د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دې ناورين عاملين څوک دي

روئيد همت 21.02.2013 19:00

څو ورځې وړاندې پېښور نه د کابل په لور موټر کې راوان وم د پېښور او طورخم لويه لار په کندو بدله شوې وه په موټر کې ناست وګړي د سړک د خرابېدو له امله ډېر ستومانه شوي وو موټر د يو ساعت لاره په درې نيمو ساعتونو کې کچ کړه کله چې د طورخم د راتپل شوې پولې نه را واوښتم د کابل موټر کې کښېناستم دې غاړه سړکونه ښه ول موټر کې د ستومانۍ احساس لږ و ناست کسان څوک ويده و او څوک به د خپل ملګري سره په خبرو کولو بوخت و ما هم د عادت له مخې د څنګ ملګري سره ډېرې خبرې نه کولې بس غوږ وم چې نور خلک څه وايي څلور، پنځه ملګري ول يو ځای سره ناست وو د خبرو کولو او ظاهري بڼې نه داسې ښکاره کېدل چې خداي پاک د تعليم د لوی او خوږ نعمت څخه بې برخې پاتې کړي وي او رېښتيا هم همداسې وه، دا ځوانان په غريبۍ پسې روان وو بس خو هغوی خبرې کولې او ما هم د فطرت د ښکلاګانو،لويو او دنګو، دنګو غرونو، د روانو اوبو ښکلې، ښکلې منظرې او د خدای د قدرتونو سپېڅلې نښې د زړه په سترګو ننداره کولې او کله چې به مې په ويجاړ شوي او ويشتل شوي ځای سترګې ولګېدې نو زړه به مې لمبه وکړه اوبه،اوبه به شوم او عاملينو ته به مې له خدايه څخه ورته د سزا غوښتنه وکړه.
همدا منظرې او ويجاړ شوي ځايونه وو چې سترګې،سترګې وم ورته په دې کې له ما سره د ناستو ځوانانو خبرې او بحثونه ښه ګرم شول خبرو يې يو څه سياسي بڼه خپله کړې وه د خپل ذهن او فکر په مطابق يې څرګندونې کولې خدای شته چې زما پام يې هم ځانته راواړو زه هم ورته غوږ شوم چا به د افغانستان د انقلاب په هکله خبره کوله او چا به د مجاهدينو د واکمنۍ پر مهال سختو حالاتو ته اشاره وکړه که څه هم د دوی د بحث لړۍ يو په بل پسې تړاو نه درلود خو د هغوی په دې ګډوډ فکر کې ريښتونولي له ورايه د لمر د شغلو په څېر ځلېده په لاره کې به يې چې د روسانو ويحاړ شوی ټانک وليد نو يو بل ته يې ويل چې هاغه وګورئ د انګرېزانو او امريکايانو ټانګ ته، بل به پوښتنه وکړه چې دا به څومره وخت کيږي چې دلته به پروت وي؟ بل به غږ کړ چې افغانستان چا ډېر وران کړی؟ بس همدا خبرې او د دردونو نه ډکې پوښتنې به وې چې د يو بل نه يې کولې او ما به افسوس وکړ زړه کې به مې ويل چې زمونږ رهبرانو په دې هېواد کې داسې بد تخم نه دی شيندلی چې د دې هېواد راتلونکی نسل هم ترې قراره ورځ ولري.


ما د دغو احساس لرونکو ځوانانو له خبرو نه خوند اخيست او د ځان سره به موسکی شوم د څنګ ملګری چې نه مې پېژنده راباندې غږ وکړ چې څنګه د ځان سره موسکی، موسکی کيږې او هر ځل چې درته پام کوم نو موسکا دې بيا، بيا تکراريږي ورته مې و ويل چې ما د دې ځوانانو خبرو ته غوږ ايښی ډېرې ښايسته خبرې کوي او ورسره ډېرو دردناکو پېښو ته اشاره کوي ډېر دردېدلي او ناامېده ښکاري د څنګ ملګری مې په خندا شو راته يې وويل چې زما هم ورته پام دی، خبرو ته غوږ، غوږ وم چې د سروبي بازار راورسېد د بازار نه لږ اخوا دلته يو لوی د دنګو،دنګو ونو ښايسته پخوانی بڼ دی ما يې په لاره،لاره ننداره کوله ناڅاپه د څنګ ملګري راته وويل يوه پوښتنه لرم غواړم له تا څخه يې هم وکړم ورته مې وويل که په وس مې پوره وه نو جواب به درکړم او که نه وه نو هيله کوم چې بخښنه به راته وکړې، د پوښتنې پېل يې داسې وکړ چې، زمونږ هېواد د تېرو درې نيمو لسيزو څخه راپديخوا د هر رنګ ناورين ډګر تير شوی او اوس هم همدغه لوبه روانه ده په دې جنګونو او ناورينونو کې مو د هيواد هر ډول دولتي او عامه تاسيسات له منځه ولاړل د جهاد پر مهال مو فعال ټانګونونه اره کړای شول،نظامي او ملکي الوتکې مو روغې رمټې په ګاونډيو هېوادنو وپلورل شوې، دولتي او غير دولتي شتمنۍ مو لوټ او تالا شوې ، د کورونو د چتونو نه ډاګې راواېستل شوې، پاټکونو کې په رڼا ورځ خلک د پاټکيانو له لورې ولوټل شول او د دې په څېر ډير نور ناروا کارونه ، اوس نو پوښتنه داده چې د سروبي د دې باغ ونې ترې څنګه پاتې دي ؟؟؟؟؟؟؟ .
اففف پوښتنه نه وه سم د ټوپک ډز و پر مخ مې داړه لاسونه راکش کړل غلی شوم ورته مې وويل چې په خدای که به دې د دې پوښتنې جواب راسره وي، سړی پوه شو چې په ريښتيا هم د دې پوښتنې جواب له چا سره نه شته ، نور يې نو ډېر په تنګ نه کړم هغه خو پوښتنه وکړه او نور نو غلی شو خو ما د کابل ښار تر رارسېدو پورې د زړه وينې خوړلې او زړه مې په وينو ژړل، فکر مې کاوه چې ولې زمونږ د هېواد هر وګړی د داسې فکرونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دی؟ ولې فکري ارام او قرار نه لري؟ ولې په داسې ذهني ناروغيو اخته دی ؟ د دغو غرونو،غرونو ستونزو عاملين څوک دي آيا همدا عام وګړي چې خدای افغانان پيدا کړي او که زمونږ رهبران چې قدرت ته د رسېدو لپاره يې جنګونه وکړل، يو بل يې ووژل او زمونږ کورونه او فکرونه يې دواړه را ويجاړ کړل؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟‌‌