د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سوداګرۍ کې اخلاقي اصول

ضياءالرحمن ضياء 06.08.2010 09:49

ژباړن: ضياءالرحمن ضياء

په کسب او کار کې تر ټولو مهم، د اهميت پېژندل او د اخلاقي ټکو مراعاتول دي. يو شرکت اخلاق په داسې ژوره توګه مراعات کړي، چې د زړه او روح تر کچې يې په خپل شرکت کې د يو فرهنګ په شکل عملي کړي.
سيمپسون وايي: (( که چېرې په کار او کسب کې صداقت نه وي، نو هېڅ يو شى اهميت نه پيدا کوي.))
په يوه څېړنه کې چې د (IBE) موسسې له خوا ترسره شوې، هغه شرکتونه چې د سوداګريزو اخلاقو د اصولو پابند وي، د نورو شرکتونو په پرتله د مثبت پرمختګ څخه زيات برخمن کېږي. ددې موسسې مشر وايي: (( په کار او کسب کې د اخلاقو رعايتول نه يوازې دا چې ښه او سم اصل دى، بلکې مادي ګټه هم له ځانه سره لري.)) دغه ټولې څېړنې ښيي هغه شرکتونه چې غواړي د ډېر پرمختګ او اوږدې مودې لپاره فکر وکړي، سوداګريز اخلاق بايد په پام کې ونيسي.
دلته به په لنډه توګه د سوداګرۍ اوو اخلاقي اصولو ته اشاره وکړو:
١- د اعتماد وړ واوسو
پر دې بايد پوه شو چې پېرودونکي له هغه شرکت سره په اړيکه کې وي چې وکولاى شي پر هغې اعتماد او باور ولري. د باور د راجلبولو لپاره اسانه لاره د يو شرکت لوحه ده چې په اسانۍ سره د تشخيص او پوهېدو وړ وي. اعتماد په قوي والي، ځانګړتياوو او صداقت کې دى.
٢- تغيير منونکي واوسو
د يوه شرکت لوړ رتبه کسان بايد د شرکت د دوامدار پرمختګ لپاره نويو وړانديزونو ته سترګې په لار واوسي. همدارنګه د پېرودونکو او کارکوونکو د باور او عکس العملونو د راټولولو په لټه کې شي، چې په همدې کې پرمختګ دى.
٣- په خپلو وعدو وفا وکړو
له ټولو جرياناتو څخه تېرېدنه او په ټولې قوې سره بايد کوښښ وکړو چې د پخوانيو او اوسنيو پېرودونکو اعتماد راجلب کړو، په ځانګړې توګه هغه کارونه چې په تېروتنې سره سرته رسېدلي وي، په عمل او وعده سره کولاى شو چې نابريالي قراردادونه په بريالۍ توګه سرته ورسوو.
٤- روښانه او د پوهېدو وړ مدرکونه بايد ولرو
د يوه شرکت ټول مدرکونه او چاپ شوي مطالب لکه، خبرتياوې، بروشرونه او داسې نور تبليغاتي مواد ارزيابي کړو، چې په ساده، روانه او ولسي ژبه يې خپلو پېرودونکو ته وړاندې کړو او د تېروتنو او اشتباهاتو مخه ونيسو.
٥- له ټولنې سره په اړيکه کې واوسو
تل بايد د ټولنيزو مسائلو څخه باخبره واوسو، ځکه چې زموږ کار او کسب د ټولنيزو مسائلو تر تاثير لاندې دى.
٦- په حساب او کتاب کې دقيق واوسو
د خپل کار او کسب حسابونه په سمه او دقيقه توګه ثبت کړو، نه دا چې د شرکت د پرمختګ يوه بڼه غوره کړي، بلکې ددې لپاره چې د حسابونو په سمه توګه ثبتول شکونه او اشتباهات له منځه وړي.
٧- نورو ته په احترام قايل شو
په سوداګريز ډګر کې نورو ته د احترام لپاره بايد تفاوتونه، کاري موقعيتونه، عمر، او داسې نور توکي له نظره لرې کړو، له ټولو خلکو سره يوشان چلند وکړو.
د اخلاقي مسايلو رعايتول يوازې د سوداګرۍ د پيل لار ده. يو کسب او کار چې هر څومره کوچنى وي د اخلاقي اصولو په رعايتولو سره د پېرودونکو ترمنځ د ښو اخلاقو شهرت پيداکوي، دا کار ستاسې د برياليتوب او ګټې سبب ګرځي.
د پورته اوو اصولو په مراعتولو سره به منزل ته د رسېدو او برياليتوب چانس کم نه وي.