د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان اوبه بندونه غواړي

محمد داود نیازی 23.04.2013 17:38

اوبه د ژوند له اړينو اړتياوو څخه شميرل کيږي،په نړۍ کې انسان پرته له اوبو ژوند نشي تيرولی،اوبه د انسان په ژوند کې په مخامخ او نا مخامخ ډول ځانګړی اهميت لري،په نړۍ کې هيڅ يو ژوندی موجود خپل ژوند پرته له اوبو مخ ته نشي وړلی ، اوبه د ځمکې په سر د سيندنو،ويالو،سمندرنو،بخار او کنګل په ډول شتون لري.اوبه د دې تر څنګ چې د انسانانو او وحشي ځناورو په ورځني ژوند کې د څښاک له لارې اهميت لري د انسانانو په اقتصادي ژوند کې هم خورا اهميت لري.د اوبو د اقتصادي اهميت په اړه په کال 1999 زکال کې دوبلين په نړيوال کانفرانس کې د اوبو اقتصادي اهميت په نړۍواله کچه مطرحه شو او دا سکالو يې د يووشتمې پيړۍ په اجنډا کې شامله کړه د کانفرانس ګډون والو د رايو يو والي دا پريکړه وکړه چې اوبه يوه اقتصادي ماده ده.د طبيعې سرچينو لکه ځمکه ، ځنګل ،کان،ژويو په خلاف د اوبو اغيزه له سياسي پولو بهر هم موجوده وي لکه د سيندونو جريان په څو هيوادنو کې . په تيرو زمانو کې به جګړې د خاورو او ښارونو د نيولو په سر وې خو اوس کارپوهان اټکل کوي چې د راتلونکو جګړو يوه لويه برخه به د اوبو د سرچينو د کنټرول په سر وي. همدا اوس د عربو او اسرايلو د لانجې او کشمکش يو مهم ټکی د اوبو د ونډې په اړه اختلاف دی. پاکستان که څه هم په ظاهره د کشميريانو د حقونو په موخه له هند سره اختلافات لري خو هلته هم يو ډير اصلي جنجال د اوبو د کنټرول په موخه دی. دغه راز زموږ په شمال کې په منځنۍ اسيا کې د ډيری کارپوهانو په اند، د بيلابيلو جمهوريتونو تر منځ د پټ کشمکش اصلي ټکی د اوبو کنټرول دی.
افغانستان د نړۍ هغه هېواد دی چې سيندونه يې له خپلې خاورې سرچينه اخلي، خو اوبه يې تر ډيره بريده نورو هيوادنو ته ځي. لکه څنګه چې کشمير د خپلو اوبو د سرچينو په موخه د جګړې او کشمکش ميدان دی،همداسې د افغانستان د دېرش کلونو کشمکشونو يو سبب همدا اوبه دي. افغانستان د اوبو له کبله يو غني هيواد دی چې د اوبو کلنۍ جريان يې 57 ميليارد متره مکعبو ته رسيږي .څيړنې ښايی چې په افغانستان کې نظر د اوبو نورو سرچينو ته له سيندنو او کانالونو ډيره ګټه پورته کيږي، د ارقامو له مخې داوبو د لګولو د سيستم 84سلمه سيندنو او کانالونه،8سلمه چينې 7سلمه کاريزونو او 1سلمه څاګانې جوړوي.د افغانستان د اوبو زيرمې سيندونه او ولاړې اوبه يا جهيلونه دي.د افغانستان ولاړې اوبه ډيری په مرکزی او يا غرنيو سيمو او په غربی دښتو کی شتونه لري. دافغانستان داوبو سرچني او اوبه اخستونکي حوزې دهندوکش لړۍ او دهغه لوړې څوکې جوړوي په تيره بيا هغه تلپاتې واورې چې دواخان ،پامير ،ختيځ او لويديځ هندوکش او د بابا په غره باندې کلونه کلونه پرتې وي .په پسرلي او دوبي کي ويلي کيږي او په بيلا بيلو حوزو کې بهيدونکي اوبه منځته راوړي ، همدا اوبه او سيندونه د پسرلي او دوبي په موسمونو کي دومره زياني او طوفاني کيږي چي دکافي نباتاتو د نه شتون له کبله دځمکو د ويجاړۍ او ښويدني سبب ګرځي چي کرنيزې ځمکې هم له ځانه سره خرابوي .په ټوليز ډول د افغانستان سيندونه داوبو بهيدنه تونده ده چي داصلي سيندونه مرستيالان دلوړو څوکو څخه سر چينه اخلي او په کږو وږو لارو مخ په ځوړو رابهيږي او له بله پلوه دسيندونو تل په ټوليزه توگه کوچني او تنګي بڼه لري چي له همدي امله د ځمکو د تخريب سبب گرځي .دافغانستان دروانو اوبو له جملې څخه 11 سلمه دپاکستان خاورې ته 10 سلمه د ازبکستان او ترکمنستان خاورې ته 79 سلمه دهيواد پولو په دننه کي ولاړو اوبو دښتو او جهيلونو ته ورتوئيږي .د افغانستان سيندونه داوبو لرونکو حوزو له مخي په څلورو برخو ويشل شوي :
لومړی حوزه:د هندوکش دغرونو شمالي سيمه چې په هغه کې دامو سيند او دهغه مرستيـــــــالان سيندونه ( کــــــــوکچې ، د واخــــــــان او بدخشــــان ، او دکندوز ) شامـــــل دي .
دويمه حوزه: دهندوکش دغرونو سهيلي سيمې چې په هغه کې دکابل سيند او د هغه مرستيالان (کنړ ،علينګار ،اليشنګ،پنجشير او لوګر) سيندونه شامل دي .
دريمه حوزه: د بابا دغره مرکزي او شمالي سيمې او دسفيد کو ه د غره شمالي او سهيلي سيمې چې په هغې کې د (تاشقرغان (خلم) بلخ آب (عشق اباد) داندخوي آب سفيد (ميرآباد) د مرغاب او هريرود )سيندونه شامل دي.
څلورمه حوزه : دبابا او سفيد کوه دغرونو جنوبي سيمې چې په هغې کې د(هلمند ،ارغنداب ،خاشرود ،ادرسکن ،ګودزيره ،دچيګائي کوچني سيند او دپشين لوره )سيندونه شامل دي .
د ولسمشر کرزي د حکومت په تيرو يولسو کلونو کې د افغانستان هراړخيزې پرمختګ ته پاملرنه وشوه خو يوه هغه برخه چې پاملرنه په کې ډيره لږ وه، د اوبو د کنټرول برخه وه . د ځينو کارپوهانو په اند، د افغانستان ګاونډي په افغانستان کې د اوبو د هر نوي او مهم بند له جوړولو سره مخالفت کوي او همدا پټ مخالفت د دې سبب ګرځيدلی دی چې پانګه اچوونکي او مرسته کوونکي دې ته زړه ښه نه کړي چې د اوبو لګولو په لويو پروژو پانګونه وکړي.
په تېرو يوولس کلونو کې د افغانستان د اوبو په اړه د ګاونډيو د پټ سياست د کونړ،سلما او مچلغو بندونه دي کله چې افغان حکومت وغوښتل چې د بهرنيانو په مرسته د کونړ د اوبو يوه برخه راستنه کړي او د افغانستان په ختيځ کې ځمکو ته اوبه برابرې کړي نو د نوموړې پروژې د تخريب لپاره څو ځله د ترهګرو بريدونه وشول او ان هغه جاپانی ماهر ووژل شو چې د دې پروژې لپاره يې کار کاوه. دغه راز،خان ولي په پکتيا کې د مچلغو بند د 60 کسيزې ساتونکې ډلې مشر و. حکومت له ده سره ژمنه کړې وه چې که د بند سيمه يې تر دوو مياشتو پورې وساتلی شوه، نو ډلې ته به يې وسلې او پيسې ورکړي، خو خان ولي 20 ورځې وروسته د طالبانو لاسته ورغی. چې تر لږ مودې وروسته په ويډيو کې ښودل کېږي، چې خان ولي د يوه وسله وال کس له خوا پر نورو کسانو ګرځول کېږي او اړ کېږي چې دا جمله تکرار کړي:«دا ظلم نه دی- دا عدالت دی». يو بل وسله وال وايي، چې: په خدای قسم دی چې په 82 ملي متري توپ باندې د ده وژل کافي نه دی، خو په هغه ډول چې زه يې غواړم نور مجاهدين به يې ځکه راسره ونه مني چې بيا به ټول د ده په وژنه کې برخه نه شي اخېستلای..
په دې توګه پرېکړه کېږي چې خان ولي په 82 ملي متري توپ والوزول شي. خان ولي 40 ګزه وړاندې په ګونډو کېږي او بيا په ډېر وحشت سره په توپ الوزول کېږي. د خان ولي ټوټې ټوټې مړی اته ورځې وروسته راټولېږي او خاورو ته سپارل کېږي..
د ورځپاڼه ليکي چې ده غوښتل په پکتيا کې د مچلغو د بند پروژه وساتي. که چېرې د مچلغو د بند پروژه بشپړه شي، نو 40 زره ايکړه ځمکه به خړوبه کړي او 800 کيلو واټه برېښنا به توليد کړي. هغوی چې دغه دوه پروژې او په هغو باندې حملې يې له نږدې څارلې دي، په دې نظر دي چې تر پردې شاه د پاکستان او ايران لاس و. د اوبو د حقونو د کنونشن مطابق زموږ ګاونډي هم حق لري چې له دغو اوبو ګټه پورته کړي ، خو دغه ګټه خپل اصول او مقررات لري. اوسمهال ګاونډي په خپل سر دغو اوبو ته بندونه جوړوي او په خپله خوښه بې له دې چې افغاني لوری وپوښتي، ګټه ترې پورته کوي. څرنګه چې د دوی ګټه پورتکونه په ځينو موردونو کې د اوبو له نړيوالو حقوقو سره سمون نه خوري، نو د دې لپاره چې نامشروع ګټې ته ادامه ورکړي او بلکې په راتلونکي کې لا زياته ګټه پورته کړي، په افغانستان کې د اوبو د پروژو په تخريب کې برخه اخلي. اوبه د هيواد په اقتصاد کې خورا مهمه ونډه لري د سارې په ډول که د هيواد په هرات ولايت کې د سلما هغه بند جوړ شي له جوړېدو سره به يې 185 زره ايکړه ځمکه خړوب شي او 42 مېګا واټه برېښنا به توليد کړي.همدارنګه افغانستان 550 ميګا واټه بريښنا خپله توليدوي او 500 ميګا واټه وارداتي بريښنا لري په داسې حال کې چې د افغانستا ن اوبه د 25000 ميګا واټه بريښنا د توليد ظرفيت لري او د ټول افغانستان د رڼولو لپاره يوازې 8000 زره ميګا واټو بريښنا ته اړتيا ده . د افغانستان په ټولو سيندونو 545 بندونو د جوړيدو امکان شته په رغولو سره به يې په هيواد کې کرنيزه ځمکه ډيره شي ماشيني رغاو( صنعت) لپاره به لا ډيراومه مواد او بريښنا په اختيار کې ورکړل شي چې افغانستان به د ماشيني رغاو(صنعت) په برخه کې ډير پرمختګ وکړي. له بله پلوه موږ به کابو 17000ميګا واټه صادراتي بريښنا هم ولرو همدرانګه د بريښنا د بندونو په جوړيدا سره به زموږ ترانزيټي ستونزې هم له ګاونډيو هيوادنو سره پای ته ورسيږي.
محمد داو دنيازی