د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوسیالیزم

محمد داود نیازی 22.09.2012 13:30

د سوشياليزم کلمه د نړۍ په هر ګوټ کې استعماليږ او تل په سياسي ،اقتصادي او علمي بحثو کې پر خبرې کيږي.سوشياليزم د مفهوم او مانا له مخې تقريبا دوه زره څلورسوه اته ديرش کاله وړاندې موجود وه.خو دلفظ او کلمې له رويه د نولسمې پيړۍ محصول دى او دنولسمې پيړۍ په سر کې رامنځته شوې چې په اقتصادي کتابونو کې ددغې کلمې د حقيقي پيدا کوونکي تر منځ اختلاف موجود دى .په ځينو کتابونو کې د سوشياليزم د کلمې پيدا کوونکې رابرټ اوون ښودل شوى مګر د فرانسې نوميالي عالم پير لرو په خپل کتاب کې (ګرودو سامار) داسې ذکر کړي چې د سوشياليزم کلمه لومړى ما استعمال کړې.
د سوشیالیزم تعریف: ډیرې سیاسي او اقتصادي ټولنې خپلې طریقې سوشیالسټي بولي مګر په نظریاتو او کړنو کې يو له بل سره توپیر وجود لري د مثال په ډول انارشستان ځانونه سوشیالستان بولي خو د خپلو نظریاتو له وریه په فردیت را څرخي د فرد په اصلاح کې د ټولنې اصلاح ويني حکومت او دیکتاتوري نه خوښوي.همدارنګه کمونسټان او مارکسسټان هم د سوشیلیږم نارې وهي مګر هغوی وایی چې د ټولنې اصلاح د فرد اصلاح ده چې دحکومت او دیکتاوري طرفدار دي.د پورتنیو توپیرنو له کبله د سوشیالیزم تعریفول هم ستونزمن کار دی خو بیا هم کولای شو په لاندې ډول ېې تعریف کړو:سوشیاليزم د هغه ښونځي او طریقې څخه عبارت دی چې عقیده لري چې دپانګوال نظام د مالکیت او کار ډول ظالمانه ده باید د ټولنې له لوری ورته تغیر ورکړل شی.همدارنګه سوشيالسټان وايي د ټولنيزو مسايلو د حل لپاره بايد په ټولنيز ډول اقدام وشي او دثروت سرچينې بايد د ملت په لاس کې ورکړل شي.د تولید وسایل د دولت او یا ټولنیزو اتحادیو او کوپراتیفونو په ملکیت کې ورکول کیږي. په داسې نظام کې شخصی ملکیتونو ته اجازه ورکول کیږی، خو د خصوصی ملکیتونو شته والی د دولتی قانون له مخې منعه وی.
له شخصی مالکیت څخه مقصد پرهغه شتمنیو باندې د شخص تصاحب دی چې د هغه د شخصی او کورنیو اړتیاوو د پوره کولو له پاره ترې کار اخیستل کیږی، خو د نورو د کار د ثمر د خپلولو او استثمار لپاره نه شی کارول کیدای. د مثال په توګه، د اوسیدلو کور، جامې، بایسکل، موټر، هغه اندازه ځمکه چې یو شخص او د هغه د کورنۍ غړی پخپله ورپکې کار وکړی او همدا ډول نور ټول هغه څه چې یو څوک یې د خپل شخصی او کورنی ژوند له پاره کاروی.
ددې په وړاندې خصوصی مالکیت د تولید پر وسایلو باندی دافرادو له هغه ډول تصاحب څخه عبارت دی چې د افرادو د شخصی او کورنیو اړتیاوو څخه زیات وی او د هغو په واسطه د نورو هغو کارګرانو او مسلکی کسانو د کار څخه ګټه اخیستل کیږی چې د همداسې وسایلو د نشتوالی له کبله په خپله په مستقل ډول په تولیدی او خدماتی فعالیتونو کې برخه نشی اخیستلای. د تولیدی وسایلو څخه بې برخې کارګران او ماهران د خپل ژوند د اړتیاوو د لاسته راوړو او په خپله تحصیلی څانګه کې د کار د موندلو له پاره دې ته اړ وی چې د کوم بل پانګوال سره چې د مناسبو تولیدی وسایلو څښتن دی، کار وکړی. په پایله کې د خپل کار او لاس د محصولاتو ګټه په لږه او یا ډیره اندازه د هغو د کار ورکوونکي پانګوال لاس ته ورځي.
ددې له پاره چې د شخصی او خصوصی مالکیت تر منځ موضوع ښه څرګنده شی دلته به د یوې ټوټې ځمکې مثال راوړو:
که یو څوک شخصی ځمکه ولری، په هغه کې پخپله دی او د هغه د کورنۍ غړی کار او تولید وکړی او پیداوار یې هم د خپل کور د اړتیاوو له پاره ولګوی، نو د ځمکې ټوټه د هغه شخصی ملکیت ده او په سوشياليزم کې يې د ساتلو او کاله کولو حق لری. خو که چیرې یو څوک په ځمکه کې پخپله کار نه کوی، خپله ټوټه ځمکه چاته په اجاره، کرایه او یا ده کروندګر ته په دکروندګري ورکوی، نو دا ځمکه د هغه په خصوصی مالکیت اوړی او په سوشياليزم کې یې د ملکیت او د هغو په وسیله د بل چا د کار او زیار د ثمر د خپلولو حق نه لری.
سوشياليزم ته د رسيدو مراحل
• نيوکه :د سوشياليزم ښونځي اصولاً د ټولنې پر موجوده انتظامونو نيوکې کوي دوى په ټولنه کې د طبقاتو د له منځه وړلو لپاره کار کوي چې دلته دوه ډوله اقدام غواړي يو ډله وايي چې ډير ژر بايد بدلون راشي بله ډله وايي چې لومړى بايد سياسي ،اقتصادي ،ټولنيز او کلتوري څيرنه وشي بيا بدلون راشي.
• هيله: سوشيلسټان هيله لري چې د راتلونکي زمانې خلک به کوشش وکړي چې د توليد اوسنى نظام چې سم نه دى بيرته کړي او دهغه پر ځاى يو داسې نظام ټينګ کړي چې د مساوات پر پايو ولاړ وي .
• عمل: يوه ټولنه سوشيالسټي نظام ته د رسيدو لپاره دسوشيلسټانو تر منځ اختلاف موجو دى يو ډله ېې د عمومي انقلاب طرفدار دي چې په هغو کې المانى کارل مراکس او ملګري ېې د دې نظرې ملاتړ دي.کارل مارکس يوازې داسې نه وايي چې انقلاب د وشي بلکې هغه عقيده لري چې دا ډول انقلاب کيدونکى او راتلونکى دى.هغه د پانګوال نظام څخه مخالف وه او په ټوله نړۍ کې کارګرو ته همدا يوه خبره کوله د نړۍ کارګرو يو له بل سره متحد شي.مارل مارکس او دهغه ملګرو د سوشياليزم ته د رسيدو لپاره د کارګرو انقلاب او د يو څه وخت لپاره د هغوي ديکتاتوري غواړي،پانګوال نظام ټولنه په دوه طبقو ويشي.د مارکس په عقيده تاريخ د طبقاتو ترمنځ د کشمکشو او اړودوړ څخه عبارت دى نه دمللو د جنګ څخه تاريخي پيښې د اقتصادي قدرت او زور لاندې پيدا شوي.
د کارل مارکس د نظريه په عملي ډګر کې په اوسنۍ روسيه کې د ناکامي سره مخ شوه د مارکس ، انګلز او لېنن سوشيالسټي مفکوره د نړۍ په نورو هېوادنو کې هم خپل ارزښت له لاسه ورکړو:
د سوشياليزم بنسټيز اصول:
1. ټولنيز ملکيت:به سوشياليزم کې خصوصي ملکيت وجود نلري د توليد ټول وسايل(ځمکه،کار،پانګه،مديريت) د حکومت به لاس کې وي.
2. خصوصي کاروبار وجود نلري:په سوشياليزم کې خصوصي کاروبار وجود نلري ټول خلک له حکومت سره کار کوي او د دولت نوکران وي.
3. د شتمنۍ مساوي ويش: په سوشياليزم کې ټول کاروبار د حکومت په کې وي له کاروبار څخه چې کومه ګټه تر لاسه کيږي د حکومت خزانې ته ځي او په ټولنيزو کارونو ېې لګوي.
4. کاروبار:په سويشاليزم کې ټولو خلکو ته د کار د حکومت له خوا ورکول کيږي.
5. د پلانونو جوړول:په سوشياليزم کې يوه اداره وجود لري چې د حکومت لپاره ټول اقتصادي پلانونه جوړوي چې تر ډیره بريده په دې پلانونو کې د دولت سیاسی مرامونه په پام کې نیول کیږی.
6. فکري اتحاد: په سوشياليزم کې ټول خلک يو ‌نظر لري د سوشياليزم لپاره کار کوي او د کپټليزم خلاف وي.
د سوشياليزم او کمونيسم تر منځ توپير: کمونیزم اوسوشلیزم عموماً دواړه یودبل پرځای استعمالیږي ځکه دغه دواړه مکتبونه دکپیټلزم خلاف دي. ددغو دوو مکتبونو ترمنځ ډېرورته والی او هم ډېرتوپیر وجودلري خوپه توپیرپوهیدل یې ځکه ستونزمن دي چي مختلفو ټولنو (هیوادونو) د دواړو اقتصادي مکتبونو ګڼ شمېر ډولونه عملي کړي اودا دواړه مکتبونه یې دتعصب ،یواړخیزه قضاوت په رڼا کي اودخپلي خوښي سره سم تعریف ، ورته اوسره بېل کړی دي. لیبرالان غواړي چي پریکړي دټولوافرادوسره شریکي شي البته دافرادو په ترجیح مګر محافظ کاران غواړي او وايي چي پریکړې باید دڅومحدودو نفرو تر منځ سره شریکي شي البته دیوه فرد په ترجیح.
سوشلیزم عموماً اقتصادي نظام یاښونځي ته راجع کیږي خو کمونیزم بیا هم پر اقتصادي او هم پرسیاسي ښونځي دلالت کوي. دکمونیزم له مخي دخدماتواواجناسوتوزیع دافرادواړتياوو پراساس رامنځ ته کیږي خو سوشالیزم بیا استدلال کوي چي د خدماتواواجناسوتوزیع دافرادو دهلوځلوپر بسنټ رامنځ ته کیږي.
په کمونیسټي اقتصاد کي دکپیټلیزم له پاره ځای نه سته خو سوشالیزم بيا وايي، څرنګه چي ثروت دخلګوترمنځ توزیع کیږي نو کېدای شي د کپټلیزم ځیني اړخونه په سوشيلیسټي اقتصاد کي ځاي ولري. سوشيالیزم هغه ښونځى دى چي وايي کارګره طبقه باید منابع په ټولیزه اوډیموکراتیکه توګه ترلاسه کړي چي وکولای سي دټولني داکثریت دبهبود له پاره اجناس تولید کړي. کمونیزم هغه ښونځي ته وايي چي په ټولنه کي باید نه دطبقې استحصالوونکي، استحصالېدونکي اونه تېری کوونکي اوتېری کېدونکي باید وجود و لري.