د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

روئيد همت 20.05.2012 15:19

بس، خو پوهېږم چې مې ژوند کې مزه پاتې نه ده
زه هم هغه يمه خو هغه،هغه پاتې نه ده

وصاله راشه ګنې شپه مې مېخانې ته وړمه
نور د غمونو د زغملو جذبه پاتې نه ده

يو مې په ذهن کې سرور او مستۍ اور واخيستۀ
بل ستا په خوله باندې د مينې ټپه پاتې نه ده

راوړې يې هر ځل څښم يې هر ځل توبه هر ځل کاږم
ساقي توبې پسې توبه شوه توبه پاتې نه ده

((همته)) ښکاري چې خزان ده درته غېږ پرانستې
د ځوانۍ ګل کې دې خوشبو او وږمه پاتې نه ده