د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لږ لګښت خپله سوداګري پرمخ بيول

ضياءالرحمن ضياء 24.01.2011 23:49

که چېرې تاسې د خپلې سوداګرۍ لپاره يوه وېبپاڼه جوړه کړې وي، نو پېرودونکي تر هغې ستاسې وېبپاڼه نه ګوري، تر څو تاسې د خپلې وېبپاڼې په اړه هغوى ته د قناعت وړ دلايل وړاندې نه کړئ، يا په بله مانا تاسو مجبور ياست چې خپلې وېبپاڼې ته مارکېټ پيدا کړئ.
همدارنګه که غواړئ خپلې سوداګرۍ ته د لږو پيسو په لګولو سره مارکېټ پيدا کړئ، نو
دغه لاندې ٢٤ ټکي په نظر کې ونيسئ، چې تاسې سره په بازار موندنه کې پوره مرسته کولاى شي:

١- که مو بزنس کارت مو نه وي جوړ کړى، ژر تر ژره خپل بزنس کارت په ښه بڼه جوړ او خپلو مشتريانو ته مو د خپل مسلکيتوب په اړه وواياست، چې هغوى ته دا روښانه شي تاسې خپلې سوداګرۍ ته په جدي توګه پاملرنه کوئ.
٢- خپل بزنس کارت چې څومره مو په توان کې وي، هغومره يې زياتو کسانو ته ورکړئ او خپلو ملګرو ته مو ټلېفون وکړئ چې تاسو يو تجارت پيل کړى دى، هغوى سره ملاقات وکړئ او خپل بزنس کارتونه ورته ورکړئ.
٣- ټولو پلورونکو سره د خپلې سوداګرۍ په اړه خبرې وکړئ او ترې وپوښتئ چې ستاسو محصولات استعمالوي که نه؟ خپل بزنس کارتونه مو هم ورکړئ. که چېرې هغوى کوم خبري ګروپ يا اتحاديه لري، نو ترې وغواړئ چې تاسو په خپله اتحاديه کې شريک کړي.
٤- له مسلکي کسانو سره ملاقاتونه وکړئ، د ملاقات او خبرو پر وخت بايد له دې جملې پيل وکړئ چې (زما نوم......) دى او خپل بزنس کارتونه په جيب کې ولرئ، خپل تجارت ورته وروپېژنئ چې زه پر دغه سوداګرۍ بوخت يم. کله چې يو څوک خبرې کوي، هغوى ته يوازې غوږ ونيسئ چې دى څه وايي، په دې پسې مه ګرځئ چې څوک دى او له کومه ځايه راغلى دى.
٥- په فعاله توګه په دوه درې اتحاديو کې ځان شريک کړئ، دا به تاسو ته ددې موقع په لاس درکړي چې خپل راتلونکي ته متوجه شئ. تل کوښښ وکړئ خپله کارېدونکې نظريه نورو ته وړاندې کړئ.
٦- ځينې وخت د هغه شيانو په اړه فکر او تشريح يې کړئ چې تاسو ته معمولي ښکاري. خپل کاري رپوټ سيمه ييزو رسنيو چې مشتريان ورسره علاقه لري لکه راډيو اخبار ټلويزيون او مجلو ته ولېږئ، ددې لپاره چې زيات مواد مو خپاره شي، خپل يوازينى تصوير چاپي رسنيو ته ولېږئ.
٧- په خپل مسلک کې مقالې وليکئ، اخبارونو، مجلو او وېبپاڼو ته يې واستوئ. ځکه چې دا به ستاسو د مسلکي تجربې ښکارندويي وکړي، د خپلې مقالې په اخر کې خپل نوم، د تجارت نوم، د محصولاتو او خدماتو د ترلاسه کولو پتې او تاسو سره د اړيکي شمېره ځاى پر ځاى کړئ.
٨- که چېرې غواړئ چې خپله مقاله د اعلان په توګه بيا خپره کړئ، نو د خپروونکي څخه اجازه واخلئ چې ستاسو مقاله بيا خپره کړئ. په اخبار، مجلو او نورو چاپي رسنيو کې که ستاسو مقاله راغلي وي، د خپلې مقالې څخه فوټوکاپي واخلئ او بيا يې هغه مشتريانو ته ورکړئ چې رسنيو ته لاسرسى نه لري.
٩- له هغو بې ګټو يا خيريه ارګانونو، ښوونځيو او پوهنتونونو سره اړيکي ونيسئ چې مشرتيان لري، کېدى شي ستاسو خدماتو ته اړتيا پيدا کړي.
١٠- له هغه چا سره اړيکي ونيسئ چې له تاسو سره يوشان سوداګري لري، خو هېڅکله داسې مه کوئ چې د هغوى مشتريان پټ کړئ، ځکه چې دا ستاسو تجارت ته تاوان رسوي.
١١- داسې يو وياند ته وړانديز کول چې ستاسو د تجربو ساحه معرفي کړي لکه ارګانونو، کتابتونونو او پر ليکه د خلکو راغونډېدو ځاى او له هغو سره عملي خبرې وکړي. دا کار نه يوازې د يو اعلان بڼه لري، بلکې ستاسو سوداګري به يوه مثبته نتيجه هم ترلاسه کړي.
١٢- که چېرې ستاسو محصولات او خدمات ځانګړي وي، نو هغې ته اشاره وکړئ او هغه سامان الات چې تاسو يې په خپل تجارت کې کاروئ، نورو ته يې د کارولو طريقه ورزده کړئ.
١٣- هغه دولتي او حکومتي پروګرامونه پيدا کړئ چې تاسو سره د تجارت په پيلولو کې مرسته کولاى شي. هغه چاته وړانديز وکړئ چې تاسو ته ښې مشورې درکولاى شي او يا ستاسو د تجارت لپاره وړانديزونه لري.
١٤- هغه چاته د خرڅلاو ليکونه ولېږئ، چې تاسو فکر کوئ دوى به زموږ محصولات واخلي. دا هم له ياده مه باسئ چې په هر ليک کې بايد ستاسو بزنس کارت موجود وي.
١٥- که چېرې د خپل تجارت لپاره موټر استعمالوئ، نو ستاسو د تجارت نوم او نور معلومات په مسلکي ډول پر موټر ولګوئ. که نه غواړئ ستاسو د تجارت نوم پر موټر ولګول شي، يوه ښکلې لوګو يا نښه پرې ولګوئ.
١٦- د ټلېفون له لارې د مشتريانو د ستونزو حل لپاره داسې يوه شمېره وټاکئ چې لګښت ونه لري، تر څو ستاسو مشتريان په اسانۍ سره خپلې ستونزې تاسو ته وړاندې کړي او حل لارې يې ورته په ګوته کړئ.
١٧- د خپلو توليداتو يا د خپل کار نمونه څومره چې کولاى شئ ډېرو کسانو ته ورسوئ.
١٨- مخکې تر دې چې مشتريان تاسو ته د محصولاتو فرمايش درکړي، د هغوى مشورې او نظريات واورئ.
١٩- دا بايد زده کړو چې څنګه له موږ سره مشتريان په دايمي توګه پاتې کېدلاى شي.
٢٠- له نورو خلکو ګټه واخلئ چې ستاسې محصولات او خدمات وپلوري، له هغه کمپنيو سره چې په خپل کتلاک کې ستاسې خدمات او محصولات ځاى پر ځاى کوي، تړون وکړئ او هغوى ته ستاسو په هر خرڅلاو يو څه کمېشن ته غاړه کېږدئ.
٢١- له ځانه سره بايد چاپي خرڅلاو ليکونه او نور اړوند معلومات ولرئ، که يو مشتري له تاسو غوښتنه وکړئ چې ماته د خپلو محصولاتو او خدماتو په اړه معلومات راولېږئ، نو سم له لاسه بايد هغوى ته معلومات ولېږئ او دا يادونه ورته وکړئ، دا هغه معلوماتي مواد دي چې تاسو يې له موږ څخه غوښتنه کړې وه.
٢٢- يوه داسې جايزه وټاکئ چې ستاسې محصولات او خدمات تشريح کړي.
٢٣- داسې يوه ډايرکټري واخلئ چې تاسو فکر کوئ بې لګښته به ستاسو اعلانات خپاره کړي.
٢٤- که فکر کوئ ستاسو د هدف مارکېټ انټرنېټ ته زيات لاسرسى لري، نو يوه وېبپاڼه او يو برېښناليک جوړ کړئ او په خپل بزنس کارت کې يې ادرس وليکئ.