د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ضياءالرحمن ضياء

03.08.2014 19:41    |   ضياءالرحمن ضياء د خرڅلاو په اړه ١٠١ ټکي

۱- د مشتريانو رښتينې اړتياوې په چټکۍ سره وپېژنئ. ۲- له بالقوه مشرتيانو سره تل په دې ليدلوري نږدې شئ، چې پر هغوی يې خرڅوئ. ۳- ستاسو په اړه د نورو توصيې ته غوږ ونيسئ. ۴- که غواړئ چې نور مو په خبرو باور وکړي، نو لومړی پر خپل نفس باور پيدا کړئ.

18.06.2013 10:44    |   ضياءالرحمن ضياء استاد پوهنوال محمد اسمعيل يون له خپلې دندې استعفی ورکړه

افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنيت شورا دفتر د فرهنګي چارو رئيس پوهنوال محمد اسمعيل يون له خپلې دندې استعفی وکړه.

11.05.2013 11:10    |   ضياءالرحمن ضياء د ژوندون ملاتړ، د بيان د ازادۍ ملاتړ

د همدې سرليک لاندې پرون د جمعې پر ورځ ماسپښين دوه بجې د ژوندون ټلوېزيون په انګړه کې د (نن ځوانانو) په نوښت يوه غونډه رابلل شوې وه. غونډه د ژوندون ټلوېزيون او د بيان د ازادۍ په ملاتړ وه، چېد شاوخوا (۷۰) مدني ټولنو په همغږۍ جوړه شوې وه.

18.12.2011 11:46    |   ضياءالرحمن ضياء د بازارموندنې کمپاین

موخه: په سوداګرۍ کې ستاسې د برياليتوب کِلي د بازارموندنې پروګرام دى، چې په دې کې د بازار څېړنه، د بازار څرنګوالى، د هدف پېرودونکي، ستاسې سيالان، په بازار کې ستاسې ځاى، د خرڅلاو لپاره ستاسې توليدات يا خدمات، نرخ ټاکنه، تبليغات او پرمختګ شامل دي. د امريکا د مرکزي انجمن موسس درک هانسون وايي: تاسې په سوداګرۍ کې د پېرودونکي اړتياوې په نظر کې نيسئ او بايد د پېرودونکي په نسبت حساس واوسئ او پر دې پوه شئ چې ستاسې پېرودونکي څوک دي او څه ډول هغوى ته لاسرسى پيدا کړئ؛ تر ټولو مهمه دا چې هغوى به ستاسې د توليداتو او خدماتو د اخيستو لپاره څه وکړي.

05.04.2011 21:10    |   ضياءالرحمن ضياء د (يون کولتوري يون) يو بل بريالى يون

د ١٣٨٧ل کال په وروستيو کې (يون کولتوري يون) د هېواد په ادبي او خپرنيز بهير کې يو بېسارى نوښت وکړ. يون کولتوري يون د هېواد د پياوړي ليکوال پوهندوى محمد اسمعيل يون (٣٣) عنوانه بېلابېل اثار، چې راټولونې، پنځونې، څېړنې، شننې، ژباړنې او يونليکنې په کې شاملې وې، پر يوه وخت چاپ کړې. دا د استاد يون د شلو کلونو کړى فرهنګي کار و چې د دوه نيمو کلونو پرله پسې کار په نتيجه کې بيا له سره منظم او د چاپ له لارې د هېوادوالو خدمت ته وړاندې شو. دا په رښتيا هم په هېواد کې يوه مثبته او نادره فرهنګي پېښه وه.

26.01.2011 20:27    |   ضياءالرحمن ضياء د بريالي سوداګر مهارتونه

نوې سوداګري ډېره پېچلې او مغلقه ده، په ډېره بيړه د نوې ټکنالوژۍ او علمي پرمختګ خواته روانه ده. په دې نوي عصر کې که څوک وغواړي تجارت پيل کړي، دغه لاندې مهارتونه بايد ولري، بې له دغو مهارتونو کېدى شي تجارت يې ښه وده ونه کړي او يا له زيان سره مخامخ شي.

24.01.2011 22:49    |   ضياءالرحمن ضياء په لږ لګښت خپله سوداګري پرمخ بيول

که چېرې تاسې د خپلې سوداګرۍ لپاره يوه وېبپاڼه جوړه کړې وي، نو پېرودونکي تر هغې ستاسې وېبپاڼه نه ګوري، تر څو تاسې د خپلې وېبپاڼې په اړه هغوى ته د قناعت وړ دلايل وړاندې نه کړئ، يا په بله مانا تاسو مجبور ياست چې خپلې وېبپاڼې ته مارکېټ پيدا کړئ.

06.08.2010 07:49    |   ضياءالرحمن ضياء په سوداګرۍ کې اخلاقي اصول

په کسب او کار کې تر ټولو مهم، د اهميت پېژندل او د اخلاقي ټکو مراعاتول دي. يو شرکت اخلاق په داسې ژوره توګه مراعات کړي، چې د زړه او روح تر کچې يې په خپل شرکت کې د يو فرهنګ په شکل عملي کړي.

26.04.2010 07:10    |   ضياءالرحمن ضياء د بازار موندنې اووه مهم ټکي

که تاسې د يو کوچني تجارت مالک ياست، نو تاسې به د بازار موندنې په برخه کې ډېر لګښت ته اړ نه شئ. ډېرى کوچني سازمانونه په خپل کار کې د بازارموندنې د اصولو او مهمو لارو چارو څخه بې خبره وي او هغه فرصتونه چې ددې کار په ترسره کولو لاسته راځي، هېر کړي دي.

04.02.2010 10:51    |   ضياءالرحمن ضياء د بازار موندنې مديريت

د بازار موندنې لپاره بېلابېل تعريفونه وړاندې شوې دي. د فيليپ کاتلر چې ددې څانګې يو تکړه د نظر خاوند دى، په نظر بازار موندنه د انساني کړنو څخه عبارت ده، چې د بدلون د عمليې له لارې اړتياوو او غوښتنو ته د قناعت وړ ځواب ورکول دي، چې دا تعريف د بېلابېلو ابعادو لرونکى دى:

31.01.2010 09:27    |   ژباړن : ضياءالرحمن ضياء د IT د بريالي مدير لس غوره ځانګړنې

د IT د بريالي مدير لس غوره ځانګړنې

20.01.2010 10:56    |   ضياءالرحمن ضياء د يوه ښه مدير ځانګړنې

د يوه ښه مدير ځانګړنې