د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بازارموندنې کمپاین

ضياءالرحمن ضياء 18.12.2011 11:46

ژباړن: ضياءالرحمن ضياء

موخه: په سوداګرۍ کې ستاسې د برياليتوب کِلي د بازارموندنې پروګرام دى، چې په دې کې د بازار څېړنه، د بازار څرنګوالى، د هدف پېرودونکي، ستاسې سيالان، په بازار کې ستاسې ځاى، د خرڅلاو لپاره ستاسې توليدات يا خدمات، نرخ ټاکنه، تبليغات او پرمختګ شامل دي. د امريکا د مرکزي انجمن موسس درک هانسون وايي: تاسې په سوداګرۍ کې د پېرودونکي اړتياوې په نظر کې نيسئ او بايد د پېرودونکي په نسبت حساس واوسئ او پر دې پوه شئ چې ستاسې پېرودونکي څوک دي او څه ډول هغوى ته لاسرسى پيدا کړئ؛ تر ټولو مهمه دا چې هغوى به ستاسې د توليداتو او خدماتو د اخيستو لپاره څه وکړي.

د بازار موندنې د اغېزمن پروګرام پيل د بازار له سيمې څخه د کره معلوماتو د لاسته راوړلو څخه پيلېږي. بيا وروسته بايد هغه معلومات زېرمه کړئ او له خپلو پېرودونکو سره خبرې وکړئ، په خپله ټولنه کې د بازار ټول تبليغات مطالعه کړئ او له صنعتي ټولنو سره مشوره وکړئ. دا توکي له تاسو سره د بازارموندنې قوي والي او کمزورتيا په پيداکولو کې مرسته کوي.

اوس تاسو د خپل پروګرام ليکلو لپاره لازم معلومات لرئ:

الف) د سوداګرۍ تعريف:
١- ستاسې توليدات يا خدمات
٢- جغرافيايي وضعه د ګاونډيو او سيمې په شمول
٣- دا چې کوم شيان تاسې له خپلو سيالانو څخه جلا او ځانګړي کوي
٤- ستاسې د نرخ ټاکنې ميتود
٥- د سيالانو د ترفيع ميتود
٦- ستاسې د ترفيع ميتود
٧- ستاسې د وېش او د سوداګرۍ د موقعيت ميتود

ب) د پېرودونکو تعريف:
١- د پېرودونکو د لومړنيو معلوماتو لرل لکه، عمر، جنس، عايدات او د ژوند چاپېريال
٢- ستاسې پېردونکي څه ډول ستاسې د محصولاتو او خدماتو په اړه معلومات ترلاسه کوي؟ تبليغاتو، پوست، مستقيم، خوله په خوله او که د تبليغاتو د پاڼو پواسطه.
٣- د دايمي پېرودونکو د نښو او عاداتو پېژندل لکه، هغوى چېرې خريد کوي، څه شى لولي، څه شى ويني او څه شى اوري.
٤- ستاسې د محصولاتو او خدماتو د انتخاب لپاره ستاسې د پېرودونکو اندازه، توپير، ارامتيا، خدمات، باور يا لاسرسى پيدا کړئ.

ج) د پروګرام او بوديجې تعريف:
١- هغه ميتودونه چې مخکې مو له پېرودونکو سره د اړيکو لپاره ترې ګټه اخيستې وي.
٢- اغېزمن ميتودونه
٣- هغه ټول ميتودونه چې کېدى شي په راتلونکي کې د پېرودونکو د جذب سبب وګرځي.
٤- د ګټې هغه سلنه چې کولاى شئ د بازار موندنې د پروګرام لپاره يې ځانګړې کړئ.
٥- د بازارموندنې هغه توکي چې وکولاى شي ستاسې بوديجه مصرف کړي، لکه ورځپاڼه، مجله، راډيو، ټلوېزيون، تبليغات، پست، ټلېفوني بازارموندنه او د عمومي اړيکو فعاليتونه.
٦- د زده کړې ميتودونه او د بازارموندنې نظريات يا مفکوره.
٧- د بازارموندنې د پروګرام څخه د پايلو د اندازه کولو ميتودونه.
٨- د بازارموندنې هغه ځانګړي ميتودونه چې کولاى شئ په بېړنۍ توګه هغه اجرا کړئ.
په نتيجه کې بايد ستاسې د بازارموندنې د پروګرام توکي د لوړوالي څو موخې په لاس راوړي: ستاسو پيغام بايد ستاسې مخاطب ته ورسوي، ستاسې د توليداتو او خدماتو په اړه يوه مناسبه خبرتيا منځته راوړي، د پېرودونکو ترمنځ د پلور لپاره انګېزه جوړه کړي او …
په واقعيت کې د يو اغېزمن تبليغاتي کمپايل طرحه هدفونه اسانوي او له تاسو سره مرسته کوي چې د بازارموندنې پروګرام مو په سمه توګه وساتئ.