د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

روئيد همت 16.10.2012 18:58

ځوانيمرګه زندګي ده زړه چاودلې زندګي ده
د سرور او د مستې نه لرې تللې زندګي ده

هوش،حواس،فکر او خيال مې ميخانه کې بنديوان کړل
د غه څو شيبې زړګيه څومره ښکلې زندګي ده

لېونتوبه راشه راشه ژوند مې ټول رنګين رنګين کړه
بې پايانه خوښي راوړه کړيدلې زندګي ده

اباسين څپه څپه دی زه يې غاړه کې بې هوش يم
چې ته نه يې زما څنګ کې جل وهلې زندګي ده

د همت د زړه ارمانه لاړې خاورې شوې ايرې شوې
پس له دې نه پاس په دار ستا ځړيدلې زندګي ده