د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د (يون کولتوري يون) يو بل بريالى يون

ضياءالرحمن ضياء 05.04.2011 22:10

د ١٣٨٧ل کال په وروستيو کې (يون کولتوري يون) د هېواد په ادبي او خپرنيز بهير کې يو بېسارى نوښت وکړ. يون کولتوري يون د هېواد د پياوړي ليکوال پوهندوى محمد اسمعيل يون (٣٣) عنوانه بېلابېل اثار، چې راټولونې، پنځونې، څېړنې، شننې، ژباړنې او يونليکنې په کې شاملې وې، پر يوه وخت چاپ کړې. دا د استاد يون د شلو کلونو کړى فرهنګي کار و چې د دوه نيمو کلونو پرله پسې کار په نتيجه کې بيا له سره منظم او د چاپ له لارې د هېوادوالو خدمت ته وړاندې شو. دا په رښتيا هم په هېواد کې يوه مثبته او نادره فرهنګي پېښه وه.
(يون کولتوري يون) د يوه فرهنګي مرکز په توګه چې دا مهال نوى تاسيس شوى و، خپل لومړى فرهنګي رسالت او خدمت په ښه توګه ترسره کړ. پر يوه وخت، په يوځايي ډول د (٣٣) عنوانو کتابونو د چاپ مثبت پيغام دا و چې د هېواد ليکوال دېته وهڅول شي؛ خپل اثار د زمانې د حوادثو له څپو خوندي او خپل فرهنګ غني کړي. ددې کار بل پيغام دا و چې پښتانه بايد د خپل کړي فرهنګي او علمي کار د خپراوي لپاره د وخت له عصري ټکنالوژۍ څخه هم کار واخلي. د استاد يون هغه کتابونه د سي ډي (CD) له لارې هم د مينوالو لاسته ورغلل او هم د انټرنېټ په مټ د لوستونکو د ګټې وړ شول، دا هم په پښتو کې ډېره غوره بېلګه وه چې د يوه ليکوال اثار دې هم د( چاپ) هم د (سي ډي) او هم د (انټرنېټ) له لارې د لوستونکو لاس ته ورشي.
يون کولتوري يون دا دى د ١٣٨٩ل کال په وروستيو کې يو ځل بيا يو بل فرهنګي نوښت او يو بل فرهنګي خدمت ترسره کړ. دې کولتوري مرکز دا دى درې عنوانه: (د کرېملين په زړه کې، د ډيلي تخت هېرومه او د پښتو ادب لرغونې دوره) مهم اثار ټولنې ته وړاندې کړل:
١- (د کرېملين په زړه کې): د استاد محمد اسمعيل يون د يوه رسمي سفر يونليک دى چې په ډېره خوږه، کره او معياري ژبه ليکل شوى دى. استاد يون د ١٣٨٨ل کال په لومړيو کې له يوه لوړپوړي افغاني هئيت سره مسکو ته سفر کړى و، په مسکو کې د افغانستان او د روسيې د مناسباتو د (٩٠) کليزې په مناسبت يو علمي کنفرانس جوړ شوى و. په دې کنفرانس کې د (٩٠) کلونو په بهير کې د دواړو هېوادونو پر اړيکو، ځوړتيا او لوړتيا بحث وشو. په کنفرانس کې د دواړو هېوادونو، مخورو ليکوالو، قومي او ملي شخصيتونو او لوړ پوړو دولتي چارواکو ګډون کړى و. د استاد يون دا يونليک زياتره د همدې کنفرانس پر محتوياتو راڅرخي، ددې ترڅنګ د روسيې او افغانستان نوي کلنو روابطو ته په کې نظر اچول شوى، په ژوره توګه دا مناسبات څېړل شوي او روسي چارواکو او د روسيې د مدني ټولنو استازو ته د افغانستان حقايق په ګوته شوي دي. دا يونليک نه يوازې د يونليکنې په چوکاټ کې يو ښه يونليک دى، بلکې د علمي، څېړنيزو او تاريخي مسايلو د شننې او همدارنګه د افغانستان لپاره د مثبتو پيغامونو يوه ټولګه هم ده. پر دې اثر خورا زيات زحمت ايستل شوى دى. دا اثر په (٣٢٠) مخونو کې په ډېر ښکلي صحافت چاپ شوى دى. د اثر په پيل کې: ( دا يونليک او يو څو خبرې) تر عنوان لاندې په خپله د ليکوال يادښت، ( د يون زيار او نوښت) تر عنوان لاندې د ښاغلي ډاکتر شېرحسن حسن سريزه او (د يون بل يون) تر عنوان لاندې د ښاغلي محمدطاهر کاڼي سريزه راغلې دي، ښاغلى ډاکتر شېرحسن حسن ددغه يونليک په اړه ليکي: ((د يون د يونليک کمال په دې کې دى چې د يوې اوونۍ د هرې ورځې، هر ساعت، هر جر و بحث، هر ملاقات، هرې مطبوعاتي مرکې، چکر، ټوکو ټکالو، خوب کولو، ډوډۍ خوړلو، هر دم او قدم مکمل او مفصل راپورتاژ يې دا دى د کتاب په بڼه هم د ورځنيو مطبوعاتو او هم د تاريخ حافظې ته وسپاره.
زه د مسکو يونليک ژورنالستيک اړخ ځکه ستايم، چې که جرګې ته له راغلي هئيت سره هر څومره تکړه ژورناليست يا د ژورناليستانو يوه ډله د خپلو کارو او د احوال د ثبت له سامانونو سره مسکو ته راغلي واى، نه په دومره جزياتو به يې د جرګې ټول جريان نه و ثبت کړي...))
ښاغلى طاهر کاڼى په خپله سريزه کې ليکي: (( ما د يون صيب يونليک ولوست، په زړه پورې و، مسکو ته د افغان جګپوړي پلاوي سفر او په دغه ښار کې يې پاتې کېدنې يوه اوونۍ دوام وکړ. يون صيب د دغه پلاوي يو غړى و. لکه څنګه چې زه له پلاوي سره د ژباړن په توګه ملګرى وم، نو ما په پرله پسې توګه ليدل چې يون صيب په څومره لېوالتيا سره پر ليکنه بوخت و او يوه شېبه يې هم بې ليکنې نه تېروله...))
که درانه لوستونکي غواړي د روسيې او افغانستان د روابطو پر تاريخ لا ښه خبر شي نو ددې کتاب لوستل ورته ډېر ګټور دي.
٢- ( د ډيلي تخت هېرومه): دا د استاد يون يو بل تاريخي، ادبي او علمي يونليک دى، چې په (٤٩٨) مخونو کې په ډېره لوړه او ښکلې کچه او صحافت چاپ شوى دى.
استاد يون د ١٣٨٨ل کال په وروستيو کې هند ته يو دوه مياشتنى سفر درلود، په دې سفر کې يې د هند بېلابېلې سيمې کتلي او هغو سيمو ته هم تللى چې افغانانو په کې وياړونه، تاريخ او سترې اتلولۍ ګټلي دي.
استاد يون همدا سيمې او کارنامې زياتې ځلولي او په دې ډول يې د يوه شعوري ملتپال ليکوال په توګه خپل  رسالت ترسره کړى دى. استاد يون پېښې لکه څنګه چې دي همغسې را اخيستي، خو د پېښو تسلسل او داستاني بڼه داسې سره اوډل شوي چې لوستونکى دومره جذبوي، کتاب ترپايه ولولي. زموږ د تاريخ يوه درنه برخه په هند کې د افغانانو په مبارزې پورې تړلې ده، ددې مبارزو سيستماتيکې ځلونې همداسې يوه پاخه ليکوال او پاخه قلم ته اړتيا لرله. د هېواد نامتو ليکوال استاد خالق رشيد چې د هند او افغانستان په تاريخ کې ډېره مطالعه لري، پر دې اثر يو ګټوره سريزه ليکلې، هغه ليکي: (( يون خپل دا يونليک په منطقي تسلسل سره اوډلى او د ضروري معلوماتو لپاره يې ګڼو اثارو ته هم مراجعه کړې ده. دا يونليک يوازې د سترګو ليدلى حال نه دى، بلکې د تاريخي او کره اسنادو له مخې د نن، پرون او تېر پرون يو منطقي تړون هم دى. د تېرو درېو لسيزو ناخوالو په ترڅ کې چې د خپلو او پرديو له خوا د افغانستان پر تېر وياړمن تاريخ ډول ډول ګردونه راوړل شول او زموږ د تاريخ دښمنانو هڅه وکړه چې تاريخي واقعيتونو ته هم بل ډول رنګ ورکړي، دا اثر د هغو پر وړاندې يو مستند ځواب دى. دا اثر زموږ په ځوان نسل کې پر خپل ځان د باور روحيه روزي او د دوو هېوادونو او ملتونو د تاريخ مشترکات ځلوي.
يون صاحب ددغه اثر په ليکلو سره بيا يو بېلګيز او شعوري ګام پورته کړ، په دې هيله چې ددغه اثر لوستونکي او مينوال به يې په شعوري توګه ولولي او په شعوري توګه به دغه حرکت په هرځاى کې چې وي، له يون سره بدرګه کړي...))
٣- ( د پښتو ادب لرغونې دوره): د پښتو ادب لرغونې دوره هغه څېړنيز او تحليلي اثر دى چې د استاد محمد اسمعيل يون تر نظر لاندې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د ١٣٨٩ل کال د لومړي ټولګي محصلينو له خوا ليکل شوى دى. په دې اثر کې پښتو ژبه او ادب له دويمې هجري پېړۍ څخه تر يوولسمې هجري پېړۍ پورې په سيستماتيک ډول څېړل شوي دي. استاد يون دا اثر ((د پښتو ادب د نيمې پېړۍ ادبي پېښه)) بللې ده. دا اثر د هغو شپږ پنځوسو عنوانو بېلابېلو مقالو غونډ دى چې استاد يون خپلو محصلينو ته د کورنۍ دندې يا سيمينار په توګه ورسپارلې وې. دا ليکنې خورا جالبې دي او د ژبو او ادبياتو پوهنځي کې د پښتو ادب د لرغونې دورې په باب د يوه ښه تدريسي يا مرستندوى درسي کتاب په توګه ورڅخه ګټه اخيستل کېدى شي. دلته به يوازې د ليکنو سرليکونو ته اشاره وکړو:
١    د پښتو لرغونې ادبي دورې کرونولوژي        
٢    د پښتو لرغوني ادب د کميت او کمښت علتونه    
٣    په پښتو لرغونو ادبياتو کې عرفان او تصوف    
٤    د پښتو په لرغونې شاعرۍ کې د ځينو متروکو او پېچلو لغتونو ماناوې    
٥    د قصيدې پېژندنه او د شيخ اسعد سوري قصيده    
٦    په لرغونو ادبياتو کې ساقي نامه            
٧    پښتو لنډۍ او کاکړۍ                
٨    په پښتو ادبياتو کې لومړنۍ ژباړه            
٩    په پښتو لرغونو ادبياتو کې قصيده
١٠    د پښتو لرغونو ادبياتو ځانګړي اثار        
١١    په لرغونو ادبياتو کې پښتو غزل            
١٢    پر پښتو لرغوني ادب د عربي ژبې اغېزه        
١٣    په پښتو لرغوني ادب کې ملي وزنونه او فورمونه    
١٤    د ميندو سندرې او پښتو نکلونه            
١٥    په لرغوني دوره کې د افسانوي کيسو اخلاقي بڼه    
١٦    په لرغونو ادبياتو کې ملتپالنه            
١٧    پښتو غزل د خپل پيدايښت او پايښت په لوړو ځوړ کې
١٨    د سليمان ماکو تذکرة الاوليا            
١٩    په لرغونې ادب کې د نظم او نثر انډول        
٢٠    په پښتو لرغوني ادب کې ويرنه             
٢١    په پښتو ادبياتو کې نکلونه او ملي هنداره اثر    
٢٢    د پښتو لرغونې دورې د شاعرۍ عامې ځانګړنې    
٢٣    پښتو ادب کې متلونه                
٢٤    د پښتو لرغونې دورې ادبي شخصيتونه        
٢٥    د پښتو لرغونو ادبياتو محتوايي فورمونه        
٢٦    په پښتو لرغونې شاعرۍ کې څلوريزه (رباعي)    
٢٧    په لرغونې دوره کې پر پښتو ژبه او شاعرۍ مذهبي تاثيرات
٢٨    د پښتو لرغوني ادب په پرمختيايي بهير کې د ښځو ونډه     
٢٩    په پښتو ادبياتو کې ساندې او د  ښادۍ سندرې    
٣٠    د پښتو ادبياتو فالونه او چيغان            
٣١    په پښتو لرغونو ادبياتو کې مشاعرې        
٣٢    په پښتو ادبياتو کې سروکي او نارې        
٣٣    په لرغوني ادب کې سياسي پېښې            
٣٤    د امير کروړ د شعر لغوي څېړنه            
٣٥    د پښتو ادبياتو پر پراختيايي بهير کورنۍ او بهرنۍ اغېزې
٣٦    په پښتو لرغونو ادبياتو کې حکايت        
٣٧    په پښتو لرغونو ادبياتو کې نږه پښتو کلمې        
٣٨    د پټې خزانې پېژندنه                
٣٩    د امير کروړ د شعر وييپانګه        
٤٠    د پښتو ژبې شعري فورمونه        
٤١    په پښتو لرغوني ادب کې وياړنه    
٤٢    د پښتو ادب د لرغونې دورې پيل او پاى
٤٣    د پښتو لرغونو ادبياتو فزيکي جغرافيه
٤٤    د لنډيو لرغونتوب            
٤٥    په پښتو لرغوني ادب کې سياسي څېرې
٤٦    په لرغونې ادبي دوره کې قطعه    
٤٧    په لرغوني ادب کې د مثنوي ارزونه    
٤٨    د هند لودي واکمنان او پښتو لرغونى ادب
٤٩    په پښتو لرغوني ادب کې عشقي روحيه
٥٠    د امير کروړ او ملکيار هوتک د شعرونو تاريخي ارزښت    
٥١    د پښتو ادبياتو په لرغونې دوره کې نثر
٥٢    د لرغونې او منځنۍ دورې د ادبياتو ترمنځ توپيرونه    
٥٣    په پښتو لرغونو ادبياتو کې جغرافيايي نومونه    
٥٤    په پښتو لرغونې شاعرۍ کې رزمي روحيه        
٥٤    د پښتو لرغوني نظم قافيوي څرنګوالى        
٥٦    د شيخ اسعد سوري د قصيدې هنري ارزښت    .
زه فکر کوم دا به په افغانستان څه چې په نړۍ کې لومړۍ پېښه وي، چې محصلين دې داسې يو ډلييز تحقيق ته وهڅول شي چې عملاً يې هغوى په تدريسي جريان کې دي. دا اثر له تدريسي بهير څخه د عملي، څېړنيز او تحليلي بهير يوه ښه بېلګه ده. په دې اثر کې د هر محصل د ليکنې ترڅنګ د هغوى د تشويق لپاره د هغوى عکسونه هم چاپ شوي دي. کتاب د استاد يون د سريزې په ګډون ټول (٣٦٠) مخونه لري او په ښکلې کچه او صحافت چاپ شوى دى. د يادونې وړ بولم چې يون کولتوري يون غواړي د استاد يون پر اثارو سربېره د نورو ليکوالو اثار هم په ترتيب سره د خپلو امکاناتو په حدودو کې چاپ کړي، چې دا يې لومړۍ بېلګه ده.