرانپالو او نورو پرديپالو رسنيو پر وړاندې د قانوني اقدام نه ترسره کول.
۹- په حکومت کې د حکومت پلويانو او طبيعي متحدينو ته نه پاملرنه او باالمقابل په حکومت کې د حکومت د مخالفينو او موقتي موئتلفينو د واک زيات غځول.
۱۰ څو محدودو ډلو، لږکيو او سياسي تنظيمونو ته د افغانستان د پوځ د اساسي چارو سپارل او دېته ورته نور ګڼ علتونه.
دا چې ولسمشر به د استاد يون استعفی ومني که نه؟ خو يون وايي، که ولسمشر يې استعفی ومني که نه، دی نور نوموړې دندې ته نه ځي او په ازادانه ډول د خپل ولس خدمت ته دوام ورکوي.