د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اوس به نو له چا څخه پوښتنه وکړم ؟

روئيد همت 27.12.2012 14:55

کله چې په افغانستان کې د طالبانو  واکمني له منځه لاړه او په هيواد کې انتقالي او موقته  دوره پيل شوه نو وار په وار به راته نوې، نوې پوښتنې راولاړېدې کله، کله به مې فکر کاوه چې په نوي حکومت سره به که خدای کول هر راز سختۍ په سيند لاهو شي، د رڼاګانو او ښکلاګانو منظرې به هر طرف، ويرجنې سيمې په خپلې غيږه کې راونغاړي وحشت ته به د پای ټکی کېښودل شي د جابريت بوټی به له بېخه څخه را واېستل شي د ترږميو او ساندو مټې به د مينې ،ورورولۍ او يووالي په تېره توره پرې شي، بيا به هيڅکله د تېر په څير نه جبرانېدونکې پېښې  تر سترګو نه شي، بيا په هيڅکله څوک له کوره نه وېستل کيږي او د مور او پلار په مخکښې به په بې رحمۍ سره نه وژل کيږي، بيا به نو هيڅکله زمونږ  کنډواله شوی،لوټ شوی، او ټپي، ټپي شوی هيواد د بدبختيو شاهد نه وي بس خو ټوله به مينه ،مينه او مينه وي.
همدغه پوښتنې او فکرونه ول چې د هيوادوالو د راتلونکي ژوند د روڼ او ښکلا ښکلا سباوون زېری راکوو، خو دا چې د يو جنګ ځپلي او ويشتل شوي، ويشتل شوي هېواد سياسي او دولتي نظام د ډېرو بې ګناه وګړو د وينو په توېدو سره بدلون وموند نو له دې وروسته به زما هيلې چې د هيواد د سوکالۍ او ارامې فضا لپاره زما په زړه کې تازه تازه راټوکېدلې وې څنګه په نو خپل مرام ته ورسيږي نو دا چې بايد پوه شم نو له مشرانو څخه به مې په دې هکله پوښتنې کولې تر څو د خپلې سياسي تجربې او پوهې په مټ  زما پوښتنو او تلوسو ته ځوابونه او معلومات راکړي ، په هغه وخت کې نو زه  د چا خبره د ماشومانو په کتار کې راتلم، بعضو خو به زما په خبرو هڅ غوږ نه ګروو، بعضو به فکر کاوه چې دې سره به اوس څه خپل ماغزه خورو ، ځان به يې پدې او هغې خبرو تېر اېسته او بعضو مشرانو سره به مې چې خبرې پيل کړې نو کېدای شي چې زما وړې ،وړې پوښنتې به يې زړه ته ولېدلې او بايد هر رنګ چې وي زما پوښتنو ته مثبت ځواب ووايي نو راته ويل به يې چې انشاالله که خدای کول نو نوی حکومت به ستا د ارمانونو مړاوي ،مړاوي ګلان وغوړوي هر څه به سم شي، وژل به ختم شي، د يو او بل نه به مرورېدل ختم شي، د ژوند دغه پيل به ټول دردېدلی،ويرجن او خور ور ملت به په يو ټغر سره راټول کړي، دولت به د هيواد دوسته او غريب پاله خلکو په لاس کې وي، ښوونځي به وي، پوهنتونونه به وي، مدرسې به وي، ستاسو په څېر ماشومانو ته به پارکونه جوړ شي ،نوي کتابونه به درکړل شي چې د کتاب په هره پاڼه کې به د مينې او ورورګلوۍ درسونه درکول کيږي ،هر يو به د سولې د اسمان لاندې ژوند کوي او د دې په څېر نور ډېر څه.........
له هغو خبرو نه دا دی پوره څه باندې يوه لسيزه تېره شوه خو هماغه دولت چې د انتقالي دورې يې پېل کړی و دا دی اوس هم په خپل واک ولاړ دی او اوس مې چې ذهن،فکر او سترګې د ډېرو ناخوالو او ځوريدو شاهدان دي نو بيرته د هاغه ماشومتوب دورې ته د خيال په وزر والوځم او وايم چې هغو مشرانو په خاصه توګه زما پلار  چې هر وخت به يې زما د خوشالولو لپاره مثبت ځواب راکاوه صرف په دغه نيت ول چې يو ماشوم بايد مايوسه او د وړو، وړو ارمانونو واړه، واړه ګلان يې د خاورو سره خاورې نه شي او بس ........