د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ارواښاد عبدالمجید خان زابلي ژوند لیک

محمد داود نیازی 07.09.2015 12:48

د تورتمونو په  وحشي  او تیاره چاپېریال کې، چې د تیارو خپسو په خپلو کرغېړنو لاسونو په ظالمانه او جابرانه توګه د بې وزلو او کمزورو  هيوادوالو ستوني زبيښل، وزارتونه ،سلاکوټونه  چور، سوداګرۍ له منځته تللې وه، د دولت په خزانه کې یوازې اتو زرو افغانیو شتون درلود،  د اقتصادي چارو مزي شلیدلي ول . دا  هغه مهال و چې په هيواد کې اوښتون رامنځته شوی و. د هيواد ټول اقتصادي او سیاسي بنسټونه لمنځه تللي ول . د اقتصادي چارو د سمون لپاره  اعلیحضرت نادرشاه د هيواد نوميالی اقتصاد پوه له المان هيواد څخه راوغوښت  تر څو  د هيواد په اقتصادي چارو کې ژوربدلون راولي دا نومیالی په هيواد مین  ځوان بل څوک نه ارواښاد عبدالمجید خان زابلی و  .ارواښاد عبدالمجید زابلی د عبدالحکیم خان تره کي  زوی په 1270 لمریز کال کې د  هرات په ولایت کې زیږدلی دی . ارواښاد زابلي خپلې لومړنۍ او لوړې زده کړې په تاشکند کې پای ته رسولې دي  او له هغه ځایه  يې مسکو او  المان ته سفرونه وکړل په مسكو كې  يې د اوسیدو  پر  مهال  خپل کور د افغانستان سفارت ته په واک کې  ورکړی  وو. د شاه له بلنې څخه وروسته  اروښاد زابلی هيواد ته د هرات ولایت له لارې راستون شو  . په لومړي سر کې یې د هرات ، قندهار او کابل ولایتوونو  له سوداګرو سره وکتل او پینځه میلونه افغانۍ يې راټولې کړې ، دوه میلونه افغانۍ حکومت  برابر کړې، ښاغلي زابلي د اوو میلونو افغانیو په اندازه په هيواد کې د اقتصادي خپلواکۍ او پرمختګ لپاره   په 1311لمریز کال کې په کار پیل وکړو .  په همدې پانګې تر 1321 لمریز کال پورې يانې د لسو کالو په موده کې ډیرې سترې  اقتصادي چارې تر سره کړې . د دې لسو کالو په موده کې خصوصي سکتور او دولتي سکتور یو بل ته لاس  ورکړو،  په هيواد کې ژور اقتصادي بدلون  راغلو،  هغه چارې او پروژې چې په یادو لسو کالو کې بشپړې شوې وې   په لاندې ډول ترې یادونه کوو :
    •    د افغان ملي بانک تائسيس؛
    •    د افغانستان بانک تائسيس؛
    •    په هيواد کې د ونډيزو شرکتونو جوړول؛
    •    د قره قل د پوستكو د پراختيا او پرمختيا لپاره  هلې ځلې  ، د امريكا او اروپا بازارونو ته  د قره قل د پوستكو او د وړيو د صادرولو لارې چارې برابرول ؛
    •    د بغلان د قندو د فابریکې تائسیس ؛
    •    په کندهار کې د وړیو اوبدلو صنعت رامنځته کول؛
    •    په هيواد کې په لومړی ځل  د سیمټو د کارخانې جوړول؛
    •    د چک وردګ ،سروبي،او پلخمري د بريښنا د کارخانو جوړول ؛
    •    پلخمري او ګلبهار د نساجي فابريكو جوړول؛
    •    د هلمند د ناوې  د پروژې جوړول ؛
    •    د كندز د سپين زر شركت جوړول؛
    •     د هيواد نړيواله سوداګرۍ د هندیانو او یهودانو له لاسه وتل د افغانۍ با ثباته کیدل چې اوولس کاله يې ثبات ثابت وو.
    •    د افغانستان بانک لپاره د سرو زرو د زیرمې ایجاد؛
    •    په هيواد کې د تقاعد او استخدام د چارو لپاره د سیستم رامنځته کول او دروغتیا دبیمې وضع کول ؛
    •    د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د المان، چکوسلواکیا، پولینډ، ايټاليا، هندوستان او انګلستان سره د قرار دادنو لاسلیکول؛
    •    د لومړي ځل لپاره په هيواد کې پر عایداتو دماليې وضع کول؛
    •    په نیویارک کې د افغان امریکن  ټریډنګ کمپنۍ تائسيس؛
دا او دې ورته نور ډير کارونه په یادو لسو کالوکې تر سره شول؛
اروا ښاد  زابلي له هيواد سره د بې کچې مینې لرلو له کبله  د 1358 لمريز كال په لومړيو كې  خپل ټول غيرمنقول جايدادونه  دولت ته په واك كې وركړل، چې په ملي مصالحو او تعليمي لارو چارو كې وكارول شي. همداراز  د خوشال خان او رحمان با با د ليسو د ليليې امكانات او لګښت  يې له خپلو شخصي پيسو  څخه  برابر كړي و.
يو وخت  ارواښاد د فرهنګيانو د هڅونې په موخه   له خپلو پيسو، چې په  افغان ملي بانك كې يې جلا كړې وې، د اقتصاد جايزه  ټاكلې وه ، ارواښاد په خپله   فرهنګي  هم و، چې ډيرې لیکنې يې په  اماني جریده کې چاپ شوې دي . ارواښاد زابلي په هيواد کې د صنعت ، سوداګرۍ، بانکوالۍ، ټرانزيټ، د کابل پوهنتون د پراختیا ،ښوونې، روزنې، بهرنیو هيوادونو ته د ممتازو زده کوونکو ليږل، دبهرنیو اسعارو د لاسته راوړلو لارې چارې، 1314لمریز کال کی د بانک له لارې  بانک نوټونو چاپول، اود اقتصادي پرمختګ لپاره ډيرې هلې ځلې وکړې  تر دې چې په خپل وصیت کې یې هم  د ښوونې، روزنې د پرمختګ لپاره پیسې جلا کړې وې .
استاد خلیل الله خان خلیلی په خپلو يادښتونو کې لیکي : يوه ورځ  سردار رحیم خان  د  عتیق خان ورور،  صدراعظم شاه محمود خان ته  عریضه وکړه او په عریضه کې  د زرو امریکايي  ډالرو غوښتونکی شو او شاه محمود خان هم  بانک ته د اجرا امر وکړ، ارواښاد عبدالمجید خان چې د اقتصاد او بانک مسئول وو د پيسو له اجرا څخه   انکار وکړ . د وزیرانو د شورا په غونډه کې صدراعظم شاه محمود خان له ارواښاد زابلي پوښتنه وکړه چې ولې دې زما له امر  څخه انکار وکړ؟  اروا ښاد يې په ځواب کې وویل :   دا پیسې د دولت د اړتیاوو لپاره دي نه دا شخاصو .
 اروا ښاد زابلی  په 1377 لمريز كال كې د 106 كلونو په عمر د امريكا په متحده ايالاتو كې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې كړې او په امانت ډول د ماساچوست په ښار كې خاورو ته وسپارل شو. انا لله وانا الیه راجعون
د ارواښاد زابلي مړینه  د مظلوم ملت د ژغورنې او د هيواد لپاره د اقتصادي خپلواکۍ په تر لاسه کولو کې ، یو نه جبرانېدونکې او ستره ضایعه ده . روح د ښاد او یاد دې تل ژوندی وي .