د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان او پاکستان اقتصادي ناندرۍ

محمد داود نیازی 15.08.2015 12:11

سوداګري زموږ په لرغوني هيواد کې اوږد تاريخ لري په ډيرو لرغونو زمانو کې افغانستان د وريښمو لويې لارې په اوږدو کې پروت و چې ختيز او لويديز يې سره تړلي ول . له  1920ميلادي کال څخه مخکې د هيواد سوداګرو خپل سوداګريز توکي د ننګرهار له لارې پيښور ته او له هغه ځايه کراچۍ ته ليږدول او د بيړۍ په وسيله يې نورو هيوادنو ته صادرول .په  1920ميلادي کال کې د بريتانيې د همکارۍ نه کولو په دليل افغانستان مجبور شو چې د خپلې سوداګرۍ لوری د پخواني شوروي اتحاد خوا ته بدل کړي او له هغې لارې خپل توکي پرته له ګومرکي محصوله  نړۍ ته وليږ دوي . په 1950-1970ميلادي کلونو کې افغانستان ديوې پخې حلقوي لارې څښتن شو چې هيواديې په چمن ،کندهار او تورخم کې له پښتونخوا سره ،د هرات له لارې ترکمنستان او ايران سره او په بلخ کې د حيراتان بندر او په کندوز کې د شيرخان بندر له لارې  له پخواني شوروي  اتحاد سره وصل کړ. د شپېتمې ميلادي لسيزې په کلونو کې افغانستان د سوداګرۍ يو ټرانزيټي تړون د پاکستان له هيواد سره لاسليک کړ چې د هغه په  اساس افغاني سوداګريز توکي د کراچۍ د بندر له لارې او د پاکستان له خاورې څخه په تيريدو، پرته له ګمرکي تعرفې  څخه افغانستان ته واردات وکړي او دهيواد صادراتي توکي  نورې نړۍ ته له همدې لارې صادر کړي .  د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ  نوی تړون یا(APTTA)د 2011 کال د جون میاشتې په 12مه نېټه د یادو هېوادو د حکومتونو ترمنځ نافذ شو. دا تړون افغان لاریو ته اجازه ورکوي چې د کراچۍ سمندري بندر، قاسم بندر او ګوادر بندر له لارې د هند او چین او دا راز د نړۍ د پاتې برخو سترو بازارو ته افغان محصولات ولېږدوي . دا تړون د 1965ميلا د کال تړون، چې د افغانستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ تړون یا (ATTA)په نامه یادیږي، ځای نیسي. خو پاکستان تل له دې لارې د  يو سیاسي  فشار  په توګه  کار اخلي  او تل  افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي . نن ورځ چې د هيواد سیاسي ، امنيتي او اقتصادی وضعیت په ښه حالت کې نه دی پاکستان   په دې وضعه کې مخامخ لاس لري   تل د هيواد په کورنيو چارو کې مداخله کوي په هيواد کې امنيتي ستونزې  راپيدا کوي .  د امنيتي ستونزو تر څنګه يې اقتصادي جګړه هم پیل کړې ده د هیواد اقتصادي بنسټونه رغیدو ته نه پريږدي افغانستان يې د خپلو غیرې معیاري توکو بازار  ګرځولی دی . په دې وروستيو کې  د هيواد امنيتي وضعت په ځانګړی توګه کابل کې ډير خراب شو ورسره د هيواد اړیکې هم تر بل هروخته له پاکستان سره خرابې شوې  او افغان حکومت د پاکستان د بریدونو په مقابل کې په پاکستانیو توکو بنديز ولګو . اوس پوښتنه دا ده چې افغان حکومت به وکولی شي چې د پاکستان د صادراتي توکو بدیل په هيواد کې تولید کړي او که د تل په څير له  به نورو هيوادونو  واردات وکړي او د اقتصادي خپلواکۍ په لور به ګام  وانه اخلي يوازې د توکو د رانیولو ځای به بدل کړي . خو که افغان حکومت او ولس هوډ وکړي نو ډير ژر  به دا  توکي په هيواد کې  تعویض کړي ، ځکه پاکستان افغانستان  ته ډيری کرنیز او مالداري محصولات صادروي . دا په داسې حال کې ده چې د هيواد د ټول مساحت 12 سلنه ځمکه د کرنې وړ ده او کولی شي چې 250 میلونو وګړو ته خوراکي توکي برابر کړي له بلې خوا د پاکستان د کورني ناخالص عاید 24 سلنه کرنیز محصولات جوړ وي ، ډیر صادرات يې کرنیز توکي دي له  همدې لارې بهرني اسعار لاسته راوړي ،د دې هيواد د کارګري قوي نیمه په کرنه کې بوخته ده که چیرته دا صادرات بند شي نو دا هيواد چې وار دمخه له ګڼو  اقتصادي ستونزو( مالي بحران،د نفوسو چټکه وده، سیاسي بې ثباتي، دولتي پور لوړیدل ، په بهرینو بازارنو کې پاکستاني توکو ته د تقاضا کمښت، د انرژی ستونزه، د پانګې فرار، د پيسو د پړسوب فشار ، بیکاري، سوداګریز بیلانس 19963 ملیارده ډالره کسر ، په ځینو برخو کې نا امني، د ګاونډیو سیالۍ ) سره مخ دی   او نور نشي کولی د اقتصادي ستونزو  بار پورته کړي  له دې بندير سره به يې ستونز لا زیاتې شي . پاکستان افغانستان ته په ټولیز ډول د خپلو ټولو صادراتو  8.5  سلنه  صادروي چې دا رقم زموږ لپاره ډير کم دی او کولی شو چې په اسانۍ سره يې تعویض کړو .
   په همدې ډول د مالدارۍ په برخه کې هم افغانستان ښه امکانات لري او کولی شي په اسانۍ سره د حیواناتو پالنه وکړي په هيواد کې باید د  کروند ګرو، مالدرانو او صنعت کارانو لپاره پوره امکانات برابر شي  تر څو دوی وکولی شي په ښه معیار توکي توليد کړي او د بهرنیو توکو ښه تعویض تر سره کړي له بلې خوا افغان ولس باید په هيڅ ډول بهرني توکي ونه پیري يوازې او يوازې باید له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي .
د افغان حکومت له دې بنديز سره سم  امکان لري چې پاکستان هم خپلې لارې  د افغان سوداګرو  پرمخ وتړي . خو د پخوا په پرتله دا ځل موږ د خپلو توکو د صادرولو او واردولو لپاره يو شمیر نورې لارې(بندر عباس، چاه بهار، حیراتان،شیرخان) هم  لرو. افغان سوداګر کولی شي خپل توکي له دې لارو نړۍ ته صادر یا وارد کړي  د پاکستان د لارو بنديدا به پر موږ ډیر فشار وارد نه کړي  . دا ټول خو هغه څه ول چې د پاکستان په وړاندې يې اوسمهال دلنډ وخت لپاره کارولی شو . په راتلوونکي چې پاکستان تر ې ویره لري او دا هيواد شاید يو اړخ ته  هم کړي هغه د افغانستان لپاره په سیمه کې  د نويو فرصتونو ایجاد دی  چې په دې کې ډيرې مهمې پروژې لکه د ټاپي پروژه  چې په دې پروژه کې ترکمنستان، افغانستان،پاکستان او هندوستان شامل دي  په کې به ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته اوبلن ګاز د يو لوی پايپ لین په وسیله صادروي چې پاکستان هڅه کوي  دا کار د ایران له لارې تر سره کړي  .  په همدې ډول د افغانستان له لارې د پاکستان سوداګري له منځنۍ اسیا سره .  د دې تر څنګ په هيواد کې د اوبو د سرچینو کنټرول به هم پاکستان له لوی ناورین سره مخ کړي  . او په سیمه یزې سیالۍ هم پاکستان پر دې مجبوروي تر څو په هيواد کې  پانګونه وکړي تاسو اوسمهال ګورئ چې د بامیانو د حاجيګک د اوسپنۍ کان قرار داد هندوستان هيواد له يوې کمپنۍ سره دی .چې دا حالت د پاکستان لپاره د زغملو وړنه دی .  له دې سره سره د وريښمو دلارې بیا جوړیدا او  یو شمیر سیمه یزو اقتصادي او سیاسي تړوونو لکه سارک سازمان،سافټا تړون (د سافټا تړون په یوځای کېدو سره سترو مارکېټو ته لاسرسی تامینیږي، سیمه یزه اقتصادي همکاري زیاتیږي او افغان سوداګرو ته مهم فرصتونه برابریږي. دا تړون د سهېلي اسیا اتو غړو هېوادو ترمنځ لکه هند، نیپال، سرېلانکا، پاکستان، بوتان، مالدیف، بنګلادېش او افغانستان سوداګریزې اړیکي تامینوي). په عملي کیدو سره به پاکستان په اقتصادي لحاظ موږ ته ډير اړ شي  نو ځکه دا هيواد تل د هيواد د اقتصادي بنسټونو د رغولو مخنیوی کوي او نه پريږدي په هيواد کې ټيکاو رامنځته شي  . خو دا ټول په هغه صورت کې امکان لري چې افغان حکومت ورته اوږد مهاله پلان جوړ کړي او د سیمې په  اقتصادي بدلون کې ښه رول تر سره کړي . کنه دا به هم د يو خیال په څیر تیر شي .