د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بې ضميرو ښار

روئيد همت 26.02.2013 17:52

ای د ژوندون په ګردابونو کې راګير ماشومه !!! ته پو هېږې چې نن په تا څه شوي وو ؟ نه ته به څه وپوهېږې ځکه چې په کوم حالت کې چې تا د ژوند شېبې رالنډولې،په کوم حالت کې چې تا د بدرنګه وخت د ناکردو نه پناه وړې وه د لوی سړک په غاړه بې هوښه پروت وې پر تا باندې د راجمع شويو دوه درې کسانو زړونه اره، اره ښکارېدل.
غريب ماشومه!!! ته پوهېږې چې سړی بې هوښه شي نو د بدن حرکات يې کار پرېږدي د درد او کړاؤ احساس يې مړ شي خو ته په داسې حالت کې پروت وې چې په بې هوښۍ کې هم کړېدلې ستا د کړېدلو ظاهري بڼه داسې وه لکه د بدن نه چې وينه د وتلو په حال کې وي او بدن ورسره ترپکې وهي،ته داسې حالت کې وې لکه همدا اوس چې عزرائيل ستا روح ډېر په سختۍ سره اخلي تا نه را چاپېر دوه درې کسانو ستا پښې او لاسونه موښل زه په موټر کې د کار ځای ته روان وم چې ته مې په دې بد حال وليدې درته راکوز شوم ستا څنګ ته راغلم ډېر بې وسه وم هيڅ مرسته مې له لاسه نه درته کېدله بس ما هم د نورو په څير درته لاسونه او پښې موښل ،راته ياد آيتونه او سوتونه مې در باندې چُف کول.
ای ځورېدليه،کړېدليه ماشومه!!! ته چې بې هوښه شټېدلې نو ستا په خاورو شوی سر د ملي اوردو يو سرتېري په خپله پاکه غېږه کې ايښی و او بيا چې همدا د ملي اوردو سرتېری د دې وطن بعضو اشخاصو ته په لاس ورشي نو ټټر ورته سوری ،سوری او سر يې ورته له بدن څخه جلا کوي.
ای زما د هېواد بېوزله سرګردانه او د يوې مړۍ ډوډۍ پسې له کوره ورک ماشومه !!! ته پوهېږې چې نن به ستا ناروغه مور،نازولې کمکۍ خور او کوچنی ورور ستا په لاس د ګټل شويو روپو په ډوډۍ پسې خپلې دوه سترګې څلور کړې وي خو هغوی ستا له دې بد حالت نه څه خبر چې ستا تنکی بدن په دې سړه هوا کې د سړک په غاړه بې هوښه پروت په خاورو ډک پروت دی.
ماشومه !!! تا سره د جاولو نيمه خرڅه شوې قوطۍ هم وه ښايي چې د همغو په پلورلو سره به دې بېګاه ته وږې کورنۍ ته ډوډۍ وړله.
ای بدبخت ماشومه!!! ته په هوښ راغلې خو سر دې نيولی و ته چې پر ځمکه پريوتې ښايي چې سر دې ضربه خوړلي وي د درد احساس دې کاوه ورو، ورو روان شوې بدن کې دې دومره ساه نه وه چې ستا وړې، وړې پښې درسره درکښ کړي، ته پوهېږې چې ته ولې داسې يې او يا پوهېږې چې تا سره ولې داسې کيږي؟؟؟؟ نه پوهېږې ؟؟ زه يې درته وايم ته غوږ شه.
دغه کوم حالت چې پر تا راغلی دا څه اوسنی ندی د نن نه څه د پاسه درې لسيزې کيږي چې په دې هېواد کې ستا په څېر جنتي ماشومان د خپلو هيلو او مرادونو د پوره کېدو نه مخکې د غم درنو درنو څپېړو وهلي او په خپلو ارمانونو يې په خپله د لحد تيږې ايښي دي.
ای ګلاب ،ګلاب ماشوبه !!! دلته ستا مشرانو ته له پامه غورځولی يې پخوا يې هم غورځولی يې او نن يې هم، پخوا ستا مشرانو د جهاد نه وروسته د قدرت تږي شول داسې تږي لکه د صحرا بوټي چې د باران په انتظار کلونه، کلونه تيروي د قدرت د تندې د ماتولو لپاره يې د هېڅ شي نه درېغ نه کاوه ضميرونه يې مړه شوي وو، په خپلو منځونو کې سره اخته شول داسې د يو بل سره ونښتل لکه په هوسۍ چې وږي زمريان راتاو شي، ټولو به سره يو او بل ويشتل دا نه وه چې دا مسلمان دی او که کافر د دواړو خواو نه به چې ډز وشو نو د الله اکبر چيغه به يې پورته کړه په دواړو خواوو کې به چې څوک ولګېد نو د شهادت او مردارېدو پته يې نه لګېده ځکه چې دواړو خواوو ځانونه مسلمانان ګڼل.

ای د دې وخت بد نصيبه ماشومه!!! د دې جنګونو پر مهال داسې نه وه چې د دې مشرانو بچي هم د دې مردار جنګ قرباني شوي وي نه پام کوه چې د هغوی بچيانو ته د ځان په څير فکر ونه کړې د هغوی بچيان د وخت په عصري کورونو کې اوسيدل په ښايسته، ښايسته ځايونو کې يې شپې او ورځې سبا کولې د هغوی بچيانو د هېواد نه بهر په شاندارو ښوونځيو او پوهنتونونو کې ذده کړې کولې خو چې ستا په څير تنکی ماشوم به د مور په غېږ کې او يا هم په کوڅه کې د لوبو کولو پر مهال په مرمۍ ولګېد نو د شهيد نوم به يې ورته ورکړ،هغوی صرف د شهيد سپېڅلی نوم دربښلی وو چې په خپلو اولادونو يې هم نه پېرزو کاوه او بس، هغوی ستا د تعليم او تربيې په هکله فکر نه کاوه ځکه چې وزګار نه وو ډېر زيات مصروف وو، هغوی ستا د روښانه راتلونکي په هکله فکر نه کاوه ځکه چې ته يې د زړه ټوټه نه وې، ته پردی وې، ته بل څوک وې،ته بل چا زېږولی وې او اوس دادی د هغوی بچيان د اعلی تعليم خاوندان دي په لويو،لويو څوکيو کار کوي لس شل تنه ساتونکي په ځان پسې ګرځوي په محلونو کې اوسيږي او د تفريح لپاره له هيواده بهر ځي، او ته !!! ته پرون هم همداسې وې او نن هم همداسې در په در کله يو ته او کله بل ته لاسونه اوږدوې يوه قوطۍ جاولې دې لاس کې وي د پلورلو لپاره يې فکرونه کوې کور ته د ډوډۍ د پېدا کولو لپاره فکرونه کوې، ښوونځی دې د غريبۍ له لاسه شاته پريښی او د قلم وکتابچې درک خو دې بيخي نشته .
ای مظلوم ماشومه !!! تا ته وايم!! ته په داسې ځای کې پېدا شوی يې چې ښوونځي مو د کفر د تعليم په نوم په بمونو الوځول کېږي..... ته پوهېږې چې خدای او رسول تا ته ځانګړی حق درکړی، تا ته يې مقام درکړی ،ته يې په ځمکه د ځمکې واکدارانو ته سپارلی يې تا ته قانون جوړ شوی ستا حق د لمر په څير روښانه دی، کفار ستا په نوم مرستې راليږي خو د دې هيواد مسلمانان يې نه درکوی او خپلو جېبونو ته يې اچوي.
ای ښکليه په خاورو خړ پړ ماشومه!!!!!!!!! ته پوهيږې چې د ځمکې دا واړه خدايان تا ته خپل حق نه درکوي تا ته چې کوم قانون جوړ کړای شوی هغه نه عملي کوي نو ای ماشومه !!!!!!!!! ته چې هم را لوی شوې او په هر څه پوه شوې نو ته هم پوره حق لرې چې د ځمکې د خدايانو د جوړ کړای شوي قانون نه... بغاوت وکړې،بغاوت وکړې بغاوت..... بغاوت.....