د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ژوندون ملاتړ، د بيان د ازادۍ ملاتړ

ضياءالرحمن ضياء 11.05.2013 13:10

د همدې سرليک لاندې پرون د جمعې پر ورځ ماسپښين دوه بجې د ژوندون ټلوېزيون په انګړه کې د (نن ځوانانو) په نوښت يوه غونډه رابلل شوې وه. غونډه د ژوندون ټلوېزيون او د بيان د ازادۍ په ملاتړ وه، چېد شاوخوا (۷۰) مدني ټولنو په همغږۍ جوړه شوې وه.
په ويناوالو کې لومړی د (نن ځوانانو مدني ټولنې) مشر ډاکتر فيض محمد ځلاند د غونډې په اړتيا خبرې وکړې، ويې ويل، چې په تېرو دوو مياشتو کې ژوندون ټلوېزيون ته د بېلابېلو ډلو او اشخاصو له خوا ګواښونه کېږي، چې دا نه يوازې ژوندون ته ګواښونه دي، بلکې د بيان ازادۍ او ټولو پښتني رسنيو او مشرانو ته ګواښ دی. نو له دې امله مو له ټولو مدني ټولنو او خوځښتونو سره اړيکه ونيوله او په يوه خوله مو دا غونډه راووبلله. ځلانده زياته کړه، که هر څوک زموږ پښتو رسنۍ او يا پښتون مشر ته اخطار ورکوي، نو موږ ټول غلي نه کېنو او په دوه چنده به د خپلو رسنيو او مشرانو غچ اخلو.
ورپسې د ژوندون ټلوېزيون د امتياز خاوند پوهنوال محمد اسمعيل يون خبرې وکړې، ښاغلي يون وويل، چې ځينې ډلې او اشخاص دا نه شي زغملی، چې پښتو رسنۍ دې وده وکړي او حقايق دې بيان کړي، نو په دې خاطر دې ډلو او اشخاصو په لومړيو کې غوښتل چې ژوندون ټلوېزيون بېخي فعاليت شروع نه کړي او مشکلات ورته پيدا کړي، خو له نېکه مرغه چې په دې اقدام کې بريالي نه شول، اوس غواړي چې دې ټلوېزيون ته اخطارونه ورکړي او ددې لارې د دوی فساد او غلا پټه پاتې شي. يون همدارنګه وويل، چې يوه ولسوالي غواړي په ټول افغانستان حکومت وکړي، هم په حکومت کې دي او هم په اپوزېشن کې، له دواړو لارو امتياز اخلي.  موږ له هېچا نه ډارېږو، هغه څه چې حقيقت دي، خپرو به يې.
بل وينا وال، ښاغلی عبدالحکيم نورزی و، چې هغې په خپلو خبرو کې وويل، يو څو جنګسالاران دي، چې نه غواړي، پښتو رسنۍ وده وکړي او يا هغه څه خپل ولس ته ورسوي، کوم چې حقيقت دي او خپل ولس ترې خبر کړي. ښاغلي نورزی بيا په ارزګان ولايت کې د ۱۲۰ بې ګناه کسانو قاتل شجاعي ته هم اشاره وکړه، ويې ويل، شجاعي هغه څوک دی، چې ۱۲۰ بې ګناه انسانان يې وژلي دي او اوس هم سرې سترګې ګرزي او د حکومت دويم مرستيال يې ملاتړ کوي. نورزي  د ډيورنډ کرښې ته هم اشاره وکړه، ويې ويل ډيورنډ هغه کرښه ده، چې د پښتنو ترمنځ د بېلوالي لپاره د دوی پر زړه تېره شوې ده. د ډيورنډ کرغېړنه کرښه هېڅکله موږ نه منو او هغه څوک چې دا کرښه مني، هغه ملي خاين دی.
د دوی ترڅنګ نورو ويناوالو  لکه : تورسن، جيلاني ځواک، استاد وردګ، انور اتل، ولسمل او نورو هم خپلې خبرې وکړې او ټولو د ژوندون او د بيان له ازادۍ څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
په غونډه کې قومي مشرانو، د قومي شوراګانو مشرانو او د ځوانانو د ټولنو استازو او نورو ګډونوالو په يوه خوله، د ژوندون ټلوېزيون او د بيان له ازادۍ څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ويې ويل، چې هر هغه څوک چې نه غواړي ژوندون ټلوېزيون حقيقت خپل ولس ته ورسوي او يا غواړي چې دې ټلوېزيون ته تاوان ورسوي، نو موږ به يې په کلکه ځواب ورکړو.
غونډه د مازيګر پر پينځه نيمو بجو پايته ورسېده.