د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ماشومتوب د وختونو خاطرې

روئيد همت 31.12.2014 00:25

مونږ د جنګ له اوره پیښور ته مهاجر شوو په هغه وخت کې مو یواځې د جنګ توری اوریدلی و نور پرې نه پوهیدو چې جنګ څه وي، ټوپک څه وي، راکټ څه وي او وینه تویول څه وي؟ ذهن مو هم دومره کار نه کاوه چې د مشرانو نه د دې څيزونو په هکله پوښتنه وکړو بس یواځې مو دا اوریدل چې په کابل باندې د دوه درېو ډلو حملې پر یو او بل روانې دي نن پکې پلانکي ځای کې دومره وژل شول او په پلانکي ځای کې دومره، خو مونږ به بیا هم له داسې خبرو څخه څه شی نه شول اخذ کولی ځکه چې مونږ د ماشومتوب په دنیاګۍ کې ګرځیدو ځانونو ته به مو لا د خټو کورګي جوړول، بس خو مشرانو به د زړه وینې څښلې او مونږ به په خپلې دنیاګۍ کې بې فکره، بې خیاله، مست او سرشاره ژوند تیراوه.
ښه مې په یاد دي چې مور او پلار مې یوه ورځ راته په مینه د ښوونځي ښیګڼې وویلې راته یې وویل چې لوبې او مستي هم کوه او ښوونځي کې به دې هم شامل کړو، ښونځی مې نه پیژانده او دا نوم خو یې راته څه بل شان ښکاره شو نو ما په ژړا شروع کړه چې زه به اوس څنګه ښوونځي ته ځم ځکه چې ښوونځي کې لوبو لپاره څه شي وي چې زه پرې لوبې وکړم، مور مې وهڅولم راته یې وویل چې هو په ښوونځي کې ستا د لوبو لپاره هر څه پیدا کیږي، هسې له ښوونځي ډاریدم خو په زړه کې ډاډه په دې وم چې مور مې په ښوونځي کې استاده وه او مور به راته په خپل ټولګي کې درس راکاوه نورو زده کوونکو به مې مور ته معلم صیب یا استاد ویلې خو ما به ورته لا هم د ټولو زده کوونکو په مخکې غږ وکړ مورې اوبو ته اجازه ده، یا مورې دا درس زما هم یاد شو، زه دومره د ماشومتوب په دنیاګۍ کې وم چې د تفریح پر مهال به مې هم یوه شیبه له مور جانې پرته نه شوه تیروله، خیر وخت تیر شو لمړي ټولګي څخه دوهم ټولګي ته بریالی شوم خو بیا مې ویره پیدا شوه چې اوس به څنګه له لمړي ټولګي څخه دوهم ټولګي ته ځو ما فکر کاوه چې بس په ښوونځي کې به مو له یوې کوټې څخه بلې کوټې ته د درس ویلو لپاره بدلوي په دې هم ما فکر کاوه ښه چې مور مې راسره نه وي نو بیا به څه کوم؟ په هره توګه دوهم ټولګی مو شروع شو خو دا ځل زه مې د مور سره په تولګي کې نه وم بلکلې بله معلمه زمونږ ټولګي ته راغلې وه ما کوښښ کاوه چې د لمړي تولګي په څیر به دلته هم د خپل ماشوم زړه په خوښه مستي کوم، په ټولګي کې به د لوبو موټرکي، توپ (بال) او نور توکي ځان سره وړم راوړم، خو... خو زما فکر څه غلط شان وخوت هسې نه وو څنګه چې یې په هکله ما کوښښ او فکر کاوه نه د موټرکي راوړلو ته چا پریښودم او نه مې د توپ (بال) سره لوبې کولې شوی دا ځل یې راته پنډ کتابونه راکړل چې دا به په دې کال کې وایو، خدای پیښه کړه او د کتابونو په ویلو مو شروع وکړه پرته له مبالغې په ټولګي کې په ډیر درس ویلو او په ښوونځي کې د ځانګړو ورځو پر ویاړ د ونډې درلولو سره ټولو معلمانو ته ګران وم، درسونه مې ویل او د لوبو کولو چلونه رانه ورو ورو هیریدل ځکه چې په کال کې به دوه درې معلمانې بدلیدې هر استاده به چې راتلله نو خپل روب داب به یې په ماشومانو اچوو ههههههه زه هم څه نا څه له درسونو سره بلد شوم کتابونه مې وپیژندل خو څه چې ما په هغو کتابونو کې لوستي او څه چې راته په دوهم او بیا په دریم ټولګي کې تدریس کیدل او راته زده کول کیدل زما په شمول ټولو هغو ماشومانو سره ظلم ګڼم، داسې ظلم چې د کتاب لیکونکي ته مې هیڅ په زړه دعا نه راځي دا کتابونه ټول د بهرنیو هیوادونو په مالي مرستو چاپیدل او بیا مونږ ته راوړل کیدل او بیا مو کتابونو کې دا لوستل چې :
(ت) توره زما ماما توره لري او په توره جهاد کوي.
(ټ) ټوپک زما ماما ټوپک لري او په توپک جهاد کوي.
درې صندوقه مرمۍ+ دوه صندوقه مرمۍ څو صندوقه کيږي؟
د ۷ کلاشینکوفونو نه چې ۲ کلاشینکوفونه منفي کړې څو پاتې کیږي؟
۱۰ دانې بمونه چې په ۵ کسانو وویشې څو څو بمونه هر کس ته رسیږي؟

زمونږ د ماشومتوب حقیقې زده کړې د پردیو د ګټو په خاطر قرباني شوې په هاغه وخت کې چا پر ما دا حق چا درلود چې په کتابونو کې داسې موضوعات راته ولیکي او بیا یې راته تدریس کړي په هغه وخت کې خو ما دا فکر کاوه چې زه په دوهم تولګي کې د لوبو موټرکي ځان سره وړم خو څه خبر وم چې زما له ذهن څخه به د مستیو د موټرکیو فکر ورانیږي او ځای به یې سنګر، مرمۍ، ټوپک، توره، بمونه او کلاشینکوفونه نیسي هی افسوس افسوس افسوس د هغه چا په حال چې داسې کتابونه یې چاپول او بیا یې پر مونږ زده کول .

اوس همدومره