د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان د مالي سيستم پرمختګ ته کتنه

محمد داود نیازی 29.01.2012 13:43

دافغانستان مالي سيستم د1381هـ ش کال تر وروستيو پورې، په بې سارې توگه له فعاليته لوېدلې وه، او يوازې شپږ نيمه فعاله، بي سيالي او ديوالي شوي دولتي سوداګريزو بانکونو وجود درلود؛ چې د هغو له جملې څخه يوازې درې بانکونه يې ډېر بې سيالۍ وه او د خپلو پورونو د بيا ورکړې توان يې هم نه درلود. په نتیجه کې يې جوازونه لغوه او وروسته منحل شول، او پاتې درې نور بانکونه( د افغان ملي بانک ، پښتني بانک او د صادراتو د پراختيا بانک )نوي جوازونه ترلاسه، چې له يوې مودې وروسته د صادراتو د پراختيا بانک له پښتني بانک سره مدغم شو .د افغانستان د بانکوالۍ د نوي قانون په تصويبيدو سره د بانکوالۍ نظام ته د ودې زمينه برابره شوه، چې دا د اوس د لسو کالو په تېرېدو سره د افغانستان بانکي نظام د هېواد دبرياليو سکتورونو څخه شمېرل کېږي، اوپه تېرو څو کلونو کې د بې سارې لاسته راوړنې له کبله پردې وتوانېدل چې د اقتصادي ودې او پراختيا په برخه کې فعاله ونډه واخلي. دهېواد په اقتصادي وده کې د مالي سيستم ارزښت په پام کې نيولو سره او دافغانستان د ملي پرمختايي کړنلارې له مخې چې د کاري لومړيتوبونو په سر کې د مالي سيستم پراختيا اوپه پياوړتيا ټينګار کوي د هېواد مرکزي بانک د مالي سيستم د فعاليتونو او دپراختيا د يو څارونکي مسوول اورګان په توګه ددې نظام د ودې لپاره اغيزمن ګامونه پورته کړي دي.دافغانستان بانک د همدې مسووليت په رڼا کې تر اوسه پورې 17بانکونو ته چې دوه يې دولتي 10يې خصوصي او 5يې دبهرنيو بانکونو څانګې دي جوازونه ورکړي دي، چې دغه بانکونه د375 څانګو او چوپړتيايي واحدونو له لارې د هېواد په 34 ولايتونو کې بانکي چوپړتياوې وړاندې کوي؛همدا ډول د افغانستان بانک د اسعارو ،صرافانواو پولي چوپړتياو ورکونکو ته 468جوازونه ،صرافانو او 149 پولي چوپړ ور کوونکو ته جوازونه ورکړي دي.نړۍوال بانک د 2010م کال د Doing business د راپور له مخې افغانستان چې په 2008م کال کې پورونه ته دلاسرسۍ له مخې د نړۍ 180يم هېواد وو، خو د يو کال په تېرېدوسره( 2009) 53ګامه مخې ته راغلى دی، او د نړۍ د هېوادونو په منځ کې 129 ځای خپل کړی دی، چې داپرمختګ د هېواد مالي نظام ته بې سارى پرمختګ ګڼل کېږي. دافغانستان د بانکي نظام ټوليزه شتمني په کال 1381هـ ش کې له 60ميلونو ډالرو څخه کمه وه؛چې اوسمهال څه باندې 3 ميلياردو ډالرو ته رسيږي او له 1383هـ ش کال راپدېخوا په سلو کې څه باندې 64% وده ښکاره کوي،همدارنګه د پورونو اندازه يې هم 1.17ميلياردو ډالرو ته لوړه شوې، چې په سلو کې څه باندې 1865وده ښيي او دا پرمختګ د هېواد په تاريخ کې بې ساري دی، چې د خلکو د امانتونو اندازه 2.4ميلياردو ته رسيدلې او د 1383هـ ش په پرتله 1198% په سلو کې وده ښيـي دافغانستان د بانکي نظام ټوليزه شتمنـي پرته د بهرنيو بانکونو له څانګو څخه 20ملياردو افغانيو ته رسيږي، چې د 1383هـ ش په پر تله په سلو کې 126وده ښيي په ټوليزه توګه د افغانستان بانکي نظام هر کال په منځني ډول په سلو کې 53%وده ښيي او دا وده د دې لامل شوې چې د 7203 څخه زيات هېوادوال د بانکي نظام په چوکاټ کې په باکېفته دندو ګومارل شوي، او تر اوسه شاوخوا 79زرو حکمي او حقيقي شخصيتونو له بانکي سيستم څخه په هوايي کرښو،فابريکو،روغتونو ،د لوړوزده کړو شخصي موسسې،رسټورانټونو او وړو سوداګرو لپاره د پانګې اچونې پورونه ورکړي، چې ددې پانګې اچونې په زرګونه دندې رامنځته کړي او د خلکو د ژوند په ښه کېدو کې مهمه ونډه اخيستې ده.په ټوليزه توګه په دې وروستيو کلونو کې بانکي چوپړتياو ته لاس رسى د پام وړ زياتوالی موندلی دی. د ACSS سيستم د سوداګريز و بانکونو تر منځ د انتقالاتو او د بين البانکي تصفيي لپاره کارول کېږي، چې دا بدلون په معاملاتو کې د چټکتيا ،ډاډمنتيا او رونټيا په برخه کې يوه ګټوره او اغېزناکه لاسته راوړنه ده په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې د ACSSسيستم چې محدود ظرفيت لري په RTGSسيستم چې د لېږد رالېږد او دمعاملاتو د لېږد ډېر پراخ او نامحدود ظرفيت لري واړول شي .
د افغانستان د بانکوالۍ د نوي قانون په تصويبېدو سره 17سوداګريزو بانکونو ته جوازونه ورکړل شوي،نوې او عصري بانکوالي رامنځته شوې، چې ور ور د پوخوالي په لور روانه ده.د جنايتکارو سازمانونو او تروريستي ډلو له خوادهېواد له مالي نظام څخه د بدې گټې اخيستنې د مخنيوي لپاره د افغانستان بانک دپيسود تظهير اود جرمونو څخه د عوايد تر لاسه کولو په وړاندې د مبارزې قانون او د تروريزم د تمويل په وړاندې د مبارزې قانون چمتو او د افغانستان د اسلامي جمهوريت ولسمشر لخوا توشيح شول .د افغانستان بانکي نظام د اوسنۍ اړتيا و او د بانکي چوپړتیاو د پراختيا په پام کې نيولو سره لایقه تخنيکې کدرونو او کارکوونکو ته اړتيا لري، چې ښې بانکي چوپړتیاوې وړاندې کړي،چې د بانکوالۍ دغه انسټيټــوت به ډېر ژر د بانکي نظام د مسلکي کسانو د کمښت ستونزه حل کړي او د وخت په تېرېد سره به دسيمې په کچه د بانکوالۍ اومالي زده کړو په معتبر انسټيټوت بدل شي ؛په دی انسټيټوت کې به په لومړي قدم کې د افغانستان د بانکي نظام له 7000تنو زيات کارکوونکي د بانکوالۍ،محاسبې،د پور ورکولو او مالي خطراتو د سيستم او په نورو برخو زده کړې وکړي،چې اوسمهال د متخصصو کدرونو د کموالي له کبله د سوداګريز و بانکونو مشران او عامل پلاوى له بهر څخه را غوښتل کېږي د پورتنيو توضيحاتو څخه څرګنديږي چې سوداګريز بانکونه د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهمه ونډه لري.