د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اشرف غني څخه ولسي ملاتړ مخ په ټیټیدو او کابینه د قحط الرجال ښکار

روئيد همت 21.12.2014 13:20

زما یو دوست دی چې د ګرانښت اندازه کول یې راته ناشونې ده، هغه سره چې کله خبرې کوم نو د بحث په لړ کې اکثر راته دا خبره کوي چې ( په یو څیز پورې ډیر امیدونه مه تړه) مخکې تر دې زما ذهن کې داسې خبره نه وه چې ګنې زه پرې فکر وکړم، خیر په لمړي ځل داسې خبرې سره مخ شوم چې ارزښت یې دې ته اړ کړم تر څو ښه ډیر فکر پرې وکړم او په ځان یې عملي هم کړم.
خبره داسې ده چې په تیرو دیارلسو کلونو کې مو له دولت څخه هر مهال همدا غوښتل چې په دولتي ادارو کې باید داسې وګړي په دندو وګمارل شي چې پوره وړتیا او اهلیت یې ولري خو دا چې د کرزي دولت د یوې ډیموکراتیکي لارې په بنسټ نه و پیل شوی نو دا کار د امکان له حده بهر و مطلب دا چې د بن د کانفرانس نه وروسته د امریکا په خوښه د افغانستان دولتي چوکاټ او دولتي تشکیلات جوړ کړای شول تر څو همدا امریکا خپلې اوږد مهالې ګټې د هغو اشخاصو په شتون او وجود کې خوندي وساتي چې له پخوا یې ورته د چوپړ کولو ټټر وهلی وـ خیر دا خبرې ډیر اوږد بحث او اوږدې شننې ته اړتیا لري، لنډه دا چې د دولت پیل چې له کوم رنګ اشخاصو څخه په کوم شکل پیل شي نو تر ډیره بلکې تر وروستیو شیبو پورې ترې د مثبت بدلون تمه کول اوبو ته خوب تیرول دي.
په هره توګه، د کرزي دولتي اداره او زور واکي د خلکو په ذهن کې منفي انځور شوې وه او د هیوادوالو په ډیرو تکلیفونو، ویرونو او سوالونو پای ته ورسیده او د یوې ازادې سیالۍ له لارې نوموتو څیرو د قدرت د تر لاسه کولو لپاره شپه او ورځ پر ځان یوه کړه د ټاکنو په ډیموکراتیکه پروسه کې هر نوماند کوښښ کاو چې د ولس ‌ډیر ملاتړ راخپل کړي او ځینې خو د ټاکنو څخه وړاندې یو بل ته تیر او بیر شول، خبره دوه نوماندانو ته پاتې شوه یعنې ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ته خو پاې کې ډاکټر اشرف غني د ولس دومره ملاتړ تر لاسه کړ چې ارګ ته د یوې ډیمکراتیکې پروسې له لارې د ولس په زور ارګ ته ننوځي د عبدالله عبدالله په مقابل کې د اشرف غني محبوبیت ورځ تر بلې زیاتیده او برعکس اشرف غني هم د خپلې پوهې او خپلو خلکو سره د مینې په ظاهرلو باندې ولس سره ډیر نږدې شوی و ولس په دې باور و چې پرته د اشرف غني څخه بل داسې څوک اهل نشته چې د هیواد ماته کښتۍ ساحل ته ورسوي ځکه چې د عبدالله عبدالله تیر او حال وختونه ډیری هیوادوالو ته معلومه ده چې د غني په مقابل کې یو نا اهله شخص دی بس خو ورځ تر بلې د خلکو امیدونه د غني په لور ول او د هیواد د روان ناورین ختمیدل یې د همده په وجود کې لیدل، خبره رانه اوږدیږي خو څرنګه چې ولس د راتلونکي دولت پورې خپل امیدونه تړلي ول خبره هغسې پر مخ لاړه نه شوه دولت تقسیم شو امریکا خپل پخوانی ټیم د اشرف غني سره یو ځای کړ او اشرف غني هم خپل استقلالیت او د ولس فکر او امیدونو ته زیان ور واړوو، اوس خبره دلته ده چې غني نه شي کولی چې په مستقله توګه کومه فیصله وکړي ځکه چې صلاحیتونه او هغه واک چې باید ده سره وای ټینګ نه شو کړی ولس ته یې شا کړه او ولس څخه یې لرې والی غوره وګڼه غني په دې پوه دی چې د ولس زور د خدای زور دی او چې کله د ولس ملاتړ ترې له منځه ولاړ نو بویه چې بیا به یې قیصه مفته وي، غني ته پکار و چې هر هغه څه چې په ده باندې تحمیل کیدل نو باید چې ولس سره یې شریک کړي وی بس خو په ولس باندې غږ و نه شو، او په همدې نه غږ باندې د ولس حق د تیر په څیر له کومي تیر شو او تیریږي. اوس چې خبره د ولس څخه د پردو تر شا د حل کولو شوه نو د دولت د تشکیلاتو جوړښت میاشتې میاشتې وخت ونیو او بیا چې د کابینې د احتمالي غړو نومونه خلکو ته ورسیدل نو ملا معنوي پکې د څو وزارتونو لپاره نوماند دی هههههههههه فیض الله ذکي پکې هم خان مخکې مخکې کوي ههههه صلاح الدین رباني خو بلکل ځان د یو وزارت وارث ګڼي توبه خدایه توبه دا څه مو غوښتل او څه کیږي هههههه بس د زړه له درده یوه خندا راته راپاتې ده نور څه نه شته ..... اشرف غني!!!! ته تکړه شه خپل تکړه اهل ملګري ځان نه همداسې شړه او دولت به درنه سقاویان ونیسي په خیر، بیا ته کینه او بي بي ګلې پسې ژاړه ....

زما ګران او زړه ته نږدې دوسته! ستا دا خبره به له یاده نه وباسم ، پرته له خدایه به نور هیڅ څه پورې امیدونه نه تړم .... ډیر ګران یې راباندې