د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ايا اوسنۍ افغانۍ پېسې دي ؟

محمد داود نیازی 20.05.2012 14:35

پيسې د انسانانو په ژوند کې له هغو مهمو اړتياو څخه دي چې د انسانانو د ژوند يوه ستونزو يې پاى ته رسولې او د اقتصادي معاملاتو په تبادله کې يې انسانانو ته اسانتياوې برابرې کړي دي .مخکې له دې چې اوسنيو افغانيو ته راشو لومړى اړينه ګڼم ترڅو پيسې در وپيژنم د پيسو تر پيژندلو وروسته به دا معلومه شي چې ايا اوسني افغانۍ پيسې دي او که نه؟
د پيسو لپاره ځانګړى تعريف شتون نلري د نړۍ د علماوو له خوا د پيسو د بيلابيلو دندو په نظر کې نيولو سره يو شمېر تعريفات وړاندې شوي خو يو يې هم په کلي ډول پيسې ندي تعريف کړي له همدې امله ترې تيريږو او د پيسو له دندو يي پيلوه چې له هغې وروسته به په اسانۍ سره وکولاي شو د پيسو لپاره يو کلي تعريف وړاندې کړو:
1. د تبادلې وسيله: د پيسو يوه دنده توکو د تبا دلې په وخت کې د منځګړي په توګه کار کول دي دا په دې مانا چې د توکو د تبادلې په وخت کې بايد له پيسو کار واخيستل شي او عامو خلکو ته په يوه ځانکړې جغرافيايي سيمه(هيواد) کې د منلو وړ وي .
2. د ارزښت ذخيره: ټول خلک نه غواړي يو ځل له خپلو لاسته راغلوعايداتو څخه استفاده وکړي چې دعايداتو يو برخه د راتلونکى لپاره ساتي پيسې بايد د هغو د عايداتو دپاتې شوې برخې ارزښت وساتي.
3. د ارزښت معيار: د پيسو په وسيله بايد د توکو او چوپړتياو ارزښت د يو بل په مقابل کې وسنجول شي.
4. د پور د ورکړې وسيله: پيسې بايد د پورنو په ورکړه کې عامو خلکو ته د منلو وړ وي او عام خلک بايد پيسې د پور په راکړو، ورکړو کې قبولې کړي.
چې اوس مونږ کولاي شو په اسانۍ سره د پيسو لپاره يو جامع تعريف وړاندې کړو: پيسې يا بانکي نوټ له هغه باوريز سند څخه عبارت دي چې عامو خلکو ته په يو ځانګړى جغرافيايي سيمه کې د تبادلې د وسيلې،د ارزښت معيار،د ارزښت ذخيره او په پورنو کې دورکړي لپاره د منلو وړ وي او په خپله د انسان د غوښتنې د پوره کيدو وړتيا ونلري.
د پورتنيو دندو په نظر کې نيولو سره راځي چې اوسنى افغانۍ تر څيړنې لاندې ونيسو ترڅو د خپلې پوښتنې د حل لپاره ځواب پيدا کړو:
که مونږ د پيسو لومړى دنده ته ځير شو نو د هغې له مخې بايد داسې وويل شي: چې اوسنى افغانۍ بايد د هيواد په ټولو سيمو کې عامو خلکو ته دمنلو وړ او په تبادلاتو کې تر استفاده صورت ونيسي، خو له بده مرغه د هيواد په ټولو سيمو کې اوسنۍ افغانۍ د تبادلې په توګه نه کارول کيږي، د هيواد په ختيځ او سهيل کې پاکستاني کالدار ،لويديځ کې ايراني تومن په مرکزي سيمو کې ، ډالر د افغانيو پر ځاي د تبادلې په توګه کار ول کيږي. اوسنيو افغانۍ د پيسو دلومړى دندې په اجرا کې پاتې راغلې.په هغه صورت کې چې اوسنۍ افغانۍ عامو خلکو ته د هېواد په بيلا بيلو سيمو کې د منلو وړ نه وي نو هغه د خپلو توکو د ارزښت د ساتلو لپاره بهرنيو اسعارو ته مراجعه کوي او د پيسو د ارزښت د معيار لپاره بهرني اسعار کاروي. چې دپيسو د دويمې دندې په اجرا کې هم اوسنۍ افغانى پاتې راغلې.همدا رانګه د ارزښت د معيار په توګه هم نه کارول کيږي ځکه که چيرې د تبادلې په توګه د هيواد په ټولو سيمو کې نه کارول کيږي نو معيار هم پرې نه اندازه کيږي چې د پيسو څلورمه دنده هم د پيسو د لومړى دندې پورې تړاو لري ځکه چې کله پيسې عامو خلکو ته د منلو وړ نه وي نو د پور د راکړي، ورکړي لپاره يې هم نه کاروي. د پورتينو څرګندونو څخه داسې جوتيږي چې اوسني افغانۍ د خپلو دندو په اجرا کې پاتې راغلې او د پيسو دندې نشي تر سره کولاي چې زمونږ پوښتنې ته ځواب هم پيدا کيږي يانې اوسنۍ افغانۍ پيسې ندي.