د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اقتصاد د علم بنسټګر

محمد داود نیازی 08.02.2012 14:37

کله چې انسان نړۍ ته سترګې غوړولي ورسره غوښتنې هم رامنځته شوې چې دغه غوښتنې په لومړي وخت کې ډير ساده وې. د ژوند په لومړیو وختونو کې د انسانانو ژوند په ځان بسیا وه. خلکو د ښکار لارې خپلې اړتیاوې پوره کولې لکن د وخت په تيريدو د انسان په غوښتنو کې توپير راغلى، انسان په دې لټه کې شو تر څو د ځان لپاره اسانتياوې برابرې کړي ،هماغه وه چې د اقتصادعلم رامنځته کیدو ته اړتیا پیښه شوه.تقريبا د ټولو علومو په هکله که څيړه وکړو نو ريښه ېې يونان ته رسيږي ځکه يونان دنړۍ پر مخ لومړى ځاى وه چې هلته انسانانو د طبعيت لمخې پوړونۍ پورته کړو، د انسان د پيدايښت او څرنګوالى په هلکه خلکو نظريات ورکړل، په ځمکه کې د روحانيت او ماديت اصول تر غور لاندې ونيول.د اکوموني کلمې جوړښت هم د يوناني کلمې ايکونومس څخه اخيستل شوې چې مانا ېې د کورنۍ اداره يا د کور تنظيم او تدبير دى.ګزنفون څلورسوه څلور څلويښت کاله د مخه ترميلاد ګزنفون د سقراط شاګرد وو چې د اکونوميکس (د کور تدبير) په نوم کتاب وليکه .ګزنفون د خپل عصر لوي تاريخ ليکونکي او په يونان کې د سردارنو له ډلې څخه وه. د ده په دغه کتاب کې د کورني اقتصاد ، تدبير، په طبعي زيرمو د دولت کنټرول او په خصوصي ملکيت باندې څيړنه شوې ده.
دګزنفون اقتصادي عقايد :ګزنفون د خپلو اقتصادي نظرياتو اساس کرنه ګرځولې اوکرنه ېې د اقتصادي ثروت د ډير والي سبب ګڼله چې د دولت او عامو خلکو څخه يې هيله لرله تر څو کرنې ته اهميت ورکړي.همدارنګه ګزنفون له دولت څخه غوښتل چې دولت بايد خلک بيړۍ چلونې او حمل نقل ته متوجې کړي نوموړي دغه هنر هم د ثروت د ډير والي عامل ګڼلو. له بلې خوا ګزنفون د پيسو نظريه دولت بايد دسپينوزرو کانونه په کار واچوي او سپين زر راوباسي چې داقتصاد له نظره د اهميت وړ دي.د ده دغه غوښتنه ددې لپاره وه چې د سپينو زرو سکې او پيسې ډيرې شي او د ګزنفون اصلي موخه دا وه چې دولت بايد طبعي زيرمې په خپل واک کې راولي او د دغې لارې څخه کانونه دولت ته لاړ شي او له خصوصي سکتور له لاسه ېې وباسي.او د لومړي ځل لپاره يې د ونډيزو شرکتونو نظريه هم ورکړه.کزنفون عقيده لرله چې بايد ښارونه لوى او غټ وي او ډير خلک يو ځاى سره ژوند وکړي،څو د کار تقسيم چې د اقتصادي فعاليتونو د پرمختګ لپاره لوى عامل بلل کيږي منځ ته راشي ځکه هر څومره چې ښار لوى وي اړتياوې هم ډيريږي او د کار وېش د اړتياوو پر اساس په خپله منځ ته راوزي.ګزنفون د مالې دورکړې او ازادې سوداګرۍ طرفدار وه او ثروت ېې داسې راپيژنده:ثروت د ګزنفون په عقيد ثروت د اموالو د ډيروالي نسبت دهغه اړتياو ته ياني هر څه چې له اړتياو ډير شي هغه ثروت دى.