د بازار موندنې مديريت

ضياءالرحمن ضياء 04.02.2010 09:51

ژباړن: ضياءالرحمن ضياء

د بازار موندنې لپاره بېلابېل تعريفونه وړاندې شوې دي. د فيليپ کاتلر چې ددې څانګې يو تکړه د نظر خاوند دى، په نظر بازار موندنه د انساني کړنو څخه عبارت ده، چې د بدلون د عمليې له لارې اړتياوو او غوښتنو ته د قناعت وړ ځواب ورکول دي، چې دا تعريف د بېلابېلو ابعادو لرونکى دى:
لومړى بعد يې (( اړتياوې او غوښتنې)) دي. د بازار موندنې د نظام اساسي رکن د انسان اړتياوې او غوښتنې دي. بشر د خپل ژوند د دوام لپاره غذا، اوبو، لباس او د اوسېدو ځاى ته اړتيا لري. هغه ډاډ، سولې، زده کړې او له دې جملې څخه د نورو خدمتونو هيله لري. پيدا شوي توليدات د بشر اړتيا او غوښتنه ده. غوښتنه په بازارموندنه کې د اړتيا بڼه غوره کوي او تقاضا د غوښتنې د رفع کولو قدرت دى.
دويم بعد د پورته تعريف بدلون دى. بازارموندنه له هغه وخته پيلېږي، چې يو شخص پرېکړه وکړي چې اړتياوې او غوښتنې چې د بدلون له لارې يې نوموي وړاندې کړي. په بدلون کې لومړى بايد:
لومړى: دواړه لوري وجود ولري، دويم: هر لورى بل لوري ته بايد يو با ارزښته شى ولري او درېيم هر لورى بايد د بل لوري د وړانديز منلو او ردولو اجازه ولري. د ازاد طبيعي بدلون عمل دواړو لوريو لپاره د محسوس ارزښت د ټيټېدو لامل ګرځي.
درېيم بعد د بازار، د بازارموندنې مانا ده. د بدلون موضوع په طبيعي ډول بازار رهبري کوي. د بازار تعريف عبارت دى له (( د سيمه ييزو بدلونونو له قوې څخه))، خو ددې سيمې فزيکي کول لازم نه دي.
د بازار موندنې مديريت عبارت دى له (( تجزيې، څېړنې، پلان جوړونې، اجرا او د تعين شويو پروګرامونو کنټرول. د يو سازمان د هدفونو د لاسته راوړلو لپاره د علاقې وړ بازارونو ته د مطلوب بدلون برابرول دي.
که څه هم د سازمان ټول مديران د بازارونو له يو ډول سره سروکار لري، د بازارموندنې مديريت بازار ته د رسيدګۍ مسوليت دى او مشتريان د يو سازمان اخري محصول دى. د بازار موندنې د څېړنې مديران، د خرڅلاو د خدمتونو مديران، د محصول مديران، د بازارموندنې مرستيال، خرڅوونکي او د تبليغاتو مديران په يو سازمان کې د بازار موندنې رسمي دنده پر غاړه لري. هر يو له دې دندو څخه رسالت، هدف او ځانګړى مسوليت لري. ددې دندو د ټولو مديرانو کار عبارت دى له: تجزيې او څېړنې، طرح جوړونه او د هغه پروګرامونو اجرا کول، چې د ځانګړو بازارونو لپاره يې برابروي.

په ټوليزه توګه د بازارموندنې مديريت د پنځو اساسي اصولو لرونکى دى:
لومړى اصل: توليداتو ته پاملرنه
په دې اصل ولاړ دى، چې مصرف کوونکي د هغه محصولاتو غوښتونکي دي چې لاسرسى او د اخيستلو توان يې ولري، چې د دوو حالتونو لرونکى دى؛ لومړى هغه وخت دى چې د يو محصول لپاره تقاضا تر عرضې زياته وي، چې په دې حالت کې مديريت بايد د خپلو توليداتو د زياتوالي لپاره لارې چارې ولټوي. دويم حالت دادى چې که د توليداتو لګښت په لوړه کچه کې قرار ولري، نو مديريت بايد د توليداتو په زياتوالي کې د لګښت د کمولو لارې چارې ولټوي.
دويم اصل: محصولاتو ته پاملرنه
په دې اصل ولاړ دى، که چېرې مصرف کوونکي هغه محصولات چې ښه کيفيت او ښه ظاهري بڼه ولري واخلي، نو په دې اساس سازمان بايد خپله ټوله انرژي د محصولاتو په ښه کيفيت او په توليداتو کې نوښت ته ځانګړې کړي.
درېيم اصل: خرڅلاو ته پاملرنه
په دې اصل ولاړ دى، کېدى شي مشتريان ډېرى محصولات وانه خلي، تر هغې چې د خرڅلاو او تبليغاتو لپاره يو پلان او د پام وړ فعاليتونه صورت ونه نيسي. په دې رويه کې ډېر خطر وجود لري او د تل لپاره د مشتري له لاسه ورکولو احتمال هم شته. په دې ځاى کې خرڅلاو اساسي رول لري او مشتري د دايرې په دويم مقام کې مهم دى.
څلورم اصل: بازار موندنې ته پاملرنه
په دې اساس دى، د هر سازمان اصلي دنده د اړتياو، غوښتنو او د هدف د بازار ارزښتونو تعينول دي او سازمان بايد له خپلو رقيبانو څخه په موثره او ګټوره توګه خپل توليدات بازار ته وړاندې کړي.
پنځم اصل: ټولنيزې بازارموندنې ته پاملرنه
دا اصل ددې غوښتونکى دى، چې بازار موندونکي بايد د لاندې لاملونو توازن وساتي: د هدف د مشتريانو غوښتنې، د هدف د مشتريانو د اوږدې مودې ګټې، د ټولنې د اوږدې مودې ګټې، د اوږدې مودې لپاره د يوه سازمان سرمايې ته ګټه رسول. د ټولنيزې بازارموندنې فلسفه کوم چې تاکيد کوي ، بازار موندونکي نه يوازې دا چې د مشتريانو غوښتنې په پام کې ونيسي او د خپلو ګټو په فکر کې شي، بلکې د نورو خلکو غوښتنې چې د شرکت د کړنو سره تړاو لري هم په نظر کې ونيسي او هغې ته متوجې وي چې د يو لوى ټولنيز سيسټم په داخل کې فعاليت لري او نسبت غير مشتريانو ته هم مسوول دي.
په اخر کې د يادونې وړ ده چې په بازارموندنه کې دا ټکى بايد له ياده ونه باسو:
(( محصول بايد خرڅ شي، نه دا چې واخيستل شي))


د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


11.03.2010 14:27 د چا په نوم ؟

11.03.2010 13:04 ويرجن مازديګرى: اصيل ځاځى

دهغودواړو وروڼو، خيرن خچن صورتونه ، په پښوكې زاړه پلاستيكي بوټان شليدلي گريوانونه، دهيلوډكې سترگې اوپه معصوموشونډومړاوى غوندي موسكا مې هر

11.03.2010 10:33 د ملي مشرۍ تشه،درېیمه لاره: ۱۵ برخه

د ډیموکراسۍ له نغارو سره مل یوه نوې نومونه ( اصطلاح) چې زموږ پر غوږونو راننه ایستل کېږي، ملت جوړوونه (Nation Building) ده، حال دا چې موږ دې ته اړتیا

11.03.2010 10:08 نورمحمد سعيد

يو څو شيبې لانورې مې دمات.....

11.03.2010 08:07 غزل

سندريز شور

11.03.2010 08:04 د ښاغلي روح الله وفا ښکلې غزلې

روح الله وفا

11.03.2010 08:01 د كوچني اقتصاد اصول

روح الله وفا

10.03.2010 14:33 د نوي کال په مخ کې ــــــ سيدشاه سقيم

په تا يې سپارم د زرينو رڼاګانو خدايه ! ــــــ د هيلو مات څراغ مي ايښى د شمال په مخ کې

10.03.2010 11:19 رواج:(لنډه کیسه)

لیکوال:محمدالله ارین احمدزی

10.03.2010 06:25 جنتي خوب/ سمیع الدین افغاني

پېغلې شــهيدې راته داسې ويل زما د واده پــــه ميـــلمنو ډک شو دا رنګينه جامـــې مې نـه ګورې ته زما دخاوند په وينو سرو ډک شو

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی

13.03.2010 11:46 ډالۍ: شیرین اغا جهانګیر

د ګلدانۍ په یوې ټوټې يې لیکلي وو: * مننه ښوونکیه! ورځ دې مبارک شه!*

13.03.2010 11:44 طمع: شیرین اغا جهانګیر

هغې ورته په ډېر سکون ځواب ورکړه: - بیا به اولاد رانه د خپل د پلار د نوم پوښتنه کوي، زه باید د هغه د پوښتې لپاره ځواب ولرم

13.03.2010 10:04 بیلتون

نوریه وهاب

13.03.2010 10:03 غزل

راليږونکی : سندريز شور

12.03.2010 19:02 د فضل الربي رستم ازاد نظم د جلال امرخېل په غږ کې ، ویډیو

12.03.2010 16:11 د اغزو څوکې =شاعر: انجينر متين

وينې د زړگي وې توى لـــــه څـوکــــو د بـــڼو شولې = اوښکې هم ياغي لـــــــه سلطنـــــته د لېـــــمو شولې

12.03.2010 14:01 ژوندی ناخوالی

بلي ! شيريني ته خبري كوي ؟