د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان ستراتېژيک موقيت، طبعي ځېرمې او زمونږ بدبختي

روئيد همت 29.01.2013 19:16

نه پوهيږم چې د افغانستان ارزښتناک او ستراتيژيک موقيت مونږ ته تر اوسه پورې څه ګټه رسولې د همدې ستراتيژيک موقيت لپاره چې زما په ياد دي نو همدا مونږ قرباني کيږو منم چې هېواد مو د جغرافيوي موقيت په لحاظ ډېر ارزښت لري او د ډېرو اسيايي هېوادونو تر منځ په سياسي،اقتصادي ،سوداګريزو او کلتوري چارو کې ډېر مهم رول لوبوي خو افسوس چې په دې ارزښتناکه موقيت کې هر کار د بل چا لپاره او يا هم د بل په اشاره سر ته رسيږي هر کار د سرکار د خوشالولو په خاطر ترسره کيږي خو قرباني يې همدا مونږ خوار و زار غريب او درپه در خلک يو دا موقيت نه صرف دا چې مخکې مې ورته يادونه وکړه چې په اسيا کې ډير ارزښت لري بلکه په دې ځای کې ډېر داسې لويې، لويې طبعي ځېرمې او د ضرورت وړ قيمتي توکي شته چې افغانستان يې په نړيوال کتار کې ودرولی دی همدا توکي دي چې نړيوال ورپسې ليوني ،ليوني ګرځي او مونږ سره له دې چې داسې څيزونه په خپل کور کې لرو بيا هم له لوږې مرو،بيا هم د يوې مړۍ ډوډۍ پسې درپه در او خاورې په سر ګرځو،بيا هم د سر د پاسه چت نلرو د باران لاندې ژوند کوو، بيا هم مکتب نه لرو ، تعليم خو مو مو د صفر سره ضرب دی اود مدرسې نوم خو راته هسې بد شوی مونږ دومره بدبخته يو چې پخپله ګناه هم نه يو خبر خو وژل مو لکه د قصابانو د څارويو په څېر ښه په درز کې روان دي مونږ د داسې حالاتو سره مخامخ يو چې که چېرته په دې سيمه کې حالات د تېر په څېر لږ هم کړکېچن شي نو بيا چېرته د هجرت کولو تمه هم نه لرو بيا داسې ګومان هم نه کوو چې کوم نزدې هېواد به راته پناه راکړي پاکستان او ايران خو پټه او ښکاره له مونږ سره دښمني شروع کړې د مور او مېرې سلوک راسره کوي همدا افغانان يو چې په دې سيمه کې په داسې حالاتو کې ژوند تېروو، په يو حالت کې هم سړی د ښې تمه نه شي لرلی د ښې تمه خو به هلته پېدا شي چې يو څوک داسې فکر وکړي چې دا بدبخته او جنګ ځپلی هيواد کار،اصلاحات او د قانون پلي کولو ته ضرورت لري دا درې ياد شوي څيزونه شته، خو تش په نوم شتون لري عام وګړي صحيح ده چې د دې څيزونو په راتلو به ډېر فکر کوي خو څه وکړي چې هېڅ ځای نه نيسي خبره خو ټوله په هغو کسانو کې ده چې واک او اختيار لري په هغو کسانو کې ده چې د پېسو حساب ترې ورک دی، که کار دی نو خپل ځان ته يې کوي تر څو په بهرنيو هېوادونو کې هوټلونه،بلډنګونه او پلازې جوړې کړي جېبونه او بانکي اکاونټونه له پېسو ډک کړي که اصلاحات راولي نو بيا چېرته دا د عېش او عشرت ژوند کولی شي بيا نو چېرته په داسې لوکسو لوکسو بې نمبر پلېټه موټرو کې ګرځيدای شي چې هر يو يې په سلګونو زره ډالر بيه لري که اصلاحات راولي نو لمړی پکې د ځان خطر ويني ځکه چې دا اوس چې کومه څوکۍ او منصب لري آيا په ځان کې د دې اهليت ويني او که نه؟ خو ښکاره خبره ده چې نه دا په دې چې يو څوک خپل ټول عمر په غرونو،جنګونو او وژنو کې تېر کړي نو هغه به په ځان کې د داسې منصبونو څه اهليت وويني بس ټوله وجه همدا ده چې اصلاحات څوک په زره بين کې هم نه شي ليدلی پاتې شوه د قانون خبره نو په دې هيواد کې يواځنی څيز همدا قانون دی چې نوم لري خو پخپله لا پېدا شوی نه دی همدا قانون دی چې نوم يې چا جوړ کی نو همغه مات کړی هم دی څوک يې چې بايد لمړی پخپل ځان پلی کړي همغه په لمړي ځل تر پښو لاندې کړی دلته هر وخت قانون په غريبو باندې عملي کيږي دلته هر وخت غريب د قانون ښکار شوی دلته چې څوک زور او زر ولري هغه خپله ځان ته قانون وايي دلته چې هر زور واکی هر بد وکړي سپين باز ګرځي او هره بلا چې راځي نو د غريب په سر باندې راځي زما د ترور(خاله) يو لمسی دی عمر يې شاوخوا ۴ کاله دی د چانه يې اورېدلي ول ((غريب تباه دی)) نو هر وخت به يې همدا خبر کوله چې ((غريب تباه)) او د دې خبرې نه پس به کړس کړس په خندا شو هغه ماشوم خو صرف اورېدلې وه چې غريب تباه دی خو
خبر نه و چې په ريښتيا هم غريب تباه دی په خاصه توګه په دې ارزښتناکه ستراتيژيک موقيت (افغانستان) کې،لنډه دا چې که په دې ځای کې په هر چا د قانون پلي کېدل وای نو دومره به سرګران نه وو، اوس چې هر څه راغلي او راځي نو ټول پخپله هم د افغان د لاسه په دې سيمه او موقيت راغلي او راځي ، اشاره د بل چا ده او عملي کول يې د همدې خپلو افغانانو کار دی بالکل هغه خبره راپه ياد شوه چې وايي ((چا پوپو په خپله پوپو)) د دغو خبرو او کارونو په ليدو سره مې فکر ته ډېری نا اشنا،نا اشنا خبرې راځي کله وايم ښه دی چې افغانستان غريب انسان نه دی کنه نو څومره به يې په سختۍ او کړاو ساه ورکړې وه او بيا کله ،کله وايم چې که افغانستان يو قدرت لرونکی او واک لرونکی انسان وای نو دا بعضې ،بعضې خلک به يې څومره په ښايسته-بد مرګ وژلي وای.